(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دسلامي بانكدارى پیژندنه

بانکداری تعریف: اسلامی بانکداری هغه بانکداری ته وایی چی نه سود پکی ورکول کیژی او نه سود اخستل کیژی. بلکه د اسلام تلپاتی اصولو لکه مشارکه، مضاربه، مرابحه، بیع موجل ، بیع بثمن آجل، سلم ، استصناع ، قرض الحسنه، الودیعه، او داسی نورو اصولو لاندی له خلکو پیسی اخلی ( جمع کوی) او بیا د اصولو لاندی بل چیرته پانگونه پری کوی او یا یی په پور ورکوی او لاس ته راغلی مفاد یا گټه ی په مشتریانو تقسیم کوی. او برخلاف ده دی مروج یا په سود تکیه بانکونه هم سود مشتریانو ته دی دوی پیسو په مقابل کی ورکوی او نورو ته یی د تاکل شوی سود په بل کی په پور ورکوی. اسلامی بانکداری د اشرف المخلوقات حضرت محمد مصطفی صل الله علیه وسلم له وخت نه شروع شوی دی او پیل کونکی هم په خپله رسول الله (ص) وو. رسول مقبول ( ص) په امین مشهور وو او د خلکو قیمتی شیان او پیسی به ساتلی او کله به د ضررت په وخت کی د پیسو د مالک یا رب المل په اجازت سره بی له سوده پور هم ورکاو چی دی ته قرض الحسنه وویل کیژی. بانکداری هم همدا شی دی چی یو بانک له خلکو پیسی اخلی او بیا یی نورو ته په پور یا قرض ورکوی. هغه بانکداری چی په سود تکیه وی داسی کوی چی د پیسو جمع کونکی ته 5% یا 6% له مخکی تعین شوی گټه یا مفاد ورکوی او بیا دا پیسی د نه زیات سود باندی نورو ته په پور ورکوی. دی رنگه بانکداری ته په سود تکیه یا مروجه بانکداری ویل کیژی. او هغه بانکونه چی نه سود اخلی او نه سود ورکوی هغه ته اسلامی بانکداری وویل کیژی. کله چی په مدینه کی رسول مقبول(ص) پس له هجرته ولیدل چی مسلمانان دی ته مجبور وول چی له یهودو د سود په بدل کی پور واخلی نو د قرآن په حکم رسول الله(ص) مسلمانان له سود حخه منع کړل او په ځای یی د مشارکی یا مضاربی کولو امر وکړ. بیا روسته له رسول الله (ص) مسلمانانو کی مشهورو اصحابو کرامو د ذکرشوی وو اصولو لاندی مالی او پولی معاملات ترسره کول. او مشهور اصحابو او بیا تابعین و تب تابعینو هم دی دغو اصولو لاندی پولی او مالی معاملات ترسره کول.د اسلامی بانکدار بل اصل مضاربه هم په خپله رسول الله(ص) پیل کړی وه چی ام المومنین بی بی حدیجه (رض) سره د مضاربی د اصل په اساس شریک شوی وو. هغه نه ورسته بیا تاریخ په دی مورد کی معلومات نلری خو په آول وار مصر کی د 1970 میلادی کال په لمړ یو وختونوکی په ابتدایی بڼه منځ ته راغله او د 30 کلونو په ترڅ کی یی تر ډیره بریده پرمختگ وکړه. لمړی اسلامی بانک په کال 1963 کی د مصر په ډیره لری پرته سیمه کی په کار پیل وکړ. په پرله پسی توگه په کال 1975 کی د پرمختیایی اسلامی بانک بنسټ کیښودل شو چی بنسټیزه موخه یی په اجتماعی او اقتصادی برښو کی پرمختگ وو. یو ډیر بنسټیز فعالیت یی د سهامی سوداگریځو موسساتو کی گډون او د بسپنه ورکول تر څو په غړو هیوادونو کی د پروژو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی. او همدا شان ددوبی اسلامی بانک د بانکداری د لمړی قانون په اساس په همدی کال کی په منځنی ختیځ کی منځ ته راغلو. په کال 1983 پشپړ اسلامی بانکداری نظام په ایران کی وپیژندل شو او همدا رنگه د مالیزیا ولسی جرگی د اسلامی بانکداری قوانین تصویب کړل. روسته ددی څخه په کال 1984 د سوډان هیواد اسلامی بانکداری پخپل هیواد کی رایج کړه او په کال 1985 د اسلامی هیوادونو فقهی شورا OIC بشپړ اسلامی بانکداری نظام د بیمه د سیستم د پرمختگ لپاره اعلان کړ او روسته له دی په کال 1989 د سوډان د بانکداری نظام په بشپړه توگه اسلامی بانکداری ته راواوخته. په کال 1991 د حساب ورکوونی او د تفتیش اسلامی مالی موسسه AAOIFI تاسیس شوه چی دا سازمان یو مشورتی سازمان وو او د اسلامی بانکداری معیارونه یی وضع کول. په کال 2002 کی داسلامی مالی خدمتونهIFSB موسسه د مالیزیا په هیواد کی منځ ته راغله چی موخه یی د اسلامی صنعت استقراروو په وسیله د اسلامی معیارونو صدو. په کال 2005 د مالیزیا همدی بورد همدا معیارونه د اسلامی موسساتو د تطابق سره Basel 11 د چهارچوب سره معرفی کړه اوس دومره پرمختگ ئی کړی چی د نړی ډیر لوی بانکونه اسلامی محصولات عرضه کوی. پدا روستیو کی اسلامی بانکداری د مالیزیا او اندونیزیا هیوادونو له لوری غرب ته خوځیدلی. په کال 1975 کی ددی صنعت ارزښت په سلگونو زره امریکائی ډالروته ورسیده. دی 2009 او 2010 میلادی کال احصایی دا را په گوته کوی چی په دنیا کی د اسلامی بانکونو وده خورا تیزه دا او تر اوسه پوری 320 اسلامی بانکونه وجو ته راغلی دی او د دغو بانکونو شتمنی 1 یو تریلیون ډالرو ته رسیدلی ده. داسی توقع کیژی چی د اسلامی بانکداری دارائی په لنډ راتلونکی کی 20% وچته شی او په کال 2015, 2 تریلیونه امریکائی دالرو ته ورسیژی. د دنیا په 96 هیوادونو کی اسلامی بانکونه شتون لری چی په دی هیوادونو کی نیم نه زیات غیر اسلامی هیوادونه لکه انگلستان، امریکا، جرمنی، فرانس، ایتالیا، سویس، اتریش، ناروی، هسپانیه، چین، سنگاپور، کوریا، جاپان او داسی نور هیوادونه شته چی اسلامی بانکونو په کی فعالیت لری. هدا راز د نړی سترو بانکونو لکه CITI Bank،HSBC، Barcklays، Standard Chartered Bank، UBS، SWISS Bank، Lloyds’ TSB او داسی نورو سترو بانکونو هم اسلامی بانکداری پیل کړه او اسلامی بانکداری نه صرف مسلمانان خوشوی بلکه غیر مسلمانان هم اسلامی بانکداری خوشوی او د HSBC بانک 73% کی پیرودونکی (مشتریان) غیر مسلمانان دی. اسلامی بانکداری په افغانستان کی الحمدالله اسلامی بانکداری په افغانستان کی د یو شمیر متدینو افغانی پوهانو چی په هغه کی زه هم یم اسلامی بانکداری 2008 او 2009 میلادی کال کی د مرکزی بانک محترم رئیس جناب عبدلقدیر فطرت صاحب او د مرکزی بانک مشرتابه هئیت په مستقیمه همکاری اسلامی بانکداری پیل شوه او د اسلامی بانکداری د قانون اولینی مسوده تیاره شوه. د جناب فطرت صاحب، او د دوه مرستیالانو محترم محب الله صافی او محتر عیسی طراب او نورو مشرانو په مستقیم مرستی سره اسلامی بانکداری په هیواد کی پرمختگ وکړ او د کابل بانک په شمول ، میوند بانک، افغان یونایټیډ بانک، الفلاح بانک، ملی بانک ته یی د اسلامی بانکداری د پیل کولو اجازت ورکړ. الحمدلله او دا 5 بانکونه اسلامی بانکی خدمات عرضه کوی او په دی کی کابل بانک له تولو مخکی دی او وو یی کولای شو چی د 2010 میلادی کال د اپریل د دلوه میاشتی 1388 کال نه تر اوسه پوری وکولای شو چی د هیواد په 28 ولایاتو کی په 86 څانگو کی اسلامی بانکداری پیل کری ده. 30 کاله پخواداسلامی بانکداری مفکوره صرف پوه هیله وه. د ډیرو پلټنو او زیارونو په پایله کی دوه نیمو لسیزوکی دا ښائی چی د اسلامی بانکداری منځ ته روړل نه تنها ممکن او کامیابه لارده بلکه د کار او موثر و سلطت مالی زریعه هم ده چی متعددو اسلامی بانکو نو په مختلفو اجتماعی او اقتصادی ټولنو کی په کار پیل کړی.ددا شان مالی موسساتو کړنی او تجربی په مختلفو هیوادونو کی لکه سودان, مالیزیا , ایران او بحرین د سواگریځو بانکونو د بدیل لپاره کافی ده. د یادونی وړ ده چی غیر اسلامی بانکونه په ځانگړی توگه د غرب ډیر لوی بانکونه د اسلامی بانکداری د نظام څخه متاثره شوی دی او تر یوه بریده تری کار هم اخلی یعنی دا معنی ورکوی چی هغوی هم د وخت په تیریدو سره د اسلامی بانکداری نظام خوا ته راروان دی او ورځ په وځ ئی په اهمیت پوهیژی. د اسلامی بانکداری نظام کره لاسته راوړنی توپیر کوی د اسلامی بانکو نو د باراز د حجم سره خو دا ویلئ شو چی ددی صنعت تولیز ارز ښت 2500 بیلونه امریکایی دالر ا ټکل شوی چی په راتلونکی کی به د نورو پرمختگونو شاهدان هم ووسو. اسلامی بانکداری د نړیوال اقتصادی بحران کی شه وده درلودله او تیرو دوه کلونو کی یوازی اسلامی بانکونه وول چی د اقتصادی بحران په مقابل کی سخت مقاومت وشوده او نه صرف زیانمن نه شول بلکه گته یی هم وکړه. همدا وجه ووه چی په دنیا کی ډیرو بانکونو او ډیرو هیوادونو اسلامی بانکداری شروع کړه. پداسی حال چی اسلامی بانکداری نظام د مسلمانو مشتریانو د ستونزو حلول دی خو دا شان موسسی دینی او مذهبی ندی او د نورو مالی موسساتو په شان فعالیت کوی. اسلامی بانکداری نظام یو نړیوال شهرت ځانته غوره کړی او د نړی د نفوس یو پر پنځه وگړی اسلامی بانکداری نظام ته غوره والی ورکوی چی مختلف مالی محصولات د پیروونکو لپاره وړاندی کوی. اوس چی گران هیواد کی اسلامی بانکداری پیل شوی ده نو له تولو هیوادوالو او بلخصوص له دینی علماو هیله کیژی چی د اسلامی بانکداری په تنظیم و په خپرولو کی بانکونو سره مرسته او لازمه رهنمایی وکړی تر څو اسلامی بانکداری په هیواد کی پراختیا ومومی او د افغانستان خلک د سود له لعنت څخه خلاص شی. اسلامی بانکونه څنګه کار کوی داچی اسلامی بانکونه څنګه کار کوی او کومو اصولو لاندی له سود پرته خپل معالات ترسره کوی دا یو لوی بحث دی چی انشاًالله نژدی راتلونکی وخت کی به تاسو درنو لوستونکو ته معلومات درکرم. داکتر علم خان همدرد په هیواد کی د اسلامی بانکداری بنست ایشودونکی. د کابل بانک د اسلامی بانکداری عمومی مشراسلامی Dr.Alam Khan Hamdard Chief of Islamic banking Kabul Bank www.kabulbank.af Phone#0093 707202001-0705000013 - بېرته شاته