(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په افغانستان کې څوک د ولسمشرۍ وړتيا لري ؟

تاند : ( د هلمندوال تحليل ) که څه هم امنيت او ځينې نور دلايل لا هم شايد خنډ او ځنډ پېښ کړي خو که چيرې ټاکنو ته لار پرانيستل شي مهمه پوښتنه به همدا وي چې څوک د دغه هيواد د ولسمشرۍ وړتيا لري . مهم کانديدان ولسمشر حامد کرزي دوه کاله وړاندې له سي اين اين او د بي بي سي په دوو جلا مرکو کې ويلي و چې شايد دويم ځل کانديد نه وي . دغه دريځ ښاغلي کرزي وروسته ظاهرآ بدل کړى او داسې ښکاري چې په مخکښو کانديدانو کې به يې نوم ووينو . د ماليې له پخواني وزير ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه گڼ شمير مدني ټولنو او نويو جوړ شويو سياسي ډلو په کابل کې تيره مياشت وغوښتل چې کانديد شي . خپله ښاغلي احمدزي په دې وروستيو کې ويلي چې که د ټاکنو مهال ويش اعلان شي نو هغه وخت به پريکړه کوي چې کانديد دى که نه . د کورنيو چارو مخکيني وزير او د امريکا د يوۀ پوهنتون استاد علي احمد جلالي بيا څو ځلي دا خبره کړې چې د کانديديدو حق يې پر ځاى دى . په بله وينا دوى دا خبره نه ردوي چې د ولسمشرۍ لپاره به کانديد وي . د بهرنيو چارو د مخکيني وزير ډاکټر عبدالله ، د ماليې د پخواني وزير ډاکټر انوارالحق احدي ، د ولسي جرگې د اوسني ريس يونس قانوني ، په ملگرو ملتونو کې د امريکا د پخواني دايمي سفير ډاکټر زلمي خليلزاد او د مصطفى ظاهر نومونه هم په هغو کسانو کې ياديږي چې شايد د ٢� � ٩ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې خپل بخت وازمويي . څوک محبوبيت لري په ياد شويو نومونو کې بې له شکه چې ولسمشر کرزى ، ډاکټر اشرف غني احمدزى ، علي احمد جلالي او زلمى خليلزاد د ډيرو په گومان دا وړتيا لري چې پر دغې مهمې څوکۍ کښيني . ولسمشر کرزي په خپله اووه کلنه واکمنۍ کې نه يوازې نړيوال شهرت موندلى بلکې په کور دننه هم د ملي شخصيت په توگه تر ډيره منل شوى دى . ډاکټر اشرف غني احمدزى هم له نړيوال او کورني شهرته برخمن دى . دي يو له هغو کسانو و چې د ملگرو ملتونو د سرمنشي لپاره په جدي کانديدانو کې ياديدۀ او په کور دننه د ماليې وزارت په سمبالولو کې د دوى رول ان هغه ستايي چې ورسره تربگني پالي . علي احمد جلالي د کورنيو چارو د يوۀ جدي وزير په توگه شهرت وموند . ډاکټر زلمى خليلزاد بيا د يوۀ جدي سياستوال او له لويديځو هيوادونو سره د نژدې اړيکو له امله د ځينو په گومان پياوړى کس دى . ډاکټر عبدالله که څه هم د بهرنيو چارو د وزير په توگه لږ تر لږه په ښه ديپلوماتيکه ژبه وستايل شو خو په کور دننه له يوې ځانگړې کړۍ ور هاخوا ملاتړ نه ويني . ښاغلى يونس قانوني بيا له انگريزي ژبې سره په نابلدۍ برسيره تر ډيره ځايه ځان د پخوانۍ شمالي ټلوالې له کړۍ ونه ايستلاى شواى . او ډاکټر انوارالحق احدي که څه هم په نړيوال ډگر کې اوس ياد شوى خو د ډيرو په گومان په کور دننه د ملاتړ پخه سټه نه لري . د جدي کانديدانو د قوت او کمزورتيا ټکي حامد کرزى : ولسمشر کرزى دا توان لري چې له بدخشانه تر نيمروزه او له کونړه تر بادغيسه د افغانستان د ولس پام ځانته واړوي . دوى په تيرو اوو کلونو کې د خلکو په زړۀ کې د يوۀ خواخوږي مشر په توگه ځاى موندلى دى خو له خواخوږۍ او ښه سړيتوب سره جوخت يې دا نوم هم ، پر ځاى يا بې ځايه ، گټلى چې جدي يا قاطع نه دى . دا خبره هم عامه شوې چې د ښاغلي کرزي د نن خبره شايد سبا بله وي . بې له شکه چې د تيرو اوو کلونو شرايط ورته سخت و او ډير نور به يې هم همدې دريځ ته راوستي واى خو دا دليل به ډيرو ته قانع کوونکى نه وي . د ملکي وگړو وژنې ، اداري فساد او د قومندان سالارانو چپه او راسته کارونه که کړي نورو وي خو پاى يې پر ولسمشر کرزي تماميږي . ډاکټر اشرف غني احمدزى : د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان د ماليې وزارت د سمولو ، د نويو افغانيو د چاپ او د اسماعيل خان په څير له يوۀ قومندانه د گمرک ترلاسه کولو کريډيت او نوم د ډاکټر احمدزي په برخه شوى دى . د دوى په باب دا خبره مشهوره شوې چې ډير قاطع او ان غصه ناک سړى دى . دا هم ويل کيږي چې جنگسالاران له دوى ښه زړۀ نه لري . په نړيوال ډگر کې هم د ښه شهرت خاوند دى. د مسايلو د حل لپاره دوى عمومآ منطقي او زړۀ مننونکې لارې ښيي . د ښاغلي اشرف غني کمزورى ټکى ښايي د دۀ قهر وي چې ځينې به پرې د احساساتي کس ټاپه لگوي . د دوى په لار کې بله ستوننزه شايد دا وي چې په لوستو کسانو کې ډير ليوال او مينه وال لري خو دا چې نالوستو ته به هم لار وکړي که نه لا څرگنده نه ده . د انتخاباتو لپاره کمپاين او منډې ترړې به د نا امنيو له امله اسانه نه وي او دا موقع به ونه مومي چې له عام ولس سره کښيني او د هغوى په ژبه ورسره وغږيږي . علي احمد جلالي : د کورينو چارو د وزير په توگه ښاغلي جلالي د قاطع او جدي کس نوم وگاټۀ . له کابينې يې د وتلو دليل که څه هم تر پايه روښانه نه شو خو ځينو ته يې دغه گام هم مثبت و چې گواکې اصول يې تر څوکۍ غوره وبلل . تيره مياشت په کابل کې له قومندان هلال سره د دوى اوسيدل او د مارشال فهيم ناسته پاسته د ډيرو په گومان د ښاغلي جلالي گټلي نوم ته تاوان ورساوۀ . ډاکټر زلمى خليلزاد : په کايل او بغداد کې د امريکا د سفير په توگه د دندو له ترسره کولو وروسته په ملگرو ملتونو کې د دغه زبرځواک د دايمي سفير دنده د دې ښکارندويي کوي چې ښاغلي خليلزاد د نړيوال شهرت او پرستيژ خاوند دى . د دۀ قاطعيت او له واشنگټن سره تر نژدې لا ډيرې نژدې اړيکي د ډيرو په گومان د دوى تر ټولو پياوړي نقطې دي . خو د امريکا لپاره په مهمو څوکيو د دۀ دنده د نورو په گومان بيا د ښاغلي خليلزاد تر ټولو کمزورى ټکى هم دى . د افغانستان د ولسمشر په توگه د دۀ ټاکل به د ځينو شننونکو په وينا وسله والو طالبانو او د هغوى ملاتړو ته دا وسله په لاس ورکړي چې گواکې واک په رښتيا له واشنگټن سره دى او ان واکمن لا بهرنى دى . پايله اقتصاد او د حکومتدارۍ څرخ ولسونه څرخوي او دولتونه يې تش واگې په لاس کې لري چې له ټاکلي هدف يا کرښې وانه وړي . ولس په هيله پايي . هر کله چې ولسونه ناهيلي شول څرخ له حرکته لويږي او حکومتونه له په ټپه ولاړ حالت سره مخامخيږي . ولس عمومآ د واکمن په اړه توکلى هيلې ، هيله من ساتي . د وخت په تيريدا چې له واکمن څخه د دوى لرلې هيلې ترسره نه شي نو نه يوازې ورڅخه واټن اخلي بلکې په ولولو څرخوونکى څرخ هم ورو ورو سستوي . په هغو هيوادونو کې چې يو واکمن تر ډيرو د واک په گدۍ ناست وي ولس تر نورو ځايونو ډير ناهيلى وي . دغه ناهيلې يې د وروسته پاتې کيدو دليل هم گڼلى شو . په همدې دليل د واکمن بدليدا ولس ته نوې هيله پوه کوي . که په افغانستان کې هم سياستوال دغه نتيجې ته ورسيږي ولس ته به يې نوى اميد ورکړى وي . که جدي کانديدان قرباني ورکړي او په خپلو کې يوۀ ته غاړه کيږدي بې له شکه چې هغه کس به د دې ولس د ولسمشرۍ وړ سړى وي . - بېرته شاته