(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[03.May.2018 - 14:09]

غزل    

دشته د سیند په سیلابونو باندې  نه پټیږي 

بدرنګه مخ په ګلابونو باندې نه پټیږي   

 

علم دې هسې نمایش دی نمایش دې ژوند دی       

ستا جهالت په کتابونو باندې نه پټیږي  

 

اوښکې په جوش او په جذبه د وینې نقل کوي   

خو ځان یې هیڅ په حبابونو باندې نه پټیږي  

 

که غم غلط ګړې ځان غلط کړې او که پام غلط کړې   

د زړګي داغ په شرابونو باندې نه پټیږي  

 

هغه تپوس چې درنه ما کړی و بل هم وکړو     

په نورو نورو ځوابونو باندې نه پټیږي   

 

سعوده حسن له حجابه هم غزل ته راشي   

رنګ د رڼا په نقابونو باندې نه پټیږي   

__________

سید شاه سعود

03.05.2018

-
بېرته شاته