(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عمر باد غوندې تيريږي

شيرين عمر چې تيريږي دريغه دريغه
داوبو په څير بهيږي دريغه دريغه
داياران لکه ګلونه دبهار دي
دخزان په تاو رژيږي دريغه دريغه
ولې هسې شوې بې غمه زما دله
عمر باد غوندې تيريږي دريغه دريغه

( لوى احمدشاه بابا)‬

Latif Yad


ستا د عشق له مینو ډک شول ځیګرونه
ستا په لاره کې بایلي ځلمي سرونه

تاته راشمه زړګی زما فارغ شي
بې له تا مې اندیښنې د زړه مارونه

که هر څه مې د دنیا ملکونه ډیر شي
زما به هیر نه شي دا ستا ښکلي باغونه

د ډیلي تخت هیرومه چې را یاد کړم
زما د ښکلي
پښتونخوا د غرو سرونه

د رقیب د ژوند متاع به تار په تار کړم
چې په تورو پښتانه کا ګزارونه

د فرید او د حمید دور به بیا شي
چې زه وکاندم پر هر لوري تاختونه

که تمامه دنیا یو خوا ته بل خوا یې
زما خوښ دي ستا خالي تش ډګرونه

احمد شاه به دغه ستا قدر هیر نه کا
که ونیسي د تمام جهان ملکونه

-
بېرته شاته