(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لېونېه

[03.May.2018 - 10:16]

لېونيه پاکستان څه دى؟

ملا کور د يو دهشت دىا

که پټکى دى که وردي ده

پښتنو لره وحشت دى

 

لېونيه ډيورنډ څه دى؟

ملا کرښه سر سري ده

د يو قام تر مينځ بېلتون دى

چې منل يې دٶسي ده

 

لېونيـه لر بر څـه دي؟

مـلا دا دى يـو وجـود

پښـتانه بايـد را يو شى

دا يـې ګـټه دا يې سود

 

لېونيـه پنـجاب څه دى؟

مـلا دا دى تـور ښامار

د پښتـون په وينـو پايي

دا يـې کار دا يـې روزګار

شهاب بنګش

03.05.2018

-
بېرته شاته