(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اتفاق

[03.May.2018 - 13:37]

ارواښاد صاحب شاه صابر

.

بې کوره شي چې څوک په بې درکو پسې ګرځي

درانه خلک سپکېږي چې په سپکو پسې ګرځي

.

زما د قام د کومې بدبختۍ به درته وایم

چې څوک را زلمي کېږي په ټوپکو پسې ګرځي

.

د زرکو د کوترو ښکار د نورو مشغله شوه

زما د غرونو باز په توت خورکو پسې ګرځي

.

بیا څوک د پښتنو د اتفاق سندرې وایي

دیوان یې د خوشال په لاس خټکو پسې ګرځي

.

سلا کوي ، جرګه کوي ، غونډېږي تندرونه

څوک ځاله جوړوي ځان له په ډکو پسې ګرځي

.

د هغې غرڅنۍ غړۍ مې هغسې په زړه ده

لا هغسې مې فکر په کنجکو پسې ګرځي

.

د ښکلو په سینو کې بې غرضه زړونه ګوري

صابر بلا وهلی دی په ورکو پسې ګرځي

03.05.2018

-
بېرته شاته