(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مینه

[03.May.2018 - 13:30]

مـیـنــه مـــی خــوښـــه ده په زړه کـی ئـی د هــر چا غــواړم

د  مـــــحـــــبـــت  او  د  وفــــــــا  ډ کــــه  د نــــیـــا  غـــــــواړم

 

چې زرمــحل تـه سـجده نکـړي صـرف کعبی ته ئی کړی

داســـی زاهــــد داســــی امـــــام  داســی  مـــلا  غــــــواړم

 

چې احسا سات او عــقـل دواړه پــکـی کــړي شــا ډولی

داســی  ټـــا ټـــوبــــی د ژونـــدون د خـــپل اشــنا غـــواړم

 

د ژونـد غــمونـو اومــا تــمونــو دی تــنګ کــړی خـلـک

پـه هــر مــحـفــل کــــی د  ژړا پــه ځـــــای خـــنــدا غـــواړم

 

د اوړی شـپه کی وریـځـی خوند نه کـوي هرڅوک وائی

په شــــــــین اســمـــان کـی ســـتوری ځــلـنده رڼـا غــواړم

 

 
-
بېرته شاته