(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان روانو حالاتو ته يو ځغلند نظر !

یادونه : دا لیکنه د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoons Social Democratic Partyاو د پښتنو کولتوری ټولنی (PKT)،له خواد 2008 ع کال دجولای دمیاشتی په نولسمه نېټه د خالی (شنبی) په ورځ د جرمنی د کلن په ښار کې د « افغانستان او سنی او راتلونکی سیاسی حالات»،« لر او بر پښتانه او یوویشتمه پیړئ» تر سرلیکونو لاندی په علمی سمینار کی ویل شوی ده.
درنو او قدرمنو هيوادوالو ، ملګرو ، او دوستانو نيکي هيلي او سلامونه ! که څوک پدي نزدي وخت کې افغانستان ته تللي وي ، او هلته حالات یې د نزدي څخه ليدلي وي ، او د همدغو حالاتو په هکله یې د خلکو سره خبري اتري کړي وي ، او يا یې د افغانستان د ملي تلويزون او اريانا تلويزونو نو څخه خبرونه ، او د حکومتي او غير حکومتي استازو ، سياسی او غير سياسي بحثونه او مرکي اوریدلی وي ، او بيا د افغانستان د حالاتو يو کوچنی انځور په ډاګه کول غواړي ، نو دا به ورته بل کل په ډاګه شي چې ، د افغانستان روان حالات دومره ګډ وډ او د ډار او ويري سره بدرقه دي چې ، د يو نورمال افغان دپاره د دنني روانو حالاتو او مسايلو يو څرګند او جوت تصوير به په مشکله سره انځور کړي شي ، مشکل دادي چې ، د يوي خوانه د بهرنيو ځواکونو اغيزي او مرستي په چټکي سره په افغانستان کې ريښي ځغلوي ، او دا پته لا پوره افغانانو ته هم نه لږيږي چې ، پورتنۍ ځواکونه به کومي موخي او هدفونه د افغانستان د بشبړي سا لمتيا او ملي ګټو په نسبت پوره ، اوکله به ، بيا د افغانستان څخه خپي سپکوي ، پدي هکله شکمني او مختلفي نظرې موجودي دي ، يو شي چې ، دلته یې ويل اړين بريښی دادي چې ، بهرنې ځواکونه او ددوي پلويان خپلي ګټي لټوي او نه د افغانستان !د بهرنيو هيوادونو مرستي په خورا چټکي سره افغانستان ته رارواني بريښي د پاريس کنفرانس یې په تيره مياشت کې تازه بيلګه ده . (12.06.08)چې د يوويشت ملياردو ډالرو د ورکړي ژمنه پکي وشوه . اګر چې ، د مطبوعاتو د معلوماتو په حواله . ددغو ټولو مرستو څخه یې ۳۰ ٪ نه تر ۴۰٪ فيصده پوري د افغانستان د حکومت په اختيار کې دي ، نور یې د NGO ګانو او د همدغو مرسته کونکو هيوادونو د غير حکومتي ټولنو له اړخه مصرفيږي ، چې ، اکثره بيا همدغه پيسی بيرته د مرسته کونکو هيوادونو په جيبونو کې غورځي ، د بيلګي په توګه . د المان يوي مهمي ورځپاڼي TAZ د بيان په حواله . په تیرو اوه کلونو کې د افغانستان سره نړيوالو متحدينو د پنځه ويشت ميلياردو امريکایې ډالرو د مرستی ژمنه کړي وه ، خو په حقيقت کې افغانستان ته تر اوسه پوري پنخه لس مليارده ډالر رارسيدلي دي چې د همدغو راجمعه شوو يا رارسيدلو ۱۵ ميلياردو ډالرو څخه یې ۴۰٪ فيصده پيسي بيرته د مرسته کونکو هيوادونو جيبونو ته تللی دی ، يو شي چې ، په روانو حالاتو کې د پاملرني وړ دي ، هغه دادي چې ، د يوي خوانه ابادي ، په مرکز ، او بعضي ولايتونو کې په بيړه رواني بريښي ، او د بلي خوا څخه ځان مرګې بريدونه د نوو معلوماتو په حواله ۵۰٪ فيصده زيات شويدي . TAZ.(8.07.08) اصلي خبره داده چې ، د دغو ځان مرګې بريدونو پيښي زياتي د پښتنو په سيمو ، او ولايتونو کې کيږي ، څوک یې کوي ؟ ولې یې کوي ؟ د چا دپاره یې کوي ؟ هدف او موخي یې څه دي ؟ دا ټولي هغه پوښتني دي چې ، دلته په نني سیمنار کې به ګرانه وي چې دي ټولو پوښتنو ته ځوابونه مونده کړي شي ، خو په راتلونکي کې به د همداسي سيمنارونو لړۍ جاري ساتو ، او هڅه به کوه چې ، پورتنيو پوښتنو ته د ستاسي په مرسته او ملاتړ علمي او منطقي ځوابونه مونده کړي شوه . خو يو شي چې مونږ او تاسي یې په ګده کولي شوه هغه دادي چې ، مونږ په بهر کې پښتانه يا افغانان څنګه او په کومه طريقه سره خپل هيوادوال او نړيوال پدي وه پوهوه چې ، ولي دا ځان مرګې بريدونه د پښتنو په سيمو کې زيات کيږي ؟ دلته دا خبره اړينه بولم چې ، په نورو سيمو او ولاياتونو کې هم ځان مرګې بريدونه تر سره کيږي ، خو په دومره پيمانه سره نه لکه څنګه چې د پښتنو په سیمو او ولايتونو کې کيږي ! د افغانستان اوسني حالت داسي ښکاري لکه څنګه چې د کرزي صاحب حالت دي ؟ کرزي صاحب ، کله په مطبوعاتي کنفرانس کې ټوکي او خنداګاني وکړي ، کله بيا ژړا او ویر وکړي ؟ او کله بيا دافغانستان ساخت يا جوړشوو قلمونو اعلانونه کوي ؟ خو دا پته پوره نه لږيږي چې ، کرزي صاحب دغه دري وا ڼه کارونه څنګه او په کوم نيت یې کوي ؟ همدغه پورتني د کرزي صاحب حالت ، د افغانستان حالت ته ورته دي . د يو ګڼ شمير د لوړو څوکيو د خلکو پکې ښي مزي او ژوند دي او د افغانستان د بعضو سياسي کارپوهانو د بيان په حواله افغانستان یې چور کړ او حتا د مخدره موادو په قاچاق کې یې پوره لاس او ونډه ده . ( جلالي ، خدایداد تلويزوني مرکه اريانا » او يو ګڼ شمير خلک د ژوند د بي وسي او بي کسې له امله د مرګ په پوله ولاړ دي او هيڅو ک نلري ، او يو ګڼ شمير ددي دواړو پورتنيو حالاتو تر مينځ لکه د بسمل ، يا نيم مړ ، مرغه په شان لغتي وهي . حکومت او حکومتي چارواکي يو په بل پړه اچوي ، او هيڅوک ذمه واري نه مني ! او که رښتيا خبره وشي ، نو تر اوسه پوري د کرزي صاحب د حکومت کوټلي او څرګنده پاليسي جوته نده ؟ چې دي څه غواړي ؟ او حکومت یې څه غواړي ؟ پخپله لکه د يوه مرغه په څير په پرنجه کې ګير دي ، د پرنجي د مينځه کله نا کله ناري او غږونه وکړي ، خو نه الوتي شوه او نه یې ناري او سوري څه اغيزه لري ! دغو پورتنيو ټولو مسلو ته په ځلند نظر سره بايد همدومره ووايم چې ، نن هر څه چې ، په افغانستان کې کيږي او روان دي د پښتنو خير په ملي کچه پکې نشته ؟ او يا په بله مانا ، پښتانه نن په افغانستان کې د يوه لوي ډيرکې په حيث د اقليتونو د ژوند او ژوندي ساتلو په لوبه کې د نړيوال ملاتړ په مرسته د قرباني ګډوري دي ! ، وهل کيږي ، ځپل کيږي ، مړه کيږي ، کورونه او جايدادونه یې ويجاړيږي ، او د پردي شاته داسي ښکاري چې ، پښتانه د يو بشپړ ډيرکې په حيث مطرح ندي ؟ ( په حکومتي مهمو څوکيو دشمالي ټلوالي قبضه ده خپل ځانونه ذمه وار نه ګڼي چې د پړي ځاي راشي نو پرسي ته وایې د کرزي حکومت ضعيف دي لکه ددوي چې په حکومت کې هيڅ ونډه او دنده نه وي » که چيري د پښتنو حال رښتيا همداسي وي لکه څنګه چې ما ورته پورته اشاره وکړه ، نو پښتنو له پکار دي چې ، د يو ويشتمي پيړي په پيلامه کې لاس تر زني پاتي نشي ، که پښتانه اوس هم پدي نه پوهيږي چې څه ور سره کيږي ؟ نو د همداسي سيمنارونو او علمي هلو ځلو دند ه او ذمه واري ده چې ، خپل خلک خبر او رابيدار کړي . درنو ملګرو او قدرمنو پښتنو ، اوس حالات بدل دي ، د نوو حالاتو او بدلونونو سره د پښتنو د ستر هويت ، ملي ګټو او قامي وحدت چغه کول پکار دي ! او يواځي چغه نه ! بلکه لر او بر پښتانه په ګډه را پاڅي ، خو د راپاڅيدو څخه دمخه بايد پښتانه د خپلو موخو او هدفونو ته د رسيدو د پاره يوه ګډه بنسټيزه ، ګډه مشرتابه ، او د يو ګډ مرکز د جوړيدو بندوبست په لاره کړي ! تر څو چې ، د يوويشتمي پيړۍ په پيلامه کې بيا د تيندکونو سره مخ نشوه ! او د خپل قوم او ملت د هويت او ځلانده راتلونکي د پاره عملي او کوټلي قدمونه اوچت کړي شوه . په تيرو وختونو کې چې د پښتنو سره هر څه وشوه دا خو تير شوه ، خو راتلونکې بايد داسي نه وي ، ددي دباره چې ، راتلونکي په ريښتيا را کابو کړي شوه ، د ټولو روڼ اندو اوروشنفکرانو ، او په ځانګړي ډول د ځوانانو څخه هيله کيږي چې ، د راتلونکي روښانه د پاره خپله دنده اوذ ‌مه واري په ډاګه کړي ، او نور د شپ شپ او ځان غولونې څخه ځانونه راوه باسي ، که چيري پښتانه د زماني په دي حساس وخت کې خپلو دندو او ذمه واريو ته غاړه نه ايږدي ، نو دا بيا د پښتنو ګناه ده ! چې په ملي کچه به بيا لږه کې يا اقليتونه ، او په نړيواله کچه به بهرنيان ددوي په هويت ، تاريخ ، او کارنامو لوبي کوي او ددوي ژوند او راتلونکي به بيا د دوي د لوبو ميدان وي ( ننې تازه او روان حالت د ډيورنډ د کرښي دواړو خوا ته یاني کندهار، هلمند ، روزګان ، پکتيکا، غزني ،ننګرهار ، کنړ او بله خوا وزيرستان ، با جوړ ، سوات ، خيبر او کوټه » یې ژوندي نموني او مثالونه دي . زه نوري خبري کول نه غواړم خو د سيمنار په اخره کې درنو او قدرمنو هيواد والو او پښتنو ته يو څو وړانديزونه او پوښتني مخکي کول غواړم ،د دي مقصد او موخي ته د رسيدلو په هیله چې ، پښتانه څنګه او په کومه طريقه سره کولي شي چې ، خپلي مسلي را کابو کړي شي ؟ د پورتنيو وړانديزونو څخه مي مقصد دا هم دي چې ، څنګه پښتانه دي ته وه هڅول شي چې ، په ريښتوني او ايمانداري سره يو موټي او د خلکو او وطن خدمت ته ملا وتړي ! مونږ د پښتنو ټولنوليز اولسوليز ګوند او د پښتنو کلتوري ټولنه کولن د هيڅ کوم سياسي او غير سياسي ټولني ، او د هيڅ کوم قوم د ژبي ، کلتور ، او ادب مخالف نه يو ، بلکه د نړي د سوسيال ديموکراتانو ، او د نړي د ژونديو او مړنيو قومونو او ملتونو په قطار کې د هر چا د ژبي ، کلتور ، ادب ، او قوم احترام کوه ، او نورو له هم پکار دي چې ، زمونږ د ژبي ، ادب ، کلتور او قوم متقابل احترام وه ساتي ، چې دا هم د بشري اوهم د نړيوالو حقوقو او نورمونو غوښتني دي او هم زمونږ غوښتني ! که غواړي چې ، ددنيا د قومونو او ملتونو سره د سيالۍ جوګه شي ، نو د نوو بنسټيزو او سالمو وړانديزونو په کولو سره د ذمه واري ميدان ته را وه دانګي ، او کار ته په ريښتوني ملا وتړي ، هر چا چې ، د قوم ، ملت او هيواد خدمت په اخلاص او ايمانداري سره تر سره کړ ، نو هم به خپل قوم او ملت او هم به خپلو خلکو او اولس ته سرلوړي وي . په درناوي . ددي دپاره چې په راتلونکو سيمنارونو کې په بورتنيو وړانديزونو باندي پوره خبري اتري وشي ، په کاردي چې د دغو وړانديزونو ځوابونه په سيمنار کې د پروتوکول په بڼه کې وه ليکل شي .
محمد شيرين ګرديوال دPSDPدوهم مرستیال او د پښتنو کولتوری ټولنی مشر .

وړانديزونه/پوښتنی

0. ۱. ددي دپاره چې د پښتنو مسلي راکابو کړي شوه ، څه پکار دي ، او يا کوم لمړي قدمونه اوچتول اړين بريښي ، چې په ريښتوني توګه د مسلو حل رامينځ ته کړي شي ، څنګه او د کومه ځايه لمړي پيل وشي ؟ دلته د ناستو پښتنو نظرونه او وړانديزونه پدي هکله څه دي ؟ 1. ۲ . ايا د پښتون د ستر هويت او قامي وحدت غوښتنه او هيله پخپله د پښتنو اصلي غوښتنه او موخه ده او که نه ؟ 2. ۳ . د پښتنو کومي مسلي د ملي ګټو او قامي وحدت د خوندي کيدو په ليحاظ د لمړيتوب حق لري ؟ 3. ۴ . که هر پښتون خپل ځان د خپلو ملي ګټو او د اولس د ساتني او پالني دپاره په تله کې واچوي ، او ځان ذمه وار وه ګڼي ، او وه غواړي چې په ملي کچه د خدمت مصدر وه ګرځي ، نو ددغه کار د پيل لمړي قدمونه به څه وي ؟ پاي . - بېرته شاته