(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پړ

[03.May.2018 - 10:24]

پړ

پر پخوانو پلونو راغلم

نا بلده مې ګامونه 

دا کوڅې هغه کوڅې دي

خو تېر شوې دي کلونه

 

دلته څومره ډير ولس و

تورې شپې به هم رڼې وې

دا کورونه ټول اباد و

دلته کلی و دېرې وې

 

بابا تاته هم ياديږي

دې جومات کې يو امام و

په لنډي ملا مشهور و

پر دې ټول کلي يې پام و

 

د دې خلکو ژوند هوسا و

کې ښادۍ وې او سندرې

د يو بل پر غم غمجن و

د ورورۍ يې کړې خبرې

 

دا څه وشول دا څه کيږي؟

بابا ته په دې پوهيږې؟

د دې خلکو مېنې ورانې

دوې به چيرته اوس اوسيږي؟

 

بابا لاس پر ږيره تېر کړ

سپين پټکی يې پر سر سم کړ

سپينې اوښکې پر مخ راغلې

بيا يې وچ د سترګو نم کړ

 

بابا ویلې دغه کلی

وران کړی همدې ولس دی

بل څوک نه دی ملامته

پړ د کلي هر يو کس دی

 

نظیف تکل

03.05.2018

-
بېرته شاته