(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سوات

راشه په سوات کښې دا تیارې او دا تورتم وګوره راشه جنت کښې سرې لمبی د جهنم وګوره راشه هر کورکښې ژړاګانې دی محشردې کنه راشه په سرو وینو د سوات هریو سنګر دې کنه راشه رودونه د سرو وینو چم په چم وګوره راشه جنت کښې سرې لمبی د جهنم وګوره راشه بارودو باندی سوې دا چمن دې کنه راشه کنډر کنډر دا وران ویجاړ وطن دې کنه راشه قطرې قطرې دسرو وینو شبنم وګوره راشه جنت کښې سرې لمبی د جهنم وګوره دپختونخواه وطن په وینو باندې سور دې کنه خدایه د ظلم بازار ګرم دې تنور کنه راشه په کنډو یتیمانو دا ستم وګوره راشه جنت کښې سرې لمبی د جهنم وګوره

Feroz Khan Afridi Doha Qatar -
بېرته شاته