(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[03.May.2018 - 13:31]

اکرم عمرزے

 

ښائست دې پلوشې کړى د ململ په لوپټه کښې

 جوړ کړې مستو سترګو دے هلچل په لوپټه کښې

 

تۀ مخ چې بل پلو کړے زړۀ مې داسې ښېره اوکړى

 الله دې څټوکے کړه الول په لوپټه کښې

 

د شونډو د رخسار دغه سرخى دې عجيبه ده

 حېران يم چې دا اوردےڅنګه بل په لوپټه کښې

 

ساعر دے هم مينا ده، هم ساقى هم مېخانه ده

 سامان دے د رندانو مکمل په لوپټه کښې

 

لا يادې مې دى ستا هغه سلګۍ د ناويتوب

 هم ستا هغه په غم شونډې چيچل په لوپټه کښې

 

چې شېخ او ملا مړ شى بيا به هله جنت وينى

 ما اوليدۀ د مرګ نه هم اول په لوپټه کښې

 

شين خال دې په تندى باندې قاضى دے کۀ جلاد

ښکاره شو مستقبل راته بدل په لوپټه کښې

 

تا وې چې عمرزيه دا سوغات خو د ځوانۍ وو

 اوس راشه کۀ مې ګورې اوچ ګوګل په لوپټه کښې

03.05.2018

-
بېرته شاته