(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د شمير يې

که د شوم ساقي نه هير يې خو د شمير يې
په رندانو کې چې شمير يې خو د شمير يې
هاغه شک دې مضطرب ساتي زړګيه
که په پولو کې راګير يې خو د شمير يې
چې لفظونه په غږونو کې تحليل کړې
ته که زبر يې که زير يې خو د شمير يې
دا شډل حسونه مه ژاړه نادانه
چې د خپل ګړنګ نمير يې خو د شمير يې
چې د ځان په معنا پوهه يې ولي يې
که په  ما د سره تير يې خو د شمير يې
سره!تول کې د سرونو به سر وخورې
عقله!هر څومره که ډير يې خو د شمير يې
مرګ دې نه شي وس وژلے عندليبه
که د خياله يې چاپير يې خو د شمير يې
عندليبه!د قامپالو لومړي صف کې
که د خان د کور ګلټير يې خو د شمير يې

 


څار
عندلیب دیر

خوب د عزیز څه کوې
رنګ په یوسفي تعبیر
اوښکه یعقوبي ښه ده
ځانله لټوي تعبیر
--------
نه مني فطرت زما
عقل د جنون امام
نیت چې په پښتو تړم
غواړمه پښتون امام
-------
دغه سرمایه لرم
بیا کوڅې ته راغلمه
سر مې په سر کړی دی
ستا کوڅې ته راغلمه
-------
وینې مې ورکړې دي 
خاورې مې ساتلي دي
ولې د غوټو په ځاي
تورې ټوکیدلې دي؟
-----
یو دوه کې حیران یمه
څه غواړي څوک څه غواړي
زړه نوې قیصه غواړي
عقل يې معنه غواړي
-----
ته يې ځان له جوړ کړلې
ستایم د باغي هنر
داسې بیواکۍ نه خو
ښه وو ازري هنر
------
تخت يې د نیکه ستایه
تیښتې ته چې جوړ شولو
ورک شه د پیړیو شال
خوب مې پکې زوړ شولو
----
کله به حجره سیزي
کله به منبر لوټي
هوش چې مشیني شي نو
وینه د بشر ګوټي
------------
خوب کې مې بیګا هسې
بیا دلبره ولیده
څانګه د خونه کې مې
مړه کونتره ولیده
-----
څاڅکی د تیزابو وو
څاڅکی د ګبین نه شو
تور کاڼی يې ښکل که خو
تور زړګی يې سپین نه شو
-----
شور د عندلیب نه وو
شاړ دې وو باغونه ټول
زیري چې د لوږې وي
ورک شه موسمونه ټول

-
بېرته شاته