(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښاغلي عبدالوهاب څاروان د شعري ټولگې مخکتنه وشوه .

پېښور : د افغان ادبي ټولنې او نوى کابل کتاب خپرونديه ټولنې له خوا په گډه د ځوان تاند ، غزل بول شاعر ښاغلي عبدالوهاب څاروان د شعري ټولگې ((زما د ژوند خواږه له تاسره دي)) د مخکتنې غونډه په پېښور وشوه د غونډې صدارت د پښتونخوا نامتو ليکوال سعد الله جان برق وکړ او د مشرانو ميلمنو په توگه ورسره پر سټيج د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز مشر کتونکى ښاغلى عبدالروف قتيل خوږياڼى، جنرال عبدالصمد مومند، پروفيسور اسلم تاثير او صابر شا صابر ناست ول . غونډې ته د نوموړو ليکوالو په گډون لايق زاده لايق ، بصیر بیدار،محمد عارف همدرد ، اسلام گل شيرزاد، ډاکټر انور ظفري او نورو خبري وکړې او شعري ټولگه يې ښه وارزوله . د غونډې په ترڅ کې د نوى کابل خپرندويه ټولنې مشر زيور هېواد مل ته د پښتنو پټکى په سر کړاى شو او په پاى کې يو شمېر ليکوالو او ژورناليستانو ته د پښتو ادب په خدمت ستاينليکونه ورکړل شول . لکه: استاذ عبدالروف قتيل خوږياڼى ، محمد عارف همدرد، فضل قادر انډيوال ، نجيب الله اکرامي ، اسلام گل شيرزاد ، ننگ ننگيالى ، عبدالوهاب څاروان او نورو ليکوالو ته ورکړل شول . غونډه د زاهدي احمدزي له خوا په دعايه پاى ته ورسيده .
- بېرته شاته