(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شعرونه

[12.Dec.2015 - 19:13]

د قندهار اخیره غمیزی په یاد

ملا دی یاغي باغي شوی ټول خلک دي
د دوی له لاسه سرګردان وطن
د فنجابیانو او عربانو په فیتوو
هره ورځ وژني افغانان وطنه
دا وطن خوار غریب ته لکه زیندان دی
د جنګ جګړو له لاسه ټول دي فریشان وطنه
لاندی ځمکه پاس اسمان راته په قار دی
چیری لاړ شو سخت شوی مو دی ګزران وطنه
پرون یی په قندهار کې بی ګناه خلک شهیدان کړل
له د زیشت بد عمل سره نعلت په وایي په ملایانو هر انسان وطنه
ذبیح الله درته وایي ولی چوپه خوله پټی سترګی یاست د ملایانو ظلم ته
د لیلا وربل ته غذلی د جوړه وي بی غیرته شاعران وطنه
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

 زمونږ ګران پښتونستانه

تا به زرور ازادوو پښتونستانه
په دومره اسانه د کله پریږدو پښتونستانه
ستا ازادي لوی ارمان د پاچاخان خان صمد خان وله
په نخشه د دنیا کې ستا نوم به روښانوو پښتونستانه
دا تور تم توری تیری به درنه ورکوو
په تا به دخپلواکۍ رڼا راولو پښتونستانه
پښتنو تل د وطن ازادۍ په سرو وینو ده ګټلی
ستا په ازادۍ به هم ځانونه قربانوو پښتونستانه
پښتنو راپاسی سره یو موټی یو قوت شی پریږدی غفلت
ذبیح الله وایي ډیر ځر به پښتانه به شي سره یو پښتونستانه
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

لویه خدایه
ژوند مو لاړ تیر شو غمونو کې لویه خدایه
خیالي وطن مو دربدر شو جګړو کې لویه خدایه
ډیرو یی ارمان ګورته ویوړ لا به کله راځي صوله
ډیرو مو خیالي ځوانۍ خاوری کړی پردي وطنو کې لویه خدایه
په بمونو راته الوځوي ښونځی مو علم تعلیم ته مو نه پریږدي
نسل نسل مو خراب برباد شو جنګو کې لویه خدایه
نه مو د پوښتنی د باسخاص څوک نه شته چی د راغلو ته ووایي
دا څه کوۍ دا ولی اخیر تر سو به وهل کیږو ټکول کیږو خپلو کورو کې لویه خدایه
نه مشر نه سفر سالار لرو چی د ژوند کولو لاری چاری راوښی یي
ذبیح الله وایي ولی مو برکت حیکمت نه شته په دعاګانو کې لویه خدایه
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

زما ملنګه یاره

ستا مړاوو کتنو کې هم څه چل شته
د وزرو زارو کې هم څه چل شته
ولی دی خیالي ځواني خواری هیری کړه
د ملنګانو په کچکولونو کې هم څه چل شته
دا د څه کړي په ځان باندی زما شرین یاره
د شکیدلي ګیروانو کې هم څه چل شته
هر مین یی له ځان سره ګرځوي
د رباب په تارونو کې هم څه چل شته
دا د څه وکړل یاره ولی ولی
ذبیح الله ستا په شعرونو کې هم څه چل شته
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

بی له مسافر جانان اختر څه کوم

اختره لمانځمه دی ځکه نه زه مجبوره یم
جانان می نه شته په زړه رنضوره یم
چاته لاسونه په نکروزو سره کړم
د هجران غمو سوی بی وره یم
چاته سنګار وکړم چاته ځان جوړ کړم
د بیلتون له لاسه ولیدلی د ځوانۍ له غوروره یم
لکه وزر ماته کوتر تړپیږمه په خاورو کې
د ډیرو غمو له لاسه ملنګه شوم ځکه اوس سرتوره یم
نه په ځان نه جهان خبره یم هر سړی می خاندی له کالو پوری
ذبیح الله هلته زه دلته له غمو سره بلد سو ځکه کله کله بی سوره یم
۰۰۰۰۰۰۰۰۰

دا وطن انقلاب غواړي ؟

دا وطن د زلزلی په شان د ازادی لړزان غواړي
د خان پاد شاخان او سمدخان غوندی مشران غواړي
رواخلی د انقلاب نوي مشالون دا خاوره انقلاب غواړي
نور پریږ دی د غفلت خبونه و طن مو ویښ ځوانان غواړي
د تالا والا وطن په خاتر ځلمو پاسی بیداري پیدا کړی
وطن مو د صولی یوالي لکه د میرویس خان غوندی دوران غواړي
زما وطن له سرو سپینو نه ډک زه مزدورو په سی بحر ګرځم
د پلار په شان مشر زمونږ کوڼډی ایتیمان مایوبان غواړي
اخیر تر سو به وي دا تور تم دا ماتمونه پښتنو ځلمو
ذبیح وایي دا پوښتنه مو کړی له مونږ څه دا بحرنیان غواړي
ویناوال او لیکوال
ذبیح الله شریفي

 

-
بېرته شاته