(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښاغلي کاوون

ښاغلی صدیق کاوون توفاني دلوړو او سپیڅلوآرمانونوهوډمن،نوښتګر، مخکښ اومبارز شاعراولیکوال :

ښاغلی صدیق کاوون توفاني زموږ دهیوادپه ادبي، فرهنګي اوسیاسي ډګر کې یوپیاوړې، وتلې او پیژندل شوې شاعر، ادبي، فرهنګي او سیاسي شخصیت دی . دی دپښتو او دري ژبو دهغونوښتګرو،مخکښواونامتو لیکوالو او شاعرانو څخه دی، چې دده په آثارو او شعرونو کې ډیر لوړ علمي مفاهیم،انساني ، ټولنیز ، ملي او ادبي تصورات اوافکار په ډیره خوږه ،سلیسه، ساده او روانه ژبه بیان شوي دي . د ده په شعرونو کې هنري ښکلا،خیالونه،سمبولونه،  تصویرونه او انځورونه ، تشبیهات ، کنایات،  پاک اوسپیڅلي احساسات، جذبات اوعواطف په ډیر رنګین  اوظریفانه شکل ترسیم شوي دي .

ما د کاوون صاحب یو شمیر شعرونه  دانځور په شکل ترتیب کړې دي، ستاسو درنو د ادب مینه والو پام ورته را  اړوم .

په درنښت او ادبي مینه : انجنیر عبدالقادرمسعود

ګزمه

د بـــاد ګــــزمــــه ده د بــاران ګـــزمــــه ده

زموږ پــه کلی د تــوفـــــان ګـــــــزمــــــه ده

بــــیــا مـــې د زړه پــــــه دي  تالا جــونګړه

د غـــــم ګـــزمـــه ده د خپـــــګان ګـــزمه ده

نــــه د ګل بــوی،نــــه د بــــلبـــل سنــــــدره

پــــــه بـــــاغ او راغ کــــــې  د خزان ګزمه ده

تـــر څــــــــو بـــــه ژاړي د اغـــیــــارو ســتـــم

زړګـــــیــه،تـــــم شــــه،د جــــانــان ګـزمه ده

پـــــــه ګلــو اوري د سکـــــروټـــــو ږلــــــــۍ

د خـــــــدای حـــــرم کــــې د شیطان ګزمه ده

ژاړي پــــه ســــــــرو سترګو نیمزالې غوټۍ

پــــــه چــــمـــــن ګـــډه د تــــــالان  ګـــزمــه ده

نـــــه مـــیکده اونــه کعــــــبــه پــــاتــې شوه

کلــــــه د "شېـــــخ"   کله   د  "خان" ګزمه ده

آلمان       (۱۹ /۵ /۱۹۹۶)

دتروږمیو بهیر

ستا دزلفو سلسلې مې د یادونو سلسلې شوې

دیوې شیبې خنداوه، د غمونوسلسلې شوې

سپوږمۍ مخ دې راښکاره که، دتیارې شپې له کنډوه

چې د لمر زرینې څڼې، د دودونو سلسلې شوې

په نمجنوسترګو څارم، دآشنا دقدم لاره

خو وعدې دنن سبا یې، دکلونوسلسلې شوې

دا بهیر د تروږمیو، درڼا په کاله راغی؟

ک شیبې د خوشالیو، د ویرونوسلسلې شوې

په ویجاړه میکده کې، نه ساقي اونه صهباشته

دکوثر دامید تنده، دعمرونو سلسلې شوې

له جنته راوتلی، د دوزخ په څنډوګرځم

هم ثواب اوهم ګناه مې، د اورونو سلسلې شوې

ما یې زلفې ښکلولې، په خندا یې راته وویل

چې کاوونه دا دې پښوته، د دامونو سلسلې شوې

مړې ډیوې

ساقي دروغجنې دې وعدې شوې، ډیوې بلې نه شوې

په میکده کې ډیوې مړې شوې، ډیوې بلې نه شوې

خمونه تش، پیالې نسکورې، میکدې ویجاړې

بیا د زاړه زاهد دورې شوې، ډیوې بلې نه شوې

سپوږمۍ په وریځوکې ویده، ستوري  دودونوکې پټ

د تورې شپې زلفې خورې شوې، ډیوې بلې نه شوې

تشه بیدیا ده نه لیلا نه یې کیږدۍ شته پکې

مجنونه! خاورې دې اسرې شوې، ډیوې بلې نه شوې

یوه سپرغۍ وه ځلیدله د ایروپه منځ کې

اوس هرې خواته سرې لمبې شوې، ډیوې بلې نه شوې

باغ کې چوپتیا ده، ونې زانګي دماتم په څڼو

دژمي شپې څومره اوږدې شوې، ډیوې بلې نه شوې

چایې په یاد چیرته نه شمه او نه ګل کیښوده

دسرو غاټولو مرۍ پرې شوې، ډیوې بلې نه شوې

دجانان غمه  د زړه کور راته  روښانه که ته

بیا تور ماښام، تورې تیارې شوې، ډیوې بلې نه شوې

توره سيلۍ

بادونه دي، غوغا كوي باغونه،رژوي

شنې ونې لوټوي، رنګين ګلونه،رژوي

وږمې پرون راوړى  و پيغام دغوړيدو

نن توره سېلۍ راغله، بهارونه رژوي

يو باد دى  را الوتى له  سرابه  د وعدو

په شونډو د جانان مې ځوابونه، رژوې

د حسن له جلوې نه يې زاهد نه دى خبر

سجدې پيكه كوي اوايمانونه  رژوي

راووت  له مسجده،  شو دېره په  خرابات

دخم په  پښو كې  رغړي، ثوابونه  رژوي

نه ويره له سكروټو او نه تنده  د كوثر

ملا دتخت  له  پاسه  خمارونه  رژوي

ښكار يږي چې تش ياد يې هم، په ما نه  دى  پېرزو

رقيب مې دجانان كوڅه كې پلونه  رژوي

دسترګو په آسمان كي يې بيا ستوري شول رابر

شوګير يې راته  ښكاري چې خوبونه  رژوي .

په درنښت او ادبي مینه : انجنیر عبدالقادرمسعود

-
بېرته شاته