(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بس کړۍ

د افغانستان د ازادي د ورځ په ویاړ
که ووايي سلام زما په شاه امان الله خان باندی
دا ملی اتل ملی رهبر او قهرمان باندی
ګرانه ننګرهاره
دا وه د عزت ننګ او ناموس او حريت مين
دا د ازادی او او سرلوړی او شرافت مين
قبر يي ورته وينځه د عطرونو په باران باندی
ګرانه ننګرهاره
ګرانه ننګرهاره ماته بيا د ګلو هار جوړ کړه
بيا د ملنګ جان د ارمانو د زړه پرهر جوړ کړه
که جوړه پښتونخوا شی بيا به يي ږدم فخرافغان باندی
ګرانه ننګرهاره
جار شه له ملالی د هغی غيرتی ننګ ځينی
بيا د خوشحالخان دا د قلم او طوری شرنګ ځينی
درود د رحمت وايه په نا زو او احمد خان باندی
ګرانه ننګرهاره
لاړ شه ميرويس خان ته په شملی يي عطر وشينده
څومره چی کيدای شی په جرګی يي عطر وشينده
بيا می سلام وايه لوی اتل مو اکبر خان باندی
ګران ننګرهاره
ای حفيظ ملياره مونږ ښايسته ښايسته ګلان لرو
پت چی د وطن ساتی مونږ داسی شازلميان لرو
لوړ د وی بيرق د ازادی افغانستان باندی

ګرانه ننګرهاره
د زړه سر

تاخود سترګو له بڼوعجیب لښکر جوړ کړی
مابیادخپل دزړه له سره درته سپر جوړکړی
تا د خمارو شوخوسترګو شوخ نظر ښودلی
ما دزخمي زخمي زړګي درته پرهر ښودلی
ستادپاریس اودلندن په صفت خوله وشلیده
مامې دکلي بره خوا ښکلی ګدر ښودلی
زمادوطن هره زره راته لعلونه ښکاري
ما له امونه تر اټک دزړګي سرښودلی
له هغې ورځې سرګردان یم په ځان نه پوهیږم
تا چې حفیظ ملیار ته خپل ښکلی بشر ښودلی

پارلمان ته کاند يد

غواړم کانديد شم پارلمان لپاره
د شخصی ګټو د ار مان لپاره
ورته به لافې د خدمت و وهم
جيب به می ډک کړم د خپل ځان لپاره
په رشوتونو کې کورونه اخلم
د شهر نو او مکرويان لپاره
... د اتفاق پر ځای نفاق جوړوم
د دی زخمی افغانستان لپاره
زه په تبعيض کې خپل بقا وينمه
د ګډوډی او چور ميدان لپاره
په ملی ګټو کې ځای کله شته دی
د خد غرض او د شيطان لپاره
زه د مظلومو خلکو اوښکې څه کړم
زما يي څه څيری ګريوان لپاره
دا ابادی ته خو مې ملا ماته ده
وطن به جوړ کړم قبرستان لپاره
هر ا جنبی چې راته دهل غږوی
ورته نڅيږم د قيران لپاره
په لباسی خندا به خلک غولوم
شم به بلبل نطق او بيان لپاره
او به به خړي کړم ماهيان به نيسم
ځان به کړم ټګ د هر انسان لپاره

که له سواد نه بهره مند نه ومه
سکرتر نيسم د پرسان لپاره
په نيکتايي باندی به لاس وچوم
پلو چلو او دسترخوان لپاره
حفيظ ملياره بيابه ځای نلرم
افشا مې نکړي د قران لپاره

د زړه دردوي

درد د زړه وي چې فغان له خولې نه وځي
له بلاله چې اذان له خولې نه وځي
په خپل ننګ او خپل عزت به همیش ویاړي
له ملالې یا قربان له خولې نه وځي
هر عاشق ګورۍ لیلا لیلا نارې کړي
له مجنونه چې جانان له خولې نه وځي
د یوسف او زلیخا وصال نصیب شو
بندي څنګه د کنعان له خولی نه وځي
هغه څوک چې نا امید شي له اميده
ترې ارمان ارمان ارمان له خولې نه وځي
د مرګ ورځ کې دحفیظ ملیار له خولې نه
دخپل ګران افغانستان له خولې نه وځي

بس کړۍ

ای  د  څوکیو  لیونیانو  بس  کړۍ

د  قدرتو  د  سر  لیوانو بس  کړۍ

پخوامو په کور کې کوم ګوډ خر لرلو؟

نن په خارج کې بانکدارانو بس کړۍ

تاسو په  نس  باندې هیڅ نه مړیږۍ

د  بد بختیو  ښامارانو   بس  کړۍ

دا بیتالمال و وایۍ  چاچور  کړلو؟

چپاولګرو    بدماشانو   بس   کړۍ

د ملت  ځمکې  خو هم تاسو چور کړې

ولې  بیرحمو  غاصبانو  ؟  بس کړۍ

د خپل  د  مور  غوښې  مو  وخوړلې

د قبرستان رنګ رنګ چنجیانو بس کړۍ

ماشوم سپینګیري او ځوانان شهید شول

ولې  بیرحم  جنګسالارانو  ؟ بس  کړۍ

په هره لویشت کې قبرستان لرو مونږ

بس  کړۍ  جابرو  قاتلانو  بس  کړۍ

خلک اوس پوه شول نورنو نه غولیږي

ای د تبعیض ټیکه دارانو  بس  کړۍ

دا د  حساب وخت  خو به  راشي اخر

د  پاک  الله  شرمنده   ګانو بس کړۍ

حفیظ  ملیار  د  ملت  درد  وایمه

ای  حرامخوره   ټپسانو   بس  کړۍ

-
بېرته شاته