(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وطن مې سوځي

زما  ګران وطن  خو نن د اور په سرو لمبو کې سوځي
د پرنګې د شیطا نت  په جوړوشوو  دسیسو کي سوځي
 
په خپل هیواد کي را ته دوه مخه ښکاره شی ځان ملګرې ګڼې
افغان بی غوره او په کلک جنګ د ګاونډیانو توطیئوکې سوځي
 
د القاعدی  او تروریزم  په نوم  راشي چي خطرې دی دلته
ښارمي ویجاړ کړی کورمي څنګه دبمونوپه دودوکې سوځي
 
په میلیاردوډالرراوړی زمونږ دخلکو نیک مرغې غواړی دوي
نه کارخاني،نه فا بریکي دغه پیسې ددوي دډلی په جیبوکې سوځي
 
په توره شپه کي زما د کورغړي ټول مړه کړي بیا بخښنه غواړې
زما  د ننګ اودغیرت هیله نن ګوره د پردیو په حملو کې سوځي
 
په چم  اوچل مي په خپل ورور باندی حلال کړی د جاسوس په نامه
زما د راتلونکی ژوندانه روشنایی څنګه د جګړو په سنګروکې سوځي
 
خدایه  ته زمونږ اولس را ویښ کړی چه دعلم لار پیدا کړی ډیرژر
نورزی چه ژاړی پوره دیرش کاله دا وطن دغلیمانو په پلانوکې سوځي
 
ولی محمد نورزی هالند     ۰۷/۰۱/ ۲۰۱۲
 
 
 
 
 
 
-
بېرته شاته