(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

همايون خان سره مرکه

په دې تېرو څو كلونو كې، چې پښتو موسيقۍ څنګه څنګه نوي اړخونه بدل كړل، نو په پښتون قام يې داسې ډېر آوازونه وپېژندل_ كوم، چې د وختونو په ګردونو كې ورك ورك وو_ دى نوو اوازونو پښتو موسيقۍ ته نوى ژوند وركړو_ او هاغه هلې ځلې كول، چې موسيقي ترې هېره ده يو ځل بيا د خپلو اهنګونو سره اشنا شو_ زمونږ د نن هنرمند همايون خان هم په هاغه نامتو او قد آورو فن كارانو كې شامل دى د چا سټايل او انداز، چې_ د هر چانه منفرد او جدا دى_ مونږ د ستوري مجلې په تړون د همايون خان د ژوند قيصه د لفظونو په چوكاټ كې تاسو لوستونكو ته مخكې ږدو. لايق: همايون خان_ ستاسو د نغمو سره ټوله پښتونخوا اشنا شوې ده كه لږه مهرباني وكړې او ځان ورسره هم معرفي كړې، نو مننه به وي. همايون: ولې نه، اول خو زه د ټول پښتون قام د هاغه بې كچې مينې څخه مننه كوم، كومه يې چې ماته رابښلې ده، او بيا زما ژوند د دوى دپاره پرانستى كتاب دى، زما تعلق د دير ضلعې د منجئ (Manjai) كلي سره دى په قام شينوارى پښتون يم او موسيقي مې شوق دى. لايق: او ستاسو والد صيب؟ همايون: زما د بابا نوم يعقوب خان دى هغه د پېشې په لحاظ اليكټريكل انجنير دى هغه په واپډا كې ايكسين وو، د سر كاري نوكري نه پس نن سبا په سعودي عرب كې د يو لوى پراجيكټ منيجر دى. لايق: ډېر ښه، دا راته ووايه، چې د يو انجنير ځوى څنګه فنكار شو؟ همايون: (په خندا كې) لايق صيب تاسو ته پته ده، چې په هر انسان كې دننه يو پټ فنكار موجود وي، زما هم دغه حال وو، چې د پښتو موسيقۍ د هنر مندانو نغمې به مې اورېدلې او چې كله به يوازې ووم د ځان سره به مې دغه نغمې زمزمه كولې. لايق: بيا؟ همايون: زما بابا ته زما د جذبو احساس وو هغه ما ته يو كې بورډ يعنې د بجلۍ باجه راوړه ما به د خپلې پوهې په اندازه ددغې باجې د سرونو سره لوبې كولې. لايق: او زده كړه؟ همايون: هو، ما د خپل دغه شوق سره خپل تعليم هم جاري وساتلو ما د خپل ابتدايي تعليم نه پس ايم، بي، اې وكړه. لايق: ستاسو د موسيقۍ شوق او د تعليم د شعبې انتخاب دواړه د يو بل نه لرې لرې دي؟ همايون: نه داسې نه ده، زه فكر كوم، چې د فن خپل دى او د ژوند خپلې تقاضې او غوښتنې ما، چې د فن سره كوم تعلق او تړون لرلى وو، هغه زما د شوق تر حده پورې و زما كله هم دا خيال نه و، چې زه دې يو پروفيشنل فنكار شم، ځكه نو د تعليم نه پس ما په يوه ملټي نيشنل كمپنۍ كې كار شروع كړو. لايق: چې كله مو د علمي ژوند ابتداء د نوكرۍ نه وكړه، نو بيا فن ته څنګه واپس راغلې؟ همايون: هو، دې ته زه راځم، ما كه هر څو نوكري شروع كړې وه، خو زما دننه فنكار به زه چېړلم، چې چېرته به د موسيقۍ سرونه چېړلى شو، زه به هلته ور تلم، چې كله سر دار علي ټكر خپله سټوډيو جوړه كړه، نو زه به اكثر د هغې د ريكاډسټ ښاغلي بابر سره ناست وم، په هر څه به مې نظر وو، خو تر دغه وخته زيات كار هماغه روايتي وو، زه د يو بدلون په لټون ووم، او زه ځان په دې معتبر ګڼم چې، په وړمبي ځل ما پښتو موسيقۍ ته دا اوسنى رنګ وركړى دى. لايق: هغه څنګه؟ همايون: د پښتو مقبوله سندره بي بي شيرينې، چې كله زيك افريدي ريكارډ كوله، نو د شفيق ائيون سره هم زما خواري شامله وه، ددې نه وړاندې زما سندره "سترګې ظالمانې دي" ائيون (Avon) ريكارډ كړى وه. لايق: تاسو پخپله څومره سندرې وئيلي دي؟ همايون: اصلي خبره داده، چې د سندرو په انتخاب كې ډېر د سوچ او فكر نه كار اخلم، زه د تعداد په ځاى د معيار سوچ كوم، ځكه نو به مې تر اوسه پورې با قاعده څلويښت سندرې ويلي دي. هسې د عمومي سندرو شمېره ډېره ده. لايق: كله ډېر خوشحال يې؟ همايون: (خندا) يره، زما باران ډېر خوښييږي، چې كله باران ورېږي نو زه خوشحاله يم، دا د مودو داسې زما مزاج دى. لايق: همايون خان: ستا خو هر انداز روماني، روماني دى، نو چېرته عشق مينه…؟ همايون: هو، زه مينه كوم، له خپلو مشرانو او بيا د خپلې خاورې سره. لايق: همايون خان، فنكاران خو ډېر حساس وي، تاسو د پښتنې سيمې د موجوده حالاتونه څه اثر اخلۍ؟ همايون: هو، دا حالات كړكېجن دي، خو زه مايوسه نه يم زه په دې باور ولرم، چې هر قام د داسې حالاتو سره مخ كېږي، ددې تورو تيارونه پس زه يو رونډ سحر وينم، او دامې يقين دى چې د امن سحر به خامخا را خېژي. لايق: بيا ستاسو فن ته راځم، تاسو دا خبره وكړه، چې تاسو په پښتو موسيقۍ كې د يوه بدلون بنياد ايښى دى، نو دا راته ووايئ، چې تاسو په خپله طرزونه هم جوړ دي؟ همايون: چي بلكل، زما په ذهن كې په زرګونو طرزونه دي، په پښتو فلم "صبر شه زړګيه" كې هم ستاسو سندرې "مونږ محبت كړى دى"، "ولې باور نه كوې"، "رازه رازه جانانه" واضحه بدلون وو، ځكه خو د فلمونو موسيقي نن هم په دغه ډګر روانه ده، كوم قدم چې ما ايښى دى، هغه لا چا بدل كړى نه دى. لايق: څه خيال كوې دا غربي موسيقي به زمونږ كلتوري موسيقي له منيځه يونه سي؟ همايون: زه ددې سره اتفاق نه كوم، زما خيال دا دى چې په هر دور كې بدلون راځي د هغې لاره څوك نشي نيولى، پښتو موسيقي به نوره هم ماډرن (عصري) كېږي، خو زمونږ بنياد هماغه دى كوم، چې استاذانو ايښى دى، هغه بدلېدى نشي. لايق: ښه دا راته ووايه چې ته څومره مئينان لرې؟ همايون: بې شمېره، بلكه په لكونو، په ملك كې دننه او د ملك نه بهر هم. لايق: چې دا دومره مئينان (اورېدونكي)لرې، نو څه محسوسه وې؟ همايون: بس خپلې ژبې او خپل قام ته دعا كوم. لايق: چې كله مئينان سېوا شي نو بيا ژوند يواځې تېرول ګران شي، نو تاسو تر اوسه يواځې يواځې يئ كه كومه ملګرې مو پيدا كړې ده؟ همايون: (په خندا) تر اوسه خداى پاك خير كړى دى لامې واده نه دى كړى. لايق: تاسو اې، وي، ټي، خيبر كې د يو فنكار په انداز كې خپل اولس اوليدلئ، اورېدلي مې دي، چه اوس پكې باقاعده نوكري كوې؟ همايون: ټيك مو اوريدلي دي، خيبر ټيلې وېژن د پښتون فكر په خورولو د پښتون مزاج په بدلون كې ډېر بنيادي كردار لرلى دى، او چه كله ددې ادارې مشرانو په ما اعتماد وكړو نو ظاهره ده ما دا د ځان دپاره فخر وګڼه نن سبا زه د پښتو موسيقۍ د څانګې مشرۍ كوم. لايق: ستاسو خبرې خوند كوي، خو په اخره كې په د ستوري مجلې لوستونكو ته يو پيغام راكړې، چې دا هرڅه پكې يوې نقطې ته راشي؟ همايون: زما پيغام د امن پيغام دى، زه غواړم، چې د ژوند دا دښمنئ، تر بگنې له منځه لاړې شي، مونږ د يو بل په كار راشو، د بې وسه خلقو د مجبوره خلقو خدمت وكړو، هم دغه زما سوچ دى، دغه زما د ژوند مرام دى هم دغه زما پيغام دى. لايق: همايون خان، ستاسو دغه پيغام د نن وخت د ټولونه لوى ضرورت دى ستاسو يو جهان مننه زمونږ له خوا دغه دعا ده، چې ستاسو فن دى دغه رنګ خپل خوند ولري چې پښتانه پرې وياړ كوي، ستاسو يوځل بيا مننه. همايون: ستاسو هم مننه. په دې سلسله (برخه) كې به د پښتو ژبې د نومياليو او مشهورو هنرمندانو سره مركې د ستوري په هره ګڼه كې خپرېږي او د هغوى د ژوند او فن سره به درانه لوستونكي اشنايي مومي. ـ د ستوری مجلی ځلورمی ګڼی څخه ـ Interview with Pashtoon Singer Mr. Hamayoun Khan Interviewer: Mr. Layaqzada Layaq - بېرته شاته