(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دحمزه بابا شعرونه

[03.May.2018 - 10:22]

 حمزه بابا شعرونه

ورانه  دا  دنیا  کړه  ربه  بله    دنیا   جوړه    کړه

دا ډکه  د  غم  ده  یو  بی  غمه  دنیا  جوړه     کړه

 

دلته څوک حاکم دی څوک محکوم او څوک آقا غلام

نه وی چه تضاد  پکښی یوه  سمه  دنیا  جوړه  کړه

 

دا ده  د  فرعون ، هامان ، شداد  او  د  قارون  دنیا

نه وی ظلم  زور چې  پکښی  دغه  دنیا  جوړه  کړه

 

دلته   خاوندان    د    محلونو    دی    خدایان   ربه

بله   بس   د   خټو   بی   محله   دنیا   جوړه   کړه

 

وایم  زه  حمزه  ربه  په  کار  کښی  دی کار نه لرم

هسی   می  خیال  راغی   یو  بدله  دنیا   جوړه  کړه

عبدالحلیم همت

-
بېرته شاته