(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لیونیه آشنا/ستا د مینې زولنی

15.01.2014

ستا د مینې زولنی
لامې دزړه غوښتنی واړه پښتنی پاتی دي
لاسپکی ندي،ارزوګانی مې درنی پاتی دي
په ډیر اخلاص یې نازومه، چې خواشینی نشي
ستا خاطری مې لا په زړه کې میلمنی پاتی دي
لا دې د مینې قافله ، زما په زړه دیره ده
لامې په زړه کې ستا د مینې کاشانی پاتی دي
نورمې له زړه نه، د ھر چا مینې هجرت کړیدی
پکې یوازی هیلې ، ستا د یارانی پاتی دي
د مُعتکف په څیر په کونج کې ناست یم، تا یادوم
نور رانه ښه او بد،د ټولی زمانی پاتی دي
ستا د روغتیا دعایه ولیکم، تعویذ  تری جوړ کړم
د هر تعویذ مې په تابیلی شکرانی پاتی دي
زه قیام لا هم ستا د مینې په زندان کی اوسم
لا مې په پښو کې ستا د مینې زولنی پاتی دي
 
شاعر : الحاج الهام الدین قیام   ترتیب کوونکی  :  انجنیر عبدالقادر مسعود

لیونیه آشنا

نوره څه نه وایم خودومره یادونه کوم

یوه وړه غوندی ګیله درته له زړه نه کوم

که یی وخت راغئ،ژوندباقي وو،درته وبه وایم

ددی خبری ښه پخه درسره ژمنه کوم

اوس خوستاوخت دلیونتوب دی،لیونیه آشنا

دلیونتوب به دی بیا وروسته درملنه کوم

غیورملت ستا لیونتوب ته ټول په کرکه ګوري

یوازی نه یم چی دکړووړودی غندنه کوم

دبل په زور مسته،که مست ھم یی خودومره واوره

که بیاوسي شوم، نودځان درنه پوښتنه کوم

سترګی ړندی،ژبه می غوڅه،ګوتی ټولی پری کړه

زه به دسرپه اشارو دحق غوښتنه کوم

دقلم ژبه چی غوڅیږي،لاتیزیږي پسی

لکه قلم به،په غوڅ سردحق لیکنه کوم

که می دخپل ملت په سرظالمه دارته بوزی

ددارپه سربه ھم دخپل ملت ستاینه کوم

اوس داملت سترسوله ایزقیام ته ځان جوړوي

زه دحالاتوپه راز پوه یم،ارزونه کوم

الحاج الھام الدین قیام

08.01.2014 والدورف/جرمنی

 

-
بېرته شاته