(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بيا دې سحي نکړم

بيا دې صحي نکړم په هغو سترګو يو ځلې هم هغسې په مړو سترګو خير دی که زما سترګې دې بدې شي ته خو راته ګوره په دا ښو سترګو زه دې کړم اشنا د شوګيرو سره وړي مې خوبونه ستا اودو سترګو زه يم چې د زړه په سترګو تا وينم چا رڼا ليدلې په ړندو سترګو څومره ترېنه وږي دي حيران يمه سترګې د (خاطر) ستا د مړو سترګو

Arwahaad Khatir Afridi -
بېرته شاته