(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

​دزبیح الله شریفي

[24.Feb.2017 - 21:51]

د ملا تورګل او میا لالاجان او خان بادارخان کیسه

لیک: زبیح الله شریفي

یو غریب کلی وه په د کلي کې ملا تورګل او میا لالاجان او خان بادارخان هم ژوند کاوو په د کلي کې یوه د غنمو زرنده هم وه کله به چی ووړی شو خلکو کو به په مني کې غنم د ژمي لاره وړو ته د زرندی ته ویوړل د خان بدارخان نفرو به چاپه په ولږوله غلا به یی کړل خلک به په چیغو باندی خان بدارخان ورغلل چی زمونږ په غنم مو چا چاپه ولږه وله غلا یی کړل اوس مونږه څه وکړه له خانه به مخکې ملا تور ګل قسم او قران خوړ چی خان ته هم پته نه شته دۍ هم نه پیږي چی چا ویوړل
خو هر کال به هم دغه سی غلاوی خان بدارخان او ملا تورګل کولې خلک هم نه پوهیدل چی څوک دا غلاوی کوي له بلی خوا خلک ډیر سادګان ول د خان بدارخان او ملا تورګل په قسمو او باټو خبرو غولیدل په د کلي کې یو میا صاحب لالاجان هم وسیده ژوند یی کاوو د میا صاحب به خلکو ته خاوری او مالګه دموله او په د کلي په ساده خلکو به یی خوړله دی خاوری او مالګی ته به یی خورده ویل 
خو بیلا خیره یو ورځ میا صاحب لالاجان خپل غنم جوار په خره بار کړل او زرندی ته یی ویوړل هم هغه وو چی د شپی له خوا د خان بادارخان نفر راغلل دمیا صاحب لالاجان په مال یی چاپه ولږهوله غلا یی کړل کله چی سبا سحار شو میا صاحب لالاجان ته خبر ورغئ چی غنم او جوار دی چا پټ کړي دي نو میا صاحب لالاجان بی هده ډیر زیات په خوسه شو او ټول کلي کې اوازه خوره شوه چی د  میا صاحب لالاجان غنم او جوار چا پټ کړي دي هم هغه وو چی ټول کلی سره راټول شول اولاړ د خان بادارخان ویجری ته ورغلل اوس چی ګوری هم هغه د پوخا په شان ملا تورګل قسم او قران خوري چی چی خان نه دی خبر چی چا دا غلا کړی دی خو په د وخت کې میا صاحب لالاجان تهبی هده ډیر زیات په خوسه ورغله یو دم یی ملا تورګل ته وویل چی کینه وملا ته خو هر وخت د درغو قسمونه خوری او په ناهقه شایدي ورکوي کینه  ملا تورګل ته هم غوسه ملا تورګل میا صاحب لالاجان ته په تونده لحجه وویل وای وه یا تا کومه د بیل کولنګ انجې د لاس د زحمت روزي له لاسه ورکړی ده یا د ورکه کړی ده خو په درغو دم او دعا ساښتو تاویزو خاور مالګو باندی د ګټلی وه موفته اسانه روزي وه غلو درنه ویوړه   په د وخت کې  میا صاحب لالاجان بی هده ډیر زیات په خوسه شو یو دم یی خلکو ته کړه چی وخلکو دغه ملا تورګل دروغ وایي تاسی یی ساده ګیر کړي یی دۍ د دروغو قسمونه قرانونه خوري 
بیرته په ډیره تونده لحجه باندی ملا تورګل مخ خلکو ته راواړو او وویل وای وه خلکو په قران او حدیس کې د خاورو خوړل د مالګو دمول ساښتونه تاویزونه زیارتونه دا شیان نه شته په اسلام کې دا شیان حرام دي او دا میا صاحب لالاجان هڅی په تاسو باندی ځان چلوي دروغ وایي خپل توجارت په دغو شیانو باندی کړي میا صاحب لالاجان ته په تونده لحجه وویل وای وه ملا تور ګله که ته ریښتا مسلمان یی راځه په قران لاس کیږ ده ووایه چی دا د خلکو جوار غنم خان بادارخان نه پټه وي راشه ووایه که مسلمان یی هم هغه وو چی ملا تورګل یو سو لحظی چوپ پاتی شو وروست له یو څه سوقوت نه ملا تورګل مخ په خلکو راواړو او خلکو ته یی وویل چی وه خلکو زه په قران شریف لاس نه ګدم قسم نه خورم و میا صاحب لالاجان ریښتا وایي ما ټول ومر تاسوته دروغ ویل د دروغو قسمونه می خوړل زه ستاسی مجریم یم او ستاسی جاور غنم ټول خان بادارخان پټ کړي دي غلا کړي ما خپله غاړه خلاسه کړه ما وبښی 
یودم له د خبری سره خان بادارخان ته بی هده ډیره زیاته غوسه ورغله توپانچه یی راوښکله او ملا تورګل یی په د ټڼده وویست او ملا تورګل لاړ مړ شو 
هم هغه وو چی د دولت نفر راغلل او خان بادارخان یی ونیاو بندي یی کړ او د خان بادارخان له ګودامو نه یی د خکلو جوار غنم راوښکل په خلکو یی ویشل 
ورسته د ملا تورګل له مرګه خلکو له ځان سره وویل چی ملا تورګل ریښتا ویل نور به په میا صاحب لالاجان ځانونه نه دمو او میا خاوری مالګی ساښتونه به نه خرو هم هغه وو چی خلکو له  میا صاحب لالاجان نه لاس وخیست او  میا صاحب لالاجان له ولګی نه کډه بار کړه لاړ بلی خواته
اٙ متل ده چی وایي وای خدای دی هغه شر راپیښ کړي چی زمونږه په کې خیر وي اوس د میا صاحب لالاجان او ملا تور ګل جنګ د کلي ته کمیا بوټی شو هم خاورو مالګو سټلو خلاس شول او د خان له غلا
  
ویناوال او لیکوال
ذبیح الله شریفي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»
داشعر د کبیر ستوري له شعرونو نه الهام سوی؟

ښایسته له ټول جهان یی له تا قربان شمه وطنه
کور د خان پاچا خان یی له تا قربان شمه وطنه
نه لري سارۍ چیری دا جیږ جیږ غرونه دی
چیښتن د لوړ نوم نیشان یی له تا قربان شمه وطنه
تا تل روزلي باتوران دي لکه کبیر ستوری 
د هرې پیړۍ قهرمان یی له تا قربان شمه وطنه
تر څو یو پښتون هم ژوندی وي سر ټیټ نه کې چاته 
ته تل ازاد افغانستان یی له تا قربان شمه وطنه
ذبیح الله وایي خدای به یوه ورځ سوله راولي
خیر که ڼن فریشان یی له تا قربان شمه وطنه
ویناوال لیکوال
ذبیح الله شريفي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د سوی او کشپ مسابیقه
یو ورځ د یوی لویی جیګې غوڼډی لاندی سوی او کشپ سره مخ شول
کشپ سوی ته وویل سویه چی راځه ڼن مسابقه سره ووهو چی سوک به د دغی غوڼډی سر ته په مڼډه وخی ځي
 سوی په ډیر خندا او مسخره امیز کشپ ته وویل چی وه کشپه زه خو ډیر تیز یم په مڼډوکې ا
و تا شل پل ته وګوره زه ورکیږه له بل چاسره مسابقه ووهه زی له تاسره نه وهمه خوبیلا خیره کشپ سوی ته ډیری زارۍ وکړی 
خو سوی رازي شو مسابقی ته هم هغه وو چی په دوی شپه ماښام شو 
خو سوی پښه په پښه یی واړه وله د بی غوری چورتونه یی وهل ویده سو کرار او کشپ شروع وکړه مڼډو ته او الله پاک ته یی سوالونه کول
 چه خدایی ته په ما رحم ترحم وکړې مرسته راسره وکړې چی زه ڼن دا مسابقه له سویه وګټم همغه وو چی کشپ ټوله شپه مڼډی ووهلی 
او سوی ټوله شپه خوبونه ووهل بیلا خیره په دواړو تکشین سحار شو اوس چی سوی ګوري سحار دی چی لیږ سترګی یی یخوا دخوا واړه ولی 
ګوري کشپ پاس په غوڼډی له خندا شین ناست دی او سوی لاند ډک پک له خوبه  ناست دی هم هغه وو چی سوی قسم وخوړ 
چی بیا به هیڅ وخت په ژوند کی خوب ونه کړي که زه او تاسو ورته زیر شو بعد له دغی واقي نه سوی هر وخت ویښ وي سخوند وهي لګیاوي 
دا وه د سوی او کشپ د مسابقی کیسه 
ویناوال او لیکوال
ذبیح الله شريفي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

 څلوریځه

د غم شپې بی له تا سبا کومه یاره
هر وخت تر سحاره ژړا کومه یاره
هر پنجشنبه د سرتور ملنګ ځیارت ته ورځمه
په کې ستا د راتګ دعا کومه یاره

ویناوال او لیکوال
ذبیح الله شریفي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»   
 
ولی شک وې

تا سره می ورانه شوه
دا یارانه ګرانه شوه
د چی هر وخت شک وی
ورکه رانه لاره له مانه شوه
نه کیږي یارۍ نوره له تاسره
ارواح می په تا بد ګومانه شوه
لا خو قیامت راغل نه دی په ما
نور می کرکه د مینی له دنیانه شوه
ذبیح الله لیکه قاشوقانو ته د فند غذلی
ماته په عشق محبت کې د خدای لاره اسانه شوه
»»»»»»»»»»»»»»»»»»

له خوبه وه
 
په سور سالو کې تکویلي ستاری دي
په مخه راغله له خوبه وه سترګی یی سری دي
نیمه زیړه نیمه سره وارختا وه روانه
توری زلفی یی په سپینه ټڼډه راخوری دي
ماورته وویل لیږ ودریږه څه درته وایم
دی ویل زه ځم چی د مور می ناری دي
په کتو کتو کې په مین شوم
اوس رانه تاو دی د دعشق دایری دي
د عاشقانو لپاره لوی دردمان دی
د ذبیح الله غزل دي که مسری دي

ویناوال او لیکوال
ذبیح الله شریفي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»

 یاره

نور دی تصویر ته نه ګورمه یاره
هسی می ولی زړګی زورومه یاره
ډیر سبر می وکړ ته رانغلې راته  
نور دی ورو ورو هیرومه یاره
ما څه ګڼلی ته څه وختلی الله
بیابه په رنجو سترګی چاته نه تورومه یاره
نور می په توبو توبه دی بیابه نه کړم مینه
بس نور څه نه شته زخمي زړګی به ټکورومه یاره
ذبیح الله ته رانغلې خو زه به د مینی له بازاره ګډه بارومه یاره

ویناوال او لیکوال
ذبیح الله شريفي 
»»»»»»»»»»»»»»»»»»

   د شنی کړ کی مینان
وای یو کلی وه د کلی کی دوه عاشوقان ول 
مین حالک د کلی د ملک ځوی وه
دا حالک د پلار یو ځوی وه
په خپل پلار او مور باندی یی ډیر ګران وه
ډیر په ناز او نخرو یی لوی کړی وه
حالک کله چی را لوی شو 
په ښه بدو چی پو شو حالک مین شو
د دوی ویجره کی لنګری هم اوسی ده
د دی لنګری نوم وه ګلاجان اکا
او دا حالک خپل راض نیاز
یا هر مصلحت یی له ګلا جان اکا سره وه
حالک چی په کومه نجیلی مین وه
دا نجیلی یی د توربورانو لور وه
د نجیلی د کور سراچی کړ کی شین رنګ وه
نجیلی به چی کله د جارو یا د کوټی د پاکولو
په بحانه راغله کړ کی ته
حلک به هم هر وخت د مریضی په بحانه
د جومات په تروچه کی کمین نیولی وه
یا به ناست وه له ګلاجان اکا او نورو ملګرو سره
همغه وه چی د نجیلی او حالک مینه سره زیاته شوه
او په ورورو دا اوازه په تیتیدو شوه
د دوۍ مینه نوره هم سره زیاته شو یو بل سره
او حالک هر څه د خپل کور یا د ویجری کارونه 
هیر کړ د خپل مینتوب په سیلاب کی ډوب شو
او نجیلی به هم هر وخت وخت نا وخته
 ډیره د کړ کی مخته راتله 
او هر وخت به یی دعا ګانی کولی 
چی خدای ته مونږه سره یوځای کړی 
دواړو ته سبر نه ور ته
یوه ورځ حالک ډیر بی سبره شو
ګلا جان اکا ته یی وویل 
یوه اسانه لار راوښیه چی زه څه وکړم
اوس خو هڅی هم ټول خلک لږ یا زیات خبر شو
ګلا جان اکا یو دم بی له کوم فکر یا سوج نه
حالک ته کړه چی والکه دغه لاره اسانه هم ده
ته داسی کار وکړه چی توپک را واخله
 او د ماذدیګر له لمانځه نه ورسته ډزی وکړه 
او وبوایو چی چی تا د شنی کړ کی
 نجلی باندی ډزی وکړی بس خبره خلاسه ده
خیر که مور او پلار د هم درته په غوسه شول
خو یو سو ورځی کور ته مه راځه بل چیرته لاړ شه
کله چی خبره غلی شوه بیا به بیرته په قراره راشی
نوری خبری به د کلی سپینږ یری سره حل کړی
او توکل د په خدای کړه توپک راواخله ډزی وکړه
حالک هم کوم فکر سوج ونه کړ
 وړاندی او ورسته یی ونه کتل 
سم د لاسه یی توپک را واخیسته
د ماذدیګر له لمانځه نه یی ورسته ډزی وکړی
په ټول کلی کی یو عجیب شان ته
شور ماشور جوړ شو چیغی ما چیغی شوی
غوغا ګډه شوه چی اله د پلانکی ملک ځوی
د شنی کړ کی د کور په نجیلی ډزی وکړی
هم هغه وه چی حالک یو د څه مودی لپاره
له کلی وتښتی ده لاړه ځان یی ورک کړ
او غمونه جنجالونه یی مور او پلار ته پریښودل
خو کله چی خبره لږ څړه شوه
نورو ملکانو او د کلی مشرانو جر ګه جوړه کړه
په جرګه کی پیسله وشوه
چی د ملک ځوی به دومره
یو شمیر زیات ولور او نغده جرمانه ورکړی
بیا کوی شی چی دا نجیلی کورته ولاړه کړی
د حالک پلار څی څه یی درلو ده 
هغی یی د کلی د مشرانو په ډوډی کی 
او نه نواتو په دودو دوستور کی مسرف کړ
ولی چی د شنی کړ کی کور خلک یی توربوران ول
هغوی هم دغه سی وخت له خدایه غوښ ته
نو ځکه یی دومره غټه جریمه په کیښو ده
چی اتا د حالک پلار خپل پټی یی هم ګرو کړ
د توربورانو جرمانی ته بس نوو
هم هغه وو چی حالک تسمیم ونیاوه
چی باید کلی پریږ دي
 مزدوری په سی بل وطن ته لاړ شی
خو بلاخیره حالک لاړ په سفر باندی
ورک شو لاړ مسافر شو
کله نه چی د لاړ یو ډیر زنډ بعد 
ولی چی د مور او پلار یو ځوی وه 
د مور او پلار یی د ده د جودایی
 زور ونه زغملی شو خپل ځوی په سی یی 
زاره وچوده لاړ مړشو زاره ترقی شول
هر څه یی ورک شو
بعد له ډیرو کلونو نه بعد حالک بیرته راغی کلی ته
ګوری چی هر څه بدل شوی دي
مور او پلار یی هم نه شته مړه شوی دي
د ګلا جان اکا هم اخیری سلږی دي
ډیر سپینږیری شوی ده
او د شنی کړ کی رنګ هم بدل شوی ده
 اوس سی بل رنګ ده
توربورانو یی هم کډه کړی
 له کلی نه خدای خبر چیرته به وسیدل
هیڅوک یی په پته نه پوهیدل
 چی د شنی کړ کی نجیلی به په څه حال کی وی
چی مړه به وی که زوندی به وی هی څوک نه پوهیدل
حالک هم بعد له دینه لاړ د الی ملنګ شو
په اخیر کی یی ګلا جان اکا ته دا سی وویلی
 وای څه نجیلی ښایسته وه 
څه شنه کړکی ښایسته وه
ګلا جان اکا زه دواړو مین کړم
 ګنا نه زما وه نه د نجیلی وه 
مونږه خپل قصمت له نزره کړو
 ځکه خوار او ځار دربدر شو )))
داوه د شنی کړ کی د مینانو کیسه
*******
ویناوال او لیکوال
ذبیح لله شریفی
»»»»»»»»»»»»»»»»»»

 پښتونه رایښشه ؟
په د حال کې به څنګه خوشحالي وکړو 
جنت نیشان وطن کې مو روان جنګ دی
سبا بیګا روانې جناځی دي له ډیره خبګیانه 
دپښتنو زړونو نیولی کلک پک دوینو زنګ دی
دا جګړه د غربیانو د ګټو مقصدو لپاره روانه دی
پښتونه راویښشه تاته یی دام غوړولی رنګ په رګ دی
یو موټی یو قوت شه ولی دوښمن په ډلو ډلوسره ویشلي یی 
د بی اتفاقۍ له لاسه هر پښتون ته چی ګوری لکه ملنګ دی
پښتون ټول من من دی چاره کئ به په کې پیدا نه کړی ذبیح الله اوس
دا وطن د اشرارو له لاسه دوزخ ګرزیدلی د هر چا زړه په کې تنګ دی
ویناوال او لیکوال
ذبیح الله شريفي

-
 بېرته شاته