(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښځې

[03.May.2018 - 10:14]

ښځې هم زړونه لري زړه کښې  خواهشات لري

سر کښې ماغزه لري، ماغزو کښې احساسات لري

کاڼي خو نه دي هم دا ستا په شان جزبات لري

ښه خيالات لري بلکې له تانه زيات لري

دا بې ګناه مرغۍ دې بند کړي په پنجرې کښې ولې؟ 

وایه کړې ښځې دي ژوندۍ په اديره کښې ولې؟ 

يو دې تعليم نه کړې محرومې د ړوندو په مثال

بل دې بندي کړې په کورونو کښې د غلو په مثال

 

الف جان خټکه

-
بېرته شاته