(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دروحاني دقتل دوهم تلین او دبي بي سي چوپتیا؟

درواني جون میاشتي (۷) نېته وه ، دبي بي سي پښتو خپرونه زموږ استاد ډاکتر داود جنبش وړاندي کړه. داود جنبش په بي بي سي افغان سټریم کي یوازینی هغه دژورنالیزم استاد دی چې دوکتوره یې په ژورنالیزم کي اخیستې ده او ماغوندي ګڼوناڅیزه کسانو نه یې په خپلو لارښوونو ژورنالیستان جوړ کړي دي . دخپرونې جوړوونکی ابراهیم امیري ووچې څه دپاسه یوکال وړاندي له آزادي رادیو څخه بي بي سي پښتوته ولاړو . په بي بي سي راډیو کې سیستم داسي جوړ دی چې خپرونه پروډیوسر جوړوي او ایډیټ یوبل کس ورکي کوي او غږ دیوه بل کس اورېدل کیږي ، نن هم دبي بي سي پښتوخپرونې وړاندي کوونکی استاد جنبش ،پروډیوسر یا چمتو کوونکی ابراهیم امیري او دایډیټر دنده (شادان صیب) په مخ بیوله . ټوله خپرونه مي په غور واورېدله او ننۍ سړه خپرونه استاد جنبش خورا په خوند اوخپل ژورنالیستیک هنر سره داسي وړاندي کړه چې دلږ وخت لپاره یې زه له ځان سره ډېر لیري یووړم. یوځل مي تلیفون را اوچت کړ چې جنبش صاحب ته تلیفون وکړم او ورڅخه وپوښتم چې استاده ستاسو دشتون په صورت کي نن ولي دومري لویه تېروتنه وشوه ؟؟؟ خو بیا مي فکر وکړو چې هغه به بیا په خپله همیشنۍ خوږه خوقهرجنه لهجه ووايي : ((غلی شه (ګیدړه) خو تاسو به راته یادول، دبي بي سي کارونه خو تاسو ته معلوم دي چې بوختا زیاته وي . )) دتلیفون نه کولو بل علت ښايي دا هم شوی وي چې که زه ډاکتر جنبش ته ټلیفون وکړم نو ښايي هغه داسي خبري راته وکړي چې زه له لیک کولو نه لاس په سر شم . که څه هم زه پوهېدم چې دننۍ خپرونې ډېره پړه دډاکتر جنبش نه بلکه دښاغلي(شادن)وه چې دخپرونې مشري یې پر غاړه لرله . البته که له دې نه هم لږ نور تېر شم نو دا به ووایم چې اصلي کس ډاکترصیب لطیف دی چې دبي بي سي افغان سټریم دمشر دنده ورتر غاړه ده . هغه خو هسي هم دهري ورځي لپاره هرڅه په خپله دیاداشت کتابچه کي لیکي خو داسي یوه موهمه ورځ هیرول نو نه پوهېږم.....! ټوله خپرونه تېره شوه او هیڅ تر غوږ نه شول . په سبا سهار مي بیا دبي بي سي پښتو خپرونه واورېدله چې سپین تڼي وړاندي کړه . دورخي په اوږدوکي یعني (۸جون – ۲۰۱۰) مي بیا هم خبرونه څارل خو هیڅ مي وانه ورېدل آن تر دې چې دماښامنۍ خپرونه هم همداسي تېره شوه . دجون دمیاشتي اومه(۷) نېټه پوره دوه کاله وړاندي په همدغه ورځ دبي بی سي افغان سټریم یوتکړه خبریال په شهادت ورسول شو. صمد روحاني یادوم چې د(۲۰۰۸) کال دجون په شپږمه(۶) دهلمند ولایت له مرکزلښکر ګاه څخه وتښتول شواو یوه ورځ وروسته دجون پر(۷) یې مړی لښکر ګاه ته څېر مه دبولان په هیدیره کي وموندل شو، که څه هم بي بي سي راډیو خو نن دهغه دمړیني دتلین په ورځ یوخبر هم تیر نه کړ خو دا یوه ښکاره خبره ده چې صمد روحاني د دبي بي سي دخبریالۍ قرباني شو. دروحاني قتل که له یوې خوا دیوه بې وسه افغان قتل وو اود لسګونو زره نورو افغانانو په څېر یې نن هم قاتلین ښکاره ګرزي خو له بله لوري یې له قتل سره سم افغان ژورنالیزم یوه داسي زوره وره ضربه ولیدله چې ښايي ډېر وخت وروسته یې لا هم اثر پاتې وي . دروحاني تر قتل وروسته ګڼ افغان ژورنالیستان له دندو پرشا شول او یا یې هم له سیمي څخه خپلي پښې سپکي کړې . دروحاني تر قتل وړاندي هرچا داسي فکرکاوه چې ګواکې دبي بي سي زوره وره اداره ده او دهغوی خبریالانو ته څوک څه نشي ویلای ، البته که څوک ورته یوڅه هم ووايي نو ګواکې بي بي سي به یې په خپل زور سترګي وروباسي، خو دافغان ټولنې ډېری نالوستې برخه په دې نه پوهېده چې بي بي سي یو اجرایوي قوت نه دی او هغوی داسي هیڅ نه شي کولای . ښايي دا علت به وو چې زما (میرویس افغان) په ګډون دبي بي سي یو شمیر خبریالانو دندي پرېښودې او ډېری نور یې هم دې ته چمتو ناست دي چې په څه ډول ځان ته خوندي ځای او خوندي کار ومومي . بل لوري ته په افغانستان غوندي غریب هیواد کې چې دنالوستو کسانو شمېره یې خورا لوړه ده دبي بي سي راډیویو ښه او داعتباره ډک نوم لاره خو له بده مرغه اوس په پرله پسې ډول خپل اورېدونکي له لاسه ورکوي او اعتباریې هم دپخوا په انډول راټیت شوی دی . داعتبار دراټیټېدو یو علت یې ښايي دا وي چې خپلو کارکوونکو ته پاملرنه نه کوي او کارکوونکو ته چې پاملرنه ونه شي نو کارکوونکی هم په ارامه فضا کې کار نه شي کولای . بي بي سي افغان سټریم که څه هم یوه لویه او نړۍ واله اداره ده خوباید ووایو چې په افغانستان کي یې له کارکوونکو سره دمور او میرې چلند کیږي او په افغانستان کي ښايي داسي څوک نه وي چې دبي بي سي نه وپوښتي چې (ولي ؟) ددغې نړۍ والي خبري ادارې له خوا په تېرو دوو کلونو کې لا هم دشهید روحاني قاتلین رسوانه کړای شول ، زه فکرکوم که دا کس دافغان برخي کارکوونکی نه وای کیدای شي چې تل به ښه لمانځل کیدلای . بله خبره دروحاني دقاتلانو درسوا یي . زه نه پوهېږم ولي بي بي سي رادیو داسي خبر ته ارزښت نه ورکوي چې یووالي یې پخلی کوي . نېژدې دوې اونۍ وړاندي دهلمند والي ګلاب منګل دبي بي سي په مرګزي دفتر کي یعني دلندن په بش هاوس کي په داسي حال کي دروحاني په قتل افغان امنیتي چارواکي تورن کړل چې دبي بي سي ګن افغان کارکوونکي موجود وو.نوموړي دیوه امنیتي چارواکي نوم هم واخیست. زموږ دپخوانیو همکارانو څخه یوه کس راته وویل چې دبي بي سي افغان سټریم ډیری کارکوونکي په دې ځای کي ولاړ وو او هغه انځورونه شاهدي ورکوي چې دوی یوځای له ګلاب منګل سره اخیستي دي . زما لپاره هیرانوونکې داده چې په بي بي سي راډیو کي دکلونو کلونو تجربې دا راوښودله چې خبر باید منبعه ولري او بیا خپور شي . ددغې ادارې پالیسي داده چې دیوه خبر خپرول دیوه چارواکي له خولې سم بولي ، زه نه پوهېږم دهلمند دامنیې پخواني قوماندان اسدالله شهزاد او دهلمند اوسنی والي کلاب منګل چیغي وهي چې دروحاني قاتل ښکاره دی خو ګواکې حکومت یې دنیولو توان نه لري . هو په افغانستان کي لا اوس هم ځیني داسي قاتلان شته چې حکومت څه نړۍ وال ځواکونه یې هم دنیولو توان نه لري . البته زه ویلای شم چې که دبي بي سي راډیو له لوري زورواچول شي نو دا هیڅ عجبه نه ده چې افغان حکومت به دروحاني قاتل ښکاره او جزا به ورکړي ځکه په هلمند کي لا هم دومري زورور نه ښکاري چې حکومت یې دنیولو توان ونه لري ، البته که بي بي سي هم دا ډول پټه خوله پاتې شي او دخپل وژل شوي کارکوونکي یاد هم تازه نه کړي نو داهیڅ عجبه نه ده چې خدای مکړه په افغانستان کي به دنورو خبریالانو سره هم داسي وشي . ډاکتر صیب لطیف چې دیوه بل روغتیا يي ډاکتر ظاهرطنین تر تګ وروسته دبي بي سي افغان برخي مشري ورسپارل شوې خورا دروند انسان خو ډېر احتیاط کاره دی ، ښايي دده داحتیاط یا هم دبي بي سي دکورنۍ پالیسي کومه وجه به وي چې دغه اداره دروحاني دهیرولو هڅه کوي . کیدای شي ستاسو درنو لوستونکو له جملې څخه به ځیني دبي بي سي پښتو څانګي مرکزي دفتر ته تللي یاست هلته ددغې ادارې دیوه پخواني شهید خبریال میرویس جلیل او همداراز شهید روحاني انځورونه لګیدلي دي چې دهغوی دشهادت نېټې هم ورسره لیکل شوي دي نو بیا دا څه علت ووچې دروحاني دشهادت په ورځ یې دهغه دیاد تازه کولو په خاطریوخبر هم تیر نه کړ؟ هو کیدای شي بي بي سي راډیو به داانګیرله چې شرایط حساس دي او په داسي وخت کي دروحاني تلین لمانځل به دا پوښتنه بیا تکرارکړي چې : ((روحاني چا شهید کړ او ولي یې تر اوسه قاتلین نه دي رسواشوي؟)) زه دبي بي سي دیوه پخواني کار کوونکي په صفت دا ویلای شم چې بي بي سي افغان برخه دا توان نه لري چې دروحاني قاتلین ونیسي خو په دې کي هیڅ شک نشته که ددغې ادارې مشران وغواړي پر افغان حکومت دروند فشهار اچولای شي چې دروحاني قاتلین ونیسي . البته تر اوسه دیادي شوې ادارې له خوا داسي ښکاره هڅه نه ده شوې . تېرکال چې کله موږ دځینو افغان ژورنالیستانو په مرسته په لندن او دنړۍ په ځینو نورو هیوادونو کي دشهید روحاني تلین لمانځه نو ما (میروریس افغان ) دبي بي سي له افغان مشرتابه نه په وارو وارو غوښتنه وکړه چې ددغه تلین لمانځلو ته وخت ورکړي او لږ ترلږه په دغه ورځ له افغان خبریالانو سره دخواخوږي ورځ ولمانځي ، کور یې ودان ډاکتر صیب لطیف او دبي بي سي مرستیال مشر ایمل پسرلي دخپرونې یوه برخه روحاني شهید ته ځانګړې کړه ، دیادي شوې ادارې ډیری همکارانو خپلي خواخوږۍ دروحاني شهید له کورنۍ سره شریکي کړې ، دشهید روحاني دکورنۍ غړو ښايي داسي فکر کړی وي چې روحاني شهید شو یاد خو یې ژوندی دی ،خو له بده مرغه داځل داسي ونه شول. البته یوه خبره چې رانه هېره نه شي هغه دا چې روحاني په خورا دقت اوایمانداري خپلو هیوادوالو او بي بي سي راډیو ته کار کاوه . هغه به تل دخپلو همکارانو یوه غوښتنه هم پر ځمکه نه غورځوله او هر یوه ته به یې په ورین تندي مثبت ځواب وایه . خو له بده مرغه تېر کال چې موږ په لندن کي دروحاني شهید دشهادت تلین لمانځه نو ددغې نړۍ والي ادارې څخه یوازي دوه کسان راغلي وو. په هغوی کي یو داود اعظمي او یوبل هم یما بارز وو. هغه مهال ماته دوستانو وویل چې ښايي دبي بي سي همکاران به ځکه غونډي ته نه وي راغلي چې غونډه دوی نه ده جوړه کړې . پریکړه دا وشوه چې په راتلونکي کال کي به دا کار دوی یعني بي بي سي ته پرېږدو چې دشهید روحاني یاد تازه کړي . خو له بده مرغه سږ کال بي بي سي روحاني په ټپه هیر کړ. بله نیوکه پر پژواک خبري اژانس ده چې دشهید روحاني دتلین په ورځ یې دخپل اژانس پر پاڼه دهغه دیاد تازه کولو هیڅ یو خبر تېر نه کړ. هو پژواک یو افغاني اژانس دی او دافغانستان په اوسنیو شرایطو کي به ښايي دا ورته ګرانه وي چې دروحاني قاتلان رسوا کړي خو دا ورته ګرانه نه وه چې دپاڼي پر مخ یې نن دروحاني شهید له کورنۍ سره یوه نه یوه خواخوږي ښودلې وای .ښايي دانش کړوخیل صیب به هم ډېر مصروف وو او ددغه خبرلپاره به یې وخت نه لرلو. هو دا یو حقیقت دی چې دپژواک آژانس مشر ښاغلي کړوخیل دروحاني له کورنۍ سره مرسته وکړه او لږترلږه دهلمند په نا ارامه شرایطوکي دروحاني فاتحې او همداراز جنازې ته ولاړ خو دبي بي سي ښاغلو همکارانو تېر کال په لندن کي هم دروحاني دتلین غونډی ته دراتګ تکلیف ونه کړ. درنولوستونکو! زه په داسي حال کي دغه څوکرښي ستاسو په وړاندي لیکم چي ایله اوس دبي بي سي دقراردادله مخي زه دنوموړې ادارې په اړه څه لیکلای شم . زه له خپلو پخوانیو همکارانو ډېره بخښنه غواړم چې له ځینو واقیتونو پرده پورته کوم . ښايي زما ددې لیک له کبله به ځیني دوستان سخت خفه شي خو دا یو حقیقت دی چې په بي بي سي راډیو کي دکار په ترڅ کي زه هم له ګڼو خطرونو سره مخامخ شوی یم او دا هم پټه نه ده چې دبي بي سي ډېری نور همکاران اوس هم په ډار ،خطر او ویره کي کار کوي ، کله کله به خطر ناحقه پېښېده او کله کله به دهمکارانو او دمشرتابه دغوښتنو له کبله خطرونه پېښېدل. خو ښايي دا ددې خبري سره چندان تړاو ونه لري چې هغوی په وېره کي کار کوي نو دیادي شوې راډیو مشران به وايي چې بیا دي نو کار پرېږدي او کار دي نه کوي چې ورته خطر دی خو ښايي ځیني مجبوریتونه به وي چې لا هم ځیني کسان له داسي یوې ادارې سره دخطره ډک کارونه کوي چې هغه اداره یې له مرګه وروسته نوم هم نه اخلي . زه نه پوهېږم ماخو له همدغو خپلو پخوانیو همکارانو نه اورېدلي وو چې بي بي سي دخپل امیج(اعتبار) دساتلو لپاره هره ممکنه هڅه کوي نو دا بیا څرنګه کیدای شي چې نن دبي بي سي راډیو اعتبارته زیان اوړي خو مخنیوی یې ډېر اسانه دی او مشران یې مخنیوی نه کوي ؟. یعني کیدای شي داوریدونکي پر ځای نن دبي بي سي خپل کارکوونکي هم په دغه راډیو یعني دادارې په مشر تابه هغه اعتبار ونکړي چې پخوا یې ورباندي کاوو. ښايي ددې علت به داوي چې ددغې ادارې مشرتابه دخپلې ادارې اعتبار ته ژمن نه دي . هو هغوی به دا وايي چې دروحاني دتلین خبر نه نشرول به نو ګواکې دبي بي سي پر اعتبار څه اغیزه ولري خو زه وایم چې تاسو له خپلو همکارانو پوښتنه وکړئ چې دغه کار دهغوی حوصلو ته څومره زیان اړولی دی ؟ البته هغه همکاران یادوم چې دروحاني شهید په څېر په خورا سختو شرایطوکي کار کوي . داپوښتنه تاسو له هغوافغانانو وکړئ چې لږاوډېرپوهېږي او دا ورته روښانه وي چې اعتبار څه ته وايي؟ زه دیوه افغان خبریال په توګه له بي بي سي راډیواو دافغان حکومته دا غوښتنه کوم چې دشهید روحاني دقاتلینو په رسوا کولو او هغوی ته په جزا ورکولو کي دي هڅه وکړي . همداراز له ټولو رسنیو ،خبر یالانو اولیکوالو غوښتنه داده چې په خپلو هڅو دبي بي سي رادیو مشرتابه په دې مجبوره کړي چې دروحاني شهید دهیرېدلو نیت بدل کړي . ځکه روحاني دبي بي سي دخبریالۍ قرباني شو. لیکوالو او خبریالانو ته په کار دي چې دا موضوع نوره هم راوسپړي ځکه زموږ په هیواد کې له هرافغان خبریال سره دروحاني په څېر چلند ممکن دی . په درنښت په دې هیله چې څوک رانه خفه شوي نه وي . - بېرته شاته