(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوعاګانې

[03.May.2018 - 13:34]

دعاګانې

اوس پر تیارو بر یم رڼاګانې راسره دي

ستا د نرمو شونډو دعاګانې راسره دي

 

نور شکر یواځې دا اوږده مزلونه، نه وهم

اوس دې د یادونو لواګانې راسره دي

 

یاره په ویښتو کې مې دا سپین تارونه مه 

شمیره

لا خو د ځوانۍ جذبې پریمانې راسره دي

 

زه لکه ماشوم چې خوله وانخلمه خوب نه راځي

شوخې د ځوانۍ شيبې شيطانې راسره دي

 

اوس به مو مالت کې تورې شپې وخته روښانه وې

څه وکړو ګاونډ کې بلاګانې راسره دي

 

یو چې هادي سترګو کې د خوب په شانې وساتې

څو نورې همداسې آرزوګانې راسره دي

عبدالهادي هادي

03.05.2018

-
بېرته شاته