(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جام

[03.May.2018 - 13:58]

جــــــام

مـونـږه د وخـت لـه زورواکـــانـو نـه اِلــهـام اخـلــو

مـیـنـه ژونــــدۍ سـاتـــو پــه مـیــنـه انـتــقـام اخـلــو

هغوې دې تور پورې کوي په مونږ دنوي ژونـدون

مـونـږ د یــووالـي محـبـت پـــه لــوري ګــام اخـلــو

زمان حاکـِم  د مـیکــدې کـړلــو د وخـت محـتـسـب

ځکـه پـه پـټ مـخ د جانـان له خـولې کــلام اخــلــو

مـونـږه د شپې تـورتـم  تـه نـه  کښـیـنو رڼـا لـټــوو

نـوې ډیــــوې د رڼـاګــــانـــو هــر مـاښـام  اخــلــو

وخت به د زورد ګدۍ زوړتهمت په چا پورې کړي

زه او جـانـان خـپـلـه  د خـپـلـو کــړو الــزام  اخـلـو

اوس به نالـوستي ملایان کـوم ځا ې کې ځان پټـوي

مـونـږ خـدمـتـګاره پـــه ښکاره د مـیـني جـام اخـلـو

محمد یوسف خدمتګار مزدورځوی

03.05.2018

-
بېرته شاته