(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مجا هد ملګری

یمه  مجاهد   پلار ا ونیکه مي ، له  اصله ا فغا نا ن  دي
په توره اوتوپک یي، ددي ملک نه شړلي آنګریزان دي
 
ما هم  د دي  خاوري  ، په د فاع کي  جهاد   کړی دئ
ځکه  می په زوره له هیواده،  تښتولې سره روسان  دي
 
بیا مې په را کټود کا بل  ، دا ښکلې ښار ټوټي ټوټي کړلې
راکړی مشوري په دغه لارکي زمونږملګري امریکا یان دي
 
وروسته  طا لبانو په یوه څرک کي، د سیاست میدان ته ودانګل
زه هم ورسره شوم ځکه دوي خو، زمونږ زاړه پا خه یاران دي
 
را یي کړي پیسي او مشوري، پا کستاني اوایراني  وړونو
داچه دوي خو دواړه، زمونږدخلکو ښه دوستان اوګا ونډیان دي
 
بند ې ښوونځۍ شولي هر چیري، ښځي  ټولي پر کورکښینستي
ورکه آزادي شوه  قا نون  مات سو، حکومت کې ملا یان دي
 
ټو له نړۍ یوي خوا ته، مونږ هلته  خپله لاره سره غوره کړه
شرعه مي قانون شو، تاریخي بُت مي مات کړي د با میان دي
 
مونږ نه هم بیزاره په دي لارکي، خپل دوستان امریکا یان سوله
ځکه  په تشویش  کي، زمونږد ظلم نه خفه ټو له غربیان دي
 
راغلې  نړیوال قدرت ، مونږ ټولو میدان پریښودې  تسلیم شولو
ږغ  د آزادی سو جګړه ختمه ، بشرې حقوق ملاتړ د ما شومان دي
 
نوی تغیر راغلي نوی ژوند ، نوی سیاست  دیموکراسی راغله
هر جهادي خو شا له، د حکومت لوړو چوکي کي جها د یان دي
 
مر ستي په میلیونو میلیاردونو  افغانی دولت ته ور کړل سوي
ډیر یي د رشوت پر لارو  ولاړي ،نا را ضی ټول افغا نان دي
 
ټو لی  دو لتي چوکي  خر څیږي په پیسو  او واسطو باندي
نشته  عدالت وزیر، والي، وکیل،   قا ضې  ټول  غداران  دي
 
خلک وژل کیږي، ټولی ځمکي ددولت په غصبیدو شولي
ظلم  زورجاری  سو، ددی خاوری  یر غلګر خو بهر نیان دي
 
ولاړل خپل  وطن ته، روشنفکره انجنیر او ډاکتران زمونږ
ټو له د خپل جیب په ډکیدو کي، د خدمت په نوم تړلي نوکران دي
 
هیری خا طری شوي، د جهاد ښا یسته نوم خو رانه ورک سولو
نن په خپل قدرت کي، د نړۍ ستر رهبران مي ټول دو ستان دي
 
ژوند مي د حسرت دی، په دوبی کی څو هټۍ او یوغټ کور لرم
چا ته احتیاج نلر م، د جهان ټول پیسه داره پانګوال مي آشنا یان دي
 
جنګ او جګړه څه کړم ، زما نوم خو ددی لست نه لیری شوی دئ
څوک چه سوله غو اړي ،زما ملګری یی  د سر لوی دښمنان دي
 
ما ته مشوری   اولار لیکی، د سنجس د پیسو د ډیر یدو راکړي
نه مي  دې پکار ، د خوار فقیر ژوندون چه ټوله غریبان دي
 
څنګه بی غوری او بی وزلی سوه ، صداقت  څه شو نورزیه  نن
کله به را ویښ شوچه ملت مي، ښکیلاک شوی هر طرفته غلیمان دي
 ولی محمد نورزی
-
بېرته شاته