(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کاروان

[03.May.2018 - 13:51]

وایه سندرماره دا غزله بلبلي یې 

دا د زړګي چیغه د کاروان غریب ملنګ

**********

زړونه د ټوپکو سپین ځلیږي زمونږ زنګ 

سره غاټول د ژوند د دښتې دي په وینو رنګ 

 

ژوند غریب ولاړ دی وږی تږی لمن سوی 

څنګ ته یې روان د اور دریاب دی په غورځنګ 

 

یه د هلمند مورې په پنځو بچیانو بُورې 

خدای دې ستا په چیغو زاره چاودی کاندې جنګ 

 

دا ځل دې د امن غږ زرغون شي په وطن کې 

بیا را غورځېدلی د باروتو له ګړنګ 

 

ړنګ دې شي آسمان پر سر د هغو ظالمانو 

خپل دي که پردي دي چې وطن مې غواړي ړنګ 

 

یه لیلې د سولې ستا ځونډي به ترې جوړیږي 

سپینې شیدې جوش دي په کې واچوه لونګ 

 

وایه سندرماره دا غزله بلبلي یې 

دا د زړګي چیغه د کاروان غریب ملنګ 

 

۱۴- حمل - ۱۳۹۷

with Peer_Mohammad_Karwan

-
بېرته شاته