(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دافغانستان دپاره د سرطان میکروب ربانی د خبرو ځواب

داچه یوڅوورځی مخکی می د برهان الدین ربانی یوه متعصبه او دروغجنه لیکنه د پښتنواوډاکټراشرف غنی احمدزی په باره کی ولوستله داسی یوځه یی لیکلی وه چه هرځه یی سرچپه(برعکس)وه یعنی دغه ځه چه یی ویلی وه دغه ټول پخپله د همده پیشه اوکاروه یا خو یی عصبی سیستم د لاسه ورکړی اویا خودایران،تاجکستان،اوشوروی نه ورته فرمان راغلی چی یوځل بیا د‌‎ی دغه دروغجنه،متعصبه،فا شیسته،ګوډاګﺉ څیره افغا نانوته ښکاره کړه او دا یی په ډاګه کړه چه دا یو افغان نه بلکی یو ایرانی څارګی(جاسوس)اوګوډاګی دی دا چه په یو داسی دروغجنی او ګوډاګﺉ څیری باندی بحث کول هسی د وخت ضایع ده خوبیا هم زه غواړم چه دده د خبروځواب ورکړم لومړی خبره یی دا کړی وه چه ډاکټزاشرف غنی احمدزی دافغانستان د پاره د بیلتون یوه کرښه ده . ځواب:دا ځکه وایی چه ښا غلی ډاکټراشرف غنی احمدزی یو افغان(پښتون)دی او هرافغان(پښتون)د ربانی په توره وینه پروت دی دوهمه خبره یی دا کړی وه چه اشرف غنی احمدزی صیب ولی د ملګروملیتونود سرمنشی دندی ته وګمارل شو.ځواب:دا نو ښکاره خبره ده چه ډا کټراشرف غنی احمدزی یو پوهان په کار پوه او د وړتیا پخاطر دغه دندی ته وګمارل شو.په تاسو کی خود الله تعالی په فضل ډاکټر او ما سټر لا څه چه لیسانسه هم نشته څوک درپکی د دویم ټولګی نه فارغ شوی او څوک د شپږم خو په دروغو او جعل کارۍ کی په نړیواله سویه مهارت لرﺉ د سپې نه قهرمان او د خر نه پوهان جوړوﺉ دریمه خبره یی دا کړی وه چه کله ډاکټراشرف غنی احمدزی د کابل پوهنتون ریس شو نو د دانشګاه لوحه یی لری کړه.ځواب:دا نو هسی دروغ دی د دانشګاه لوحه نه د کابل په پوهنتون کی زړیدلی او نه به وزړیږی ددې خوبونو تعبیر دې په ایران کی کاوه.دا د دانشګاه کلیمه نه مونږ پیژنو او نه زمونږ د ملی ټرمینالوژﺉ نه ده .او ددې د ثبوت دپاره ربانی صیب ته خپله تذ کیره وګوره که ستا تذ کیره د افغانستان نه وی او د افغانستان تبع یی نو بیا دې دا بحث بی فایدی او عبث دی ځکه په افعانستان کی به لوحه په افغانی ژبه(پښتو)وي او که سته تذ کیره د ایران نه وي نوبیا صحیح ده په ایران کی زیاتی دانشګاوی شته دی بیا لاړه شه ایران ته او د دانشګاه لوحی دې په ایران کی چپاوه او زړه پری ښه کاوه.څلورمه خبره یی دا کړی وه چه افغانستان او ایران یو ژبی هیوادونه دي.ځواب: د صیب ددې خبری نه دا معلومیږی چه یا ډیر بی خوبه دی او یا یی عصبی سیستم مکمل ګډوډ شوی دی ځکه چه افغانستان او ایران هیڅکله یو ژبی هیوادونه نه دی ګران افغانستان یو خپلواک افغانی ژبی(پښتوژبی)هیواد دی او ایران یو فارسی ژبی هیواد دی او د دواړو ترمنځ فرق ځمکه او اسمان دی مونږ پنځه زره کلن تاریخ لرو خپل افغانی دود او کلچر لروخپله ملی افغانی ژبه (پښتو)لروزمونږ تذکیری او د هویت پیژندنی کارتونه په ملی افغانی ژبه(پښتو)دی زمونږملی سرود ،پا سپورتونه زمونږ نظامی او فوځی نومونه او رتبی په افغانی(پښتو)ژبه دی پنځمه خبره یی دا کړی وه چه د کابل پوهنتون ته کتابونه باید په ایران کی ولیکل شی .ځواب:مونږ الحمدالله په خپل هیواد کی ډیر علمی کدرونه استعدادونه او پوه پوه وستادان لرود ایران کتابونوته زمونږ هیڅ ضرورت نشته او نه مونږه دومره کمزوری یو چه د افغانی کتانونو پرځای ایرانی کتابونه ووایومونږ دهر څه په برخه کی علمی څیری پوهاندان،ډاکټران،انجینران،ساینس پوهان ،کمپیوټرپوهان او داسی نور لرو.لکه د بیلګی په توکه: د روغتیا او طب په برخه کی د ډاکټرهمایون (همت) لیکلی کتابونه ،د سیکا لوژی (روحیاتو) او ژبپوهنی په برخه کی د خدای بښلی ډاکټر کبیر ستوری بابا قیمتی اثار او کتابونه. د ژبو اوادبیاتو په برخه کی د پوهاند معصوم هوتک ،پوهاند ضیاراحمد مجاور،پوهاند رسول امین،پوهاند عبدالباری جهانی،وستاد سعدالدین شپون همدارنګه وستاد حبیب الله رفیع،پوهندوی اسماعیل یون کنابونه.د سیاسی علوموپه برخه کی د دکتور روستا ترکی،ډاکټرفاروق اعظم . د نظامی اکاډمی پوه ډاکټر عرپ شاه چمتو . همدارنګه د ساینس او فزیک په برخه کی د زدران سلطان زوی اثار. د کمپیوټراو اینټرنیټ په برخه کی ډاکټر ثواب الدین مخکښ،انجنیر ریاض احمد عابد،انجنیر تیمورشاه یوسفزی،انجنیر بهیر وردګ او داسی نور...شپږمه خبره یی دا کړی وه چه افغانانو(پښتنو)پخپله دغه (۲۵۰)کلنه دوره کی بغیر د فساد نه بل څه افغانستان ته نه دی راوړی.ځواب:ددې په ځواب کی زه باید ووایم چه افغانان (پښتا نه)د افغانستان اصلی بچیان دی او افغانستان ددوﺉکوردی او هیڅکله څوک خپل کور او ټا ټوبی ته شر او فساد نه راوړی بلکی د شر او فساد نه یی بچ کوی خوکه کوم شراو فساد افغانستان ته راغلی اویا راځی نو د هغی اصلی منشا ستا سی غوندی د متعصبه او ګوډاګیو میلمنو کار دی .الحمدالله مونږ دافغانستان ملی اتلان او ملی ویاړونه لرو چه هغوﺉ هر یو دوخت جابراو زبرځواک ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی چه مونږ ټول افغانان په دغو ملی اتلانوویاړو. راشه د سترخپلواک او ټولواک احمد شاه باباه کارنامی او تاریخ وګوره ، د میرویس خان نیکه کارنامی وګوره ،د لوی افغان خوشحال خان خټک ، د فریدالدین(شیرشاه سوری)،د خان غفارخان(باچا خان)،د زمری وزیر محمداکبرخان،ایوب خان،د میوند د جنګ اتله پیغله ملاله ، زرغونه انا ،نازو انا، او د ازادﺉ اتل غازی امان الله خان کارنامی او تاریخ وګوره. ربانی صیب همدی افغانانو(پښتنو) ته دوعا کاوه چه نن ژوندی په افغانستان کی شپی او ورځی تیروی . د سکندر مقدونی نه واخله او تر سرو روسانو پوری دوﺉ ته همدی افغانانو(پښتنو)ماتی ورکړیده.همدی افغانانو (پښتنو)شهیدان ورکړی دی روسان تاسو راوسته او همدی افغانانو ما ت کړل انګریزان تاسو را ولي‌ء او همدا د وطن اصلی بچیان به یی ماتوی . خلاصه دا چه تا سی د افغانستان دپاره د سرطان مرض میکروبونه یوﺉ.افغانستان ستاسی د لاسه ګډوډ دی تاسی یی نه پریږدﺉ چه جوړ شی ځکه په وران افغانستان کی ستاسی ډیری ګټی دی رنګ کړی ګیدړان یوﺉ کله د شورای نظار په نوم او کله د جمعیت په نوم او اوس خو د فاسدی متحدی جبهی په نوم راڅرګند شوی یوﺉ. چه دا ناولی دا د ملی جنایت کارانو نه جوړه جبهه مستقیما د ایران ،شوروی ،او تاجکستان نه کنټرولیږی. نو رابانی صیب اوس دی په ګریوان کی سر ښکته کړه او خپل جنایتونه او جرمونه دی حساب کړه . او که ته پدی تمه یی چه زه یا زما همفکره به د افغانستان دواک ګدۍ ته ورسیږی .نو دا ترنګ دې د غوږ نه وباسه پدی ارمان دې سقاو ګور ته لاړ او دغه بل ددروغو قهرمان او لوی جنایت کار مسعود دې هم ګور ته لاړ او ته به هم پدی ارمان ګور(قبر)ته لاړ شی.شپږمه خبره یی دا کړی وه چه پښتنو ډیر کوششونه وکړل چه فارسی ژبه د منځه یوسی خودا د اکثریت ژبه وه دوﺉ ونه شو کړای چه د منځه یی یوسی . ځواب: ددی په ځواب کی زه باید دا ووایم چه فارسی افغانانو(پښتنو)ختموله نه بلکی راټینګه کړی وه تر اوسه پوری خو فارسی ژبه درته همدی افغانانو (پښتنو)ژوندﺉ ساتلی ده ته ورشه کوم ښه کتاب چه د فارسی وینی هغه به پښتون لیکلی وی افغانانو خو دومره خدمت خپلی ملی افغانی ژیی (پښتو) ته نه دی کړی لکه څومره چه یی ستاسی د میلمنوژبی (فارسی) ته کړی دی تاسو ته خو شرم پکار دی چه تر اوسه خپل یو لیکلی کتاب نه لرﺉ د ایران نه یی راغواړﺉ. بله دا چه همدا افغانان(پښتانه) په افغانستان کی واکمن دی که چیرته دوﺉ غوښتلی وی نو نن به په افغانستان کی د فارسی ژبی نوم هم نه وی خو رښتیا هم دا د ځینی پښتنو ډیره غټه خطا وه چه د پردیو ژبه یی راټینګوله که نه نو اوس به ولی ربانی دا خبری کولی . بل پوهان صیب په دی غټه ګیره وایی چه فارسی د اکثریت خلکو ژبه ده نو پوهان صیب داسی دروغ خو ووایه چه یو څه اندازه عقل خو یی ومنی .نو زه به درته اکثریت وښایم په افغانستان کی (۷۵٪) سلنه پښتانه ، (۱۱٪) تاجک او پاتی یی نور لږه کۍ لکه هزاره ، ازبک ، ترکمن،پشه یی او نور. اومه خبره یی دا کړی وه چه کله ډاکټراشرف غنی اخمدزی د کا بل پوهنتون ریس شونو هغه د پوهنتون دپاره په انګلسی ژبه د تدریس غوښتنه وکړه او بیا ددی په باره کی وایی چه کله یو محصل د اول نه تر دولسم ټولګی پوری پخپله مورنۍ ژبه کی درس ووایی او بیا لوړی زده کړی په پردۍ یعنی په بله ژبه وایی دا یو حماقت دی . ځواب: ښه ربانی صیب اول خو ستا فکر دومره نه رسیږی چه انګریزی یو بین المللی ژبه ده خلکو ورته خدمت کړی ډیر ساینسی او ټکنالوژی کتابونه په انګریزی ژبه دی کمپیو ټر په انګریزی ژبه دی نو کله چه یو زده کړیال په انګریزی ژبه پوه شی نو کولی شی چه ډیر ساینسی کتا بونه خپلی ژبی ته راوژباړی او ټکنالوژی حاصله کړی. خو په هر حال صحیح ده دا به هم مونږه درسره ومنو چه یو زده کړیال د دولسم ټولګی پوری پخپله مورنۍ ژبه درس ووایی نو لوړی زده کړی دې هم پخپله مورنی ژبه کی وکړی . ښه نو پوهان صیب ربانی دغه اکثریت پښتانه زده کړیالان چه د اول نه تر دولسمه پوری پخپله مورنۍ ژبه پښتو کی درس وایی خو کله چه د کانکور ازموینه ورکړی او د کابل پوهنتون ته کامیاب شی نو بیا د کابل پوهنتون کی درس په فارسی ژبه دی دغه فارسی ژبه ددې پښتنو زده کړیالانو مورنۍ ژبه نه ده او نه پری پوهیږی ښه تا خو یوه ورځ هم دا ونه ویل چه دغه پښتانه زده کړیالانو ته دی پخپله مورنۍ ژبه یعنی پښتو درس تدریس کړی شی . ښه پوهان صیب اوس دې د ځان سره قضاوت وکړه چه متعصبه ، فا شیست او د بیلتون کرښه ته یی او که ډاکټر اشرف غنی احمدزی . نو پوهان صیب ته ځان ته پوهان او مسلمان وی ته راشه اوګوره نن په افغانانو (پښتنو)کوم ناورین او اور بل دی د امریکا یانو په وحشیانه بمبارﺉ کی هره ورځ هر یو کور نه جوړی جوړی جنازی پورته کیږی ماتم دی وویلا ده تا یوه ورځ هم ددوﺉ په باره کی لیکنه ونکړه چه دا ظلم دی زیاتی دی خو برعکس امریکایانو ته لمسه کوی چه هله دوﺉ بمباری کړه دا ستا اسلام دی ، دا ستا وجدان دی دا ستا انصاف دی دا خو د الله تعالی رحم دی چه تا سره واک او قدرت نه شته که ته زمونږه د پښتنو پشان په اکثریت کی وی تا سو خو به یو پښتون هم نه وی پریښی دا خو مونږه یو چه پر چه ظلم نه کاوه د میلمنو قدر او عزت کاوه د خپل وطن نه یی نه شړو . او هر څوک چه وغواړی چه د افغانستان د نوم لاندی ځان افغان وګڼی اګر که انګریز وی او که فارسیوان مونږ ورته ښه راغلاست وایو.په اخره کی د ټولوپښتنو ورونو د توجو وړ:ای با عزته،ویاړمنو،میړنو پښتنو بابا ګانو ،ځوانانو او کمکیانو رابیدارشۍ نورد غفلت خونونه پریږدۍ نن په مونږماتم دی هغه که لریو اوکه بریودښمنان موپه قلاره نه پریږدی چه دنوروانسانانوغوندی قلاره او ارامه ژوند وکړواو نه مو ځوک زړه سواندی شته پخپله یو بل ته د کومک لاسونه ورکړۍاودا راوانه د ناورین جاله پخپله د اوبو نه وباسۍ. د ټولو پښتنود یوالی او سوکالۍ په هیله . لیکوونکی هاند رفیق الله بریالی د بنګله دیش نه E-mail: [email protected] E-mail: [email protected] - بېرته شاته