(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

احتیاط کوه

ليکوال:رحمت الله ،رحمت

چي فکر او سوچ په کار دی

نن ماښام یې دډوډۍ پروخت دجهانګیر او لاجورد زامنو قیصه کوله ، حاجي صاحب ښه سړی دی چایې نوم په بده خوله نه دی اخیستی ، په کورکلي کي یې دهر چا په غم او ښادۍ ځان خبر کړی دی ، له بې وسه او بې کسه خلګو سره یې تر خپله وسه مرسته کړې ده ، دژوند تودې او ترخې ډېري پرراغلي دي ، تل به یې زامنو ته داویل چي خپله ګوزاره کوي ، دچاپه کار ، کار مه لرئ که مو ښه دچا سره کولای شوای خوښه کنه بد چا ته مه رسوئ . دژوند یوه ترخه انسان ته ډېره ګرانه پرېوځي که یې څوک په ساړه دماغ اوسم فکر برابره نه کړي وایم ، له کوچنۍ خبري څخه لویه خبره پېښیږي ، که پر بدو واوړي ستاسي په یاد دي هغه بله شپه چي باران شوی وو ، دجهانګیر اکا دکوراوبو بله لار نه درلوده دلاجور پر کور ورتلې ، دلاجور زامنو داوبو لاره وربنده کړه ، چي نور موږ دغه اوبه پردې خوانه پرېږدو ، هغه و چي ددواړو کورو انسانان پرله راووتل پرځای ددې چي په خبره سر خلاص کړي او یو دبل زور راوړي ، په لرګیو او بېلچو یې یو بل سره ووهل . جهانګیر اکا سپين ږیری سړی و، په سر کي ووهل شو ترډاکټره پوري لانه وو رسېدلی چي پر لاري مړ شو ، هغه شپږ اووه سرماتي خو لا پرېږده وایم ، خدای ﷻ مودي یې له حاله وساتي . “په دغه کال کي دحاجي صاحب کشر زوی دلاس پرېولو اوبه راوړې ، دولت چي دپلار خبروته غوږنیولی و، خپله اوږده خاموشي یې ماته کړه او ویې ویل : هو پلاره ! ددواړو کورونه خراب شو ل ، یو خو قتل و شو ، بل بدي ورپېښه شوه ، دایې لا څه دلاجور زامنو کډه بار کړه ، ښه کور ، ښه محله ، دبازار ښه کاروبار ، داټول ځیني پاته شول ، څوک وايي رېګ ته به تللي وي ، څوک وايي صحرا ته به تللي وي ، داشین ژمی او دا ودوی خوارانو ته ورپېښه . حاجي شاګل اکا چي دښوروا په ګوله پسي دشلومبو غوړپ وکړ ، لږ یې ګوله ترستوني تېره شوه ، ویې ویل : هو ! زویه دغه ګوله مي ترستوني نه تېریږي چي ددوی حال راپه یاد کړم . وایم ، موږ دغه دی په ژمي کي لا شلومبې نه قضا کوو هغه نور نعمتونه خو لا پرېږده . وایم ددو ی خوارانو به څه حال وي چي ځان له یخه خوندي کړي او وچ اوړه ورسیږي ، پاچهي به یې و بولي ، په دغه لا کله خلاصیږي ، نوري خوارۍ هم ورته ګوري ، دخدای ﷻ عذاب خو لا پرېږده ، مازدیګر ادم لالا په جومات کي ویل : چي د لاجور هغه سپين ږیری ورور او وراره هم حکومت نیولي دي چي ورور دي څه شو . داغریب خو په هیڅ نه وو خبر ، بې ازاره سړی و . دغه یو بچی یې و ، هغه یوه مزدوري ورته کوله ، په دغه یې ګوزاره وه اوس یې نو دوې تورسري (ښځي) په کور کي پاته شوې ، هغه وو درې کلي لاندي دچا په غوږي “ څنګ” کي همسایه وو هغه دچا خبره ده وچود رویه لانده هم سوځي . په دغه حال کي ددروازې کړپ شو او “ پایند” له بازاره راورسېدی ، ترسلام وروسته پلار او وروڼو ستړمسیا ورته وکړه ، دولت ورته وویل :موږ لږ انتظار وکړ هغه ته وځنډېدې ، بیا مو نو ډوډۍ راواخیستله ، هغه هم دډوډۍ په خوند نه یوپوه شوي دغه دلاجور د زامنو دغم قصه مو کوله . پایند په جواب کي ورته وویل : دوکان مي پروخت بند کړ ، هلته مي لږ دوايي رااخیستله ، چي پرلاري جمعه ګل لالا راسره ملګری شو ، هغه هم دغه قصه کوله ویل یې دلاجورزامنو چي دشپې کډه بارکړه په هغه شپه خو باران اورېدی ، خټي وې تریوځایه چي تللي وو پرلاري یې موټر چپه شوی و، وايي ، چي دوه درې پکښي مړه او څو نور ټپيان او خوږ دي ، سم یې لا حال نه دی معلوم ، له کوچنۍ خبري څخه داده دوني (دومره ) لویه خبره پېښه شوه ، بس پلاره هغه ستا خبره . چي فکر او سوچ په کار دی: *** او داغریبه مړه شوه “ولي اکا ښه سړی و ، څوک يې نه وو ازار کړي ، دیو وزري او یواځیتوب ژوند ډېر پر تېر شوی و، دبل دګاونډیتوب احتیاجونه یې ډېر لیدلي وو، دوه درې واره تربرو پرخپله مځکه داسي وواهه ، چي مرګ ته یې رسولی و، ډېره مځکه او جایداد تربرو ځني لاندي کړل ، پرهغه پاته به یې هم ګوزاره نه ورسره کېده ، مجبوره شو بازار ته یې کډه وکړه . دیوشناخته سره شریک شو ، څه کاروباریې پرله برابر کړ ، راستمن سړی و ، ژوند یې ژر ښه شو اوس یې نوهلکان هم غټ شوي وو ، په کار هم پوه شوي وو. وایم هغه دچا خبره “ چي ډوډۍ یې پرتبۍ ښه پخېده “ زامنو ته به یې ویل : نیمه ډوډۍ خورئ نیمه دخدای ﷻ په رضا ورکوئ ، هیڅ شی مونه دي کم او مانده . ښه مېنه او کور ، ښه محله ، ښه دوکان او کاروبار خپله غوا درته ولاړه ده . وایم : هغه تربرو چي زه یې څو واري ووهلم او دمرګ خوارۍ یې راباندي تېري کړې ، لا درته راشي هم په ښه وضعت او ښه چلند ورسره کوئ ، موږ به یې ددوی په نیت نه ورسره کوو، زرګر چي دپلار مشر زوی و او ټولو خبروته یې غوږ نیولی و او ښه –ښه به یې ویل ، دخبري پر وار یې ویل : هو پلاره تاښې خبري وکړې ، دښه کار نوم لا ښه دی او دبد کار نوم بد دی او دبدو پای خراب دی ، خدای ﷻ موږ ته ښه ژوند راکړی دی او په ښه نظر یې راته کتلي دي . وایم : بل که موږ ته درېدلي وي ، وي به خو موږ بل ته نه یو درېدلي . هغه زموږ تربرو چي زموږ سره یې ښه ژوند ونه کړ خپلي مځکي خو یې خپلي وې ، زموږ مځکي یې لا هم راڅخه لاندي کړې ، دغه دی نن یې څه حال دی ، خدای ﷻ دبل له احتیاجه نه وایستل ، اوس چي بیا خدای ﷻ داکاختي او وچکالي پر راوستله بیا نو خدای ﷻ ښه له مځکي سره ووهل . نن غرمه “ زعفران “ راغلی و، چای مي ورته راوغوښتې وایم پرحال یې ژړا روا ده ، چي داقیصې یې راته کړي دي ، زړه مي باندي تور دود سو ، باغونه یې ټول وچ شوي وو ، دپسو دانه نه وه ورپاته ، دکال له سره چي یې پورونه کړي هغه پر باندي وو ، د پوروړو له لاسه يې سترګي نه شوای ښکاره کولای . ویل یې زوی مي یوه میاشت دمخه باوړۍ ته ولوېدی نو رسلامت و ، خو دغه ښی لاس یې دوه ځایه مات شوی و . ویل یې دډاکټر پیسې مي نه درلودې ، سکندې والا هغه لاسونه چي تړي هغه ته مي ورووست ، هغه یې لاس وروتړلی هغه هم سم نه دی جوړ ، هلک ځیني په عذاب شو او خلګ وايي ، چي دابه بیرته ورماتوئ ، کوږ به یې ورتړلی وي ، ده راته ویل ، چي له کوره راتلم یو موټ اوړه هم په جوال کي نه وو، موټر کرایه مي له بل چا پور کړه ، “ زرګر سوړ اسوېلی وکيښ ، له نژدې منګي څخه یې اوبه پرسرپورته کړې “ . پلار ورته وویل : هو زویه ! پر موږ ښه ولاړه ده ، یواځي چي دخدای ﷻ شکر اداکړو، څوک راڅخه ازار نه شي ، کبر او لويي راڅخه ونه شي . وایم : هغه بله ورځ چا قیصه راته کوله چي “ګلداد” او ملنګ چي سکه داکا زامن دي پرکوچنیانو یې سره جنګ شوی دی بیا یې نو هلکان سره راوتلي دي ، مرګ له یې سره وهلي دي . یو هلک په سر کي په بېلچه وهل شوی دی ، چي دخبرونه دی ، دوه په “ لرو “ وهل شوي دي هغه هم کاري خوږ دي . وایم : دانو څه ژوند دی چي یو وار کاختي شي ، بیا بدي شي ، وایم داټول زموږ عملونه دي “ ولي اکا “ دنسوارو دبلی سره ښوراوه ، نیت یې داو چي نسوار وکړي . زرګر دخبري وار پیداکړ او ویې ویل : هو پلاره ! دزعفران قیصه مي درته کوله چي دزوی لاس یې مات شوی و ، هغه هم سکیندې والا کوږ ور تړلی و ، دغه یې حال وچي دموټر دکرایې پیسې یې لانه درلودې ، هغه دوا او ډاکټر خو لا پرېږده ، ما هم ددوی په عمل نه دي ورته کتلي چي یا یې زموږ مځکي لاندي کړې یا یې له موږ سره په کلي کي ظلمونه کول . وایم ده غریب هم پورته نه شوای کتلای ، دی هم په هغو خپلو کارو لکه چي شرمېدی . بس پلاره ده دغه دغم قیصې راته کولې ، زه به هم یو وار په کار ځني اخته شوم ، دوه واري مي چای ورته راوغوښتې اخیر مي زر روپۍ ورکړې چي داواخله هغه دزوی علاج به په وکړې ، که کلي ته تلې رابه شې یوه ګونۍ اوړه ، څه چای او بوره به هم مادرته ايښي وي هغه به هم درسره یوسې . ده غریب سر سرتور کړ ، ډېري دعاوي یې وکړې ، ده لا دغه دعاوي کولې چي دکلي د” ملک مدو “ زوی ورپسي راغلی ، سا یې لنډه – لنډه کېده زعفران ته یې وویل : ستا تر راتلو وروسته دي کور والا پر اولاد سخته ناجوړه وه ، بل شی نه وو دغه زموږ دسپاریانو په موټر کي مو راواخیسته دوې ښځي نوري هم ورسره راوختې ، دغه وو چي لنډي مانده ته راورسېدو ، هلته موموټر خراب شو ، سواریان کښته شول هغه ستا کورواله مو په ځولۍ کي راکښته کړه ، دیو پاڼ په سیوري کي مو کښېنووله ، موږ په موټر اخته شو چي ژر به یې جوړ کړو ، لږګړۍ وروسته مو د کوچني ژړا ترغوږ شوه موږ خو ورتلای نه شو ، هخه ښځي ورسره اخته وې یوه ښځه زموږ خواته راتېره شوه او په ژړا يې موږ ته وویل ، چي کوچنی یې پیدا شو او داغریبه مړه شوه . *** بیا به بد نه کوم کله انسان داسي وي لکه هغه نوم چي وي ، دغسي ښه والی او بدوالی یې دهغه له نامه معلومیږي ، خو کله بیا داسي نه وي او خبره سرچپه وي لکه د " زرداد " نامه ته چي ګورې ، څوک به وايي چي زر به سره ورکوي او زر به وېشي مګر دی داور سکروټی پاشي او بېشي (وېشي) ، زرداد چي کوچنی ولا یوه ستړیا وه ، که به یوه ورځ ترڅانګو ایله شوی و سربه یې مات و . خو بله ورځ به یې دشیدو بوتل داسي کلک و غورځاوه چي نه یوازي شیدې به ځني توی شوې بکلي پرپلار به یې بل بوتل هم تاوان کړ ، چي کله دڅکېدو یا خاړپوڅو شو بیا له مور او خوېندو څخه نور کار پاته و، چي نورو کوچنیانو به چا خوړلې ، ده به ګلاسونه چپه کول چي نور به سم ناست وو، ده به په لوښو کي خاوري اچولې ، وایمه سمه سرګرداني و. یوه ورځ چي مور یې په کار پسي ولاړه او یو ناڅاپه یې د زرداد سوي نارې تر غوږ شوې ، له هغه ځایه یې نارې کړي . - لکه چي خاوري مي په خوله شوې داڅه وشول ، چي هلک داسي سوي بغاري وهي ، “ تانو” خور یې بدي واخیسته او ژر – ژر سړې اوبه باندي تویولې ، چي مور یې رانژدې شوه ورته ویې ویل : موري داخو یې تودې چای پرځان چپه کړې ، هله یوه چاره یې کوه ! مور یې ژر کوچنی دهلکانو په پلار پسي ولېږلی چي هله ورته وایه ژر ارځه چي زرداد وسو ، میراجان چي ترلمانځه وروسته له جوماته پرلاري و ، حیران دی چي دا “ جنت ګل” څنګه راځغلي . “ جنت ګل “ چي رانژدې شو پرپلار یې ږغ وکړ، هله اغا جانه ژرکوه چي زرداد وسو . میرا جان هم په ډېره حیرانۍ سره پوښتنه ځني وکړه څنګه او په څه شي وسو ؟ “ جنت ګل “ وویل : تودې چای یې پر ځان چپه کړې ، میراجان دغسي دکور پر خوا را چابک شو چي راورسېدی، ګوري چي هلک لکه ماهی چي پروچه کښېږدې داسي پرله اوړي ، میراجان سمدستي دهمسایه ندا کور ته ورنارې کړې چي هله موټر دي راوباسه چي یو وار داهلک تر یو ډاکټر پوري ورسو و. “همسایه ندا “ هم موټر په تلوار رارهي کړ او هلک یې مخ پرروغتون (هسپتال) راواخیست ، میراجان په دغه وارخطايي کي ندا ته وايي ته وا داوخت به څوک وي ، موټروان ندا وویل: هو څنګه به نه وي ضرور به څوک وي ، دهسپتال (روغتون) پردروازه یې لیکلي دي (۲۴) ساعته بېړنۍ (اېمرجنسي) اسانتیاوي ستاسي لپاره شته. په دغه حال کي کوچنی یو وار ډېر په عذاب شي ، بیا میراجان خوارکی پرږغ کړي ، مه ژاړه اوس به پلار کوټه شیان درواخلي (درانیسي) ، چي یو ډاکټر پیداشي بیا به نوپلار ډېر شیان درواخلي ، ښایسته – ښایسته شیان ، بیا میراجان نداته وايي ښه تا ویل اوس به ډاکټر وي . ندا : هو ډاکټر څه ډاکټر ان به وي دهغه هسپتال (روغتون) پردروازه یې دډېرو ډاکټرانو نومان لیکلي دي امبولانس هم لري مګر امبولانس یې نو دچا په ښه نه دی ورغلی، ولي په هغه کي دوی کور ته ځي او دکورکار ځني اخلي . میراجان خبره ورغبرګه کړه : دښادۍ هسپتال او امبولانس دې شي خدای ﷻ دي څوک نه ورته اړ کوي ، له ماڅخه خړي او روڼي پرله ګډي شوي دي ، ته لاري ته سم پام کوه چي یا لار خطا نه کړې یا یو شی په ونه وهې یا دهسپتال کوڅه درڅخه خطانه شي . ندا ورته وویل : وروره ته وارمه خطاکوه ، داپه دنیا کي پېښيږي ، دادی راورسېدو ګوري چي دهسپتال دروازه کولپ ده ، یو صفايي والا له دروازې سره ناست دی جارویې وڅنګ ته پروت دی . میراجان خوارکی لکه مسافر پر راشېوه شو ، سم یې هم نه پېژني چي مزدوردی یا کمپوډر ، خو دوی خپلي بدې ورځي ورته راوسول . میراجان ترسلام وروسته داسي په مظلومانه ډول ورته وویل : وروره ! ډاکټر صاحب چېري دی ؟ موږ دامریض را اخیستی دی ډېر په عذاب دی . صفايي والا وویل : ډاکټر لا اوس نه دی راغلی ، تاسي ته خوهم دشي وخت نه معلومیږي ، بس هروخت چي راروان شئ ، هغه وخت راشئ . میراجان : وروره ته خوا مه بدوه ، داخو پېښه ده ، وخت نه لري . صفايي والا وویل : ډېري خبري به نه کوې ، هر شی خپله طریقه او وخت لري ، زه لا دغه هسپتال ته پروخت راځم ، دایې طریقه ده . اول به نمبر اخلې ، بیا چي ډاکټر پر “۹” بجې راورسېږي بیا به نو هغه وخت پرخپل اخیستي نمبر سره خپل مریض ډاکټر ته ورښکاره کوې . میراجان : په ډېره ناامیدۍ سره دموټر خواته راغلی او “ندا” ته یې وویل : وروره داخو ډاکټران نه شته ، هغه سړي په ډېره خوشکه او خښم راته وویل چي هغه پر “۹” بجې راځي . ندا : ته راځه چي دډآکټر کورته ورشو مجبوري ده اوس یې نو څنګه کوې ، هوسا د ستړي په حال څه خبر دی ، موټر ته راخېژه ګوندي ډاکټر په کور کي پیداکړو. د “ زرداد “ سوی بدن ، سختو بوغارو ، دډاکټر نه پیداکېدل له میراجان څخه هرڅه ګډ وډ کړي وو ، نژدې و چي موټر ته د کړکۍ له لاري وخېژي ، خوند ا استاذ دروازه ورخلاصه کړه او موټر یې روان کړ ، لږ ساعت وروسته ندا پرمیراجان ږغ وکړ، وروره دادی دډاکټر کور ته راورسېدو، ته ژر دغه شنه دروازه و روټکوه ، داڅنګ ته یې دارنګ بټن هم ده ، میراجان چي دغسي په یوه سا ورشېوه شو، دروازه او بټن یې یوځای ورووهل لږ ساعت وروسته دروازه خلاصه شوه ، یو هلک چي دخوب کالي یې اغوستي وو، سترګي په دواړو لاسوموښلې راووت ، داسي معلومېدی لکه له خوبه چي وي ، ویې ویل : څوک مو په کار دی چي داوخت راروان یاست ؟ مېراجان داسي زهیر ورته وویل : مریض مو رااخیستی دی ، ډاکټر صاحب مو په کار دی هلک وویل هغه اوس نه سته هغه واک ته تللی دی . میراجان وویل : ښه ډاکټر صاحب واک ته تللی دی ، واک چېري دی ، واک مریض دی که بل شی ، ته یې موږ ته راوښيه چي هلته ورشو . هلک وویل : په شي نه پوهېږې ، وايې واک څه شی دی ، واک ورزش ته وايي ورزش ته ، داسړی چي سهار ځغلي . میراجان مخ پرندا استاذ راواړاوه ، ویل داخو هم نه شته وايي ډاکټر صاحب سهار ځغلي ، ګوره چي په چاپسي ځغلي ، داغریب ته هم لکه چي یوه خواري ورپېښه شوې ده چي په میدانو دي ، ندا وویل : ته موټر ته راوخېژه موږ له سهاره چپه رابارکړې ده ، ته راځه بل روغتون ته ورشو که خدای ﷻ کول دهغه ډاکټران به پرځای وي او هسپتال به هم خلاص وي ماته یې ډېرو خلګو صفت کړی دی ، وایي چي دهغه دوايي سمه هم ده او ارزانه هم ، ناحقه غوټي خلګو ته نه ورپه شاکوي او ډاکټران یې هم ښه خلګ دي او هلک هم دادی اوس ډېري بغاري نه وهي ته وایه درد یې سوکه شو او که دژړا څخه ستړي شو . میراجان وویل : زما خیال دی هغه په کورکي چي مو ګولۍ ورکړې هغو لکه چي نشه کړ، ندا خبره ورغبرګه کړه ، بس دایو راورسېدو هغه دی وینې دهسپتال (روغتون) دروازه خلاصه ده ، خلګ وځي ننوځي ، معلومیږي چي ډاکټران هم پرځای دي ، دستي نورو خلګو میراجان ته وار ورکړ ، هلک ډاکټر وکوت ، دوايي یې ورکړه ډاکټر خپل فیس هم ورمعاف کړ ، څو ورځي په هسپتال کي و ، ترهغه وروسته کور ته ولاړل ، میراجان هم دوايي له حلالي خلاص کړ. میاشت پس زرداد جوړ شو مور پلار او نورو کوچنیانو ته به یې ویل: بیا زه بد نه کوم دمور او پلار په خوله به کوم ، ما چي بد کول مورا و پلار څومره راسره په عذاب شول . څومره پیسې ځني ولاړې او پر ماڅخه خوارۍ تېري شوې ، بیا به بد نه کوم . *** احتیاط کوه ډېري خوارۍ پر تېري شوې ، سوګل یې دتي و او رنګینه په دوهم کال کي وه چي خاوند یې یوه شپه کور ته تلی پر لاري غلو وویشت او مړ شو، دلاس ساعت او څه پیسې یې ځني یووړې ، د " خانو " تر فاتحې وروسته یې څوک نه درلودل ، چي غم یې وخوري یا یې سرپرستي وکړي . میراث خواره یې ښه خلګ وو ډېره یې نه زهېروله مګر د کومک وس یې هم نه ورسره کېدی ، ولي هغوی هم غریب خلګ وو ، خاص څه یې نه درلودل ، بس " شمایله " وه او دوه یتیمان ، ځوانه وه ترکور هم نه شوه وتلاي چي دچاکره ورشي څه کار مزدوري یې وکړي ، ولي چي خلګ به څه وايي ، چي پر ژوند مي تور داغ ونه لګیږي اوبل که تلای نو دکوچنیانو غم ورسره و، چي خدای ﷻ مه کړه په دوی څه ونه شي ، نه بېریږي ، دیوبل کره که به څه کار پیداشو ، نو شمائلې ته به یې رالېږي ، دتلتک ، نالۍ او بالښت جوړېدو څخه نیولې دکمبلو ترټکوهلو او کالیو ترمینځلو پوري یې له یوه کاره مخ نه ګرځاوه . دومره مزدوري ورپاتېدله چي وچ اوړه به یې په رانیول بس حیاداره او پلار داره مېرمن وه ، خپله حیا یې ساتله ، دایې هم پاچهي بلله ، چي څوک یې له خپلو یتیمانو سره پرېږدي او کار په ونه لري . خوارۍ او غریبۍ ډېري پرتېري شوې ، خو چا یې ږغ نه واورېدی ، څوکاله وروسته چي اوس " سورګل " څه غټ شو ، زلمی شو ، څه موده یې دچا سره مزدوري کوله خواوس پر غاړه راټال دتختو په غالب کي سګرېټ خرڅوي ، څه یې لاس په خلاص دی ، په څلورو پنځو شپو کي به کټو باندي کېدله ماښام به ښه خوشحاله سره ناست وو، دخدای ﷻ شکر به یې کاوه ویل به یې خدای ﷻه : دغه نیمه ډوډۍ موتر خوله تېره ده ته مو باقي ژوند له غمه وساتې او سورګل ته به یې ویل : زویه دغه خواري چي کاږې او ماښام خپل کورته راشې دبل له بدو مودي خدای ﷻ وساتي دغه لویه پاچهي ده ، دغه حال دي خدای ﷻ نه دروي . سورګل وویل : هو موري ښه ولاړه ده ، خو بیا هم په دغه ګوزاره نه کیږي ، ژوند مناسبتونه غواړي ، جوړ ناجوړپېښیږي ، دالا څه هغه دی بابا مسکین په کوچنیوالي کي کوزده راته کړې ده او ولور یې ټول پاته دی ، حیا مي دبل پرکور ده ..... غاړه یې ایستل غواړي او حیا راخوندي کول غواړي ، هغه نور رواجونه خو لا څه کوې ، زه مجبوریم چي یوه خواري وکاږم . مور یې وویل : څه خواري به وکاږې ؟ موږ خو مال او دولت نه لرو چي بل کار وبار په وکړې ، بس همدغه ددوو لاسو خواري به کاږې . سورګل وویل : موري سرکار (حکومت ) خلګوته په پور موټران ورکوي ، زه به یو موټر په پور واخلم ، خواري به په وکاږم په کال دوه کي به مي کار سم شي ، تردغه دوه لاسو خواري خو هیڅ نه وځي . مور یې ورته وویل : موټر څه کوې یو وار خو پور دی بیا چي ته مسافر شې زه په کور کي یواځي یم ، اوس چي ماښام ته راشې سترګي مي درډکي وي ، دغه دنېستۍ پرګوله سره کښېنو وایم ، چي رنګینه خور دي نه وه راڅخه واده کړې ، له هغې سره به مي خوله پرې وه ، لاس به مي په سپک و ، هغه دی دهغې خوارکۍ بیا څه حال دی ، دژوند ګونډه ده ، زموږ دي دادغم رواجونه شي چي په کوچنیوالي دوستي وکړو بیا نو په لویوالي هغه هلک چرسي یا هیرویني یا غل شي ، نه ده معلومه چي څه شی ځني جوړشي ، موږ هم دغه ستا او درنګینې دوستۍ په کوچنیوالي وکړې ، هغه دی رنګینه خور دي په سرو اوښکو واده شوه ، په سرو اوښکو ناسته ده زه دلته په پخه یم ، خاوند یې هغه و له بې لارو خلګو سره ګرځېدی هغه دقتل په تور (جرم) حکومت دغه دوه کاله ایله کوي او بندي کوي ، په دغه سرګردانۍ کي یې رنګینه له موږ څخه واده کړه ، په ښادۍ یې پوه نه شو ، پرون زه ورغلې وم ، ګرده کهول یې دغم پر کمبله ناست وو ، رنګینې داسي اوښکي تویولې لکه شمه داسي سوې وه تاچي ویل اور ته دي نیولې وه ، هغه ددې ښه ځواني پربل حال وه . په دغه وخت کي یې مور له ژړا څخه په سلګیو شوه یو ګړۍ وروسته سورګل وویل : بس دی یو ګړۍ دي اوښکي پاکي کړه ، سورګل هم دپټو په څاک خپلي لندې سترګي وچي کړې بیا یې وويل : هو! موري زه هم څه غوږېدلی یم چي درنګینې خاوند به عمر قید یا پانسۍ کیږي ، هغو اصلي قاتلانو دحکومت سړیو ته پيسې ورکړې ځانونه یې خلاص کړل او " بلو " اخښي ته یې وویل : چي ته اقرار کړی و، چي د " ملک ظریف ورور ما مړ کړی " او ځان یې پساوکړ، بس هغه دچا خبره " چي بد ګرځې بد به پرځې" له بدو خلګو سره ناستي ولاړي دغه دی تر دې حاله ورساوه چي نن یې ټوله کورنۍ او خپلوان دغم پرکمبله ناست دي ، وایم چي په موږ پوري یې لا دغه دمسکینۍ ډوډۍ زهر کړې ده ، دومره توان نه دی راپوري چي یو واردغه خور ووینم هغه ددې ښه ځواني څنګه کباب شوه ! بس خدای ﷻ دي دغه زموږ بې ځایه رواجونه ورک کړي ، هلک او نجلۍ لا کوچني وي موږ یې کوزده وروکړو. بیا نونه ده معلومه چي په لویوالي څنګه شي او بیا په دغه ویر اخته شو. موري ما هغه خپله دغم سندره درته ویله هغه دغه قصه په راګډه شوه څه به یې درڅخه پټوم ، یوه میاشت کیږي چي موټر مي په پور اخیستی دی، موټروان (ډرېور) راچلاوه ما هم زده کړ ، داڅو پېرې کیږي چي زه یې بیایم او راولم مازدیګر چي راورسېږم هلته په ګېرج کي یې ودروم ، موټروان مي نن جواب کړ ما ویل ، ښه دی دغه دده پیسې به هم راپاته شي نو که یو شي ځني جوړشو. موریې وویل : ښه دی زویه اوس خو اوبه تر ورخ تېري دي . زه نو څه درته ووایم بس احتیاط کوه لېري مه ځه ماښام دغه خپل کورته راځه . " سورګل چي نازده کړی و، موټر یې لا سم نه وزده له څو خطرناکو پېښو څخه خدای ﷻ پاک ژوندی خلاص کړ، کنه هره یوه یې دمرګ وه ، څه موده کیږي چي موټر کور ته راولي ، کله –کله به ماخوستن په کلي کي چا-چا یو او دوه نفرو ژمنه وسره وکړه چي سهار به سره ځو ، بس یو او دوه نفره دغه دکلي یو او دوه نفره دبازاري سواري( سپاري) به یې پیداکړه بیا به یې موټر ته پښه ورکړه ، چا به ویل فضل –فضل وروره لږ سوکه (کرار) درځه اوسو به مودلته په مړه کړې داڅنګه رفتار (تګ) دی ، بل سپاري به ویل : دغسي چابک درځه مرګ له یارانو سره ښه دی ، په دغه اړو دوړ کي به یې موټر راوستی اوبېوی ، برايي ماخوستن هم دکلي درېیو کسانو ژمنه ورسره وکړه ، چي سهار وختي به سره ځو يو دوه کسه به پرلاري پیداشي ، کنې زموږ کرایه دي بس ده ، غرمه لا نه ده په کلي کي نارې شوې چي هلئ مړي یې راوړل ، کوڅې له کوچنیانو او ښځو څخه ډکي شوې ، سپين سري هم کوڅوته راووتې دسورګل مور هم راوتلې ده یوې بلي سپين سري ته وايي . خدای ﷻ دي داجنګ و دروي څنګه ځوانان یې خاوري کړل ، دغه دی بیا یې لکه چي شهیدان راوړل . هغه دی جنازې یې مسجد ته یووړې بیا به یې کومي مندي بوري کړي وي ، په دغه حال کي یوه دکلي ملا صاحب او هغه موټروان چي داپېښه یې په سترګو لېدلې وه او دامړي یې تر دې ځایه راورسول ، دسورګل پر مور دخلګو له مینځه را دمخه شو او داسي يې ورته وویل : دسورګل موري دخدای ﷻ امر قبول کړه ، خدای ﷻ درکړی و، خدای ﷻ درڅخه واخیست هغه دی ستا دزوی او دکلي درېیو نورو کسانو جنازې مو مسجد ته راوړې . خدای ﷻ دي یې وبخښي . دسورګل مسکین دمور یوه چیغه (ناره) ترخوله وختله زنو یې بلګ شروع کړاو ټول بدن یې بې واکه شو ، دستي نورو سپین سرو تراوږو ونیوله او پرمځکه یې کښېنوله ، یو بل سپين ږیري ورته وویل : دالته کښېنه جنازه ستا دلېدو لپاره دلته راوړي هغه موټروان (ډرېور) چي دغه قصه یې ټوله په سترګو لېدلې وه ، داسي یې ویل: زما موټر سهار دده په موټر پسې و، دژړي تربند چي ور تېر شو دوه موړه (کږلېچ) په ها خوا سړک ښه هوار او سیده دی ، پردغه ځای چي دی زما دمخه و ، موټر یې نور تېز او چابک کړ ، مخامخ یوه غټه لارۍ موټر پرراغلی ، سورګل هم لکه چي له ډېري تېزۍ څخه موټر نه شو کابو کولای ، نومخامخ یې په دغه بېنس موټر کي وواهه ، دده موټر خو کوچنی و ، دهغه موټر ترحصه لاندي شو ، موږ چي ورکښته شوو، بس دقیامت ورځ وه ، ویني بهېدلې. موږ چي سره راکښل ټول مړه وو، خدای ﷻ دي یې وبخښي ما به کله- کله سور ګل مسکین ته وویل ، چي موټر دي سم نه دی زده ، په خپله یې مه چلوه ، که یې چلوې نو احتیاط کوه . *** بیا په مسافري کي دماښام ترلمانځه وروسته به ځوانان ، سپین ږیري سره راټولېدل ، څوک به لوړ پردوکانچه ناست وه ، چابه لاندي دوکانچې ته څنګ وهلی و . څوک به بیا دجماعت دېوال ته ناست و. که به څوک نه وه راغلي دهغو به پوښتني کېده ، ښې غوري به کېدې ، دکلي بازار نوې او زړې به بیانېدې ، که به له یو ې خوا څوسپين ږیري دپخوا زمانې خبري کولې ، له بلي خوابه بیا چا دسبا لپاره خپل کارونه یادول . یوه به ویل : سبا زما د اوبو وار دئ ، ته وایې مځکه په مي اوبه سي که به څه پاته سي ؟ هغه بل به ورته ویل : یا وروره ! فکر مه کوه واله ډکه ده ، وایم که نیت پراخه کړې زما لانیم کار درسره کیږي ، وایم چي کاختي تېري شوي ، خدای ﷻ پاک دي بیا دا وچکالي نه راولي . سږکال خو دالله ج فضل دی بارانونه او ځای – ځای واوري وشوې ، دهغه دي یوڅه اوبه شته . هغه بل به ورته وویل : بس اوبه به دخدای ﷻ ج خیر کړي سبا په هغه کښته کلي کي واده دی او موږ ټوله کلي ته یې ست کړی دی چي هیري مو نه شي، بس له هري خوا به مرکه توده وه ، یوازي زرګر لالا وچي ښه عجیبه نوې به یې نه وه اورېدلې څه به يې نه ویل . کله چي به یې څه عجبه اورېدلې وه په هغه ورځ به په جګه غاړه ناست و ، هر سړی به په پوهېدی چي عجبه یې اورېدلې ده ، نن هم چي جګ ناست و انتظار یې کاوه چي خلګ ټول پوره شي او یو څوک دعجبي خبري پوښتنه ځیني وکړي او دی خپله عجیبه ورته بیان کړي ، په دغه حال کي تاج ګل راورسېد او پر زرګریې لا په ولاړه ږغ وکړ، شروع په کوه زوروره خلګ دي په انتظار ووژل . زرګر وويل : نه – نه تاج ګل لالا ټوله ژوندي دي ، بس راځه ته مانده وې ، ښه شو چي راغلې . نوې هم عجبه نوې وه . تاج ګل وویل : شروع په کوه چي دډوډۍ تروخته که دي په مټي خلاصه کړه ! زرګر وویل : چي نه مي پرېږدئ نو یې واورئ ماپښین مي یو دوست دکراچي دسفر قصه راته کوله ، تاسي واورېدل ؟ ټول مجلس پر راږغ کړه هو – هو قصه کوه ! وامو ورېدل . زرګر زیاته کړه : بس نو ورور ته دي وویل شي ، دغه دوست قصه راته پيل کړه ویل یې : دکراچي دبس ټکټ مي کړی و ، پرخپله چوکۍ کښېنستم ، ټول بس ډک شو ، په مزل یې شروع وکړه ، ترڅو ساعته مزل وروسته دبس دمخ له خوا څخه یو سړی راولاړ شو په نصیحت یې شروع وکړه ، بې سده زورور تقریر یې وکړ، په دغه حال کي دبس دپای له خوا یو بل سړی راولاړ شو ، ویل يې : داڅنګه ښه سړی دی او څنګه ښه سړی دی او څنګه ښې خبري یې وکړې زه غواړم ودغه سړي ته لور ورکړم . نصیحت والا چي داخبره واورېده ویل یې : نه – نه زه دي لور نه غواړم ، ما داخبري دخدای ﷻ لپاره وکړې زه دي لور څه کوم ، دلته دلور پلار زارۍ ورته شروع کړې چي خامخا به زما لور په نکاح اخلې . وایم ، چي څه سر دي پرله ګرځوم دغو نورو مسافرو هم خواستونه ورته وکړل . نصیحت والا خبره ومنله چي سمه ده زه به دي لور په نکاح کړم ، په دغه حال کي یو بل سړی راولاړ شو ویل یې ، چي له ماسره څه خوږې (مټايي) دي دکور لپاره مي رااخیستې دي ، زه بیا داخیرات کوم دایې ددې دوستۍ شېریني ، چي دغه دوستي وشوه ، اوس نو په بس کي دمسافرو خورا ساعت تېر دی یو وار نصیحت بیا دوستي او بیا مفته مټايي او شېریني (مټايي) ووېشل شوه ، هغه دچا خبره چي مفتو شرابو به دچا لاس ودرېږي ، بس خولې شخوند – کیږي څوک په تعجب څوک په خندا دي . وایم تاته دي وویل شي ښه و چي نه وې راسره ماورته وویل : ولي یاره ته بیا څومره کم نیتی یې ، دبل مفته مټايي دي لا نه ده راباندي پېرزو ؟ ده راته وویل : په دغو متلو او کنایانو بیا زما سره نه خلاصیږي سمه یې سپينه راته وکړه . حقداد راته وویل : چي لږ وروسته به دي سر په خلاص شي ، هغه دچا خبره ، چي دخرو خاوند راشي ، دلته زرګر قصه پرېښووه ویل یې : بس دی نوره قصه به بیا بل وخت کوو. دزرګر نازک طبعیت هرچاته معلوم و ، چي په بنډار (مجلس) کي به دده لپاره چای راتلې ، دده مړۍ (ډوډۍ) به ښه غوړه وه ڼ، بیا نو ده ښه مجلس کاوه او ښه شعر به یې خلاص و، چي نه چای وې ، نه ډوډۍ نو ځکه یې قصه په نیمايي کي ودروله یا پرېښووله . تاج ګل لالا چي دده ښه طبیعت نیولی و او ترنورو ښه ورسره پوهېدی ، پر راږغ یې کړل ، وروره زرګر ه قصه مه پرېږده ته خو دمجلس مالګه یې ، چي ته پکښي نه یې هغه مجلس لا خوند نه کوي . وایم ، چای به بیا په کوټه کي کوو، دغه یو ګلاس اوبه درواخله حلق به په لوند کړې نو به په قصه ښه خوند وکړې ، زرګر چي اوبه وڅښلې ، یو څه دتاج ګل دناز خبرو طبیعت ورسم کړی و ، ویل : نه – نه داسي نه ده ما ویل ، ناوخته به وي کوچنیان به کور راته ګوري ، ټول مجلس په یوه خوله پرږغ کړه وروره زرګره ! قصه کوه ته وایې ناوخته به وي ، وایو چي سهار کیږي لا دي نه پرېږدو . زرګر لالا قصه پيل کړه : نو خبره داده چي حقداد راته وویل : مټايي او خوږ ې نه وې چي موږ وخوړلې بلکي دخدای ﷻ قهر شو ، لږ ساعت وروسته ټول خلګ له موټروان سره نشه او بې سده شوي یو ، دغو درې کسانو چي یو نصیحت والا، دویم دلور پلار او درېیم دمټايي والا ، درې سره ملګري او غله دي ، بیا نو یوه موټروان ( ډرېور) چوکۍ ته ورغلی دی ، اوبس یې یوې خوا ته درولی دی ، چي څه شیان راسره دي ، پیسې ، ګړۍ ، او نورقیمتي شیان ، هغه به یې ښه په بېغمۍ له مسافرو څخه راټوک کړي وي . یو وخت چي موږ په حال کي راغلو ګورو چي په هسپتال (روغتون) کي پراته یو ، ډاکټران ستني رالګوي ، دحکومت سړي شا وخوا راباندي پېره دي ، ته وا موږ غله یو ، هغو درېیو کسانو موږ ټول لوټ کړو ڼ، چي په ځان یې لانه کړو پوه . بس وایم : حقداد راته وویل ، چي دناولده چا شی به څوک نه خوري ، بیا په مسافرۍ کي . دحاجی رحمت الله رحمت د «درحمت ډالې» له کتاب څخه - بېرته شاته