(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قلندر مومند: يوه اداره چې خپل دور به پرې وياړي

د فرورۍ د مياشتې څلورمه نېټه وه ، چې مرګ د پښتو ادب د يؤ ځلاند ستوري، د پښتو په تنقيدي ادب کښې د نويو لارو پرانيستونکي اؤ د پښتو اؤ پښتون د نظريې يؤ ياد شخصيت قلندر مومند دا غږ واورېد چې د قلندر د ارماني ژوندون علاجه مرګه هغه خو اوس د نۀ راتلو شوه تۀ به کله راځې قلندر مومند يؤ داسې هر اړخيز شخصيت ؤ چې د ادب، سياست اؤ صحافت په حواله ئې هر کار کړی دی نو تش د هر فن مولا جوړېدو لپاره ئې ندی کړی بلکې خپل کمال ئې پکښې ښودلی دی اؤ دا ئې ثابته کړې ده چې کوم کار هغۀ کړی دی نو نۀ ئې پکښې کوم ډول کمی پريښی دی اؤ نۀ ئې د کوم خنډ خيال ساتلی دی. د خپل جدوجهد او مبارزې په دوران کښې هغۀ خپل کار ته د زړۀ وينې ورکړې دي اؤ خپله دا نعره ئې رښتيا ثابته کړې ده چې: ګلستان کۀ مې په وينو تازه کېږي هر ازغی دې هم زما په زړۀ کښې مات شي د دې سره ئې په خپله مبارزه کښې هيڅ ډول خنډ هم نۀ دی منلی اؤ خپل دا شعر ئې د عمل مېدان ګرځولی دی چې: قلم قلم به قلندر شي منم شي دې چې دا ئې د قلم خوښه ده کۀ د سياست مېدان دی نو قلندر مومند هلته د يؤ پوخ نظرياتي سياست پوه په توګه خپل رول لوبولی دی اؤ په خپله نظريه هيڅ ډول کمپرومایزته نۀ دی اماده شوی. خو چونکې د قلندر مومند د کار اؤ زيار اصلي مېدان ادب اؤ صحافت ؤ نو هغۀ د خپل ژوند زيات سپرلي د ادب اؤ صحافت په مېدان کښې تېر کړي دي اؤ پښتو ادب اؤ صحافت ته ئې د يوې سترې ادارې هومره کار کړی دی. د "ادارې هومره د کار" دا خبره هسې تش خبره نده بلکې دا يؤ حقيقت دی چې څو ورځې د مخه ورته د کاکاجي صنوبر حسين مومند د ياد په يوه دستوره کښې محترم اجمل خټک هم اشاره وکړه اؤ وې ويل: "کاکاجي صنوبر حسين مومند د اولسي ادبي جرګې په جوړولو کښې بنيادي کردار ادا کړی ؤ اؤ اولسي ادبي جرګې افراد يا شخصيتونه نۀ دي پيدا کړي بلکې ادارې ئې پيدا کړې دي". يقيناً دغو ادارو چې اولسي ادبي جرګې پيدا کړې وې د پښتو ادب لپاره دومره کار وکړو چې پښتو ژبه ئې له نوي سره ژوندۍ اؤ فعاله کړه. په دغو ادارو کښې د قلندر مومند کار اؤ زيار د پښتو ژبې لپاره يؤ څۀ ځانګړی حيثيت هم لري ځکه چې کۀ هغۀ شعر ليکلی دی نو د اوچت معيار، کۀ افسانه ئې ليکلې ده نو د پښتو افسانه ئې عروج ته رسولې ده، کۀ تنقيد ئې کړی دی نو په پښتو ادب کښې د ډېر وخت تنقيدي جمود ئې دړې وړې کړی دی (خصوصاً د مجلسي تنقيد په حواله د اولسي ادبي جرګې په غونډو کښې د قلندر مومند بحثونه اؤ د ساهو ليکونکيو مرکه وجود د پښتو ادب د مئينانو لپاره د لارښود کار کوي)، کۀ تحقيق ئې کړی دی نو په ځانګړي سائينسي انداز ئې کړی دی، کۀ په لسانياتو ئې کار کړی دی نو هلته ئې خپل ځانګړی انداز برقرار ساتلی دی، کۀ طنز و مزاح کښې ئې څۀ ليکلي دي نو ځان ئې د يؤ مسلکي مزاح ليکونکي په توګه ښودلی دی اؤ کۀ په صحافت کښې ئې قلم ته لاس کړي دي نو د صحافت اؤ د قلم د تقدس پوره خيال ئې ساتلی دی. همدا راز قلندر مومند په پښتو، اردو اؤ انګلش کښې په يؤ شان مهارت اؤ خپل ځانګړي اسلوب کښې ليکل کړي دي اؤ دلته ئې هم خپل لوي فکر اؤ د هغې د اظهار ځانګړی انداز برقرار ساتلی دی چې دغه کمال د قدرت لخوا ډېرو کمو خلقو ته په نصيب شوی دی. دغه قلندر مومند چې ټول عمر ئې د پښتو اؤ پښتون لپاره کار وکړ، په اخري عمر کښې هم په دې خفه ؤ چې هر څو کۀ هغۀ د پښتنو ګلستان ته د زړۀ وينې ورکړې خو دا ګلستان تازه نۀ شو. د پښتنو ګلستان ولې تازه نۀ شو؟ وجه ئې تر اوسه پورې هماغه ده چې خوشحال خان خټک ترېنه سر ټکولی ؤ. قلندر مومند ئې اظهار داسې وکړو: نمر خُولې شو، ستورو خپلې وينې توئي کړې خـــــــو په مونږ شب خون وهــــــليو سبا نه شي قـــلــنــدره دا ارمــــــان به ګور تــــــــه پــټ وړم اتـــــفـاق پــــــــه پـښـتـانـه کـښې پـيـدا نه شي نن کۀ قلندر مومند په جسماني لحاظ په مونږ کښې موجود نۀ دی خو د پښتو اؤ پښتنو لپاره د هغۀ فکر، سوچ، کار و زيار اؤ مبارزه شته. دغه فکر، سوچ، کار و زيار اؤ مبارزه هغه مرګ ته نۀ پرېږدي. د هر کال په تېرېدو د هغۀ د فکر، سوچ، کار و زيار اؤ مبارزې رڼا نوره هم خورېږي، پراخوالی کوي اؤ خلقو ته د کاميابۍ نوې لارې پرانيزي. نو ځکه دا خبره بېخي سمه ده چې قلندر مومند يؤ فرد نۀ دی، يؤ شخصيت نۀ دی، بلکې يوه داسې اداره ده چې خپل دور به ورباندې وياړ کوي اؤ د تاريخ په هر دور کښې به ئې ياد ساتي. ۲۰۰۶ ع کال د فروذرئ میاشت - بېرته شاته