(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
ژوندي اميدونه
وايه وايه تومتونه د خوږي مينې تورونه زه په مينه کې رسوا شوم ځکه خاندي پرهرونه پکې مات شوم خو ژوندی يم بيا به ټينګ ږدم قدمونه د غماز په خوله ورک نه شوم نه جلا شوم له ژوندونه چې ټکيړي لا کلکيږي پولاد ځکه خوري پلکونه که مې لمر د مينې وخوت بيا به ورک شي تورتمونه د تايخ پاڼو ته ګوره چا وژلي ولسونه ځان پې پوه کړه خدمتګاره ژوندي ساته اميدونه
-
بېرته شاته |