(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ليلى دښته (ناول)

د ليلى دښته دوییمه برخه په دغه سړك ودرول. داسې كسان هم پكې وو، چې د مرګ تر سلګۍ رسېدلي و، له چانه وينې روانې وې، چا فريادونه كول. د ټولو رنګونه زېړ زعفران ښكارېدل، وچې شونډې، خيرنې جامې، د هر يوه بدن لكه وچ لرګى داسې شوى و، چې هر څومره كلك زړه واى، د هغو پر دغه حالت اوبه كېده. زموږ د كلي خلك دروازې ته د پېنځو سوو مترو په وړاندې په لويو لويو كوټو كې سره ناست وو. په دغه وخت كې دوه تنه ټوپك والا زموږه د كوټو دروازو كې ودرېدل. ويلې بيرون مه اوځئ اجازت نشته دى. موږ له كړكيو نه د طالبانو كتارونه ليدل، چې د كلا منځ سړك كې يې په كرار سره دروازې خواته روان وو. د عقل نه وتلى كار و، ځكه دومره ډېره يې له كوټو نه رابهر كړل، چې تعداد يې اټكلاً زرګونو تنو ته رسېده. دوه ورځې مخكې يې هم په زرګونو نور له همدې كلا نه وړي وو. زموږ د كلي خلكو چې په كړكيو كې يې ورته كتل، حېران او هك پك پاتې وو. يو بل ته سره ويل: اى دا به چېرته بيايي؟ بل به پسې بل ته ويل: طالبانو هم په كوټو كې ناستو كسانو ته وركتل. دوى پوهېدل، چې موږ هرومرو مرګ يا زندان ته بياي. خو نتيجه هېچا ته نه وه معلومه. ما د كلا لويې دروازې ته دوه سترګې څلور كړې وې، ما وى چې دا دومره مخلوق باندې به اوس څه كوي؟ د كتار سرته څو تنه نور غټان او د ټلوالې مشران راورسېدل. خارجيان هم پكي وو. په دروازه كې ودرېدل، د طالبانو لومړنى سر اّن دروازې ته رسېدلي وو. په دې كې دروازه خلاصه شوه، طالبان يې كانتينر ته ورپورته كول. لومړنى كانتينر چې ډك شو دروازه يې ورپسې شاته بنده كړه، او ښي لور ته يې حركت وكړو، وړاندې ودرېد. ورپسې بل رامخې ته شو، هغه هم د سترګې په رپ كې ډك شو او د لومړني كانتينر تر شا ودرېد. په دغه ترتيب سره ښه مې شمارل (27) كانتينره ډك شول او بيا د كانتينرانو كتار ښي لور ته په حركت پيل وكړ. دروازه بېرته دوباره پورې شوه. د طالبانو كتار چې د كلا منځ سړك يې په خپلو ليكو ډك كړى و، لا نيمايي ته نه و رسېدلى. مازديګر نزدې و، زموږ يوه كليوال په دروازه كې ولاړ وسله وال ته وويل: وروره د لمانځه وخت دى، موږ ته اجازه وكړه، چې اودسونه وكړو. هغه وويل: ماته دا اجازه نشته، قوماندان صاحب چې راغى، له هغه نه اجازه واخلئ. هر څومره زارۍ يې چې ورته وكړې، هغه كله منله، په كوټه كې خلكو تيمم وواهه او د مازديګر په لمانځه ودرېدل. د مازديګر لمانځه نه وروسته كتل مو چې د كانتينرو كتاربيا راغى. بيا يې هر كانتينر تر خولې پورې له طالبانو نه ډك كړ او روان شو. موږ هم ورسره عادي شو. درېيم ځل وروستنى كتار چي راغى، له پاتې طالبانو نه ډك شو او لاړ. ماښام نږدې و، يوه ملا ا ذان وكړ او په كلا كې پاتې خلك په جمعه ودرېدل. د څو كليو خلك لا د بالاحصار په كلا كې پاتې وو. د ماښام له لمانځه نه وروسته خړنۍ لګېدلې وه، چې بيا د كانتينرو كتار راورسېد. دروازه خلاصه شوه، څو تنه ټوپك والا راننوتل، څو تنه ېي زموږ خواته راغلل او څو يې د نورو كليو خلكو پسې چې وړاندې په كوټو كې ناست وو، ورغلل. لومړى يې هغوى راووېستل او د همغه شان مخكيني كتارونو غوندې ې په سړك ودرول. بيا يې موږ ورپسې له كوټو نه بهر كړو او په هغوى پسې يې ودرولو. له وسله والو نه يوه په جګ اواز وويل: برادران شما را به فرقهء مزار ميبريم. نور ې څه ونه ويل. د كانتينرونو خواته مخامخ يې روان كړو. له دروازې بهر د لومړي كانتينر خوله خلاصه وه، خلك ېي ورخېژول. په دې وخت كې يوه سړي په زوره په جګ غږ وويل: د خداى لپاره موږ خو ميږي او يا نور حېوانات نه يو، چې په دې كانتينرو كې مو وړئ؟ ولې مو وړئ؟ چېرې مو وړئ؟ يوه قوماندان پرې ورغږ كړ: ګپ نزن وحشى، بالا شو! نور نو د هر چا په مرۍ كې لاړې وچې شوې، هر سړى له غږه ووت، خالي د خپل سرنوشت په انتظار و. نوبت زموږ د كلي د خلكو راورسېد، هوا توده وه، د ماښام په خړه كې يې موږ كانتينر ته ورواچولو. دوه درې كانتينره ځانله زمونږ په كليوالو ډك شول. زمونږ په كانتينر كې د پښو د ايښودو ځاى نه و. كانتينر ته د ورختلو په وخت كې ما ځان لږ وروسته كړ، وروستنى تن زه وم، چې د كانتينر وروستنۍ دروازې په يوه كونج كې مي ايله ځان ټينګ كړ. دروازه د سترګو په رپ كې پورې شوه. توره تياره شوه، لږه شېبه لا نه وه وتلې، چې خلكو له ګرمۍ نه چيغې كړې، د هر چا ساه بنده شوه. په كانتينر كې دومره كسان ولاړ وو، چې حتا د يوه تن د كښېناستو چاره نه كېده. هوا بنده وه، په لومړي ځل خو چا كليمې ويلې، چا سورت ياسين پيل كړ او ځينو له سختۍ نه چيغې وهلې او چا كانتينر په لغتو واهه. كانتينر په حركت كې و. كله به چې كوم جمپ مخې ته راغى، كانتينر به چې جمپ وخوړ، خلك به يو پر بل ورولوئېدل. په دغې بدحال كې يوه غږ كړ: وروڼو بې له هغې په دې كانتينر كې مرو، خداى ته توبې وباسئ، بله لاره نه لرو. په دې وخت كې به لا شل دقيقې تېرې نه وي، چې په خلكو سخته زياته شوه. ډېرو سمدستي خپل اعصاب له لاسه وركړل. ډېر يې له حركته ولوئېدل. ډېر راپكې سپين ږيري او تنكي ځوانان هم وو. ما دكانتينر وروستۍ دروازې د دوو څنډو پورې ځان نښلولى و. كانتينر چې به جمپ وخوړ، په درز كې به لږه شان هوا راننوتله. ما به هغه تنفس كړه او ځان ته به مې راكش كړه. خالي مې خپله پوزه او خوله په درز پورې نښلولوې وه. هغسې خو ما هم څو ځلې ضعف وكړ، د تن جامه مې د بدن په خولو لمده قيشته شوې وه. په كانتينر كې دننه خلكو باندې قيامت او د مرګ شېبې وې. غوږ ته مې د ځينو د ساه وتلو خرار راتلو. د يوه زلمي هلك غږ مې تر غوږه شو، ويلې يوه هفته مخكې مې واده كړى دى. يوه وى: خدايه د طالبانو سټه اوباسې، چې موږ يې داسې حال ته ورسولو، ما خو بل خواته مخ نه شو اړولى تورتم هم و، د كانتينر جمپ ته به په تمه وم، چې ساه راكاږم. د شاله لوري راباندې فشار او سخته راغله. زيات خلك په كانتينر كې مړه شول، په ژوندو تنګسه راغله، خدازده چې څو تنه زما په شا راپرېوتل، خو ما د كانتينر وروستي كونج ته ځان كلك كړى و. د كانتينر د جمپ په هيله به مې خپله خوله او پوزه د كانتينر دروازې درز ته نيولې وه. ښه مې اورېدل، چې ډېرو ځانونو ته شهادت وايه، خلك خو د قبر سخته وايي، مګر دا سخته څو چنده زياته وه. د هر انسان زړه اوبه كوي. څه اوازونه، څه چيغې، څه خرار، په خداى تعالى مې دې كسم وي، چې په دغسې حالت كې د بنيادم د ساه وتل ډېر ګران كار دى. كانتينر لا روان و، يو وخت مې غوږ ونيو، د خلكو هغه چيغې او نارې غلې شوې، يو نيم زګيروى او فرياد به مې غوږ ته راته. له مانه كور او بچي هرڅه هېرشوي وو، خالي د خپل مرګ او ژوند شېبې مې شمارلې. پخپلو خولو كې ډوب ناست وم. ناست څه خو اخر د مړو له پاسه د دروازې درز ته ناست وم. څو ځلي مې زړه درزا پيل كړه، پخپل ښي لاس به مې زړه وموښود، سترګې مې پټې كړې وې. تورتم و، بې له هغې مې څه نه يدل. يو وخت كانتينر ودرېد، پوه شوم، چې همدلته به مو له كانتينره ښكته كوي. د كانتينر په ودرېدو سره ګرمي لا پسې زياته شوه، ډېره شېبه كانتينر ځاى پرځاى ولاړ و. زه نو زياتي د مرګ تر سرحده رسېدلى وم. خپله خوله او پوزه مې د كانتينر درز كې نيولې وه، خو هوا ترې نه راوتله. ډېره سختي راباندې راغله، په دې وخت كې د كانتينر تر شا دروازه خلاصه شوه، ددروازې په خلاصېدو سره سم درب درب مځكې ته ځيني مړي ولوئيدل. يو نيم فرياد اورېدل كېده، توره شپه وه. ټوپك والا څو تنه كانتينر ته راغلل. په سترګو مې توره شپه وه، خو خړ خړ مې ليدل چې عسكر دي. په دغه وخت كې مې خپلې سترګې ورو وغړولې، څو تنه په كانتينر كې لا نيم ژواندي پراته وو. كوم يوه به نرى نرى فرياد هم كاوه. ما خپل ځان نور ونه خوځاوه. ځان مې بيخي په مړو كې وګاڼه. بيا مې سترګې راپورته كړې او مې كاته چې ډېر اوږد د كانتينرو كاروان ولاړ دى. شاوخوا يې ډېر وسله واله ټوپك په لاس ماشه په ګوته ولاړ وو. په زړه كې مې د خطر زنګ ووهل شو، وړاندې مې چې وكتل، كلى او ابادي نه په سترګو كېدله، يوازې سپېره د ليلى دښته وه. د كاروان مخې ته شل متره وړاندې د خاورو ډېر ولاړې وې. په زړه كې مې ټكه شوه ما وى چې دې ټولو ته يې كنده وېستلې ده. په شك كې شوم، زړه مې په ګوګل كې درزا پيل كړه، خو ورسره مې سمدستي د ځان د نجات او خلاصون لپاره چاره لټوله. څه چاره وه، خو ما ويل كه كومه د خلاصون لاره ومومم. په دې كې څو بېلدوزرې د خاورو ډېرو ته نزدې ولاړې وې. شور او غامغال جوړ شو، له كانتينرو نه يې خلك راوغورزول، كوم وخت چې د كانتينرو مخې ته زموږ ټول كلي وال ډب ډيرۍ پراته و، په داسې حال كې چې په ما له پاسه دوه تنه پراته او زه هم د څو تنو د پاسه پروت وم، د سترګو لاندې مې يو نظر قدرې وليدلوچې وسله وال راغلل. د مړو ډېر ته ې وركتل. كوم يو به چې ژوندى و، ډز شي وبه يې ويشتو او مړ به يې كړو. همدغه شان وړاندې په ټول كتار كې به خدازده، چې څو تنه ژوندي پاتې وو. په ټولو يې ډزې وكړې او ويې وژل. بېلدوزرې چالان شوې، زه بيا پوه نه شوم، چې اّ دومره خلك څه شول؟ يو وخت په بېلدوزر كې يې موږ څو تنه مړي پورته كړو. له ډاره مې سترګې بېرته كړې، ما وى بې له هغې دې وژني، يو ځل خو سترګې وغړوه. بيا مې په كراره سترګې وغړولې. بېلدوزرو د كانتينرو له مخې نه مړي پورته كول او په كندو كې يې اچول. د دښت ليلى په منځ كې يې كندې په بېلدوزرو وېستلې وي. ما چې دغه صحنه وليده، زر مې خپلې سترګې بېرته پټې كړې. دومره وخت پكې نه و، بېلدوزر پورته كړو او د خاورو له ډيرۍ اخوا ته يې وغورزولو. په غورزېدو كې مې ځان په رغړېدو وړاندې بوتلو سترګې مې غړولي. د كندې بل اړخ ته مې ځان ورساوه. تصادف له يوه پاڼ سره مخامخ ونښتم. سترګې مې بيا وغړولې، چې وخت هم د سهار خړنى په خورېدو وه. د شفق غاړې روښانه وې، تندى مې له يوې تيږي سره ولګېد، دا وينې دا د ټپ ځاى چې معلومېږي. ما وى ښه دا خو لوى پرهر دى، ښه نو بيا؟ بيا نو ځان مې د پاڼ بېخ ته غلى ونيو او پرې وتم. د سترګو لاندې مې كتل، چې نور څه كېږي. د كانتينرو مخې ته وړاندې د خړې عسكري پلنګي درېشۍ كسان ولاړ وو. بېلدوزرو په مړو خاورې واړولې. په دې وخت كې په ما خاوري راتويې شوې. له وړندې داسې معلومېده، چې په ما د خاورو څلى ولاړ وي. د لمر خاته پورې په دې دښته كې په مړو خاورې واوښټي. زما ځان هم نور په خاورو كې پټ شو. يوازې مې مخ او سترګې نيمايي په خاورو كې له ډوبېدو نه پاتې وې. بې له هغې راپكې څه نه و پاتې، ايله بېله مې ساه ايستله، پخپل ځاى غلى پروت وم. د خاورو جګ او لوړ پانډونه هوار شول، هغه دومره په زرګونو طالبان او د كليو خلك د ليلى په دښته كې چوپ پرېوتل او خاورې پرې واوښتې. يو وخت كې مې ځان په خاورو كې وسوزېد، لمر تود شو، له دښتې نه سور اور راخوت. غوږ مې ونيو او بيا مې ورو شانې سترګې وغړولې. هېڅ شى مې په نظر نه راتلو. نه هغه د كانتينرو كاروان و او نه وسله وال كسان و. دښته شاړه پرته وه. ځان مې وخوځاوه، له خاورو نه رابهر شوم، ځان مې وڅانډه. له حركته لوېدلى وم، سر مې راپورته كړ. د پاڼ سرته وختم، شاوخوا مې وكتل، هېڅوك نه وو. په ډله ييزو قبرونو كې چې د پراخوالي اندازه يې دسلو مترو نه زياته وه، ما يوازې په يو نظر وكتل. د قبرونو اوږدوالى زيات و او سور يې راته نه معلومېده. په كرار كرار مې حركت وكړ او له هغې ځايه مې ځان راووېست. لږ لوړ ځاى ته ورپورته شوم، دا ځل مې ښه پام وكړ، يو ډله ييز قبر خونه و، څو ډله ييز قبرونه كتار يو پر بل پسې وېستل شوي و. په ډېرو ځايونو كې په مړو خاورې نه وې اوښتې. ځينې مړي ټول ښكاره د ځينو پښې معلومېدې او د چا سر له ورايه ښكارېده. په غېر له مانه بني بشر د ليلىپه دغه خوني دښته كې ژوندى نه و. لږ وړاندې مې چې وكتل، هلته هم په عين شكل سره د څو ورځو مخكې همدغه شان نور څو ډله ييز قبرونه ښكارېدل. لكه لېونى سرك ته راووتلم، سړك د زړو ډله ييزو قبرونو ترڅنګه تېر شوى و. څو ګامه مخكې لاړم، وړاندې مې وليدل، چې كجيران مرغان په مړو لګيا وو. يو بد بوى او تعفن راباندگ راغى، ما وى ګنې زړه مې وچاودېد. د خپل كميس لمن مې پوزې ته ونيوله او په منډه له هغه ځايه راروان شوم. ګرمي وه، د تندې نه مې ژبه په خوله كې وچه شوې وه. د لوږې او تندې مې مزل نشو كولاى. د بلې خوانه راته د ليلى دښته سره تبۍ شوې وه. په سړك كې روان وم، له ځان سره مې سوچ وكړو ما وى كه په دې سړك روان يې او كوم موټر درته مخې ته راشي، وسله وال پكې وي، خو خامخا دې ژوندى نه پرېږدي، راځه له دې سړكه په څنګ شه. په شاړه شاړه كې به له دښتې نه ووځې. بس همدا فيصله مې له ځانه سره وكړه، سړك مې پرېښود او په دښته كې روان شوم. ډېر مزل مې وكړو، لمر هم پوره تود شو. په بدن كې مې هېڅ طاقت او شيمه نه وه، خولې راباندې روانې وې، سترګې مې تورې تورې كېدې، په دښته كې هم سم نشوم تلاى. وړاندې ايله د سترګو په ليدو يوه شنه ونه ښكارېده. زما د تګ په لوري مخامخ ډېر ليرې دغه ونه معلومېده. تلمه تلمه ونې ته ورنزدې شوم. شاته مې چې پام وكړ، ډله ييز قبرونه تقريباً اته كيلومتره وړاندې پاتې شول. كله به ولوېدم او كله به راپورته شوم، په لوڅو پوڅو ونې ته ورنزدې شوم. د ونې خواته ورغلم، ومې ليدل چې د ونې سيوري ته دوه هوسۍ ولاړې دي، پاس د ونې له يو ښاخ نه مارتاو شوى و. په مار چې مې سترګې ولګېدې، كسم دى چې د سر غوني مې له ډاره رازيګ شو. د ونې ترڅنګه وړاندې په يوه تيره تيږه كربوړى پروت واو له ګرمۍ نه يې ژبه راوېستلې وه او سر يې خوځاوه. زما په ليدو سره هوسۍ وتښتېدلې ونې ته نور نزدې نه ورغلم. خپل څادر مې له سره تاو كړ او په دښته كې بيا رهي شوم. كله غورزېدم او كله پاڅېدم، مخې ته به مې چې پام وكړ په غير د ليلى دښتې نه بل څه نه ليدل كېده. بيا به چې ستړى شوم، په لوړه به ودرېدم او شاوخوا به مې پام وكړ. نه به ودانۍ ښكارېده او نه كومه ونه. ماسپښين شو، كلمې راپورې له لوږې نه لګېدلې وې. په خوله او سترګو مې خاورې پرتې وې. پوره يو ساعت مې دښته نوره هم ووهله. ډېر ليرې دسترګو په ښكار لوړې ونې ښكاره شوې. په زړه كې لږ خوشاله شوم، ما وى چې د ليلى دښته كې راباندې شپه رانشي او همدغې اّبادۍ ته ووځم. روان وم او په تلو تلو كې خيال او چروت يووړم. خپل د كلي خلك مې راياد شول، هر يو مې په خيال كې يو يو له نظره تېراوه. هر يو چې به مې په فكر كې راغى، زړه به مې تاو وكړ. هغه زما د ترور زامن، د كلي ارباب صاحب، هغه خيال ګل ماما، ميراب ګل سر مې راباندې وګرځېد. سترګې مې تورې توري شوې، بې خده شوم. ځاى پرځاى كښېناستم، څه ډېر ساعت ناست وم. بيا مې سترګې وغړولې له ځايه راپورته شوم. ما وى چې ناوخته نشي. مخامخ مې دسترګو په نظر وړاندې د چنارونو ونې په نظر كې ونيولې او ورروان شوم. دوه ساعته مزل مې وكړ، چې جګو د چنار ونو ته ورنزدې شوم. د مازديګر سيورى په كږېدو و، چې زه ونو ته ورسېدم. د چنارانو ګڼې ونې ولاړې وې، وړاندې د چنارانو شاته كلى ښكاره شو. زړه مې ايله خوشاله شو، ما وى اوس كه مړ هم شم، خلك به مې په اّب و تاب كې ښخ كړي. په ما كې هېڅ شيمه نه وه پاتې. حالت مې لكه د لېوني داسې و. د يوې ونې سټې ته مې كوناټى ولګاوه، زړه مې و چې ښه پوره دمه وكړم. د ليلى دښتې نه راوتل په دغه حال كې څه اّسانه كار خو نه و. د چنار د ونې دروند سيوري ته مې ساه واخيستله، بدن مې سوړ شو، خوله مې وچه شوه. جامې مې په خاورو او خولو كې لت پت شوې وې. خامخا راباندې خلكو د لېوني ګومان كاوه. ډېره شېبه وروسته د هلكانو ډله راغله، له وړاندې چې راروان وو، په ما كې يې سترګې ښخې كړې وې. ما هم هغوى ته كتل. ښه يقين مې پرې راغى، چې د تركمنو بچي دي، چې رانزدې شول، پخپلو كې يې خبرې كولې. تركمني يې ويلې. له جامو نه هم اوچت تركمن معلومېدل. خواته مې چې رانزدې شول، په تعجب او حېرانۍ سره يې ماته راكتل. ما هغوى ته كتل. هلكان پوه شول، چې كوم څوك دى، لېونى شوى دى. ما پرې سمدستي غږ وكړ: او بچه ها! بيائيد اينجا. هغوى چې دا خبره واورېده، منډه يې واخيسته او د كلي په لور وتښتېدل. په عمر ټول هلكان لس يوولس كلن به وو. په شور او زوږ سره په كلي ورننوتل. لږه شېبه پس مې پورته چنار ته پام وكړ، پاس په يوه ښاخ باندې كاكو ناست و، كوكو، كوكو نارې يې وهلې. له كلي نه د تيل پلو بوى مې په پوزه ولګېده. پوزه مې راښكده، چې تيل پلو بوى زيات شو. په زړه كې مې كلي ته تمه پيدا شوه. زه لا په دې سوچ كې وم، چې له كلي نه درې څلور تنه سړي راغلل. دوه هلكان هم ورسره وو. لږ چې رانزدې شول، هلكانو ماته ګوته ونيوله او سړو ته يې زه ورپه ګوته كړم. هغوى راروان وو. ما ورته مخامخ وركتل. هغوى هم تركمن وو. راتلل، راتلل خوا ته مې رانزدې شول. ښكته پورته يې راته پام وكړ، يوه يې رانه سمدستي پوښتنه وكړه، ويلې: برادر تو كيستى؟ ما وى: يك انسان افغان و مسلمان! بيا يې وويل: از كجا امدى؟ و اينجا چه ميكنى؟ ما وى: راه را غلط كردم، شب در يك دشت خدا تير كرديم و حالا به اينجا رسيديم. بسيار ګوشنه شديم، اګرشما چيزى نان بمن بدهيد؟ هغوى راباندې پوه شول، چې دى پښتون دى. يوه بل يې وويل: راځه چې ځوو. هغوى زما جامو او حالت ته حيران او په فكر كې و، چې دا ولې په خاورو او دوړو كې لړلى دى؟. ما وى چې د كوم طالب ګومان راباندې ونكړي، ورته مې وويل: برادران بالاى من فكر طالب ماليب نكنيد، من يك شخص مسلمان هستم و در شولګره بدوباش دارم. در نزديك بالاحصار جنګ درګرفت من در انجا كار داشتم. وقتيكه به خانه برميګشتم راه قريه ما از بست جنګ بند شده بود. از راه ديګرى حركت كردم، همان بود كه راه را غلط كردم. از مابين يك دشت در ريګ و خاك خود را به اينجا كشيدم. يوه سړي راته وويل: اوس نو څه غواړې؟ وروره وږى يم، ته دا زما حال نه وينې؟ لېونى نه يم، روغ رمټ انسان يم. ما ورته دا خبرې په فارسي كې وكړې. مازديګر لمر په غړغړه و. هغوى لومړى پخپلو كې سره وويل: بيچاره سړى دى، معلومېږي، چې طالب مالب نه دى. په تركمني ژبه كې يې خپلو كې دا خبره وكړه. زه خو پرې پوهېدم، ځكه چې ما خو زيات وخت د تركمنو سره تېر كړى و. ويلې راځه وروره موږ سره. هغه چې دا خبره وكړه، ډېر زيات خوشاله شوم. ما وى ځه خواړه به راكړي. لومړى مې خېټې ته څه ورشي، نور به كېږي. زه ډېر ستړى شوى وم، په وجود كې مې نور څه نه و پاتي. له ځايه جګېداى نه شوم. خواري مې وكړه، خو د چينار له سټې نه پورته نشوم. يوه راته لاس راكړ او له ځايه يې پورته كړم. ګوډ ګوډ په لاره ورسره رهي شوم. په كلي چې ورننوتو، د تيل پلاو بوى رابانې راغى. تلو، تلو چې د كلي منځ ته ورسېدو. وړاندې يوه لويه كلا د كلي څنګ ته ښكاره شوه. شاوخوا ته يې ونې ولاړې وې. د كلا و مخې ته باغچه وه. دوه چيناران يې د كلا دروازې ته مخامخ ولاړ و. يوه لويه صوفه ترې د لاندې جوړه وه او هم د صوفي مخې ته وداني ښكلې برنډه وه. د برنډې شاته لويه خوشخانه (حجره) وه. په صوفه كې يو سپين ږيرى تركمن په څوكۍ ناست و. تسبې يې اړولې. موږ چې ورغلو، سلام مو واچاوه. هغه وعليكم ووايه. سمدستي ورته يوه تن پخپله تركمني ژبه كې وويل: دا سړى هلته د چينار سټې ته ناست و. وايي د مزارشريف د شولګرې د علاقې يم، لاره مې غلطه كړې ده. په دښته كې راغلى يم، يوه شپه پرې تېره شوې ده. حالت يې دغسې دى، موږ له ځان سره راوست. سپين ږيري ورته وويل: ښه مو كړي، لومړى دا جامې وربدلې كړئ او بيا ورته ډوډۍ راوړئ. سړي چې دا خبره وكړه، په زړه كې مې ګوړې ماتولې. تشناب ته يې بوتلم، ځان مې پرېمينځلو، نورې جامې يې راته راوړې. له غسل نه پس مې په صوفه كې د مازديګر لمونځ وكړ، په ډېر مشكل سره مې لمونځ وكړ. لږه شېبه وروسته همغه ځوان، چې د بوډا سره يې خبرې كولې، ډوډۍ راته راوړه. ما خو دوه ورځې ډوډۍ نه وه خوړلې، كلمې راپورې وچې شوې وې. لومړۍ مړۍ مې په مرۍ كې نه تېرېده. د اوبو ګوټ سره مې په زور زور سره مرۍ لږه اّزاده شوه. په كرار كرار مې ډوډۍ وخوړه. له ډوډۍ نه وروسته يې چاى راوړ. د ماښام له لمانځه نه وروسته سپين ږيري سړي او څو تنه نور د كاله خاوندان كور ته ننوتل. دوه تنه مزدوران غوندې زلموټي په خوشخانه كې پاتې شول. هغوى دواړو هم ډوډۍ وخوړه. خپل ټول كارونه يې سم كړل. بيا زما خواته راغلل. يوه راته د چاى شنه پياله د شين چاى نه راډكه كړه. مخامخ راته دواړه كښېناستل. زما بدن درد كاوه، سخت په عذاب وم. دواړو ته مې وويل: وروره كه په كور كې د هډوكو د درد ګولۍ لرئ، ماته يې راوړئ، ډېر په تكليف يم. هغه يوه وويل: ښه ده زه به كور ته لاړ شم. ما له دا بل نه پوښتنه وكړه. ما وى وروره ته دلته ددې سپين ږيرې زوى يې كه...؟ هغه وويل: نه زه ېي مزدور يم، دغه بل يې هم مزدور دى. ما ترې بيا پوښتنه وكړ: دا څوك دى؟ وروره دا خو ددې كلي ارباب (ملك) دى. خداى ډېرې مځكې او مالداري وركړې ده. يوازې پېنځه سوه خو اّسان لري. دغه شان مېږې، غواګانې د هېڅ كمى يې نشته دى. كله كله وركره دوستم هم راځي، مګر ډېر مهربانه سړى دى! هر كار او مشكل كه ولرې، دى درسره مرسته كولاى شي. ما وى هېڅ مشكل نه لرم، خالي لاره مې غلطه كړې ده. په دغسې تكليف اخته شوم. دى خواته زه كله نه يم راغلى،دا طرفونه راته ټول نااشنا دي. سبا ته چې كور ته تلم ارباب صاحب به راته يو خط راكړي، چې په لاره مې څوك په عذاب نه كړي. هغوى كې يوه وويل: دا خو اّسان كار دى. ما لا بلې خبرې ته خوله جوړوله، چې ارباب صاحب راننوت. يو زلمى زوى او بل ورسره وړوكى هلك، چې لمسي يې كېده، راننوتل. مزدوران يې سپك سپك له ځايه پاڅېدل. زه هم احترام ته ورپورته شوم، ويلې كښېنه كښېنه بچى. پخپله ژبه كې يې وويل. سپين ږيرى د نسوارو ډبلى راواخيست، يوه ټونګه نسوار يې خوله كې واچول. ماته يې د نسوارو وويل، ما وى ارباب صاحب زه نسوار نه كوم. لږه شېبه وروسته چاى راوړل شولې، ارباپ چې نسوار وكړل، درې دقيقې وروسته يې د ژبې په سر داسې وويل: ښه وروره اوس وايه، چې ته څوك يې او د كوم ځاى يې؟ ارباب صيب زما نوم شمس الدين دى، په خټه مومند يم. اصلي د جلال اّباد د مومنددرې يم. پخوا وخت كې مې مور په خره مزارشريف ته راوړى وم. پلار مې څه موده پخوا راغلى و، د شپېته او يا كالو خبره ده. په شولګره كې مې ځمكه او كور دى. هلته زموږ د ناقلينو لوى كلى دى. هغه بيا وويل: رښتيا اّبله ورځ خبر شوم، همدغه ستاسې په كليو كې يې ستاسې اوغانان په كانتينرونو كې وړي دي او ټول يې وژلي دي؟ ما سم له واره فكر وكړ، ځان مې په ناخبرو كې واچاوه. په تعجب كې مې ورته وويل: اّخ ارباب صاحب دا څه واى، دا خبره رښتيا ده؟ يوازې هغه نه، بلكې ناستو كسانو ټول وويل: هو. هو، خود رښتيا ده. ارباب وويل: لكه چې ته په كور كې نه وې كه څنګه؟ نه نه ارباب صاحب، زه له خپل كلي نه ليرې يو بل كلي ته د يوه خپلوان كره تللى وم. د څه نه خبر نه يم. هغه بيا وويل: كه په كور كې وې، نو حتمي به يې ته هم وړى وا. ښه شوې چې په كلي كې نه وې. ما هم ورته په فارسۍ كې ځواب وركړ. ما وى: نى صاحب طالب نيستم، يك ادم دهقان كار هستم، مګر پشتون هستم! هغه وويل: خوب است كه طالب نيستى، پشتون هستى خير است. دا خبره يې وكړه. ما بيا په وارخطايۍ سره ترې پوښتنه وكړه: ارباب صاحب زموږ كليوال چې يې وړي دي، ټول يې وژلي؟ هغه لږ غلى و، بيا يې د خپګان او تاسف په حال كې وويل: بلى، تمام شان در دشت ليلى كشته اند. نفر خودمان از قلعه بالاحصار ديروز امد. بيا يې په ډك او غلي اواز ويول: امريكايها برايشان استاده بودند. در مرګ تمام طالبان قواى خارجى كمك كردند، مګر كشتن اوغان هاى بى ګناه را ظلم كرده است. خو ده خپلې خبرې نورې پسې زياتې كړې. وې ويل، چې طالبان خو يې مړه كړل، نورو د كليو پښتنو څه ګناه درلوده. دا خو د خداى او رسول لاره نه ده. دا ډېره ناروا ده، چې دوى كړې ده. غاړه يې تازه كړه او په جګ غږ يې وويل: پرون يې په دا وړاندې كلي كې چې تقريباً شپېته كډې ستاسې اوغانان پكې اوسېږي، له هر كوره يې كوم چې افغان (اوغان) دى ويستلي دي او بيولي يې دي. معلومدار چې هغوى هم وژني. د خداى قهر دى ملك كې جوړ شوى دى. كله پشتون تاجك، اوزبك، هزاره او تركمن وژني او كله بيا دوى پښتانه وژني. خپل منځۍ جګړې او مرګونه خو لا پرېږده. له دې خبرې سره يې جوخت د چاى پياله پورته كړه او ګوټ يې ترې وكړ. ماته يې مخامخ راوكتل، وې ويل اوس ته ووايه، څه غواړې، چېرې ځې، كلي ته ځې او كه بل چېرې. زه خو درته د كلي د تلو مشوره نه دركوم، خو ته راته د خپل زړه اصلي مطلب ووايه. ما وى ارباب صيب! زه بيا هم درته وايم، چې كومه ګناه راكې نشته دى، طالب نه يم. بل كوم مشكل مې مخې ته نه دى پروت، له ما سره د چا څه كار دى. سبا به راساً خپل كلي كور ته ورځو. ارباب راته وويل: بچى ساده كېږه مه، ما خو درته مخكې خبره وكړه، ستا كليوالو څه ګناه درلوده، ته هم د هغې كلي يې. كله دې پرېږدي، كه كولاى شې هېڅ كلي ته مه ځه، كوم بل ځاى ته لاړ شه. دلته د پښتنو شپې نورې ګرانې دي. يوازې دلته نه، په كندوز او ټول قطغن زمين كې يې په پښتنو پسې دا ځل راخيستې ده. نوره دې خپله خوښه! زه حېران، هك پك پاتې شوم، چې څه وكړم؟ په دې وخت كې ارباب صيب تشناب ته لاړ. ما له ځانه سره فكر وكړ، چې ښه رښتيا وايي كه كلي ته ورشم، د كلي خلك خو زما په مخ كې له منځه لاړل، نو د كلي ښځو ته به زه څه وايم؟. فيصله مې له ځان سره دا وكړه، چې په هر ترتيب سره كېږي ځان خپل پلارني پخواني كلي مومند درې ته ورسوم او له هغه ځايه بيا د خپلي كورنۍ د پاتې غړو غم وخورم. په زړه كې مې بس همدا فيصله وكړه. ما وى ددې ځاى نه د وتلو به له ارباب صيب نه خط واخلم، چې لار كې مې تركمن، اوزبك او دا نور ونه ځوروي. زه لا په دې سوچ كې وم، چې ارباب صيب راغى، پخپل ځاى كښېناست. ما وى ارباب صيب همدا ستا مشوره مې ومنله، د څو ورځو لپاره به ځان له كلي نه ګوښه كړم. كومې بلې خوا ته به ځان وباسم. كه تاسې راته سبا ته په خير سره يو ليك راكړئ، چې په لار كې مې څوك په تكليف نه كړي. ارباب صيب وويل: ولې نه، زه به ليك درته وليكم. له دې منطقې (سيمې) نه به روغ وځې، اخوا ته دې كار خپل دى. ما بيا ورغبرګه كړه، ارباب صيب اوس نو راته په هغه كلي كې ژوند كله خوند راكوي، نور كليوال به مې نه وي او زه به كلي كې ګرځم راګرځم. دا خو زما پښتو او غېرت نه مني. كه مال، عيال مې پكې تباه شي، بيا به دغه كلي ته ورنشم. د شپې تر ناوخته پورې ارباب راته د شمالي ولايتونو د جنګ سالارانو او قوماندانانو له لاسه سر وټكاوه. ماخستن تير يې راته يو ليك وليكلو. د ټولو كليو او سيمې وسله والو ته يې زما په هكله ښه ليك پخپله وليكلو او رايې كړو. وې ويل په لاره كې چا په تكليفولې، دغه ليك ورښايه. څوك درته څه نشي ويلى. ليك يي راكړو او له ځايه پاڅېد. ماته يې وويل: سهار چې دې چاى ماى وڅښلو، بيا به له دې ځايه رخصت شې. ما وى ارباب صيب تا دې الله پاك ژوندى لري، سبا ته زه وختي لمانځه نه وروسته له دې ځايه حركت كوم. ويلې ښه نو چې څنګ دې خوښه وي، همغسې وكړه. كه سبا ته تللى وې، پرمخه دې ښه شه. لاسونه مې ورته ښكل كړل. مخه ښه يې راسره وكړه او لاړ دننه كور ته ننوت. ما د ارباب مزدورانو ته وويل: وروره سهار به راته لاره راوښيوئ. هغوى هر يوه وويل: هو سبا ته به وختي درته چاى جوړې كړو، چاى به وڅښې، بيا به دې لارې ته سيده كړو، ځې به. د پرېوتلو ځاى يې راته جوړ كړ، زه خو بې له هغې ستړى ستومانه او بې خوبه وم، پر بستره ولوېدم. تر سهاره مې پوره ښه خوب وكړ. سهار وختي يې راويښ كړم، لمونځ مې وكړ، هغوى راته مخې ته چاى كېښودې. ما په چالاكۍ يوه پياله چاى وڅښلې. هغوى ته مې وويل: وروره خداى مو ژوندي لره، اوس نو لاره راته وښايه، چې لمر راباندې تود نشي. د ارباب له حجرې نه راووتلم، يو تن راسره له كلي نه راووت. د يوې لارې په سر كې ودرېد. ويلې هغه وړاندې ونې چې ښكاري، هغه ځاى پورې به په همدې لاره مخامخ ځې. كله چې ونو ته ورسېدې، يوه لار ښي پلو ته او بله مخامخ تللې ده. مخامخ لاره كلي ته ځي او ښي پلو لاره سړك ته وتلې ده. ته به همدغه ښي خواته لاره ونيسې. په سړك به ځې. كه موټر درته پيدا شو، لاس به ورته ونيسې. هر چېرې چې تلې، ور وبه خېژې، ځه نو په مخه دې ښه. هغه رانه ستون شو او ما خپلو پښو ته زور وركړ. له يوه ساعت مزل نه پس ونو ته ورسېدم. په دوه لارې ودرېدم. د ښي لاس لارې ته وګرځېدم، لمر راوخوت، يوې ونې لاندې مې دمې لپاره خپل څادر تر كوناټي لاندې كړ. شاوخوا مې پام كاوه، مخامخ وړاندې كلى ښكارېده. په كلي كې ځاى پر ځاى لوګي ختل. د لږې دمې نه وروسته مې بيا لاره ونيوله او په مزل مې پيل وكړ. سړك كې كاڼي او تيږې دومره نه وې، خالي سپېرې خاورې وې. تر زنګانه پې سړى ښخېده. خپل څادر مې له سره تاو كړ، ما وى چې ګرمي مې ونه وهي. بندي كس لا په سړك نه ښكارېده. د چينارانو ونې رانه شاته وړاندې پاتې شوې. په يوه كڅ كې سړك تللى و، د سړك دواړو خواو ته پنبه ولاړه وه. ځاى ځاى د خټكيو پاليزونه هم تر سترګو كېدل. په ويالې او پټيو كې د چنګښو قور، قور مې تر غوږونو رارسېده. پوره ډېر مزل مې وكړ، له يو نيم ساعت مزل نه وروسته د موټر غرهارى شو. شاته مې كاته چې دوړې وې يو زوړ لوى واګون ګاډى راروان و. زه دسړك په غاړه ودرېدم، لاس مې ورته ونيو. ګاډى ودرېد، يو د اوږدو ويښتانو زلمي موټر چلاوه. غږ يې وكړو: ويلې چېرې ځې. ما وى موټر چېرته ځي، هغه وويل: د پلخمري خوا ته ځو. ما وى استازه! زه هم پلخمري ته ځم. كلينر غږ كړو ويلې راځه راوخېژه. موټر ته وروختم او په يوه څوكۍ كې كښېناستم. موټر روان شو او په دوړو كې بيخي پټ شو. د موټر ښيښې ماتې وې، دوړې او خاورې موټر ته راننوتې. د لږ مزل نه وروسته په دوړو او ګردونو ګي پټ شوم. اوه اته تنه نور په موټر كې ناست وو. په څادرو كې يې ځانونه نغښتي وو. هېڅ نه معلومېدل، چې څوك دي؟ له ډېر مزل وهلو نه وروسته موټر ودرېد. موټروان غږ كړ، ويلې: تالا شي ده، د دوستم دوى پوسته ده. موټر ته دوه تنه راوختل. هر يوه ته به يې پام كاوه. په چا چې به ېي شك راغى، اسناد به يې ترې غوښتل. له ما يې هم اسناد وغوښتل. ما ورته د ارباب صيب ليك وركړ ما وى نور اسناد نه لرم. خدازده، چې په خط به پوهېده او كه نه؟ سمدستي يې ليك بېرته راكړ، موټروان ورته څه پيسې په لاس كې كېښودې او له موټره ښكته شول. موټروان نو بيا پښه پرې ټينګه كړه او په يو رپ كې د مزار له ساحې نه واوښت. ماسپښين قضا و، چې پلخمري ته ورسېدو. هلته مو دمه وكړه، لمونځونه مو هم وكړل او ډوډۍ خوړلو نه وروسته د پلخمري بازار كې وګرځېدم. هلته هم د خلكو وضعه راته مړه غوندې ښكارېده. څو تنه دوكانداران مې پخوا پېژندل. ما وى راځه ورچكر شه، ګوندې وي. په بازار كې د هغوى دوكان پلو روان شوم، چې نزدې ورغلم دوكانونه مې وركتل هغه دوكانونه او هغه دوكانداران مې هېڅ په نظر رانغلو. دوه درې ځلې په بازار كې ښكته پورته لاړم، اشنا څوك مې نه كړو پيدا. بازار كې د خلكو ګڼه ګوڼه زياته وه، خو څنګه چې پخوا و، هغسې مزه يې نه وه. يوه سماوار ته وروګرځېدم، ما وى چاى ماى به وڅښم بيا به د تلو فيصله له ځان سره كوم. په سماوار (هوټل) كې خلك په تختو ناست دي، څوك چاى څښي، څو ډوډۍ خوري، ځينې پخپلو كې سره خبرې اترې كوي. يو نيم پكې چوپه خوله ناست و. زه په يوه غالۍ چې د لرګيو په تختو غوړېدلې وه، كښېناستم، دېوالته ته مې ډډه ووهله. د هوټل شاګرد راته چاى راووړ، په شنه پياله كې مې له چاينكې چاى راواړاوه، چې يوه تن مې له شانه په اوږه لاس كيښود. زړه مي كش وخوېده. ما وى ځه لكه چې بيا يې ونيولې، ما خپل لاس دستي پخپل جيب كې ومانډه، ما ويل چې د ارباب صيب كاغذ ورښكاره كړم. ما چې هغه ته كاغذ ونيو، ويلې شمس الدين خانه لكه چې ودې نه پېژندم؟ وې خندل ما وى بشير جان نه يې؟ ولې نه! بشير يم. ورجګ شوم، د غېږې بړګنډى مې ورسره وكړه، خواته مې كښېناست، هغه زموږ د كلي و. دستي مې ترې پوښتنه وكړه: والكه ته څنګه ترې ژوندى پاتې شوى يې؟ هغه موسكى شو وې ويل: دا ته نو څنګه ژوندى ګرځې. موږ دواړه لږ موسكي غوندې شو. هغه راباندې رادمخه شو، خبرې يې په خولې كې ورو كړې. شاوخوا يې وكتل، بيا يې راته وويل: په دې ځاى كې زما او ستا خبرې نه كېږي، دا د چاى پياله دې وڅښه چې لاړ شو. ما زر توده پياله په دوه درې ګوټونو كې تشه كړه. هغې ته مې وويل: تاته چاى واچوم، هغه وى نه نه. زه خو دا دى اوس له كوره راغلم. ته دلته... له كوره. هو دلته خو زما د ترور زوى دى. له پخوا نه په دې پلخمري كې اوسېږي. د جمعيت ستر سړى دى. د هغوى كره راغلى يم. ته راځه چې ووځو. له سماوار نه راووتلو او په بازار كې د فابريكې په لور روان شوو. په بازار كې ډېر خلك ښكته پورته تلل. يوځاى ته ورسېدو هغه رانه مخكې شو او زه ورپسې. تلو تلو له بازاره ووتلو. په يوه بله كوڅه كې وړاندې لاړو. د خلكو ګڼه ګوڼه كمه شوه. ده مخ راستون كړو، ويلې راځه چې د هغې سپيدارو سيوري ته كښېنو او خپلې خبرې وكړو. له مانه دده تلوسه زياته وه. ما وى ډېره ښه ده. د سپيدارو يوې ګورې ونې لاندې كښېناستو، ده سمدستي وويل: دلته د ترور په كور كې خلك ډېر دي، زما او ستا خبرې هلته نه كېږي. همدلته به سره ځانونه وپوهوو، بيا به لاړ شو. ما وى له دې نه ښه خبره چېرته ده! ما زر له ځان سره فكر وكړ، ما وى لومړى به همدا خپله كيسه او معلومات راته بيان كړي، بيا به زه ورته خپل كيسه وكړم. ما وى ښه انډيواله كيسه كوه، كلي ته څه حال دى؟ ده وې: دا خبره درنه ما غوښتل چې وپوښتم! هغه بيا وړاندې شاوخوا پام وكړ، پخپلو برېتو ېي لاس تېر كړ. وې ويل: زه خو دا دوه اونۍ كېږي، چې له كلي راوتلى يم. دلته مې د توړۍ كره راغلى يم. هره ورځ له دې ځاى نه ځان خبروم. په مزارشريف كې حالات خراب دي، جګړه ده. دو راته وايي مه ځه، حالات به ښه شي بيا به ځې. زه چې له كور او كلي نه راتلم، خو كراري وه. يوازې په بالاحصار كې طالبانو سخت مقاومت كاوه، جنګ لا روان و. په كليو كې لا شى مى نه و. كه څنګه؟ بيا ماته څوك رښتيا حال نه وايي. ولې د ترور ټوله كورنۍ راته خپه ښكاري، نور نه پوهېږم. دده له خبرو پوه شوم، چې دى د كلي د حالاتو نه چا نه دى خبر كړى. په خبرو كې به يې زما سترګو سترګو ته راكتل. هغه وويل: ښه نو اوس ته راته وايه، چې څنګه دلته راغلې، كور و كلي ته څه حال دى؟ زما مرۍ وچه وه، دوه ځلې مې غاړه تازه كړه، اصلي خبرې مې خولې ته چېرته راتلې؟ لږه شېبه غلى پاتې شوم. د كلي په خلكو كې دده يو مشر ورور او دوه تنه د تره زامن د ليلى دښتې خپل ګوګل ته تېر كړي وو. هغه راباندې شكمن شو، ويلې شمس الدين خانه ته خو د كلك ځيګر خاوند وې، څنګه غړكنده او غلى غلى كېږې؟ ما ځان ډېر تېر راتېر كړ، خو نه كېده، خبرې مې له خولې نه راوتې، ګچ او ګول شومه. هغه راته حېران، حېران كتل. همدا يې ويل: شمس الدين خانه هرڅه چې وي، وايه نو، اوس خو زموږ سر له راغلې ده. زما ستونى ډك شو، سترګو نه مې د اوښكو باران راروان شو، يو ځل مې په زوره غږ كړو: څنګه يې ووايم؟ څه درته ووايم؟ د ويلو نه دي! زړه خو مې بې له هغې ډك و، نور ټينګ نه شوم، خپل سر مې په زنګنو ټيټ ونيو او ښه مې په زوره زوره وژړل. هغه هم له ما سره ژړا غبرګه كړه. هغه كوښگښ كاوه، چې تسلي راكړي او اصلي خبره باندې ځان پوه كړي. زما خو زړه ډك و، د سپيدار لاندې مې ډك زړه تش كړ. له زنګنو مې سر راپورته كړ، خپلې سترګې مې له اوښكو وچې كړې، هغه راته بيا وويل: ماته رښتيا، رښتيا وايه، بې له هغې مې خراب خراب خوبونه ليدلي دي. ما وى انډيواله صفا خبره دا ده، چې د كلي ټول خلك يې دوه ورځې مخكې د ليلي په دښته كې وژلي دي. د هغه د تندې ګونځې نورې هم څو كرښې زياتې شوې. ويل اّخ دا څه وايې؟ شمس الدينه له چانه دې اورېدلي دي كه څنګه؟ ته نو څنګه...؟ ما وى چې زه هم پكې وم، نور هغه بيخي بې واره شو. دا نو څنګه چل شوى ته خو راته سمه اصلي خبره وكړه. له خپل ځايه ماته لږ راوړاندې شو، يو اوښكې او لاس يې رپېدل. په وارخطايۍ يې وويل: هله كيسه كوه! زما زړه تش شوى و او سېله مې برابره شوه، له سره مې ورته كيسه راونيوله. هغه راته مخامخ ناست و، غوږ يې ايښى و، ما ورته ټكي په ټكي كيسه پيل كړه. د هغه زړه وار نه كاوه، ويل بالاحصار ته يې زموږ د كوره څوك راوستي وو؟ ما وى ورور دې و او دوه د كاكا زامن دې. نو بيا څنګ چل وشو. د ورور او كاكا زامنو په اورېدو ېي لاړې په مرۍ كې ونښتې. ما چې خبره په كانتينر كې د بندېدو او د خلكو د سلګيو او چيغو نارو ته ورسوله، نور نو د هغه وضعه خرابه شوه. په ږيره يې رڼې اوښكې راماتې شوې. په كانتينر كې مې تېر شوى حالت ورته تېر كړ. هغه نور پسې ژړا ونيو. خپل د څادر پيڅكه يې مخ ته نيولې وه. ما چې ټوله كيسه ورته تېره كړه، هغه له خپله ځايه راپورته شو. غېږ يې ته راغاړې وت. دواړو په چيغو، چيغو وژړل. يو نيم څوك چې به په لاره تېرېده، موږ ته به يې راوكتل. ښه مو چې بيا سره زړه تش كړ. بيا هغه په نيولي غږ وويل: شمس الدين خانه راځه چې اوس د خاله كور ته لاړ شو، نورې خبرې به هلته كوو. موږ دواړه د هغې د ترور كور ته لاړو. د هغه د ترور كور له ښاره وتى په يوه كڅ كې يې كلا جوړه كړې وه، مخې ته يې لوى بڼ و. موږ د كلا مخې ته په دېره كې كښېناستو. يو تن په دېره كې د لرګيو پر تخت اوږد غزېدلى و، د خپلې چپنې لستونى يې په سترګو اچولى و. ښخ ويده و. دى ګړندى لاړ دننه كلا ته ورننوت. زه په سوپه كې د چينار لاندې په توشك كښېناستم. د سوپې په يوه كونج كې د اوبو غټه چاټۍ ايښې وه. په جام كې مې اوبه ترې راواخيستې او په سر مې راواړولي. لږه شېبه وروسته هغه (پرويز) بېرته له كلا نه راووت او زما خوا ته راغى. ويلې كور كې يوازې تورسرې دي، نارينه ټول بازار ته وتلي دي. رښتيا تورچاى څښې كه شين؟ ما وى هر يو چې وي را يې وړه. ويلې دواړه شته. ما ويل شين چاى راته راوړه. پرويز لږه شېبه كښېناست بيا پاڅېد. په تلو كې يې وويل: ترور مې رانه پوښتنه وكړه ويلې رنګ دې څنګه زيړ دى، خپه غوندې ښكارې؟ ما وى نه نه توړۍ څه خبره نشته دى. چاى مې چې راوړو، بيا به دواړه وغږېږو، چې دوى خبر كړو كه نه؟ هغه سمدستي د چاى پتنوس سره راغى. دوه په دوه چاى ته كښېناستو. ما چې ده ته كتل، ډېره خپه او ستومانه معلومېده. ما وى پرويز خانه د خداى كار دى اوس خو راغلې ده، له پېښې نه تېښته نشته دى. كه زما اورې خو توړۍ دې خبر كړه. دا ټول خبر كړه، ستا د ترور زوى خو بې له هغې له دې نورو سره لار لري، كلي ته به ېي ولېږو، چې پوره حال احوال راته راوړي. هغه لومړى لږ په فكر كې شو لږ غلى پاتې شو. بيا يې وويل: ښه ده، چې ته څنګه وايې، همغسې به وكړو. زما خو همدا نظر دى، چې دا ستا د ترور زوى به كلي ته ولېږو، كه ېي وكولاى شول ستا او زما واړه به راولي. زه به درنه بيا د جلال اّباد په نيت ځم او ته به دې دلته د ترور سره څه موده پاتې شې. ما او ده دا خبرې ښې وغړنجولې په پاى كې مو همدا سره غوټه كړه، چې ترورزى به زموږه كډې راولي. په همدې مو فيصله وكړه او د مازديګر لمانځه ته پاڅېدو. د پاڅېدو په وخت كې هغه راته وويل: كه دې خوښه وي، بېګا ته به ټول له تېر شوي جريانه خبر كړو. ما وى څنګه چې ستا خوښه وي، همغسې به كړو. د مازديګر لمونځ مو وكړو، ماښام نزدې و، چې د پرويز د ترور زوى راغى. څلور تنه وسله وال ورپسې وو، ما چې وليدل، زړه مې دربا پيل كړه. ما وى ګنې بيا راپسې دوستميان راغلل. له ورايه يې پرويز ته وخندل په تورو برېتو كې يې سپين غاښونه وځلېدل. ويلې ترورزيه لكه چې ټوله ورځ دې په كور تېره كړه. په چټكو ګامونو زموږ خواته نزدې راغى. هغه ورته زه وروپېژندم، پوره د خوند روغبړ يې راسره وكړو. خپل كلاشينكوف يې ونې ته ځوړند كړ، ويلې زه به اودس وكړم. ماښام دى، نورو ملګرو يې هم اودسونه وكړل. د ماښام په لمانځه ودرېدو، وروسته له لمانځه نه هغه په چالاكۍ سره كور ته ننوت. ورپسې پرويز لاړ. په راغلو كسانو كې يوه يې ګيس ته تيلى وواهه. ګېس يې بل كړو. ما له يوه نه پوښتنه وكړه: انډيواله تاسې همدلته اوسېږې؟ هغه وويل: هو موږ د قوماندان صيب كسان يوو، همده سره ګرځو. زموږ نوره قوه او مجاهد د زغالو (سكرو) دوكان سره پراته دي. موږ لا په همدې خبرو كې و، چې پرويز دسترخوان څنګ كې نيولى و او راغى. دوه درې هلكانو ډوډۍ راوړه. قوماندان راووت. موږ ټول ګډ سره په دسترخوان كښېناستو. د ډوډۍ په جريان كې قوماندان وويل: بښنه غواړم، هرڅه چې تيار وي، راسره خورئ به يې. زموږ داسې لالهانده وظيفه ده، يوه لحظه خوځېداى نشو. كله جګړه وي، كله هسې خبرې اترې، بيخي خوشې حالت دى. حېران ورته پاتې يو، چې نه يې كوو، دې وطن كې په غير له دې نه شپې نه كېږي، چې كوو يې، دغسې حال دى. كله داسې هم شي چې په مياشتو كې كور ته نشو راتلاى. ما چې هغه ته كتل، د خپلې قوماندانۍ نه خوښ ښكارېده. د ډوډۍ تر پايه يې د خپلې قوماندانۍ خبرې راته وكړې. له ډوډۍ وروسته چاى راوړل شو، د چاى په اخر كې پرويز هغه ته په غوږ كې څه وويل. ده سمدستي وويل: ښه، ډېره ښه ده. لږه شېبه وروسته قوماندان خپلو وسله والو ته وويل: والكه تاسې پام كوئ موږ د يوه ساعت لپاره دننه ننوزو. هغوى ټول وويل: ښه صيب. هر يوه خپل سلا راواخيستله او شاوخوا د څار لپاره يې تيارى ونيوه. پرويز وويل: شمس الدين خانه ترور مې وايي دى يو وار راننباسه، چې له نزدې نه ورسره وګورم. راځه دننه به لاړ شو. موږ درې واړه كلا ته ننوتلو. د كلا دروازې ته څېرمه يوه لويه هوجره وه، پكې كښېناستو. هلته هم ګېس لګېدلى و. لويه كوټه په قالينو پرش وه، لږه شېبه وروسته د قوماندان مور او لمسيان راغلل. د قوماندان مور بوډۍ شوې وه، سترګې يې كمزورې وې، هوجرې ته راننوته. موږ ورپاڅېدو، پرويز راته وويل: دا زما ترور ده. ما يې لاسونه ښكل كړل. هغې هم په سر ښكل كړم. د ګېس ترڅنګ په توشكه كښگناسته، درې تنه لمسيان او يوه لمسۍ ېي ترڅنګه كښېناستل. پرويز وويل توړۍ دا سړى شمس الدين نومېږي، د مزار د شولګرې د لر كلي اوسېدونكى دى. زموږ دوست دى، موږ سره په يوه كلي كې اوسېږي. له پخوا نه هلته زمكه لري. كلا يې زموږ د مځكې سره نزدې ده. ښه چم ګاونډ راشه درشه سره لرو. نن غرمه مې بازار كې وليد، د كور و كلي پوښتنه مې ترې وكړه، پوره احوال يې راته ووايه. نور نو دهغه ستونى ډك ډك شو، زه پرې پوه شوم، چې خبرې ترې ورانې شوې. زر مې ترې خبره ونيوله. يوازې هغه ماته د ژړا په حالت كې لاس ونيو، ويلې دى به درته خپله كيسه او د سترګو حال ووايي. ما دوى ته زموږ د كلي حالت، د بالاحصار او د ليلي د دښتې كيسه راواخيسته، هغوى ټولو راته غوږ نيولى و. ما چې د خپلو كليوالو چيغې نارې او مرګ په كانټينرو كې ناستو كسانو ته تر دغه ځايه كيسه راورسوله، بوډۍ په ژړا شوه. د خپل ټيكري پېڅكى يې سترګو ته ونيو، اوښكې يې روانې وې. د كانتينر حالات مې چې لږ نور ورته بيان كړل، پرويز او قوماندان دواړه په ژړا شول. د هغوى د خپلوانو مې هم ورته وويل. ما وى د پرويز ورور او دوه د كاكا زامن راسره په يوه كانتينر كې ناست وو. تر پايه مې كيسه ورته تېره كړه، په كوټه كې ناست كسان ټول غمګين او په ژړا شول. د هر يوه له سترګو نه اوښكې روانې وې. قوماندان هم د جېب دستمال سترګو ته نيولى و. زما حالت هم چندان نورمال نه و، تر ډېره وخته ټولو وژړل. بيا قوماندان وويل: ددې بې ناموسانو په دغه كار موږ نه يو خبر، خالي دومره خبر شو، چې ډېرى پښتانه يې په كانتينرو كې له خپلو كليو نه وړي دي او بلا طالبان يې هم په كانتينرو كې ژوندي اچولي، چې هغوى ټول مړه شوي دي. ولې د كليو د خلكو نه چا څه نه دي ويلي. له دغه خبرې نه وروسته د هغه رنګ سور واوښت، لږه شېبه په فكر او چرت كې لاړ. پرويز ته موقع په لاس ورغله، وې ويل: ترورزيه نورې خبرې پرېږده، سهار وختي به زموږ په وړو پسې ځې. د شمس الدين خان واړه او زما واړه به راولې. قوماندان شېرخان لومړى لږه شېبه غلى شو، بيا يې وويل: لكه چې دا ځل يې په پښتنو پسې رااخيستې ده. د طالبانو دې خداى بېخ اوباسي، چې په قدرت كې و، خو ملا او بنيادګر و، اوس چې نيول كېږي او وژل كېږي، پښتون دى. بيا لږ موسكى غوندې شو وې ويل: د الله كار دى، په دې تركمنو او اوزبكو به چا سلام نه اچاوه، نن د بل په مټ او زور څه نه كوي؟ په غوسه كې يې ډېرې خبرې وكړې. بيا يې وويل: ستاسې فيصله همدا ده، چې ماشومان مو دلته راشي؟. ما وى قوماندان صيب كه ته زموږ كلي ته تلاى شې، ډېره به ښه شي. يو وار به د كلي احوال زده كړې. په يو ترتيب سره به زموږ واړه تردې ځايه راورسوې. زه خپل وطن مومند درې ته ځم. ځمكه او مال به زموږ دهقان ته كه ژوندي و، وسپارې او كه مړه وو، نو د هغه مېرمن او زامنو ته به يې ورتسليم كړې او دا به ورته ووايې، څو ورځې وروسته به زما له خوا ورسره بيا نورې خبرې او ملاقات وشي. قوماندان وويل: ډېره ښه ده، چې ستاسې څنګه خوښه وي، هغسې به وكړو. زه به سبا ته ستاسې كلي ته لاړ شم. همدا خبره يې وكړه او وې ويل: ناوخته دى، شپه تېره ده، راځئ، چې حجرې ته لاړ شو او تاسې لږ خوب وكړئ، نوري خبرې به سبا ته كوو. ولې زه درنه سهار وختي ځم. de Laila Dakhta de Stargo Ledalay Hal By: Mohammadajan Yar - بېرته شاته