(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حمد

ګــوره هـســـې کــردګـار دی رب زمــا چې صاحب دکل اختيار دے رب زما همګى بزرګواران چې څوک ئې وائى تـــرهــمـــه ؤ بـزرګـــواردی رب زمـــــــا نه ئې هيڅ حاجت په چاباندې موقوف دی نه دهــيــچــا مــنــت بــار دی رب زمـــ‎‎ــــــــــا خــوانـنــده دنــانــويــســو صحيــفــودی دانــــنــــده دهــــراسرار دی رب زمـــــــــا هسې نه چې واحدى ئې ده له عجزه په واحد وجود بسيار دی رب زمـا څه حاجت دی چې ئې بله خواته غواړم پخپل کور کــې همـکــنــاردی رب زما هـيـڅ تـغـيـر وتـبـديـل نـه لـرى رحـمـانـه تـــل تــرتـلــــــه بـرقــــرار دی رب زمـــــــا
-
بېرته شاته