(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخره لغته

[28.Jun.2017 - 15:15]

دښځې لغته

عورته هغه ده چې ته يي وهلای سې په لغته

ښځه هغه ده چې تا وهلای سي په لغته

ماینه له میړه سر په سوله کې ژوند کوي

همسر هغه چې یو بل وهلای سي په لغته

ځکه ویښیاران خپل کوروالا ته وایي عورته

چې لغتې وغورځوي دهغې ونه خوري  لغته

هغه چې ډیر د ښځو د حقوقو نار ې وهي

هغه هر وخت خپله ماینه وهي په لغته

ملایان د شپې میرمني ته غلت ایتونه وایي

په روایتو  یې ځان خلاص کړی دی له لغته

یو  دوې لغتې هر باتورمنصبدار خوري دشپې

 د چا وي ښکاره دچا وي د لویو اولادو پټه

هغه چې د ورځي برېتوته بهرڅو  تاونه ورکوي

په کور کي یې برېت نه شخیږي دښځې له هیبته

په خوب کي هر  متاهل باتورخامخا ویریږي

په سبا یې بګیل حال وایي اتل یې وي خوله چپه 

 --------------

 

دخره ده لغته

له دندې اسیته سوم په رشوت موړ نسوم

د رشوت په خوړولو سم دم سوړ نسوم

دا رشوت په شیطان ابلیس ډیر خوند کوي

خو اخ تور مخ سر چپه په خره سپور نسوم

***

له لغتې غورځونکي لیونی خره تښته

د باټک مشر او سم لوده رهبره تښته

چې د واک ریموټ یې د بل په لاس وي

له هغه په  آس سپور موشه خره تښته

***

کله هم په یوه هدیره کې ودریږه!

آیا تا ته به هم داسې یو قبر مهیا سي؟

هر لاروهی چي له هدیرې تیریږي

کوم یو با تا ته ولاړ او په دعا سي؟

 

***

دا پر تا څه وسوه خواره ملته

له اشغالګره  سم واکمن غواړې

هغه درته پاخه  وطنپلوره غله  راولي 

ته له خاینه  چوپړ  دوطن غواړې

---------------

 

د لوچکي  سېمبول

تر هغه چې دلته د بدل اتل انځور ځړیږي

مانا تر هغه وخته د لوچکي تنور  نه سړیږي

اصیلو وطنپرستو ته دا ډیر اوچت   ویاړ دی

چې لس لوچکان یې ټول ولس ته ناسورکیږي

 

چې تر هغه مو د ځانفروشي سېمبول پر سر وي

تر هغه هر لوچک د لته چپه غاښور کیږي

چې کله پرسر عکس مو د بابا  یا امان سو

هغه وخت سم وجدانونه پردو ته ژامور کیږي

 

چې کله دا غیر ملي قومي شورا ورکه سي

هغه وخت دلته دامریکا دا لکیور ورکیږي

تر هغه به دلته  همدا خرک همدا درک وي

تر څو په  نورو کامو کې یو ځګرور پيدا کیږي

 

ښځو مو بیاپه سړک لنګون وکړ مبارک

څه وخت مو دا بې غیرته واکمن  زړور کیږي

ټول ناست یو ،یو بل ته په ژیړوسترګو ګورو

په دې وطن کې کله واکمن پسورور کیږي

 

د نظام بنیاد په چم او مکر ايښوول سوی

ځکه غله او طنفروشان دلته مخور کیږي

ټول اصیل افغانان ولي ورته ګونګیان سوي

ولي یو نه ورته لکه شین طوطي ژبور کیږي

 

هر یو  خپل سر ساتي او بیخ یې پرې ایښې

ځکه هغوی ورځ په ورځ موږ ته ډګه ورکیږي

موږ ټوله له یو بل سره په تربګني اخته یو

دا لوچکان دڅه نه ویلو  په پار پائېچور کیږي 

 

خدای دي دا بې غیرته وحدتي دولت  ورک کړي

 وطن ټوله بوی ونیوی دوی کله ورته سږمور کیږي

د هر  پښتون مشر له ورځي سل واري ماینه یادیږي

دامتفکر مشر  میږی به کله ورته  ښانګور کیږي

 

دا بې غیرته مشران باید رښتیا واک پریږدي

ددوی په واک کې هر  لوچک دلته ښکرور کیږي

   واکمن چې د غلام غلام سي همداسې کیږي

دخلکو په ځوریدو د غلام غلام لا بختور کیږي  

 -----------

 

د سینما سپينه پرده

اخیر ته هم سوې ورته په کټ کټ

د لومې دانو ته ګورې په پټ پټ

دې دانو ته څوک تینګیدای نسي

ته به هم سې په مرداریو کې لټ پټ

***

ټوله ړانده دلته  دبینا اکت کوي

ټول بدرنګه د ښکلا اکت کوي

دا دنیا اوس سپینه د سینما پرده ده

توره ورځ کې تندر د ړنا اکت کوي

 

امریکا ته وطنپلور د شرابو له خمه پاک راویستې

د ګناه د مرداریو له څاه څخه یې صاف را ویستې

ته وطنپلور په کومه ژبه له خپله پلاره مننه کوې

ته د پشې وچ غول یې لکه طلا له خاک راویستې

دا چې اوس یې هرې نغارې ته نڅیږي عجیبه نه ده

ته يې  د خپل نښې لپاره له خاورو  لکه تاک راویستی

------

محمود نظری

 

-
بېرته شاته