(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د تضاداتو مجموعه

بحث دا نۀ دى چې د تير کال نومبر مياشت کې د هند ممبۍ ښار کې ترهګره پيښو کې ککړ کسان د پاکستان دولت سره تړاو لري او کۀ د جمهوررئيس زرداري پۀ وينا غير دولتي لوبغاړي دي. دا ذکر به هم نۀ کوو چې د پيښو نه راپۀ دې خوا هند پۀ پاکستان کوم تورونه لګوي هغې کې تر کومه حده حقيقت دى. البته دې پلو ته ضرور پام راګرځو چې د شپږويشتم نومبر د واقعاتو نه پس د پاکستان دولت او لوړرتبه چارواکيو پۀ کومه طريقه بازيګرې واړولې، نۀ يوازې هند کې بلکې ټوله نړۍ کې ئې خپل هيواد د سپکاوي سره مخ کړو. کله چې ممبۍ کې ترهګرو خپل عمليات پيل کړل نو هندي حکومت لا پۀ ټولو ترهګرو قابو نۀ وو موندلى چې د پاکستان نه ئې د ائي ايس ائي مشر وغوښتو چې هغه دي هند ته راشي چې ورته پيښو کې د ککړوکسانو پحقله معلومات ورکړل شي. مطبوعاتي راپورونه وائي چې دغه غوښتنه د هند خارجه وزارت د ټيليفون پۀ ذريعه صدراعظم يوسف رضا ګيلاني نه وکړه. ګيلاني پۀ سمدستي توګه د هند دغه غوښتنه وومنله او پۀ سرکاري کچ ئې اعلان ووکړو چې سبا به د ائي ايس ائي ډائريکټر جنرل احمد شجاع پاشا هند ته سفر کوي. پۀ سرکاري ټي وي ددې اعلان لا درې ساعته نۀ وو پوره شوي چې د فوځي مشرانو له خوا د ائي ايس پي ار پۀ ذريعه هم پۀ دغه ټي وي خبر خپور کړى شو چې د ائي ايس ائي مشر به هند ته نۀ ځي. د دواړو متضادو بيانونو نه څرګنده شوه چې ١ . صدراعظم دغه پريکړه پرته د چا د مشورې نه کړې وه ٢. د ملکې او فوځي واکدارانو تر مينځه اوږدې فاصلې دي ٣. پۀ نړيوال کچ د بدنامۍ باعث شو لږې ورځې پس داسې خبرونه راغلل چې د هند د خارجه وزارت نه جمهور رئيس اصف علي زرداري ته يو ټيليفون شوى دى چې پۀ کې ئي جمهور رئيس ته دړکې ورکړې دي خو هند دغه ټيليفوني رابطې څخه بيخي انکاري شو او وي وئيل چې زمونږ د خارجه وزارت څخه هيڅ داسې فون نۀ دى شوى. دغه ورځو کې د اطلاعاتو وزيرې شيري رحمان هر څۀ پريښودل او هر ځائې به ئې ددغه ټيليفون ذکر کولو. چې هيڅ مقصد ئې نۀ وو. ورستو چې هندي حکومت د لسو يا دولسو ترهګرو د جملې څخه يو ژوندى وونيولو نو تور ئې ولګولو چې ددۀ نوم اجمل قصاب او د پنجاب صوبې د فريدکوټ نومې کلي اوسيدونکى دى. د پاکستان يو شخصي ټي وي چينل چې کله د اجمل قصاب پۀ حقله راپور خپور کړو نو حکومتي اهلکارو دغه کار د هيواد د ګټو پر ضد وبللو او وئيل به ئې چې اجمل قصاب د پاکستان اوسيدونکى نۀ دى. خو کله چې هند ډيلي کې د پاکستان عالي کميسون او نورو غربي هيوادونو ته ثبوت ورکړو چې اجمل قصاب د پاکستان اوسيدونکى دى، نو پاکستان مجبوره شو چې اجمل قصاب خپل اوسيدونکى وومني. خو د بده مرغه دغه منل هم پۀ ځائې ددې چې د اعلى ظرفۍ نمونه ګرځيدلې وه اپوټه د نور سپکاوي سوب شوه. هغه داسې چې د قامي سلامتۍ مشير محمود علي دراني يو هندي ټي وي چينل سره د خبرو پر مهال اعتراف وکړو چې اجمل قصاب پاکستانى دى. د ښاغلي دراني دا خبره پۀ صدراعظم بده ولږيده او دى ئې د خپلې څوکۍ څخه ګوښه کړو. خپلې بيانيې کې ګيلاني ووئيل چې محمود علي دراني زۀ اعتماد کې نۀ ووم اخستى او دومره مهم اعلان ئې وکړو.عجيبه خبره داده چې د دراني د اعلان نه څو ساعته پس نۀ يوازې د خارجه وزارت يو وياند تصديق وکړو چې اجمل قصاب پاکستانى دى بلکې د اطلاعاتو وزيرې هم دغه خبره تائيد کړه. د دراني پر ضد د صدر اعظم دغه کاروائي يو ځل بيا ښائي چې د واکدارانو تر مينځه سخت اختلافات او تضادات دي. وئيل کيږي چې د قامي سلامتۍ مشير محمود علي دراني به خپل راپور جمهور رئيس زرداري ته وړاندې کولواو دغه خبره پۀ ګيلاني ښه نۀ لږيده. ځکه چې ګيلانې فکر کوي چې ګني دى د هيواد منتظم اعلي (چيف ايګزيکټيو) دى. خو اصل کې دغه اختيارات تر دې دمه جمهور رئيس سره دي ځکه چې پارليمان لا تر دې وخته قانون اساسي کې هاغه مادې لغوه نۀ دي ګرځولي چې د دکتاتور فوځي جنرال مشرف پۀ وختو کې د ايم ايم اى پۀ برکت د قانون برخه ګرځيدلې دي. دغه واقعات داسې وخت کې تر سره شول چې صدر زرداري او خارجه وزير شاه محمود قريشي کابل کې وو. ښکاري داسې چې واکدارانو ته د مخکې نه معلومه وه چې اجمل قصاب پاکستان سره تړاو لري خو بې ځايه ئې پۀ دې خبره پړده اچوله. حالانکې کۀ د وخت د سره ئې وئيلي وو چې اجمل قصاب پاکستانى دى او دلته يو شمير نور هم داسې کسان شته چې نۀ يوازې د نړۍ لپاره ستر ګواښ دي بلکې خپل هيواد کې ئې هم د امنيت ستونزه پيدا کړې ده. نو دا به يوه ښه ليار وه. خو د بې ځايه او غير ضروري بيانونو له امله پاکستاني واکدارانودغه معامله دومره اوپيچله چې يو طرفته اولس اوس يقين کوي چې د بيلا بيلو وزيرانو تر مينځه رابطې نشته او دوي د هيواد د سباون پۀ ځائې خپلو کې لاس او ګريوان دي نو بل طرفته نړيوال فکر کوي چې پاکستان د تضاداتو مجموعه جوړه شوې ده او ددغه هيواد پۀ هيڅ خبره يقين نۀ شي کيدى. چې پايلې به ئې د پاکستان لپاره خطرناکې ثابته شي او د نړيوال فشار د نور سيوا کيدو احتمال دى. de Tazadoono Majmoa By: Sayed Mudassir Shah, an excellent reporter, writer and Journalist Pashtoonkhwa, Peshawar - بېرته شاته