(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زيار

دا يو انسانى فطرت دی، چې كله د سكون ساه اخلى د ژوند په ښائستونو كښې له ځانه ورك وى، نو بيا د هر غمه بي پروا وى. په خپله ځوانۍ، خپل حال او خپل اولاد نازېږى او دا ګڼى چې دغه هر څه د هغه دى. په داسې حال كښې بيا انسان د الله تعالى د عظمتونو اعتراف هېر كړى. هغه باغى شى، ولې چې كله پرې سختى راشى، نو د بغاوت ملا ئې ماته وى، د ژوند د مستۍ رنګونه ئې پيكه پيكه شى، د ځان نه ئې زړه تور شى، هر وخت اسمان ته ګورى او لاس ئې پورته دعا ته نيولې وي، چې "يا خدايه! ته زما مشكل اسان كړې" الله تعالى ته د انسان ددغه فطرت علم دی، ځكه ئې ورته په قران پاك كښي بيا بيا سركشه او باغى وئيلى دى. دا د خاورې نه پيدا انسان كله كله خپل غرور او تكبر دې حد ته رسولی دی، چې د خدايۍ دعوې ئې كړى دى، الله تعالى په هر دور او هره زمانه كښې د انسانيت د اصلاح دپاره خپل نبيان رالېږلى دى. دغه ټولو نبيانو انسانيت ته د مينې درس وركړی دی. دوى ئې د تكبر او غرور نه منع كړى دى او په خپلو ذاتى عملونو ئې ورته دا خبره سپينه كړې ده، چې اصل عظمت په فقيرۍ كښې دی، اصل لوئي په مال دولت نه، بلكې په تقوى ده. د الله تعالى په يادولو ده، دغه ياد چې څومره څومره د يو انسان په زړه كښې ځائآ مومى نو بيا ئې د زړه سترګې بينا كېږى. هغه د زړه په سترګو هاغه څه وينى چې بل كوم كس ئې تصور نشى كولی. دا هرڅه په مسلسل رياضت كېږى او ددغه رياضت تعليم، ددغه رياضت ښودنه هر نبى كړې ده، خو بيا هم د هر نبى په هر دور كښې مخالفت شوی دی. د حق لارې ته چا په رضا غاړه نه ده ايښودې او چې كله بيا د الله تعالى جلال په "جلال" كښې راغلآ دآ، نو د داسې نامنونكو انجام ئې ډېر عبرتناك ګرځولی دی . قراّن پاك د داسې قامونو ذكر ښه په تفصيل سره كړی دی او ورسره ئې دا يادونه كړې ده، چې دا هرڅه ستاسو دپاره عبرت دی، كه چرې پوهه ولرئ. الله تعالى چې كله د ادم عليه السلام نه د نبوت سلسله پيل كړه، نو بيا دغه سلسلې دوام وموندو، نبيان راغلل، د حق وينا ئې وكړه او بيا ئې د دنيا نه تشريف يوړو او چې كله الله تعالى دا فيصله وكړه، چې اوس وخت راغلی دی، چې د نبوت دا سلسله تمامه كړى او يو داسې جامع پيغام انسانيت ته وركړى، چې تر قيامته پورې د هر دور او هرې زمانې نمائنده پېغام وى، نو د هاغه نُور جلوې ئې په مكه كښې راخورې كړې د كوم نُور ځلا چې اّدم عليه السلام ليدلې وه. دا داسې حالت وو، چې په مكه او مدينه كښې په هر لور د الحاد لړۍ خورې وې، نفرتونه سېوا شوى وو. د سردارانو تكبر او غرور د حدونو نه ډېر بره تلی وو، د خوارانو په مخ اوښكې قطار قطار كېدلې او د ظالمانو په مخونو مستۍ او خنداګانو چورلكونه خوړل. هره بدعملى په زور كښې وه، د انسانيت مفهوم بدل وو، عن تر دې چې سرونه به بتانو ته ښكته كېدل او بيا د مزې خبره دا وه، چې ددغه بتانو نه به مرادونه غوښتآ شو، ددغه بتانو سره به جرګې مركې كېدې. الله تعالى دا هرڅه ليدل او چې كله بيا د ابراهيم خليل الله په كورنۍ كښې د "نُور" جلوو سترګې غړولې، نو د عبدالله په كور كښې د فرشتو سندرې سېوا كېدې. دغه نغمې دغه زمزمې د احساس غوږونو اورېدلې او بيا د امنې ابۍ په غېږه كښې د دواړو كونو سردار حضرت محمد مصطفآ صل عليه واله وسلم سترګې وغړولې، چې كله د نبوت دغه ستورآ او ځلېدونو د الحاد په ماڼو لړزان راغآ، ډېرو خلقو په دې موقع داسې ډېرې نښې نښانې وليدلې، چې هغوى ئې حق دق پاتې كړل، خو چا لا دا تعين نشو كولآ، چې اخر د مكې په دې ښار كښې كوم انقلاب راغلی دی.؟ روايت دی، چې بى بى امنې خوږ نبى(ص) په زانګو كښې واچولو، نو زانګو په خپله په زنګېدو شوه. دا د حضورص د عظمت لومړآ نښې وې، چې وليدلی شوې. د هغه پلار محترم عبدالله د هغه د پيدا كېدو نه وړاندې وفات شوی و، ځكه خو ورته بيا قراّن پاك وويل، چې ته يتيم پيدا وې ما درته سهاره دركړه. د نبى كريم صل الله واله وسلم په پيدا كېدو د هر چانه زيات د هغه نيكه مبارك حضرت عبدالمطلب خوشحاله وو. دا ځكه چې خوږ نبى(ص) د هغه د ځوانى مرګ زوى عبدالله نښه وه. هغه خپل لمسآ مبارك راواخيستو په سينه پورې ئې كلك ونيو بيا بيا ئې ښكل كړو او د تبرك په خاطر ې خانه كعبې ته يوړو. هاغه خانه كعبه چې د خوږ نبى(ص) نيكه ابراهيم خليل الله ئې په خپل لاس بنيادونه ايښودى وو. هاغه خانه كعبه د كومې د جوړښت دپاره چې هغه د خپل زوى مبارك حضرت اسماعيل(ع) قربانۍ ته غاړه ايښودې وه او بيا چې كله د خوږ نبى د ماشوم والى ورځى سېوا كېدې، نو دا سعادت الله تعالى بى بى حليمې ته وركړو، چې د دواړو كونو د سردار صل عليه واله وسلم پالنه وكړى. په عربو كښې دا رواج وو، چې د كليو نه به زنانه ښار ته راتلې د ښار نه به ئې ماشومان د پالنې دلپاره كليو ته وړل، چې ځان ته څو پيسې وګټى او د ماشومانو په كلى وال ماحول كښې روزنه وكړى. د نبى كريم صلى الله عليه واله وسلم د پيدا كېدو نه دغه زنانه خبر شوې وی، خو ځكه ې غاړه نه كېښوده، چې امام الانبياص يتيم وو او ښځو دا ګمان كولو، چې دده په پالنه به دوى ته كومې زياتې پيسې ملاو نشى. بى بى حليمه هم د ماشومانو په لټون ستړې ستړې د عبدالله كور ته راغله. هغې چې كله حضرت محمد مصطفآص د مور د غېږې نه واخيستو او په سينه پورې ئې كلك ونيوو، نو داسې ئې محسوسه كړه، لكه چې سينه ئې ټكور شوې وى. هغې په خپل زړه كښې يوه داسې خوشحالى محسوسه كړه، چې د اظهار په چل ئې نه پوهېده او چې كله خپل كلى ته ورسېده، نو په خپل كور كښې ئې د يو اسمانى نور ځلا محسوسه كړه. څو ورځې تېرې نه وې، چې د احمد نبى مختارص د رحمتونو سلسله شروع شوه. د حليمې ابۍ د ګډو _ بزو پۍ زيات شول، د هغې په ژوند كښې بركتونه راغلل، خلق ټول دغه بدلون ته حېران وو او حليمه ابۍ پوهېده، چې دا هرڅه ددې ماشومص دمخه دى، ځكه نو د محمدص سره ئې د خپلو بچو نه زياته مينه شروع كړه. د څلورو كالو تېرېدو نه پس چې كله حليمې ابۍ د دواړو كونو سردارص خپلې مور امنې ابۍ ته بېرته وركولو، نو زړه ئې ورپسې نری نری خوږېدو. د حليمې ابۍ ددغه مينې اظهار به خوږ نبىص په هر موقع كولو. حضورص لا د ژوند په وړو پاټكو قدمونه ايښودل، چې مور ئې وفات شوه. دغه غم ئې لا نه وو زغملی چې دوه كاله پس ئې نيكه وفات شو او بيا د هغه تره محترم حضرت ابو طالب د خپل وراره پالنه شروع كړه. هغه څو څو ځله د خپل نيازبين وراره عظمتونه په خپلو سترګو وليدل. وختونه تېرېدل او پاك نبىص د مكې په مقدسه خاوره د ژوند قدمونه وړاندې اخيستل. د هغه د صداقت او امانت دارۍ اعتراف هر چا وكړو، خو چې كله د څلوېښتو كالو په عمر كښې الله تعالى هغه ته د نبوت ذمه وارى وسپارله، نو هر چا ئې مخه ونيوله د څو مئينانو نه علاوه د خپل وخت ټولو سردارانو د حضورص مخالفت شروع كړو. دا ځكه چې نبىص د وحدانيت خبره كوله، هغوى د مساواتو، اخوت او مينې درس وركولو، د مكې سرداران دې اورېدو ته كله تيار وو، خو د حق شمع بله شوې وه، ډلې ډلې پتنګان دغه شمع ته راغونډېدل او بيا په مكه كښې د وحدانيت د تبليغ نه پس چې كله حضورص د مدينې په لور هجرت كولو، نو دنيا بدله شوې وه. د اسلام رڼا د مكې نه علاوه مدينې او نورو ښارونو ته هم رسگيدلي وه. د مدينې د هجرت نه پس كه هر څو د مكې كفارو د دوى په ضد ټول قوتونه استعمال كړل، خو الله تعالى د خپل نبىص په خپله حفاظت كولو. د ټول ټال درويشتو كالو په موده كښې په ټوله دنيا كښې يو انقلاب راغی، د اسلام رڼا د ايران او فارس محلونو ته هم ورسېده. د مكې مقدسه او پاكه غېږه د الحاد او كفر د تيارو نه پاكه شوه او چې كله د حضورص د ژوند مقصد ترسره شو، نو بيا هغه خالق ځان ته راوبللو. د هغه وخت نه تر دې دمه د اسلام شمع بله ده، دا هرڅه مونږ ته د خوږ نبىص انعام دی. دا نن چگ مونږ خپل خالق پېژنو په فرشتو، اخرت، جنت، دوزخ هرڅه عقيده لرو، نو دا هم د نبىص ښودنه ده. د دومره لوئآ هستۍ صفت كول ډېر ګران كار دآ. هاغه هستى چې الله تعالى او فرشتې پرې پخپله درود وائى هغه هستى چې د چا د مخه ددې كائيناتو تخليق شوی دی، دومره لوئی عظمت لرى، چې انسانى ذهن ئې ادراك نشى كولی. د حضورص په زمانه كښې هم مئينانو د حق شمع وستايله او خپلې لمنې يې د ثوابونو نه ډكې كړې او نن هم دغه هڅې دغه كوشش په وړاندې روان دی. زه چې كله سترګې پټې كړم د نبىص د عظمت خيال مې ذهن ته راشى، وارخطا شم او وبوږنېږم. دغه فكر مې په لفظونو كښې داسې الول شى:
زه بــــــــــه څه يم څه به نه يم دا زما ليكل به څه وى څه چې وايم څه چې ليكم دا د چا د نُور كمال دی.
ما ددې نه وړاندې هم د ګران نبىص د صفت د حق ادا كولو كوشش كړی دی او پدې ځان بختور ګڼم، چې زما دغه ادنى او معمولى زيار ته په قامى سطح ډېر درانه وكتل شول. دغه عزت او دغه احترام په ما د خوږ نبىص پېرزوئينه ده. ګنې زه كله د شعر په رموزو پوهه يم، زه كله د نعت ليكلو حق ادا كولی شم، زه خو په دې خيال په دې سوچ د نبى كريمص د تعريف كولو هڅه كوم، چې د خپلې بښنې اميد ولرم. زما د خوار مسكين نوم چرته د اقاص په مئينانو كښې شمار شى. ما په دې مجموعه كښې د روايتى نعت ليكلو نه يو اړخ ته په غير روايتى انداز كښې د ګران نبىص د تعريف كولو كوشش كړی دی. طمع ده چې زما د قلم قبيلى ملګرى به دې كوشش ته درنښت وبښى. دعا كوم چې الله تعالى دې مونږ ټولو ته د خپل نبىص په ښودنو د مكمل عمل كولو توفيق راكړى، ځكه چې همدغه لار د بښنې لار ده، هم دغه لار د كاميابۍ او كامرانۍ لار ده. له *جلوی*کتاب څخه *************************

"لويه خدايه"

لويه خدايا لويه خدايا نه مې زور شته په قلم كښې نه مې عقل شته نه پوهه د "حدونو" په ول ول كښې له ازله ګرفتار يم يو بې وسه بې اختياره ستا مسكين عاجز بنده يم دا ممكنه نه ده ربه چې زه حق د صفتونو ستا د پاك نبيص ادا كړم بس په دغه ارمان ليكم كله ورځ چې د محشر وى چې زما نامه هم شمار شى د هغو خلقو ټولګي كې مدحه خوان چې د نبىص دى مئينان چه د نبىص دى

.

"احسان"

ځه به كوم كوم يادومه ذوالجلاله ئې بادشاه د رحمتونو شمار دې نشته چې پيدا دې امتى د محمدص كړم په رښتيا د احسانونو شمار دې نشته.

- بېرته شاته