(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

محمود نظری

هله قرارداد ژر امضا که!

 دتړون د لاسلیک پلویان :

کرزیه ژر کوه بسم الا که!

موږ مرییان د امریکا که!

بې قیداوشرط مو سودا که!

هله سپين اوباما ژر پخلا که!

هله دا قرارداد ژر امضا که!

 

***

امریکا تلاشي په روستا که!

بمبارد دالوتکو په  بره خواکه!

زندان جوړ په پښتونخوا که!

یوازې  موږ دلته وسا که!

هله دا قرارداد ژر امضا که!

***

څه که دکانګرس هوکړه  نه لري

څه که دموازي ګټوپریکړه نه لري

څه که د سم حکومت زوکړه نه لري

موږته د خیانت زمینه مهیا که!

 هله دا قرارداد ژر امضا که!

***

موږ دامریکا  غلامي غواړو

موږ سمه وطنفروشي غواړو

موږ پښتنوته بمباري غواړو

تصدیق زموږ خبره دا که !

 هله دا قرارداد ژر امضا که!

***

 شکرغله به مو بیا حکما سي

شکرډالر به پاته بیا تنخا سي

ټوله امتیازات به مو پاته سبا سي

ژر کوه دا ارمان  رابسیا که!

 هله دا قرارداد ژر امضا که!

***

موږ مشکل خپله حل وای نسو

موږ د پیسو شوق کم وای نسو

د ډالري معاشه تیرېدای نسو

ژر زموږ مخ په غلامي سیا که!

 هله دا قرارداد ژر امضا که!

***

زموږ پسکۍ اوس په تبر ماتیږي

دسپي تر لکۍ لاندې ښه عمر تیریږي

خدای ته مخ بنده شا کله پیداکیږي

ژر کوه لمونځ بې استنجاه که!

 هله دا قرارداد ژر امضا که!

*****

دتړون د لاسلیک مخالفان :

بره که نن پر ما دی سبا پر تا دی

ستا د ږیرې واک هم دامریکا دی

غوړه مال پټ دښمن د انا و ابادی

لاسلیک مه کوه قراردادته شا که!

 مه وایه دا قرارداد ژر امضا که!

***

خپله ږیره د بل په لاس مه ورکوه

داسلام دښمن ته لاس مه اچوه

مردارو ګټوته لاس مه غځوه

دشرم اوبې حیا  کاروته شا که !

مه وایه دا قرارداد ژر امضا که !

***

 

سپين ويل تل ترخه وي

دغلا مي خوبونه خواږه وي

د آزادي ناره ستخه تروه وي

 غوره منځنۍ یوه لاره پیدا که !

مه وایه دا قرارداد ژر امضا که!

***

 په خوله مه کوه د اوباما

په خوله مه کوه د بې حیا

 په خوله مه کوه دټوله دنیا

په نظر ګټه ددنیا اوعقباکه!

 مه وایه دا قرارداد ژر امضا که!

***

دادامضا  ژر کولو ږغ دافغان نه دی

د امریکا د ږغ غبرګون د مسلمان نه دی

آیا افغان لکه امریکن انسان نه دی

 دامریکا د زینګي کولو ختمه تماشا که!

کرزیه په خرامي ترشا د هغه امضا که!

***

امریکا وخت کړي نوامبر کله  جنوري

وایي زه وځم په چم اوکله ټګي برګي

 نه کوم زه  درسره نه ټوله دنیا همکاري

د ارګ چپراسي دی لا دا چلیپا که !

مه وایه دا قرارداد ژر امضا که!

***

اوباما :

په خپله مې کړې پاچا ځان ته مې کړې بلا

کوم کار چې پۀ جرګه وي ورکه يې وي بلا.

 دا لا سلیک کړه امریکا ته به میلمه سې بیا

په مټو تو دبل چا تر مخه بسم الله که!

 هله دا قرارداد ژر امضا که!

***

 ستا د ناچلې امضا چلول دي په ما

ستا وروسته دپاچا زیږول دي په  ما

 دافغان ددردونه خونداخیستل دی په ما

د بسم الله تر  مخه بسم الله که!

 هله دا قرارداد ژر امضا که

***

کرزی :

تر څو زما کاندید ونه مني

تر څو زما د ژوند تضمین ونه کړي

تر څوزما دوستان په واک نه کړي

ته  ګوره  اوباما اول ما تسلا که!

بیا زما سره قواله امضا که!

***

زه دي ډیر زوکلولی یم بد

اوس مي راغی سر ته سد

زه اوس سوم ستا  په ضد

ته زما ورور یووار باچا که!

بیاماته ووایه قواله امضا که!

***

زما ډلې ته بیا چور مهیا که

 یا یو څه شی په خوله کې راکه

یا مو پناهنده د امریکا که

اول موږ ته ددې ټولو وعده راکه!

 مه وایه په مفته دا امضا که!

 

***

ما ټول مفتخوران خپل کړه 

په هغو مې ستا ستایل تل کړه

ستا په سر مې خپل سل شل کړه

اوس ماخوار ته وایې ارګ ایلا که!

 مه وایه په مفته دا امضا که!

 

***

چه اړ یې ، وماته  ووایه بابا

زه ستا دارو یم ته سه داروزما

زه څه وایم څه وایي ستا سرنا

اوړه په اوړه ولې منت په ما که !

مه وایه په مفته دا امضا که!

***

 چې په اور لوبیږي هغه نه سوزیږي

ښځې مرکو ته توره نۀ لیږل کیږي

دجنرالانو په کونه کله باور کیږي

  اول زما خواستونه ټوله رواکه

مه وایه په مفته دا امضا که!

***

 پر ما فشا ر د استعمار اثر نه لري
د کیري او دوبینز  زهر مار اثر نه لري

د ښکلې رایس د سترګو خمار اثر نه لري

 یوازې زما ناروا غوښتنې  رواکه!
 بیا راته ووایه زویه دا امضا که!

 

 (سپی تر لکۍ لاندی عمر تېرول) په ذلت عمر تیرول ، خدای ته مخ و بنده ته شا کول ] ویل او انصاف کول

                                                       دکرزي لاس ته راوینې

دکرزي یوښه کار دی ولس د شپې له غلو خلاصول

هغوی خواران له جبري شو کاریو دبالو خلاصول

دوطن سیاسي ژبه خورا عجبه ګنګوړه کول

وزیر  او مرستیال دیوبل په خبرو نه پوهیدل

دااسلامي هیواد یو ګام مخته تر اروپا کول

په دنیا کې  لومړی  آسانه ځای د فحشا کول

په دنیا کې خپل لومړی مقام د فساد ساتل

دمخدره توکو د کرولو لوړ ویاړ ساد ساتل

په قران هر واکمن ته د غلاغلتي قسم ورکول

ان تجارانو ته هم د ټګي ټوري آزادچم ښوول

ټولو پوهانو ته  ترقي په غلامي کې انځورول

افغانستان په ګرداو د شیطاني کې راګیرول

ښه عدالت ا وحکومت په غل  بازي کې لیدل

هرچاته خپل وجداني کار په غداري کې ګڼل

ټوله بزرګان په ملي وطني ډوکه روږدول

لکه دجوالو موږکان  دغلا په مزه روږ دول

 ملي افتخارات خاینانو ته په لاس ورکول

 لکه ماشومان هغه یې د خاورولکه تاس ډکول

وطن پلور ته لقب د لوی وطن پر ست ور کول

هر مفتخور ته ډالري تنخاه او وس ور کول

 ګوز ته ور پرسر  د ټوخي سور شال اچول

 و لویو جرګو ته  د ښځو شین د زنې خال وهل

دقومونو د غلو غدونه شهزادګان جوړول

دکولموله چنجانو لو ی ښاماران جوړول

هر خردنګ ته په ارث یو وزارت ورکول

هر و چکه غل ته  یو لوی ولایت وربښل

  دخیاین  په سزا قاضي لکه زرافه  بوم کیدل

قراردادته دوزیر سترګې تیزي لکه بوم کیدل

 هرواکمن لکه شاهین ښکار ته ځان رسول

لکه طوطی شاته   نه کتل له هیڅ چا نه ویریدل

 وکیل لکه ګیدړ هرشی بې رنګه او ایرنۍ لیدل

په هر  غلخوري  اوچکه چور کې پړنۍ غوښتل

 خلاصه له ټوله دی  وطنه بیخي  مالګه ورکول

 پوسکه  اوچنجود پاتې مالګې  ټوله پانګه وهل

***

په دې  اخیره کې څه اوڅه په توره وهل

اوس   دنس د ټمبه لپاره خمازه لټول

وایي دهر چا اخیره خاتمه مستوره ده

دهندو مسلمانیدل خدای ته منظوره ده

عجبه ده که  له سکرو دکوه نور الماس راوځي

کنه هر وخت له بدوانسانانوڅخه خناس راوځي

 ګمان مې نه کیږي چې دا زهر دی دوا سي

قبوله  دي ددې غلو جهادیانو ټوله زما دعا سي

وایي د ازماییلي ازماییل بیا ختا دي

خیردنن دبد تاریخ لیکل  بیاسبا دي

بالو (  تکلیف         )،ساد( پاک ، روغ)، پړنۍ( ګټه)، خمازه ( دقبض لپاره یوه میوه ده)

 

د سیاسي نا کارپوه سره دطنز د خبریال مرکه

 خبر یال :

ستا په نظردقبالې مهر  ول څه لري ګټه؟

که مهر نسي هغه موږ ته وایه څه لري وټه؟

سیاسي نا کارپوه :

 

 په مهرولوبه یې دبزرګانوسي خورا ګوله غټه

زموږ  دګرانوغلو به ښه غوړه سي کولمه غټه

                                                   هر ورځ به اټنونه وي دکوربه دتلاشي او بمبارد

دښاغلو مخبرانو به ډیره سي خالصه خادمه ګټه

همدامحترم غاصبان به وي او غله قهرمانان

د پردو په پو به ساتي دجنګ دچلم تازه سکروټه

هر ورځ به وژل کیږي ګناه  کاره  ښځې ماشومان

به په انه بانه به چونګې کیږي د پښتانه خټه

 ولس به په چټله  کرستالي کاسه کې اوبه څښي

د هیوادپالو به له یوه سره  وي له شرمه خواپټه

 تل به بازسازي وي دنویو جوړ سوو سړکانو

 دیویو زوړ ماجت به  سي سپږمه لوټه لوټه

پیسې به وي را چالانه لکه  اوبه د ژرندې

خلکو ته به یې سي هره  قطره جمال کوټه

لاسلیکول یې یوازې ښوی اوبداصله غواړي

هیچ افغان نه غواړي داسې حکیمانه پلوغټه

 زموږ غازیان یې خر ویني نه یې ویني کډو

 په زور یې پوهیږي هغه دویتنام جلته جټه

دلته د ښځو دحقوقو په نامه ده توده دا شخړه

دهغو په کار ده یوازې د ښځو پښتنه  لوپټه

که مهر نه سي :

که مهر نه سي  غله به خپله کړې  پښه سپکه

د خارښتیانو به سي   د پرتوګاښه کلکه غوټه

ددوبی ښار به له یوه سره خراب او تراب سي

داپنډان به بیا  خوار او وچ سي   لکه ټانټه

نوی نظام به جوړ سي د وطن د سکه زامنو

ورک به سي  له وطنه یویو ناسکه  ناشولټه

وايي د دنیا سیاست اوس سوی  همداسې

 بریالي هغه، چې سیاست یې وي  بیمه چلوټه

 دله ګان کله پوهیږي  د آزادي په  ژوند او خوند

هغوچې تل یې ننګولې ده دزورور  میلمه خوټه

مهر یې یوازې دکلي  د پښتون دښمن خندوي

 یوازې بومي او اصلي خلک  کوي له هغه نټه

ناراستو خلکو ته غلامي  نه لري څه زیان

چې زور ورباندې راسي کوي یوه جانانه ترټه

 نه مهر کول یې دډالريانو او مقام لرونکو

 دغاصبو او اختلاسګرو کړې خوله پټه

 ټوله ورځ يې په رسنیو کې دي نارې  اوغلبلې

له وطنه تښتوکه مهر نه سي لوظنامه لمغوټه

آیا دا لاسلیک کیږي که یا؟

دا د اوس بزرګان  په سلوکې زر مرییان دي

درواغ وایي دنه لاسلیک  ده  خبره اوټه

دا برزګان  لکه بدکاره ښځه نازونه کوي

ته اوخدای کله خوند کوي  نخره ګره ګرګټه

پر موږ ځان کنجوي له خپله میړه څخه خپه

دکونډې بودۍ څخه کله جوړیږي پیغله چټه

ترټه( ځغاسته)،لمغوټه ( لاس تړلی، سمدستي)، پلوغټه( اړیکه ،تعلق)، خواپوټه ( خواشینی). خوله پټه ( مړېنه ). ګرګټه( سپین سرې ښځه) ، اوټه ( بې معنی خبره )

-
بېرته شاته