(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

چي ماته ګړې مو توبه ده وایه څنګه به سی
شپه مونن بیا پر میخانه ده وایه څنګه به سی
مــوږبــه درحـــم پــه امیدپیالې پــرسراړوو
زمـوږخو دغه نظریه ده وایه څنګه به سي
حق مو ویلي حق ترخه وي آن تردې پوري چي
نن مو خطرکې مقبره ده وایه څنــــــګه به سي 
څوک سي شاعروي هغه کړې تل ده سپینه وینا
دادعمرخیام کوڅه ده وایه څنــــــــګه بـــه سي
نه په لمونځو نه په روژو نه په زکواة شي جنت
خبره ټوله عقیـــــــده ده وایه څنګه بــــــه سي
ایجاب قبول په دیدن ښه شي دنکاح اصول کې
داخو وهرچاته کره ده وایه څنګـــه بـــه سي 
له دغه کلي چي نن بیا درومي یوتانده غوټۍ
آه پربوډا ولات یې شپه ده وایه حنګه به سي
عمــــری تاهم پرناوړه  رواج څــــــــه لیکل
درنــه ملااو خان خفه ده وایه څنګه به شي

په درنښت
محمدعلی عمری
سهیلی پښتونخوامسلم باغ
[email protected]

 

-
بېرته شاته