(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملابرجان یادحق ویل

[12.Sep.2017 - 06:15]

زبیح الله شریفي

حق ویل د هرچا کار نه دی

په د وطن د جنګ توفان روان دی

په دردونو کې د هر افغان ګزران دی

دلته مونږ ته بنګړي سری شوڼډی شراب ساقي خومار مه یادوه 

د ښو ځوانانو دي پاتی ډیری کوڼډی د لیلا د غاړی هار مه یادوه 

د غمونو زمونږ په ګلستان باران دی 

په دردونو کې د هر افغان ګزران دی

د هر چا خونی ورانی دي له هیندی سیریال نه مونږ ته غزل مه جوړوه

 څوک مسافر دي ژړاګانی دي خوار شی غزل د لیلا د اوربل مه جوړوه

زوړ که ځوان دی ناخبره له ځان دی

په دردونو کې د هر افغان ګزران دی

د شهید ایتمان په ژړا په غم دي د خدای لپاره ورته پلار یادوه

لاره مو ده ورکه کړی تور تم دی نوم د هر ظالم هر غدار یادوه

هر څوک مریض ډیر په خپګیان دی 

په دردونو کې د هر افغان ګزران دی

هق ویل د هر چا کار نه دی په زخمونو مو مالګی مه دوړوه

دروغجن مکار مو یا ر نه دی هڅی د دروغو غالی مه غوړوه 

ټول دوستان راته جوړ شوی ښامران دي

په دردونو کې د هر افغان ګزران دی

که یادوی یی شی په هیلمند لوګر جنګ دی د صوات وزیریستان بمبار یادوه

د ناتو دبم باریو له لاسه هر کور په وینو رنګ دی د ملایانو حلالول په جار یادوه  

دلته د ټوپک سالار زور دوران دی

په دردونو کې د هر افغان ګزران دی

هر څه مو لیلام شو د عربو د ایران د پاکستان د غلامانو تیری هر ظلم مه هیروه

ولی نوم د وطن بدنام شو د هینتهاریانو هملی وغنده د پښتنو هر وژنه هر غم مه هیروه   

د هر چا له لاسه زړه مو پری پری فریشان دی 

په دردونو کې د هر افغان ګزران دی

وطن له خبګیانه ړنګ بنګ دی د چوپو وکیلانو وزیرانو لیکوالانو بی خبری یادوه 

ذبیح لله غلی شه هر شعر د بدرنګ دی داشرف غني او ملا عیبت  الله بی غوری یادوه 

ڼن د هر چا سپینو خبرو کی تاوان دی

په دردونو کې د هر افغان ګزران دی

سرليک ؛ شعر

متن ؛ پام کوه الهامه ؟

زمونږ وطن له کوڼډو ایتمانو ډک دی

ما باندی مه لیکه د لیلا د وربل غزل الهامه

د افغانانو زړونه پری پری دي وینی ورنه

ساسي په خیالي وطن کې مو ور دی بل الهامه

زه د سرو ژوڼډو د مئ او ساقي خومار شاعري

نه لیکم زمونږ وطن رنګ شو په وینو پل په پل الهامه

دلته خیالي ځوانان هره ورځ مري بی عجله اخیر ولی

دلته ډیرو خویندو میندو خپلو ځوانی مرګو ته وژړل الهامه 

ذبیح الله شاعرانو ته ووایه لیږ شرم او هیا هم په کار دی

پام کوه ماته مه یادوه شعر غزل کې د لیلا کاکول الهامه

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

 

 دیموکراسي څه نه خری د وکړی ؟!

د دیموکراسۍ په نوم خرس کړی هر چا وطنه

ډیر په بی رحمی ظلم یی کړئ چور تالا وطنه

راغلو کفارو رنګا رنګ دامونه دي غوړولي

د افغانانو د غلامۍ لپاره یی ګډه کړی دی غوغا وطنه

زخمي زخمي یی کړی له هر فرهار د ځار شو

سور ور درباندی بلیږي سوزیږی له هر خوا وطنه

له هر خوشحالۍ خوښۍ نه یی وستلی یی تل مدام

جنګونه وي سوزولی د ده باروتو هره ښکلا وطنه

لر او بر په وطن کې غم درد ویر ماتم خپور ده څه

خیالي ځوانان مري ڼن هر افغان دی په ژړا وطنه

هیڅ داسی څوک نه شته چی د افغان د مرګ د حیلت

پوښتنه وکړي ولی داسی کیږي زمونږ لیلا وطنه

څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک چی په یوه جرګه به

راټولیدل کاشکی افغانان په یوه جرګه شي راټول بیا وطنه

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

 

خدایه تشکُر چی په ما د ملایکی ولیدلی ؟

خدایه ازار بار تشکر چی زه د له ملایکو سره اشنا کړم

دوۍ راځي د ستور په شان اسمان ته کله چی زه دعا کړم

پوهږم زما هره خبره دعا تاته دروړي له ډیره خوشحالۍ

زما له سترګو وښکی ځي کله چی زه تاته ذکر او سنا کړم

پوهیږم ستا په عشق مینه محبت کې پټ یم ما می ټول واک

ایختیار تاته درسپارلی ځکه خو هره کړنه په مشوره ستا کړم

دا ته وي خدایه چی خلاس دی له دنیایي شیطاني وسوسو هوس

جنجالو موشکلاتو کړم ود بښلم  پاک د له سغیره کبیره ګنا کړم

خدایه زما زړه ستا مین عاشوق دی تل یی کار له تقوا عبادت سره

وي خدایه نور هم رحم وکړی زه ذبيح الله هر وخت تاته تمه تمنا کړم

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

؛ ماشومان د خدای ګلان دي ؟

خدایه واړه ماشومان په ځمکه ستا ګلان دي

د دوۍ واړه زړونه پاک له ګناه او شیطان دي

ماشومان چی عبادت کړي خدایه ستا په شوڼډو مسکا 

راشي ډیر خوږ لوزي نازولي مخلوق د جهان دي 

د دوۍ له معسومۍ چیرې نه هر څوک لیزت

وړي ځکه خو دوۍ لکه ګلان ښایسته انسانان دي

ټوله دنیا په دوۍ ښه ښکاریږي د مور او پلار هره 

ساتیرۍ ده په مور او پلار بی هیدی ډیر ګران دي 

ذبيح الله ماشومانوته جوړکړه شعرونه کیسې چی سم تربیه

شي ستا له برکته خدای وپیژني جنوکۍ که هلکان دي

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

 

 په زړه کې می ور د بیلتانه دی

خلک کرار په خواږه خوب ویدء دي

زه رنضور زړګی ټکورومه

شپی می دي شوګیره نه راځي خوبونه

زړګی نه کراریږي که هر سو یی کرارومه

په زړه کې می ور د بیلتانه دی

نه هیریږي که هر سو یی هیرومه

دا څه راسره کیږي خاونده

د ځوانۍ ومر په غمو کې تیرومه

ذبیح الله د دنیا مزه دی تللی ژوند خوند نه راکوي

چاره نه شته د یو چا په یاد کې زړګی می مدام زورومه

۰۰۰۰۰۰۰۰

 

 نه پوهیږم څه وکړم عالمه

زړه می وچاودیده له ډیره غمه

نه پوهیږم څه وکړم عالمه

شپی می وي شوګیره نه راځي خوبونه زړګئ 

می نه کراريږي که هر سو یی کرارومه

چار چاپیره نه وینم هغه سترګی

زه به د مین زړګی تنده په چا ماتومه

زړه می تور شو لی دنیانه

له ډیرو غمو به کډه چیرته بارومه 

د دنیا واړه کارونه رانه پاتی دي زه ذبیح الله

نه پوهږم چی د چا له غمه دا شعرونه جوړومه 

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

 

 پټ مین یم پټ به ژاړم

پټ مین یم پټ به ژاړم

زما توبه دی نور به نوایم حالونه 

د خیال په ټال کې یی ځانګم

په زړه کی یی دي راسره تصویرونه

خپل قیسمته ګورم چی څه کوي

هم دورمره یی بس دی تش دیدنونه

خدایه ته د زړه سبر راکړی نور 

هي چاته نه وایم د پټی مینی رازونه

د ما ذبیح الله له زړه نه یو خدای خبر دی

چی زه ولی د چا لپاره لیکم شعرونه

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

 

 دی د مرګي څه پته لږیږي ؟

شیرینو ومر تیریږي

سړی څه په پوهیږي

ډیر ناز او نخری مه کوه

ورځ له بلی زړونه زړیږي

لاس د راکړه هم دا هه وخت 

دی د مرګي څه پته لږیږي

ژوند په خوشحالو تیر کړو دا به ښه 

وي له ډیر خبګیان نه څه جوړیږي

د ذبیح الله خبره ډیر غمونه دی ورک شي

په د لټه کې شه زړه په چیشي خوشحاله کیږي

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

 

کابلیان باید ملابورجان له یاده ونباسي ؟

خدای درکړي جنتونه اجرونه ته یی د ریښتا شهید ملا بورجانه

تا کړو له بی غیرتو بازینګرو اشرارو کابل ازاد ملا بورجانه

ته وی د ریښتینی مجاهد اتل ستا میړانه به تاريخ هڅ کله هم هیره

نه کړي که ته ژوندی وی په وطن کې راتله صوله اتحاد ملا بورجانه

د اشرارو له لاسه جوړ وء قیامت په کابلیانو سور ور په بل وء لاره

ورنه ورکه وه دوۍ به ستا میړانه هیڅ کله هم هیره نه کړي باید ملا بورجانه

که ته ژوندی وی ای ایس ای ډاکتر نجیب نه شو وژلی ته وی یو

زړه سوانده مهربانه انسان په تا هر چا کاوه باورعتماد ملا بورجانه

ته وی چی خپل سري پاټوکونه د ورک کړه خو ارمان پاتی نه شوی

دا یو شعر دی زه ذبیح الله به تاریخ ولیکم ستا په کړنو ستا په یاد ملا بورجانه

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

 

وه زما یاره شیرینه

منګئ په څنګ ګودر ته ځم راپسی راشه

چی د وکړم دیدنونه وه زما یاره شیرینه

په ناز نخرو می ځان دی جوړ کړی ستا له پاره 

چی د لری کړم غمونه وه زما یاره شیرینه

وه له ګولو ښکولیه له ګولو ښایسته جانانه

تل الله ته کوم ستا سوالونه وه زما یاره شیرینه

ډیر راباندی ګران یی وربدی نه کړم په هي چا

رانزدی شه چی درباید وشیندم ګلونه وه زما یاره شیرینه

ذبيح الله زما لیونی زړګی ستا د عشق ګریفتار دی

په تا دومره حساب کوم لکه غرونه وه زما یاره شیرینه

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

 

؛ کليوال خلک دریاديږي کنا

د وروپا په شیشي ښاروکې ورکه یاره

دا خړ پړ کلی هیر نه کړی

دا ساده پاده کليوال خلک دریاديږي کنا

د کلي خوندور ماذیګر هیر نه کړی

د وطن مینه لکه د مور خوږه دی

دا خپل خړ پړ کور هیر نه کړی

سکالې به هتمن راځې ګله

خپله خړ مخۍ خور ورور هیر نه کړی

ذبیح الله ډیره موده وشوه چی ورک له وطن 

یی زیارت د قبر د ګرانی مور هیر نه کړی

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

 

په خپلو ځوانیمرګو فخر کړو

راځی چی لاسونه د یوالي سره ور کړو

د صولی اشتی ډیوی بلی په هر کور کړو

هر ویده میده راویښ د غفلت له خوب کړو

د اتفاق احتاد جرګی روانی په هر لور کړو

د نوي انقلاب جڼډی کړو پورته دا ړنګ بنګ

وطن په لړځان د خپلواکی د شور ماشور کړو

هر کډوال مرور ورک بچیان د وطن راټول

بیرته د یوالي د مینی محبت په زور کړو

دا تورتمونه توری تیاری رڼا کړو وطن

لکه مور ده نور به ساتنه د خپل مور کړو

دا ټوټی ټوټی وطن لر او بر سره یو کړو

د خان غفارخان ارواح خوشحاله په ګور کړو

نور دښمني خبګیان بس ده راځی چی ټینګ

په غیږ کې خپل خپه ناخبره مرور ورور کړو

کنا تر څو به د بل چا د ګټو لپاره یاغي باغی

تنکي ځوانان سره وژنو بیا به ورباندی فخر کړو

چی پلانکی توریست طالیب یا پولیس اسکر

مو مړه کړل بس ده ډیرمو بندیوان د ګور کړل

۰۰۰۰۰۰۰۰

 

 زړګیه راځه ؟

زړګیه راځه چی جوړه کړو یوه جونګړه په زیارت کې

ډیر ګناه کار یم چی شرمینده نه شم الله ته په اخیرت کې

دنیاته چا راوړي څه دي له د پاني دنیانه چا وړي څه دي

راځه دا باقي ژوند تیر کړو د پاک الله په عبادت کې

چی نه دنیایي نه شیطاني وسوسې اندیښنې وي

ځان غرق کړو د خدای په عشق مینه محبت کې

تقوا فرحیض کاري لویه ګټه د هغې دنیا دی

نور بوخته شو د خدای په ذکر سنا صفت کې

ذبیح الله هر عبادت ډک دی له برکتونو چی ډیر

حکمتونه برکتونه په کې شته هغه دی د قران تلاوت کې

دا شعر د محترمی قمرګلی له خوږ اواز نه الهام شوی ؟

راځه چی یوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

 

د خدای عبادت سنا زکر

زړګیه راځه چی غرق شو د خدای په زکر او سنا کې

یو بل سره مست ورک شو د خدای په عبادت او دعا کې 

د دنیا غمونه سودا هیره کړو چیری لری لاړ شو بله دنیا

جوړه کړو لکه اولیا ځان بوخته کړو د خدای په سودا کې

د خدای عشق مینه محبت کې دواړه پټ شو چی نه شیطان

وي نه دنیا یي وسوسی تقوا فرحیض کارۍ وي سبا او بیګا کې

د ځان لپاره حرام شه که څه غاوړم پقت دا غوام چی خدای په ما 

افتخار وکړي بس زړګیه ډیری خوشحالي شته د عبادت په مشغولا کې

تل به له شیطان او ګناهونو نه په امن وی دا د ذبيح الله واوره که یوارته

خو په اموخته شوی بیا به تل خوښ وی په ژوند په فریض کاري تقوا کې

دا شعر د محترمی قمرګلی له خوږ اواز نه الهام شوی ؟

راځه چی یوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

 

 مسافرۍ وخوړم

ډیرو غمونو د دنیا وخوړم

څه به یی ستایم چی چا او چا وخوړم

په جهان کې ډیر زړونه پری پری دي

پتنګ ویلی شمعی زه خو تا وخوړم

یو خوار غریب نه می وپښتل چی ستا څه حال دی

راته یی ویل د یوی مړۍ ډوډی پیداکولو غم او سودا وخوړم

یوه ښځه غلی په چورتونو کې ډوبه وه ماورته ویل ولی داسی یی

راته یی وویل سړی می شیخ دی د ده د تسپو ټکا وخوړم 

ذبیح الله که جنګونه نوی ما به پردي وطن کې څه کول

ځواني می هسی تیره شوه د مسافرۍ ببری بلا وخوړم

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

 

 ڼن می لیلا راځي

ڼن می لیلا راځي په دغه لاره

ماته ګلونه راکړه باغوانه یاره

ډیره نازولی ده په ما ګرانه ده

ورته جوړه کړه یوه غونچه د ګولو ښه مزداره 

زړه سلامي ولاړیم سترګی پیری

راتګ ته یی ډیریمه ناقراره 

ډیره ښایسته دی خدای په خپل لاس ده جوړه کړی

لکه ملایکه چی راغلی وي د الله له درباره

شاعر ذبیح الله که د ولیدی له ورایه به غزل 

 بېرته شاته