(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

یوسرنه خلاصوي

 طنز
دناتو له ښکروره  سره دطنز د خبریال  مرکه :
 -  پالیسي مو ناکامه ده !
- نوکامیابه وای!
 - موخه مې دا ده ، چې ولي ماشومان وژنئ ؟
- نوبوډا ګان ووژنو!
   - ولي بې ګناه ښځې وژنئ؟
-  نوبیګناه نارینه مړه کړو !
- تاسو په  دې وژنو  دنیا ختا باسئ
- نو ځان ختا باسو!
ولي موږ بمباردوئ؟
په دې مشرانو غواړئ ګل باران مو کړو !
تاسو ولي راغي یاست دلته تروریست نسته !
  ولي موږ نه یو ؟!
***
 له مشره  نه پوهیږم تا مشر دی که بالا مشر سره د طنز د  خبریال مرکه :
-  وايي ستا مرستیال ښه سړی نه دی؟
  - نو بده ښځه ده !
- یا زما موخه ده هغه مخ نه لري ؟
-  نوشا ونه لري !
  - زما مقصد دا دی  هغه نورو سره اړیکې لري .
  - نو د خپلو سره اړیکې ولري !
- زما موخه دا ده :هغه د نورو د لاس اله  ده.
 - نو زما د پښو اله سي!
 خیر په هر حال زما یوه بله پوښتنه دا ده :
مشره ! ولي په لیوانو  رمې ساتې؟
-  نو په پسه لیوان وساتم !
 
-        - وايي تا په مصلحت هیوادکباب کړئ !
- نو اووم يې وخورم!
 - په دې مصلحتی وزیرانو هیواد نه آبادیږي؟
- نو په دغو در غلو وکیلانو آبادیږي!
 - سفیران دی ایرانیان دی!
- نو افغانان وي!
 -کارمندان  دی نوروته سجده کوي!
- نو ماته یې وکړې!
- وايي ټوله کارمندان مو  بډې خور ي!
- نو خټې وخوري !
  - وايي وزیران دیمسلکينه دي ؟
  - نو زه مسکی یم!
 - پوهان وايي : په تعمیرونو او سړکونو وطن نه جوړیږي؟
- جیبونه خو په ډکیږي!
- دا جانیان ولي نه لیري کوې؟
  -اې شوده چې ولس ما لیر ي کړي!
  - وايي :تاسو په  ارګ کې لکه د هندوانو بت غوندی  یاست !
- نو د مسلمانانو مسله سم!
- تاسو ولي سر نه خلاصوئ؟
 -چې سر نه خلاصوم نوپښې خلاصوم!
- مننه
 -مننه
-
بېرته شاته