(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما هلى ځلى

سريزه ارواښاد علامه رشتين بابا د ( زما هلى ځلى ) تر عنوان لاندې د خپلو هلو ځلو په باره كښې يادښتونه ليكلي دي . رشتين بابا دا ليكنه په 1994 ع كال كښې د مهاجرت په دوران كښې په پيښور كښې كړى ده ، په دغه وخت كښې رشتين بابا بيمار ؤ ، له دى كال نه اوه كاله د مخه په 1987 ع كال كښې ورباندى د ګوزڼ حمله راغلى وه او د بدن يو طرف يې فلج شوى و ، هغه د ( زما هلى ځلى ) تر نامه لاندې خپل يادښتونه په ريږديدلو ګوتو ، ريږيدلي لاس او كمزوري نظر وليكل او مونږ ته يې د تحفې په ډول پريښودل. ( زما هلې ځلى ) تر اوسه د چاپ ډګر ته نه دى راوتلى. دا د اول ځل د پاره د رشتين بابا د ويب پاڼې د جوړيدو په مناسبت نشر ته سپارل كيږي. ( زما هلې ځلى ) به د كتاب په شكل هم چاپ او خپور شي. له رشتين بابا سره د پښتو او پښتنو غم ؤ ، هغه په دغه غم كښې دومره ډوب ؤ چې نور د دنيا ټول غمونه ورنه هير وو. هغه په دې غم كښې لوى شو ، هغه په دى غم كښې ځوان شو ، په همدې غم كښې زوړ شو او په همدې غم كښې يې له دې فاني دنيا نه رخصت واخيست . پښتو د هغه معشوقه وه او دى د پښتو عاشق ؤ ، لكه څنګه چې يو رښتينى عاشق له خپلې معشوقې سره مينه كوي ، دغسى رښتينى رشتين بابا د خپلې معشوقې پښتو ژبې سره مينه كوله. رشتين بابا دا خپله معشوقه ښه وساتله ، ده د خپلې معشوقې نه يې دفاع وكړه ، له هر ډول ستونزو او مشكلاتو سره يې مقابله وكړه ، خو ددې معشوقې د پړوني عزت يې وساتلو ، پرى يې نه ښودل چې دا پړونى ددى معشوقې له سر نه پريوزي . ده د خپلې معشوقې عزت وساتلو ، ده د خپلې معشوقى آبرو او حيثيت وساتلو . رشتين بابا دى معشوقې ته د خپل ناموس نظر كولو ، هغه د خپل ناموس د ساتلو د پاره له خپل سرنه هم تير ؤ ، هغه ددې ناموس د ساتلو په خاطر له خپل مال دولت او اولاد نه هم تير ؤ. هغه لكه يو سپاهي د خپلې معشوقې د ساتلو او حفاظت د پاره ددې معشوقې د استوګنځي په دروازه كښې ټينګ ولاړ ؤ او هيڅوك يې نه پريښودل او هيچا ته يې اجازه نه وركوله چې ددى دراوزې په لور چپ وكوري ، ده د هر هغه چا سترګې ايستلى چاچې دې دروازې ته په بد نيت كتل. رشتين بابا ته پښتو يو حقيقت ښكاريده ، داسې حقيقت چې لكه لمر ښكاره او څرګند دى.دا داسې لمر دى چې د مغلو د حكومت تورو وريځو په درې سوه كاله كښې پټ نه كړاى شو . د چنګيز ، هلاكو ، كوډ تيمور خونړو تاړاكونو د منځنۍ آسيا خاوره په بل مخ واړوله . په زرګونو ښارونه او كلي سپيرې كنډوالى شوې . ډير بندونه وران شول ، ډيرې شنې جلګې وچې ميرې شوې ، په زرګونو بنيادمان د تورو خاورو خوراك شول ، په سوونو خيلونه له خپلو ځايونو بى ځايه شول ، دا هر څه وشول ، خو بيا هم پښتو لكه پاك او كره زر د اور له سرو لمبو نه روغه راووته. او پاك جوهر يې هماغه شان پاك پاتې شو ، غليمانو غوښتل چې نه پښتو پاتې شي او نه پښتون لاكن نه پوهيدل چې د حق سره مقابله كول او د حق نه وركول د خدائي قدرت سره د جنګ اعلان وركول دي. پښتو كومه نوى ژبه نه وه او نه پښتون كوم نوى زيږيدلى ملت و . دا قوم او دا ژبه خداى پاك پيدا كړى ، يو خداى پاك كولاى شي چې دا قوم او دا ژبه له مينځه يوسي او نابود يې كړي ، بغير له خداى نه بل هيڅ قوت او هيڅ قدرت دا كار كولاى نه شي. پښتو ژبه د پنځوس مليونو ملت يوه ژوندۍ ژبه ده چه په اوسني حالت كښې خپلې اړتياوې په ښه شان پوره كولاى شي. رشتين بابا دا خبره كوله چې پښتو د يو منظم اصولي ګرامر په ګاڼه ښايسته او د پنځوسو زرو لغاتو په پانګه شته منه ده. تر پنځوسوو (500) زيات قلمي آثار او له دې نه زيات شمير چاپي كتابونه پكښې موجود دي . رشتين بابا كوشش وكړ چې خپله ژبه رسمي كړي او په دفترونو كښې يې ځاى كړي ، ځكه چې هغه دا خپل يو حق ګڼلو. رشتين بابا په دې خبره ډير خفه ؤ چې پښتو ژبه د نورو ژبو په شان زيات آثار نه لري . رشتين بابا به ويل چې ددې وجه له خپلې ژبې سره د پښتنو بى پروايي او د حكومتونو بې غوري ده. رشتين بابا به ويل چې خپله ملي ژبه يو امانت دى ، د فطرت يو سپيڅلى نعمت دى ، د ملت ناموس دى نو ځكه يې ساتنه د ټولو پښتنو ملي او قومي وظيفه ده . پښتو ويل ، پښتو كول او پښتو ساتل د هر پښتون د پښتني شرافت ستره نښه ده. بى له پښتو د پښتونولۍ ثبوت نيمګړی دى، پښتو د ملي موجوديت يو پوخ ضمانت دى. د ولس د ښيګڼو او اولسي تهذيب د ساتنې يو ټينګ سند دى . نو ځكه د خپلې ژبې سره بې پروائي كول او يا ورته سپګ كتل د ملي تاريخ او ملي موجوديت سره خيانت كول دي. رشتين بابا به ويل چې مغلو په پښتنو ډير ظلمونه كړي دي ، ددوي كورونه يې نړولي دي ، هر څه يې ويجاړ كړي دي او د پښتنو د يووالي مزي يې شلولي دي ، پوهې او زده كړې ته يې نه دي پرې ايښي ، پردۍ ژبې يې ددوي په اوږو سپرې کړي دي ، د ښمنانو په پښتنو كښې د ګوندۍ او تربكنۍ اورونه بل كړل ، په هر راز ټكيو او درغليو يې له يو بل نه پريكړل او ټوګ ټوك يى يو خوا او بل خوا و غورځول ، دا د پښتنو غليمان هر چا ته معلوم دي ، دغو غليمانو د پښتنو پلرونه او نيكونه په وينو كښې لړلى دي. دغو غليمانو د پښتنو ماشومان بې پلاره كړي او تور سرى يې كونډې كړي دي . دغو غليمانو په پښتنو ميچنې وګرزولې ، د ځمكې مخ يې ورباندې سور اور كړ ، د څارويو غوندې يې د خپلې ګټې د پاره و چلول ، د پښتنو غليمانو د پښتنو د پلرونو او نيكونو په وينو آزاده شوې او جوړه شوې پښتونخوا ټوټى ټوټى كړه. رشتين بابا دغه خبرې له نن نه 60 كاله پخوا كولى ، نن وكورۍ چې هغه څه په پښتنو كيږي او هغه بده ورځ ورباندې راغلى ده چې پخوا ورباندې راغلى وه . پښتنو ته د رشتين بابا پيغام دا ؤ چې ځانونه بيدار كړي ،له سياسي شعور نه كار واخلي ، خپل او پردي وپيژني ، هغه نه غوښتل چې پښتانه نور و ته لاس په نامه ودريږي ، هغه نه غوښتل چې پښتانه د نورو د ګټې لپاره خپلې وينې توى كړي ، هغه نه غوښتل چې پښتانه د غليمانو په لمسه د خپلو ورونو غوښې وخوري ، هغه نه غوښتل چه پښتانه د تربكنۍ په اور كښې وسوځيږي ، هغه له پښتنو نه غوښتل چې د احمد شاه بابا د يو والي غږ د زړه په غوږونو واوري. پښتانه واړه لاس سر يو كاندي چې مو نن غزا هر لورى شا و خوا ده رشتين بابا له پښتنو غوښتل چې د شير شا سوري پښتون پالنه او اولسي يوالى د زړه په كور كښې وساتي چې ويل به يې " زما په مخكې د خيلونو خبرى مه كوۍ ، ما ته ټول پښتانه يو دي. " رشتين بابا له پښتنو غوښتل چې په زړونو كښې د پښتنو د يو والي او شته والي لپاره د خوشحال خان او ميا روښان چيغې او غلبې راژوندۍ كړي. رشتين بابا له پښتنو غوښتل چې د خپلو پلرونو او نيكونو هغه غږبيا اوچت كړي كوم چې هغوي د پښتنو د يووالي او ورورۍ دپاره جګ كړى ؤ. خور كړه د همت وزر ، پرواز لكه د باز وكړه كډ د ننګ ډګر كښې شه ، په غليم باندې آواز وكړه تير تاريخ راياد د پښتنو كړه بيا ګرمه ولوله د هنګامو كړه بيا نقش د قدم ژوندى د مړو كړه بيا ننګ غيرت په تيرو ننګيالو كړه بيا ټول عالم حيران په كارنامو كړه بيا سره لاله زرغون په غرو رغو كړه بيا رشتين بابا به ويل چه په پښتنو كې د ځانځانۍ رنځ ډير خطرناك دى ، ددغه رنځ په وجه دوي د ناپوهۍ په تيرو كښې پراته دي ، وږي تږي لوڅ لغړ ، پښې ابله ګرځي ، پلي سپاره او سپاره په هوا والوتل - خو دوي په مځكه يو پل نشي اخيستلاى .مړه ولسونه ژوندي شول خو دوي لا تر اوسه څه زده نه كړل ، نه په ګيډه ماړه شول او نه په جامو پټ شول، نور چرچۍ كوي او دوي سپور سوكړك نه مومي ، نور خاندي او دوي ژاړي . ورك شوى فنا كيږې اى پښتونه له دنيا ځنې ولې ناخبر يې له خپل ځان او له دنيا ځنې وروسته خلك وړاندې شو همه واړه له تا ځنې ته لا ويده پروت يې هيڅ خبر نه شوى له چا ځنۍ د رشتين بابا دې خبرو ته چه سړی غور وكړي نو دا فكر ورسره پيداشي چه د رشتين بابا په زړه او فكر كښې د پښتنو د ژوندون څومره غم ؤ ، نن په پښتنو بده ورځ راغلى ده ، په دوي بمبارۍ كيږي ، په كومه مځكه چې دوي پراته دي په هغه مځكه اور بل دى. د هغه روح د پښتنو د ژوندن په غم كښې ناقرار ؤ. هغه به پښتنو ته ويل چې اى پښتنو ! كه چيرې خپله سپيره ورځ ښه كوى نو زده كړى او پوهې خواته مخه كړۍ ، يو بل ته د ورورۍ لاسونه وركړۍ ، خپله ژبه وساتۍ ، په پښتو او پښتونولۍ كلك ودريږۍ - د پښتنو د غليمانو په خولو مه غوليږۍ ، په خپلو لاسو د خپل هيواد د ودانولو د پاره ملا وتړۍ ، د خپل ژوندون د ښه كولو د پاره همت وكړۍ ، د خپل وطن او وطنوالو د ښيګڼۍ د پاره خپل ځان او مال قربان كړۍ . د همت توره تر ملا كړه ډير به ښه وي پرى حاصله خپله مدعا كړه ډير به ښه وي په خولى وايې چه مين په خپل وطن يم په رښتيا پر ځان فدا كړه ډير به ښه وي رشتين بابا به ويل چې د قومونو په ژوندانه كښې ژبه او د هغى ادب لوى اثر لري ، د ډيرو ژوندو ملتونو موجوده كوششونه د ژبې او ادب د ترقۍ په محور څرخي. په پښتنو كې د دوي د زياتو مشرانو د غفلت په وجه يقينا دا برخه كمزورې پاتې شوې ده - همدا وجه ده چې د عملي ژوند په ډګر كښې هم پښتون قوم له نورو قومونو څخه وروسته پاتى دى. په پښتو خبرې مونږ ته شرم ښكاري تر دې حده قوميت زمونږه مړ دى خپل مذهب او ژبه پرى نږدى افغانه چې همدغه د قومي ترقۍ جړ دى رشتين بابا د فكر او پوهې له خاوندانو څخه غوښتل چې د خپل قومي او ملي ادب د ژوندانه په لار كښې پوره زيار وباسي او د خپل قوم د ژوندانه ماڼۍ د ادب د ژوندانه په پاخه اساس باندې ودانه كړي . رشتين بابا به ويل چې كه پښتانه خپلې ژبې ، خپل ملي ادب او تاريخ ته پام ونكړي او د نورو ژبو د ادب په مينه وروزل شي نو هغه وخت به دوي ژوندي وي مګر ژوند به يې د نورو د پاره وي يعنى د بل په سا به د بل د پاره ژوندي وي لكه چې تر اوسه پورې زيات پښتانه همدغسې ژوند لري. رشتين بابا هغه چاته پښتون ويل چې چاته غوړه مالي او خوشامندي ونه كوي. خپل پت ساتي ، خپل عزت ساتي اوپه پښتونوالى ټينكوالى خپل فرض بولي. خپل ننګ ، غيرت ، پښتو او پښتونواله په پيسو نه خرڅوي . د ځان د لوړولو او څو پيسو په خاطر قومي او ملي افتخارات تر پښو لاندې نه كوي. په پښتو ولاړ ، پښتو وايي او پښتو روزي. ناموس ، غيرت او پښتونواله تر مال او رتبې نه قربانوي. ژوندون او ماموريت د عزت د پاره كوي او عزت د قوم د پاره غواړي. د پردو په لمسون په قوم كښې ګوندي او اختلاف نه اچوي. پښتني شرافت له لاسه نه وركوي. د نورو د پاره لكه كالى او لوښی نه استعماليږي. پښتون وي او پښتو وايي . په څوكۍ او منصب ځان نه غټوي. د ملي ګټو خيال ساتي. خلك نه غولوي او قوم نه تير باسي د قوم د پوهې ، تعليم ، لوړتيا ، اقتصادي حالت د پاره ښې لارې لټوي. عمل يې د اخلاص او صداقت په ګاڼه ښايسته وي. په زړه كښې د قوم او وطن د پاره د قربانۍ او فداكارۍ جذبه ولري. د حق پيروي د سړيتوب لومړى شرط كڼي . له دروغو ، چغلۍ ، ټګۍ ، درغلۍ ، غلا ، زنا او ظلم زياتي نه ځان ساتي. له بډى اخيستلو ، د غريبانو له ځورولو ، د پردي مال له خوړلو څه ځان ژغوري او دا شيان د پښتونولۍ له صفاتو مخالف ګڼي. د قوم په خدمت كې رشتين او د هيواد په ودانۍ كښې دردمند وي. لكه مغل تكيه په مال او دولت ونكړي بلكې لكه خوشحال تكيه په خداى وكړي. د مغل تكيه په زر په ملك او مال ده - د خوشحال خټك تكيه په ذوالجلال ده خپله ژبه هيره نه كړي . نورې ژبې زده كول كه دى كمال - خپله ژبه هيرول بې كمالي ده له ما سره د رشتين بابا د ژوند خاطرى ډيرى زياتى دي ، زه به كله چې وزكار شم نو هغه ټولې خاطرى به وليكم او هغه به خپلو فرهنګيانو ، پوهانو ، شاعرانو ، ليكوالو او د رشتين بابا مينانو ته وړاندې كړم. . محترم لوستونكي كولاى شي " زما هلې ځلې " د رشتين بابا په ويب پاڼه كښې ولولي reshteen.com Zama Hali Zali Writer: Late Reshteen Baba By: Alhaj Fazlullah Reshteen - بېرته شاته