(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شربت ګله

[27.Feb.2015 - 19:47]

نيمه شپه ده، پېښور دی، ناصر باغ دی

داسې کور نشته چې بل پکې څراغ دی

زه څه غواړمه، په زړه کې مې يو داغ دی

زه له چا پوښتنه وکړمه چې دلته

چرته اوسي د افغان وطن بلبله

سمندر غوندې شين سترګې شربت ګله

نيمه شپه ده، پېښور دی، بې حسي ده

لاس مي نه رسي وچاته، بې وسي ده

د پښتون سړي نېستي ده، بې کسي ده

زه له چا پوښتنه وکړمه چې دلته

چرته اوسي د افغان وطن بلبله

سمندر غوندې شين سترګې شربت ګله

نيمه شپه ده، پېښور دی، لارې ورکې

پورته کېږي په فضاء کې بوی د کرکې

يو ځل بيا دلته دود شوي زړې سپکې

زه له چا پوښتنه وکړمه چې دلته

چرته اوسي د افغان وطن بلبله

سمندر غوندې شين سترګې شربت ګله

نيمه شپه ده، پېښور دی، بدل ښار دی

بې پښتو دی، پنجابی پکې واکدار دی

ترې چاپېره د مرګي بالا حصار دی

زه له چا پوښتنه وکړمه چې دلته

چرته اوسي د افغان وطن بلبله

سمندر غوندې شين سترګې شربت ګله

چې د چا په پېښور کې شپه په سر شي

خود به وايي، “تومتي کلی دې بر شي”

چرته لاړ شي، “سړی چا له په ناز ور شي”

او له چا پوښتنه وکړي چې هم دلته

چرته اوسي د افغان وطن بلبله

سمندر غوندې شين سترګې شربت ګله

خدای خبر چې هغه سترګې هغه اور وي

اوس به هم ورپکې پاته هغه زور وي

لا به هم د ټول جهان د سترګو مور وي

خو يو چا راته وئيلي چې هم دلته

چرته اوسي د افغان وطن بلبله

سمندر غوندې شين سترګې شربت ګله

هغه زوړ مصور چرته دی چې راشي

د شنو سترګو په تصوير باندې لګيا شي

او حېرانه ورته بيا ټوله دنيا شي

لا خو اوس هم خلک وايي چې هم دلته

چرته اوسي د افغان وطن بلبله

سمندر غوندې شين سترګې شربت ګله

دا دنيا مئينه تل پر خپل بازار وي

دا زموږ پر سترګو نه، پر کاروبار وي

چې اړتيا وي، زموږ هر تصوير شاهکار وي

ولې اوس پوښتنه څوک نه کړي چې دلته

چرته اوسي د افغان وطن بلبله

سمندر غوندې شين سترګې شربت ګله

پنجاب وايي چې دا شنې آبي چشمانې

دا په هره پېمانه باندې افغانې

زر به ځي لکه دا نورې کډوالانې

پېښور د افغانانو وطن نه دی

ځي به بره د افغان وطن بلبله

سمندر غوندې شين سترګې شربت ګله

۲۶- ۲- ۲۰۱۵

خان زمان کاکړ

-
بېرته شاته