(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون کلتور کښې دامن امکان اوتصور

پښتون کلتور يو زوړ اومضبوط کلتور دی دپښتون ژوند ،رنګ،قاعدو،اصولو،خويونو،عادتونو،رسمونو رواجونو ته پښتونولى وئيلی شى په پښتونولۍ کښې دپښتنى ژوند داقدارو پوره تفسير موجوددی. دپښتونولۍ ژوند دپښتون انفرادى او اجتماعى نفسيات سازوى دې کښې شک نشته چې هرپښتون په خپله پښتونولۍ ډير مئين دی اوپښتونولى دخپل فخر او افتخار سرمايه ګڼى . شايد چې هرپښتون دپښتونولۍ اخلاقى نظام اواقدار ددنيابهترين اوائيډيل نظام اوقدرونه ګڼى داپه دى چې په سوچه پښتونولۍ کښې دبنيادم دمادى اوروحانى ارزوګانوتکميل امکان لرى ولې شرط دسوچه پښتونولۍ په فلسفه پوهيدل دى اوتاريخ ګواه دی چې کله هم کلتور ته داسې رهبران په لاس ورغلى دى څوک چې دسوچه پښتونولۍ صحيح ادراک اوشعور لرى نوددې ثقافت بنيادى خوبۍ ښکاره شوى دى اوکله هم چې ددې کلتور په اصولو اوقاعدو عمل ته لاره جوړه کړی شوې ده نوامن او خوشحالى راغلې ده پښتون ددنيا دامن دپاره هلې ځلې کړى دى خوداتاريخ تراوسه ليکلی شوی نۀ دی دپښتون کلتور دغه تاريخ تراوسه په زبانى روايتونو،متلونو اولسى سندرو، دفوکلور په اصنافو کښې خوروورپروت دی که څه لږډيرليکلی شوی دی نو په پښتون ادب کښې ئې ريکارډ موجود دی . وړاندې له دې چې په ادبى اصنافو اوشفاهى روايتونو کښې ددې کلتور داصلى رنګ جائزه واخستی شى دپښتنو پحقله دهغه خورتاثر جائز ضرورى ده کوم چې په ټوله نړۍ کښې ددې اولس په باب موجود راغلی دی نن سبآ په ټوله نړۍ کښې پښتون يو مارشل نسل ،جنګيالی ګڼلی شى دې کښې شک نشته چې دتاريخ په اوږدوکښې پښتون لوئې واړۀ بې شماره جنګونه کړيدى دسکندراعظم يونانى، داره اعظم ايرانى، بابر نه تر اورنګ زيب عالمګير اوبيا پسته دسيکانورنجيت سنګهـ اوبيا دانګريزانو دلوئى لوبې دګريټ ګيم ښکار پښتانۀ روسى يلغار په مخه واخستل دروس نه پس دعالمى سياست ښکار پښتانۀ تر اوسه پورې دجنګ يو مخصوص کيفيت سره مخ دى لکه دداسې حالت په بابله خوشحال خان خټک ډيرپخوا وئيلى وو

لايوشور راځينې لاړنۀ وى بل راشى مــــګر زۀ پيدا په ورځ دشوروشريم

نړيوال سياست کښې دپښتنو زمکې يوخصوصى جغرافيائى اهميت موندلی دی دا اهميت سټريټيجک هم دی اوسياسى هم ولې وړاندې له دې چې عالمى قوتونه دپښتون کلتور په اقدارو پوئى شوی وی يائې ځان ددې اقداروپه معنې پوئى کړی وی دطاقت په نشه کښې مست دپښتون سره په ډغره ورغلل دا په وړومبى ځل نه بلکې دتاريخ په هر دورکښې شوى دى په نزدې تاريخ کښې اول دګريټ ګيم په دوران کښې دوخت دوه عالمى قوتونه يعنې انګريزانو اوروسيانو دپښتنو دخواهش په خلاف د دوى زمکه دخپل طاقت اوسياست دلوبې مرکزى ميدان وګرځوله له يوې خوا روس اوله بلخوا انګريز دپښتون په نفسياتو اوقومى روايت دځان پوهولو نه بغير خپل فعاليتونه دلته پيل کړل چې نتيجه ئې ديومسلسل اومستقبل Clashپه صورت کښې څرګند شوه دانګريزانو اوپښتنو ترمينځه درې Afghan Warsددې خبرې تاريخى شهادت ورکوى چې د پښتنو په زمکه دامن دبربادولو ذمه وارى په چاراځى ددغه جنګونو په دوران کښې هم چې کوم ادب تخليق شوی دی په هغې کښې دنورو موضوعاتو سره سره دامن دکلتور دفروغ يوه ارزوليدلی کيږى ددغه دور په فوکلور کښې هم دامن دارمان انعکاس ښکارى . دافغان وارنه پس دجنګ عظيم په دوران کښې چې پښتانۀ د دنيا په مختلفو محاذونو جنګولی کيدل نودپښتنو خويندو او ميندو دامن دخواهش اظهار په فوکلور اواولسى ادب کښې دارمان ديوې انګازې په رنګ کښې خورشو دپښتوداولسى ادب يونادر صنف ټپه دپښتنو ميرمنو مخصوص اوپه زړۀ پورې صنف دی چې زنانه پکښې دخپل احساس، ارمان اودرومان اظهارکوى . دعالمى جنګ نه وروستو دسوړجنګ اوږده زمانه راغله چې دنيائې په دوو ډلو کښې ويشلې وه دوو لويوقوتونو ترمينځ دې سوړجنګ دنياته دامن يونویاحساس ورکړو خصوصاً ددې سوړجنګ په نتيجه کښې ديوتودجنګ ښکار ويتنام ، دويتنام دمظلومانودجنګ ځپلى اولس حالت زار د دنيا روشن خياله طبقه دخپل ضمير داوازله مخې ددوى په حمايت وپاروله په عالمى ادب کښې دجنګ خلاف اوديتنام د حق خوداراديت په حمايت کښې اوازونه پورته شول ورسره په نړۍ کښې دامن دخورون دپاره يومنظم عالمى ادبى تحريک شروع شو ددې عالمى امن دغوښتو اوازکښې دپښتو دادب اواز هم په هيڅ لحاظ دچانه وروستو نه ؤ په پښتوکښې دويتنام په حمايت کښې اودامن دپاره يوزبردست ادبى تحريک دپښتنود امن سره دمينې دثبوت په توګه وړاندې کيدی شى دامن د ارزو دانعکاس په ادب کښې که په مختصرډول ذکر کيږى نود قلندرمومند دوه شاهکار نظمونه په دې حواله دوړاندې کولو جوګه دى ((دعالمى ضمير په نوم)) اودويت نام چاربيتې دپښتو دادب په دې حقله نمائنده نظمونه دى هم دغه رنګ په دنياکښې داستبداد په هره پيښه په پښتو کښې دسپيڅلى احساس نظمونه تخليق شوى دى لکه دفضل حق شيدا، لوممبا اودالجزائر جميله، دجنګ نه دنفرت اودامن اوسولې دشديداحساس مظهر دی دډيرو زياتو نظمونو اونثرى ادب دتخليق په دغه عمل کښې عالمى امن دپښتو ژبې هم يوه په زړۀ پورې موضوع وګرځيده چې اثر ئې په نننى جديد پښتوادب هم ليدی شى . دپښتودشلمې صدۍ ديوشاعر يونظم ((امن)) خوديو اين او، دسلامتى کونسل په ګيلرۍ کښې دځوړندولو سفارش هم کړی شوی ؤ ، اوشايد چې دهغه وخت داقوام متحده جنرل سيکرټرى ته په دې باب له يو خط هم ليکلی شوی ؤ دامن په موضوع ليکلى شوى ددغه نظم عنوان هم امن دی اودې شاهکار نظم ددې ليکونکى شاعر پيرګوهر ته دشاعر امن خطاب هم وروبخښلو چې نن سبا دشاعر امن په نوم شهرت لرى . دامن سره دمينې اودجنګ اوتشدد نه دنفرت احساس په پښتنوکښې چې دکوم منظم تحريک په نتيجه کښې بيدار شوی دی هغه دپښتنو په تاريخ کښې ديوتاريخى انقلاب حيثيت لرى دشلمې صدۍ په وړومبيو لسيزوکښې دا تحريک شروع کړی شوی ؤ کله چې ټول پښتون اولس دپيرنګى داستبداد سره په مسلح جدوجهد کښې سرګرم ؤ په دغه ورځوکښې يوانقلاب افرين شخصيت دورانديش ملى رهبر، جادوبيان مصلح خان عبدالغفار خان ،باچاخان راپاڅيدو اودزمانو زمانو دې جنګ وهلى جنګجو اولس ته ئې دامن يونوی پيغام ورکړو. باچاخان په خپله يو خان ؤ خودقام اولس درد ئې په زړۀ کښې ؤ دخپلو ملګرو سره ئې ديوداسې تحريک اغاز وکړو کوم چې په خپل نوعيت کښې نوی نۀ ؤ خودپښتون په زمکه بيخى يو نوی نااشنا تحريک ؤ خدائى خدمتګار تحريک چې په پښتنو کښې دامن ،سولې ،ورورولۍ تحريک ؤدعدم تشدد يوه فلسفه ئې منشورؤ دايو کامياب تحريک ثابت شو اوجنګيالى پښتانۀ ئې دعدم تشدد سره په کاميابۍ بلد کړل دی باچاخان اوخدائى خدمتګار دتحريک دخانانو اوجاګيردارو نه دخانۍ نشه وويسته دزور اورو اوطاقتورو د طاقت غرور ئې مات کړو اوکمزورو بې وسو او لاچارو ته ئې داميد نوې رڼا ورکړه. خان اومزدور ئې په يوپليټ فارم رايوځائې کړل اول ئې په پښتنو کښې اتفاق راوستو بيائې په شريکه دازادۍ دتحريک ملګرى کړل خان دهقان ،مزدور ،کسان ، کسب ګر ئې دمساوات اوانسانى ازادۍ په معنى پوئى کړۀ اودانګريزنه ئې اولس دعدم تشدد په لاره ازاد کړل دباچاخان حوصله لکه دغر محکمه وه جيلونو زندانونواو صعوبتونو دهغه اراده کمزورې نه کړی شوه داولس دپاره ئې هره سخت وزغمله نوپه تحريک کښې ئې دهرمکتب فکر خلق شامل شول دې خدائى خدمتګار تحريک دپښتو په ادب هم ژور اثرات مرتب کړل ظاهره ده چې دعدم تشدد دفلسفې اثرپه ادب کښې هم ځائې وکړوځکه نو ددغه دور په ادب کښې دازادۍ دحصول سره سره دامن ، سولې ورورولۍ فکر هم جوت ښکارى خدائى خدمتګار تحريک که هرڅو دازادۍ تحريک ؤ خوپښتانۀ ئې دامن اومساواتو اودقامونو دانسانانوپه احترام هم اماده کړل ځکه نوداتحريک دپښتون دتاريخ يو ځلندباب دی . دغه ورځې دګريټ ګيم ورځې وې دالويه لوبه جارى وه اوددې لوئې لوبې دپاره ميدان دپښتونخوا زمکه وه اودازمکه دګريټ ګيم نه پس دجنګ عظيم اوورپسې بيادسوړ جنګ اودسوړ جنګ نه زر پس دروسى يلغار له وجې دډير تودجنګ په زدکښې راغله.دصديو صديو دجنګونو له کبله به دپښتنو په نفسياتو د څه قسمه اثرکيدو دا اندازه په دې حواله ګرانه نۀ ده چې پښتنو ته يوجګړه مار اوجنګيالی قام ووئيلی شى که هرڅو پښتانۀ جنګ يوازې په ننګ کوى خوچاهم دپښتنو دننګ په قدرد پوهيدلو کوشش ونۀ کړو ګنې په پښتنو کښې دامن سره دمينې ديوزبردست رجحان اندازه به په اسانه شوی وی دنياروسى يلغار ته بد ووې خو دپښتنوداذيت نه خبر نه شول روسى يلغار په دې زمکه يوه داسې ناقلارى پيداکړه چې هرپرامن پښتون ئې په وسله راخستو مجبورکړو نتيجه ئې دروس د disintegrationپه رنګ راووته دمغرب په اشاره اوحوصله افزائى جهادى قوتونو War Lordsپيداکړل چې منفى اثرات ئې تر ننه پورې څرګنديږى اوبيا په نزدې ورځوکښې د ٩/ ١١ نه پس د پښتنو په زمکه دامن په نوم يوناتار جوړکړی شو اوشايد چې نن سبا په ټوله دنياکښې ددهشت ګردۍ اومذهبى جنونيت په حواله دپښتون نوم اخستلی کيږى دايقيناً چې يوه بله غلط فهمى ده دپښتون دنفسياتو اوتاريخ نه بې خبره قوتونه داخيال کوى چې ګنې پښتون به دطاقت په استعمال زيرکړی شى دادتاريخ ځنې دزده کړې په خلاف عمل دی . او هغه دچاخبر چې . We learn from history that we don’t learn from history نود پښتون زمکه په زور اخستل به ګرانه نه وى خوپه زور هضمول ئې ډيرګران دى دغه رنګ نورودتاريخى جنګونو پيښو په عالم کښې پښتون يوجنګيالی قام تصور کړی دی حالانکې حقيقت ټول داسې نۀ دی که چرې قديمى تاريخ ته وکتی شى نودپښتنو په زمکه دګندهارا تهذيب ترعروجه رسيدل دپښتون فطرت د امن سره دمينې غمازى کوى اوپه اجتماعى ډول دجرګې د فيصلې په نتيجه کښې داسلام دين قبلول هم ددوى دامن او سلامتۍ سره دمحبت څرګندونه کوى هغه بيله خبره ده چې نن سبااسلام هم دعالمى امن په خلاف يوجنګيالی مذهب ګڼلی کيږى کوم چې بيايو misunderstandingدی البته ترڅه حده د clash of civilizationsخبره درسته ښکارى. دلته بايد ددې خبرې وضاحت وشى چې دبوده ازم، زرتشت او داسلام دتعليماتوله اثراتو ډکه مهذبه پښتونولى ولې په دارنګه وړاندې کولی شى دپښتونولۍ خپل روايتونه څه دى نن سبا چې دنيالګياده دپښتون دپيژندلو کوششونه کوى اودپښتونولۍ په قدرونوځان پوهول غواړى نوهغوى بايد داخبره په نظرکښې وساتى چې په پښتونولۍ کښې دخپلو فطرى خصوصياتو نه سيوا دبودا ازم، زروسټرنزم اوداسلام دامن هغه ټول خصوصيات شته کوم چې دنړيوال امن ضامن کيدی شى په کومه زمکه چې زرتشت په کاميابۍ خپل تعليمات خوروى په کومه زمکه چې د ګندهارا تهذيب دکمال عروج ته رسى اوچرته چې اسلام دحقيقى روح سره موجودپاتې کيدی شى هلته به امن ولې نه يقينى کيږى . لکه څنګه چې وړاندې ذکر شوی دی چې پښتونولى اود هغې کلتور ديو unwrittenائين حيثيت لرى دااکثر په زبانى رواياتو کښې ژوندی دی اوکه مبالغه نه وى نوپه معاشره کښې دامن راوستو دپاره چې څومره دامن اصطلاحات په پښتوژبه کښې موجود دى شايد چې په بله ژبه کښې دومره نۀ وى ،روغه، جوړه، ساز، تيږه، پناه، جرګه، مرکه، برامتا، ميلمستيا وغيره اوس هم ژوندى کلمات دى اوپه روزمره ژوندکښې ئې استعمال شته په فوکلور کښې اوپه اولسى سندروکښې دامن اوسولې دخواهش کوم سبق چې ورکولی کيږى هغه هم يو تاريخى حيثيت پس منظر لرى اوبيا چې دپښتو کلاسيکى ادب ته ګورو نوپکښې دامن په لور يو واضح اوشديد رجحان ښکارى ولې دا امن يوازې ديوکلتورى قدر سره مشروط دی اودغه قدر د پښتون دژوند له ټولو غوره مقصد دی يعنې ننګ ناموس که چرې دپښتون انفراد ى اواجتماع انر په ځائې وى او ددې خيال ساتلی کيږى نوپه دعوې سره وئيلی کيدی شى چې هيڅ يوپښتون به وسله په لاس کښې وانخلى داانر مثبت دی په سوچه پښتونولۍ کښې ددې مثبت تصور دی

جهان شرم نام وننــــګ دی کۀ دانه وى جهان ړنګ دی

(خوشحال)

اوپښتانۀ دمستقل امن دپاره دانراستقلال غواړى په انر هيڅ قسمه مصلحت ته نۀ تياريږى کوراوکلی پريږدى خوانرنه پريږدى . اوشايددغه وجه ده چې پاخه کورونه نه جوړوى کوم چې دانر په معامله کښې ياورانولی کيږى اوياپاتې کيږى .دفطرى جمهورى اندازفکر لرلو په وجه دانر په حواله پښتانۀ ټول يوشان دى دلوئى وړوکى کمزورو اوطاقتور، اودامير اودغريب انراو پښتو يوه ده ځکه نو دهرچا دانرخيال ساتل په هرچالازم دى ددې پحقله په پښتو متلونوکښې ډيرڅه شته .تاريخ ګواه دی چې غيريقينى حالاتو پښتون ته وسله په لاس کښې ورکړې ده اودغه غير يقينى حالات دبل څه فکر نۀ دی د بهرنى مداخلت په سبب دپښتون دانر دمجروح کيدو ويره ده که نن هم دنيااوعالمى قوتونه پښتون ته ددۀ دانر ضمانت ورکړى نو هيڅ پښتون به جنګ خوښ نه کړى دلته ددې خبرې وضاحت هم ضرورى دی چې So called, misnomerانرنۀ دی دپښتون دانر ډيرې بنيادى اوځانګړې معنې دى . دزمانو راسې خارجى قوتونو دهوس ملک ګيرۍ دحرص دلاسه په جنګ مجبور کړی پښتون اوس دجنګ ځينې ستړی دی مال اوملک ئې تباه دی نوپکاردى چې اوس خودنيا دپښتونولۍ سپرټ وپيژنى اوپه ځائې د طاقت داستعمال پښتون سره دهغه دکلتورى روايت په خاصيت خبره وکړی شى دډائيلاګ اهميت شايد چې دپښتون نه زيات څوک نه پيژنى ددوى قومى شاعر خوشحال خان خټک ډير پخوا وئيلى وو چې .

بندوبست دکائنات دی په خبرو يوترسلو صدقه شه سل ترزرو

اوبيادخوشحال خټک په دې شعر کښې دجمهورى روايت څومره شديد اثر اوژورې معنې ښکارى .

نورانى کاهغه ځائې چې سره کښينى ديــــــــــرينه څلورياران په مشورت

نودډائيلاګ تعليم په پښتو کښې دډيرپخوا راسې ورکړی شوی دی اودجمهورى اندازفکر خپلولو دپاره هرمفکر کار کړی دی . په پښتون کلتور باندې بل ژور اثر ددوى دروحانى علمى او ادبى مشرانو دی که دې تاريخ ته وکتی شى نودپيرروښان په تعليماتو اوروښانى ادب کښې دروحانى اقدارو دفروغ اودامن اوسولې خبرې دى اوبيا دتصوف مختلف مسلکونه خودامن اوانسانيت داسې مسلکونه دى چې درحمان بابا په شان عالمګير شاعر انسانيت ئې پيدا کړی دی په پښتنى معاشره کښې درحمان بابا دومره لوئى مقبوليت دپښتون دامن سره د مينې ثبوت دی ځکه چې درحمان بابا ټوله شاعرى دښواخلاقو دتعليم اودامن درس ورکوى که چرې امن دپښتون دمزاج خلاف وی نو درحمان بابا دومره مقبوليت به بياپه څه باندې وی خورښتيا دادى چې په پښتنې اولس کښې درحمان بابا هم هغه کلام عالمګير شهرت موندلی دی په کوم کښې چې ئې دامن درس ورکړی دی لکه .

کـــــــــــردګلوکړه چې سيمه دې ګلزار شى ازغى مۀ کره په پښوکښې به دې خار شى

اودنيکۍ داتعليم چې.

کۀ بل بدکاندى تۀ ښه ورسره وکـــړه هريونخل چې ميوه لرى سنګسارشى

اوبياپه تيره تيره دخاکسارۍ اوانکسارۍ دکمال داشعر چې .

دهقان کر په لوړه زمکه باندې نه کا سرکوزى کوه چې بڼ دې مرغزار شى

په پښتنى معاشره کښې دجامو خړاود grayرنګ مقبوليت د خاکسارۍ ددغه تعليماتو اثرښکارى دسپلمۍ دايرو دdyeرنګ دپښتون خوښ رنګ دی اودعدم تشدد په روايت پورې هم تړلی دی خو دامن اوسلامتۍ غوښتونکی داپښتون دزور اودطاقت غوښتونکی څنګه ولې اودڅه دپاره شو؟ په خړوکورونو دخاورو په ديوالونو کښې دخوشحالۍ دژوند تيروونکی په قلاګانو او برجونوجوړولو چا او څنګه مجبور کړو؟ هغه چې په پګړۍ کښې د ګلونودټومبلو ارمان لرى ټوپک ئې په غاړه ولې شو؟ دايوه لمحه فکريه ده اوس چې ټوله دنيا دګلوبل امن دپاره کارکوى او شايد چې دپښتون پحقله دغلطې پروپيګنډې په وجه پښتون ته دهشت ګرد اودامن دپاره خطره وئيلی شى نودايوه لويه غلط فهمى ده ددې غلط فهمۍ په نتيجه کښې وړاندې هم ددنيا امن ته خطر پيښ شویؤ . اوپه مستقبل کښې ئې هم امکان ښکارى ولې ښه خبره به داوى چې اول پښتون په صحيح توګه دريافت کړی شى اوپيژندلی شى دجرګې په ادره اهميت او تعليماتوځان خبرکړی شى نو داغلط فهمى به ورکه شى که چرې دبون کانفرنس لويه جرګه د افغانستان غوندې د لښکرونو د جنګونو ملک کښې امن اوجمهوريت راوستی شى نوپه عالمى توګه هم پښتون په ګلوبل ياعالمى کلتور کښې دامن دپاره ډير فعال رول اداکولی شى . خوانډر سټينډنګ ډير ضرورى دی يوتر بله دنزدې راتلونه وړاندې بايد ددنياکلتورونه ديوبل سره اشنائى پيداکړى اوددنيا په مخ دامن يقينى کولو دپاره بايد د پښتونولۍ داخلاقى نظام دتعليم بندوبست په عالمى سطح وکړی شى ځکه چې دعلامه اقبال ددې خبرې اوپيشنګويۍ په اهميت خلق پوئى شى او دهغه د دورانديشۍ اعتراف وکړی شى .

اسيايک پيکراب وګــــل است ملت افغان دران پيکردل است ازفســـــــــــــــــاد اوفساداسيا ازکشاد اوکشــــــــــــــــاداسيا

ايشيا دخاورو اواوبو يوپيکردی ،ملت افغان په دغه وجود کښې دزړۀ حيثيت لرى ددې فساد دټولې ايشيا فساد دی او ددې خوشحالى دټولې ايشيا خوشحالى اوفراغت دی . (دامن پحقله په بين القوامى ورکشاپ چې اوس اوس په کراچۍ کښې شویؤ دغه مقاله واورولی شوه). شيرعالم شينواریShiralam Shinwari 27.July 2007 Pakhtoon Kultur kee de Amn Imkan au Tasawar By: Dr. Rajwali Shah Khatak - بېرته شاته