(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سويډن د مالمو په ښارکې ددرنی ادبي غونډه راپور

د روان ۲۰۰۸م کال دسپتمبر پر ۲۰مه نېټه دافغانستان د پياوړي شاعر عبدالوهاب سرتېر د شپېتم پسرلي درارسېدو په مناسبت په سويډن کې د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز په نوښت او زيار درنه ادبي غونډه جوړه شوه . دغونډې کارچې د دوو ځوانانو هر يواغلې زهل ساپۍ او ځوان شاعر نيازمحمد پياوړي لخوا پر مخ بېول کېده، په لومړي سرکې دالحاج سخي گل ساپي لخوا دقرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه . مخکې له دېنه چې غونډه د افغانانو دعلمي او فرهنگي مرکز او دوستۍ فرهنگي ټولنې دمشر حبيب الله غمخور په پرانېستونکې وينا پيل شي د راغلو مېلمنو هر يو، تاريخ پوه ښاغلي کانديداکادميسين محمد اعظم سيستاني ، اغلې نجيبې سارابياباني ، پياوړی شاعر عبدالوهاب سرتېر، دبي بي سي راډيو ويانده اغلې نجيبې لېمې او دوه تنو دسويډن د دولتي اوفرهنگي ارگانو استازو ته بلنه ورکړل شوه تر څو ددوی لپاره ټاکل شويو ځايونو ته تشريف راوړي، همدا ډول ښاغلي غمخور په سويډن کې دافغانانوعلمي اوفرهنگي مرکز د مشرتابه څخه غوښتنه وکړه هغه لونگۍ چې د ټولنې لخوا ښاغلي سرتېر صاحب ته ډالۍ شوېده په افغاني دود هغه ته ورپرسر کړي ، دڅو تنوافغاني پېغلو څخه يې غوښتنه وکړه چې دټولنې لخوا برابرې شوې ډالۍ درنو مېلمنو ، اغلې نجيبې لېمې، ښاغلي سيستاني صاحب ، اغلې نجيبې سارا بياباني او دوو سويډنيانو ته وړاندې کړي . د ښاغلي حبيب الله غمخورتر پرانيستونکې وينا وروسته لومړی دافغانستان پياوړې شاعرې اوليکوالې اغلې نجيبې سارابيا با ني څخه او ورپسې دافغا نستان د پياوړي ليکوال او تاريخ پوه کانديداکادميسين محمد اعظم سيستاني څخه غوښتنه وشوه دموضوع په اړوند خپلي ويناوې دغونډې برخه والو ته واوروي . همداډول په ډنمارک کې مېشت افغان ليکوال پوهنمل حاجي محمد نوزادي ، له ناروي څخه راغلي تکړه شاعر هنرغيرت په لندن کې مېشت دټوکوټکالومشهور افغان ليکوال ښاغلي پيرمحمدباوري ، دبې بي سي راډيو پېژندل شوې ويانده اغلې نجيبه لېمې ، په ايران کې د اد بياتو پخوانی استاد ډاکتر معنوي ارژنگ لخوا د مبارکۍ ويلو په ويناوو غونډه نوره هم درنه اوښکلې شوه. نوموړې درنې او پرتمينې غونډې ته له ډنمارک څخه ښاغلی صديق ننګ، ښاغلی عبدالمالک بېکسيار، ښاغلی ودير ساپی، ښاغلی بهرام او ګڼ شمېر نور دوستان هم راغلي وو. دغونډې په ادرس دنړۍ دمختلفو هېوادونه دفرهنگي ټولنو، علمي او فرهنگي شخصيتونواو د ښاغلي سرتېر صاحب بې شمېره شاگردانواو دشعر مينه والو لخوا دبرېښنا ليک او ټليفون په مټ پيغامونه رارسېدلي دي چې دهغې جملې نه دامريکا دمتحده ايالاتوڅخه دافغانستان وتلي شاعر، ليکوال او څېړونکی عبدالباري جهاني د هالنډ څخه د سلام فرهنگي ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب پوهنوال رسول باوري له هندوستان څخه پوهنوال خالق رشيد د افغانستان څخه د افغانستان د راډيو تلويزيون رئيس اوپياوړي ليکوال ښاغلي واحد نظري ، له کابل څخه ښاغلي غلام نبي مبتکر، د استراليا څخه محترم هدايت اله هدايت ، له انگليستان څخه دپياوړي شاعر نظيف الله تکل،له دوبۍ څخه دښاغلي رحمتي ګيـلانـوال،له استرلياڅخه دافغان استرليا د بشر دوستا نو ټولنې،له ستاکهلم څخه ښاغلي مسعود سرلوڅ مرادزي او له کاناډاڅخه دمحمدا صـغـرعـبادي له استرليا څخه عزيز احمد فرد له کاناډاڅخه ډاکتر ثرياخادم اوښاغلي ځاځي صاحب ،له ډنمارک څخه پوهنوال حاجي محمد نوزادي، دجرمني دباير په ايالت کې دافغانانوکلتوري ټولنې په استازيتوب ښاغلي محمد امين بسمل نومونه يادولای شو . په غونډه کې ددغو ټولنو او شخصيتونه پيغامونه ولوستل شوه . ديادولو وړده چې پدې غونډه کې په مالموکې دافغانانو کلتوري اتحاديې مشرتابه جرگې ، ارياناکلتوري ټولنې ، ارلوف اولوندکې افغاني کلتوري ټولنومشرتابه جرگو په لندن کې تکړه شاعر ښاغلي مفتون صاحب ، دټوکو ټکالو مشهور ليکوال ښاغلي پيرمحمدباوري، په انگليستان کې دافغانانودکلتوري ټولنې دمشرتابه جرگې استازي ښاغلي غلام حضرت اعظمي ، په ډنمارک کې دافغانستان دفرهنگ ټولنې مشرتابه جرگې غړو اوهلته مېشت پېژندل شووافغان شاعرانو ، ښاغلي صديق ننگ ، ښاغلي وديرساپي ، ښاغلي عبدالمالک بېکسيار، په لوندکې مېشت افغان شاعر غفوراميني ، په مالمو کې ميشت افغان شاعرانو ښاغلو عبدالباقي تلاښ ،سلام اندړ اوځوانو شاعرانو قدرت الله ،اميد زدراڼ ، قدوس رحمتزي او نورو فرهنگيانو ګډون درلود چې نوموړې غونډه يې لا پرتمينه کړې وه. د مقالو او پيغامونو په منځ کې دافغاني پېغلولخوا دښاغلي سرتېر صاحب او نورو شاعرانو په زړه پورې شعرونه زمزمه شول . دپيغامونواو ويناو تر اورولو وروسته دمشاعرې د پروگرام پيل شوچې په لومړي سرکې ښاغلي عبدالوهاب سرتېر ته بلنه ورکړه شوه ترڅوپه خپل ښکلي اواز خپل په زړه پورې شعرونه دغونډې برخه والوته واوروي . ښاغلي سرتېر صاحب چې کله دستيج سرته ته تشريف راوړ د چکچکو او ولولو په غږ کې يې دغوندې دکوربه ټولنو څخه د خوښۍ اومننې په څرگندولوسره وويل : زمالپاره دوياړځای دی چې نن یوځل بيا دسويډن دمالمو په ښارکې د اوسېدنکو افغانانو سره پدې درنه ادبي غونډه کې چې ماته ډالۍ شوېده برخه اخلم . ستاسويې کور ودان چې دداسې درنې غونډې په جوړېدوسره خپل يو حقير اوفقير شاعر هڅوی . تر دغه څرگندونو وروسته ښاغلي سرتېر صاحب په خپل زړه راکښونکي او له افغاني احساساتوڅخه ډک اوازدشعرونو په ويلودغونډې برخه وال ونازول . تريوې لنډې تفريح وروسته دخوږ اوازه سندرغاړي اما ن الله اميري په مشرۍ په ډنمارک اومالموکې افغانو هنرمندانو ، همايون صاحبزی ، ادريس جبارخېل ، قدوس رحمتزي ، هارون تيمور او بهير اميري لخوا ښاغلي سرتېر صاحب ته ځانگړې دموسيقي په زړه پورې پروگرام ډالۍ شو. غونډه تر روژه مات وروسته دشپې پر ۸ بجو او۳۰ دقيقو پيل او دشپې پر ۲ بجو پای ته ورسېده . ...................................................................................................................................................... پرانيستونکې وينا په نامه دهغه خداي مي دا بيان دئ چې يونوم يې په نومونوکې سبحان دی سويډن دمالمو په ښارکې دافغانستان دپياوړي شاعر او ادبي شخصيت ښاغلي سرتير صاحب دشپېتم پسرلي درارسېدو په مناسبت دنړۍ له مختليفو هيوادو نه راغلو پوهانو،فرهنگيانواواوفرهگنپالو! اجازه راکړۍ په سويډن کې دافغانانو علمی اوفرهنگی مرکز په استازيتوب تر هر څه وړاندي له تاسودرنو ميلمنو،پوهانو،فرهنگيانوپه اروپاکښي دفرهنگی ټولنواستازو،شاعرانو او ښاغلي سرتير صاحب دشعر مينه والو ته چې په دغه درنه ادبي غونډه کې ئې دگډون لپاره دنړۍ دمختلفو هيوادوڅخه تشريف راوړۍ دزړه په مينه دښه راغلاست په ویلوسره تاسو ټولو ته کورودانی وايم ،هر کله راسۍ خداي موراوله . اغلو اوښاغلو! زموږ ننۍ ادبي غونډه چي د۲۰۰۸ زکال دسپتمبر پر شلمه دسويډن دمالمو په ښارکې جوړه شوېده دافغا نستان دپياوړی اوپېژندل شوی شاعر ښاغلي سرتير صاحب دعمر دشپېتم گل دغوړيدودلاري څارلوته ډالی شوېده . زه پداسي حال کښي چي خپل دقدروړمېلمه ښاغلي سرتير صاحب ته دروغتيا،ښېرازه اوهوساژوند ددوام هليه کوو،هيله مند يم چي دسرتير صاحب دقلم رنگ هيڅکله هم وچ اواحساس ئې مړژواندئ نشې،سرتيرصاحب په خپله ادبی اوشعري سرتيری کښي تل ځلانده اوپياوړی غواړم . دوستانو! زموږ دپاره دوياړ ځاي دی چي نن موږدافغانستان دوتلی تاريخ پوه اوغښتلي څېړنيز قلم خاوند کانديد اکادميسين محمد اعظم سيستاني ،دافغانستان پېژندل شوې شاعره ،ليکواله ، پياوړې فرهنگی څېره اويوه غښتلې مورچي خپل ټول اولادونه ئې په يوازي سره دثمرهغو مرحلوته رسولې چي موږ هريوپرې وياړو اغلي نجيبه سارابياباني اوځوانه ولي هڅانده اودروزگار دتودواو سړو سره په جگړه کي رالويه شوې اوپېژندل شوې څيره دبي بي سي راډيوويانده اودمختلفو پروگرامو نوجوړه ونکې پرتلاښه فرهنگيالی اغلې نجيبه ليمه اونورتاسو غوندي درانه شخصيتونه ،فرهنگيان اوفرهنگپال پدې درنه ادبی غونډه کي له ځان سره لرو . اغلو اوښاغلو! دسرتير صاحب په وياړ ادبي غونډه کې دبرخي اخيستلولپاره د انگليستان ،ناروي ،ډنمارک،اوانگليستان نه زموږ دهيواد پيژندل سوی شاعرانو اوفرهنگي څېرو،دفرهنگې ټولنواستازواودسرتير صاحب دشعر مينه والو تشريف راوړئ دۍ . زموږ لپاره دوياړ ځاي دی چي زموږسره دسويډن دمالمو دښار ددولتي او فرهنگې ادارو استازي ، دسويډن دمختلفو ښارولکه گوتنبورگ ،لاندس کرونا،لوند، هلسنبوري ، ارلوف دافغاني فرهنگي ټولنودمشرتابه جرگو استازي مستقل شخصيتونه دمالمو په ښار کي دNBV ، Studeförbond Voxanskolan اودمالموپه ښارکي ديوشمير نوروافغاني فرهنگی ټولنواستازي برخه لري . غواړم په خوښی سره تاسوته خبر درکړم چي همدا شان دنړۍ دمختلفو هيوادو څخه زيات شمير افغاني ليکوالو اوپوهانو دسرتير صاحب دشپېتم پسرلي درارسېدو په مناسبت ددې ادبی غونډي په ادرس له محتواډکي ليکنې اوپيغامونه راليږلې دي،زه يې دوخت دکمښت په خاطر دټولو ديادولونه ډډه کوم ، دټولو څخه دمننې په څرگنده ولوسره دبېلگې په توگه له دامريکادمتحده ايالاتونه دافغانستان وتلي شاعر،ليکوال اوڅېړونکی عبدالباري جهاني دهالنډ څخه د پوهنوال رسول باوري، له هندوستان څخه پوهنوال خالق رشيد دافغانستان څخه دافغانستان دراډيو تلويزيون رئيس اوپياوړي ليکوال ښاغلي واحد نظري دافغانستان څخه ښاغلي غلام نبي مبتکر،داستراليانه دمحترم هدايت اله هدايت ،له انگليستان څخه دپياوړی شاعر نظيف الله تکل ،له دوبی نه دښاغلي رحمتي ګيـلانـوا ل ،داسترليانه دافغان استرليادبشردوستا نو ټولنې ، له سټوکهولم څخه ښاغلي مسعود سرلوڅ مرادزئ اوله کاناډاڅخه دمحمدا صـغـرعـبا د ي له کوزي پښتونخوادپښورله ښارنه ښاغلي سيدعثمان سنجش ,دجرمني دباير په ايالت کي دافغانانو کلتوري ټولنې ،له سټوکهولم څخه ښاغلي مسعود سرلوڅ مرادزئ نومونه يادولاي شو . هيره دي نه وي چي ددې درنې غونډي په نامه له کابل،کندهار،هلمند،غزنې ،ننگرهار، فراه،خوست ،مزارشريف ،کندوز او يو شمير اورپايي هيوادوکښي دافغانانو دفرهنگي ټولنو،فرهنگې شخصيتونو اودښاغلي سرتير صاحب دشاگردانولخوادبرېښنا ليک په مټ پيغامونه او دهمدردۍ دڅرگندولوليکونه رارسيدلې دي . زموږ يوزيات شمير هيوادوالوپه خپلو برېښناليکونوکښي خپل دميني ډکوسلامونواوپيرزوينوپه وړاندي کولوسره ليکلې دي چي تاسوټولو دوطن نه ليري خويندو،وروڼو اوپه سويډن کښي دافغانانو دعلمي اوفرهنګي مرکز ددي فرهنگي نوښت چه دافغانستان ديوپېژندل سوی شاعر په وياړ مو درنه ادبی غونډه رابللې ده دستاينې په څرگندولوسره تاسو ټولوته مبارکي اوکورودانۍ وايو. که څه هم ښاغلي سرتير ټول شعرونه په پښتو ژبه ويلي ولې پدې ورستيوکښي زماسره دهغه دشاگرادانو اوعلاقمندانويوپه بل پسي اړېکي اوددې غونډي دجوړېدونه هرکلي ددې روښانه ‌بېلگه ده چي داپياوړی شاعر دټول افغان ولس شاعر اودهغوي ددرناوي وړشاعر دی ،دبېلگې په توگه دستير صاحب يو شاگرد په خپل رالېږل شوی پیغام کي ليکي : ((من که ا زجمـله صـد ها شا گرد آ موزگا رپا ک نفس ؛ بی تعصب ، خوش بیــا ن وخوش قـیـا فـه ا ستا د عـبــد ا لـوهــا ب سـرتیرمیبا شم ، برگـذ ا ری محفل وگرد هما ئي ( تجلیل و بزرگد ا شت ا زکا رکـرد هـا ی ا د بی بخصوص شـعر و شصتمین سا لروز تولـد شا ن ) را ،حضورا سـتا د گرا می وهـمه ي د وسـتد ا را ن شعـرو ا دب تبریک عرض کرد ه ، د رحا لکه زحما ت برگذ ا رکنند گا ن محفل را می سـتا یم ؛ فـقط میخوا هــم با کما ل ا د ب وبد ورا زهرنوع تعصب بگویم : ا ســتا د ســـــرتیر، ســرتــــیـرهــــــمه بـود ه ،هست وخوا هد بود نه یک زبا ن خا ص . ا ستا د سرتیر د ردورا نکه د رلیسه عالی حبیبیه تد ریس مینمود ند،به شا گرد ا نش که ا زنقا ط مختلف کشوربود ه وبزبا نها وا قـوا م مختلـف وبهـم برا دروطن عزیزتعـلق دا شتنـد،همیشه د رپهلوی تد ریس ادبیات پشــــتوما نند هرا را ن آ موزگا ر د یگر وطن، د رس صد ا قت ، برد ه با ری، ا عتما د به نفس ،وطن د وستی وا نسا ن د وستی را میآ موختند . هیچگا هی تعصب ند ا شته وبا شا گرد ان مسلم ، ا هل هنود، شما ل وجنوب ، شرق وغرب د رحا ليکه ا زا توریته وا نظبا ط خا صی برخورد ا ربود ند ،را بطه ی بسیا رمحکم ، نزد یک ود وستا نه د ا شتند . )) دغه ډول پيغامونه نه يوازي داچي دښاغلي سرتير صاحب شعري او ادبی چوپړ ته دافغا نانو درناوي په گوته کوي ،بلکه يوبله اوډيره مهمه مسله هم راڅرگندوي، هغه داچي دمعلم يا ښوونکی مقام څومره اوچت دی ،دگه برېښناليکونه اوټليفونونه ددې روښانه بېلگه ده چي سرتير صاحب په رښتيا سره خپلو شاگرادونوته دانسانيت ،صداقت ،صمېميت ،هيوادپالنې او افغان دوستی درس ورکړی مځکه خوتراوسه دخپلو شاگردانوددرناوي وړدي . درنو دوستانو! په ځينو پيغاموکي ليکل شوی دي : تاسو خبر ياست موږاوس دبدمرغيو اوناخوالوسره لاس په گريوان يوچي هرڅه ئي رانه هيرکړی دي . شپه او ورځ لوي او واړه،نارينه اوښځې يوازي دژوندي پاته کېدواوعزت ساتلوپه تلاښ کي يو،په يوه خبره موږ ستاسو وطنداران هره لحظه ددوبلاوسره چي يوه ئي نا امني اوبله ئي دولتي مامورين دي لاس په گريوان يو . خوکله چه په بهر کي خواره واره افغانان داډول علمي اوفرهنګي غونډي جوړوی ،په رښتيا سره د خوښيو اوښکی موپه سترگوکي ټوپونه وهی اوله ځان سره وايو،خدايه داڅومره ښه کاردی ،خيرکه پرموږقهر شوی ئې ، ديوه اوبل ،دخپل اوپردی پوسيله تاراکړی ژوند رانه اخلې ،خوپه بهرملکونو کښي شکردادی افغانان شته چي يوه ورځ دوي اوياددوي بچی ددې خاوري عزت اوپت وساتي اودهغوپر قبر اوربل کړی کومو چي موږ اوزموږ خاوري ته ئې په سپکه سترگه کتلې ،اوموږ ئي تردې کچي زورولی يوچي دماشومانواوميندوله چېغو مو اوس عرش عظيم لږزېږي .سره لدې چي په بهرکي به هم دداسي غونډو جوړول اسانه کارنه وی خوپه هر حال ستاسو دژوند حالت ترموږ ښه دی ،ستاسونه غواړودغه معمول وساتی اودخپلووياړلوشخصيتونو درناوی اويادوکړی . هيله موداده چي که افغانان ياست يوه لحظه دغه دپردوپلاس بل شوي اورکي وريت افغانستان مه هيروی ،زموږداميدسترگی يوزاي ستاسوپه لورکږې دي ،موږکه دلته دشکايت خوله وازه کړو نوسرمو را باندي غوڅوی . درنو دوستانو! له ډوبۍ نه ښاغلي رحمتي ګيـلانـوا ل دخپل پيغام په يوه برخه کي ليکي : ((تاسوښه ياست ډيري اسانتاوي لري غږونه موهرځاي ته رسيږي اوغوږونه هم درته نيول كيږي . خوډير افغانان شته چي پرزړه يي ويني رااوړي خو څه ويلاي نه سي . زموږ غوښتنه له دې درنې غوڼدي نه داده چي دټولو ژونديو شاعرانو او پوهانو ستاينه دي په منظم ډول پيل سي ، په داسي غونډوكي چي ډير پوهان راټوليږئ دپښتوژبي دپياوړ تيا او داولس د راويښولولپاره دي نوي لاري چاري ولټولي سي ،ټول اولس تاسوته سترګي په لاره دي اوديوي نوي ژغورونكي لاري لټون ته هوسيږي .)) موږ ددوي دغه ملاتړ اوملي احساس څرگندولوته دقدر په سترگه گورواوداوعده ورکووچي ديوه افغان په توگه به يوه لحظه هم خپل هيواد اودازورېدلی اوکړېدلي اولس هيرنکړو. درنو هيوادوالو! واقيعت خو دادئ چي تاسو په خپل گډون ،پيغامونو اوبرېښنا ليکونوسره موږ ته وياړ راوباخښه اوموږ مونورهم وهڅولو چي دافغاني کلتور دپياوړتيا اواووياړلو شخصيتونودرناوي اوقدردانۍ ته تردې لاهم زياته پاملرنه راواړوواو ددغه ډول درنوعلمي او فرهنگي غونډود جوړيدو جوگه شو. پر ځاي ئي بولم دټولنې دمشرتابه اوهر هغه چانه چي زموږ سره ئې ددې درنې غونډي په جوړېدو،دکارونوپه سمبالښت اودميلمنوپه هرکلي کښي مرسته کړېده دزړه له کومې دځان اوټولنې دفرد فرد غړي په استازيتوب دمننې اوکورودانۍ احساس څرگند کړم . کورمو ودان همدا ستاسو بې سارئ ملاتړ دی چي موږ دمالمو په ښارکې دهر ډول غونډو دجوړېدو جوگه کېداي شو. زموږ ټولنې دخپل موجوديت په شپږوکلوکي وکولاي شول دهيواد دوياړلوشخصيتونوپه وياړاوددوي دعلمي اوفرهنگي خدمتونودستايلو په خاطر علمي او ادبي غونډي جوړې کړي .زمور لپاره دخوښۍ او افتخار ځاي دي چي ددې غونډو دجوړيدو په لړ کښي يوځل بيا دادۍ دداسي ادبی اوفرهنگی غوندي دجوړيدو جوگه سولو. بلې دوستانو!د وياړونو يادونه يوازي هغه څوک،هغه اولس اوهغه ټولنه کولای شي چي دخپل هيوادتاريخ يعني تير،اوسنيو اوراتلونکوسره علاقه ولري اونه غواړي هرڅه دتاريخ په آرشيف يازيرمتون کي پاته شي . ديوې ټولني دوياړ نوپه پيژند نې سره د هغه اولس د ښې پيژندني لپاره اساسي لارپرانيستل کيږي ، ځکه نود ولسونو لپاره دخپلو وياړونو نمانځنه د هغوۍ د پايښت اړتيا ګڼل کيږي . همدا لامل دي چي د نړۍ ټول ولسونه او هڅاندي ټولني د تيرو وياړونو ياد نه هيروي او لا د نوو وياړونو د زياتيدواوهستېدو په هڅوکښي پر مخ درومي . د داسي ادبي اوعلمي غونډوله جوړېدونه زموږ موخه هم همدا ده تر څوزموږ ځوانان دغه اساسي ټکي ته پاملرنه وکړي چې دوي دخپل هيواد،کلتوراوجگړه ځپلي ولس په وړاندي څومره ستر مسوليتونه لر ي. موږ غواړوپه دوامداره توگه ځوان نسل دغه ټکي ته متوجه کړو چي بايددخپل هيواد دتاريخ اووياړنو علمی ،ادبي اوسياسي شخصيتونوپه اړوندکره اودقيق معلومات ورلري . موږ غواړودورته غوندودجوړېدو پوسيله خپل ځوان نسل ته عملأ داپه گوته کړوچي ددوي دهيوادمنلو شخصيتونوددې لپاره چي وکولاي شي خپلې ټولنې اوبشريت ته گټور تمام شي ترڅومره کږلېچونواوله کړاونوڅخه ډکولارونه په تيرېدوسره دژوندتر وروستۍ سلگی پوري تلاښونه کړی . درنو فرهنگيانو اوفرهنگپالو! متاسفانه په افغانستان کي تر اوسه لاد تاريکو پيړيود اندونودخاوندانو واکمني ده، خو د هيواده بهر د يوشمير روڼ اندو هيوادوالواوکلتوري ټولنو په زيار او هڅو د وياړونود نمانځنې دودراژوندی اودنړی وال معمول سره سم پالل کيږي . دوياړ ځاي دي چي بهر ميشتو افغانانو په تير ه لسيزه کي نه يوازي داچي د تيرو وياړونو نمانځنه يې وکړل ، بلکي د خپل دوران وياړلي څيرې او منلي شخصيتونه يې هم را وځلول . د سويدن د په مالمو ښار کي دافغانانوعلمی اوفرهنگي مرکز اودوستی فرهنگی ټولنې هڅي اوزيار په دې لړ کي هغه ارزښتمن ګامونه دي چي په پر له پسې توګه يې په انساني مينه پورته کړي دي . لا د هيواد د پوهي او ادب پر اسمان دوتلي اونامتو شاعر اوليکوال عبدالباري جهاني د ياد غونډي خاطرې له زړونو وتي نه وې ، چي د دافغانستان دپياوړو ژورناليستواودموکراسی دلاري تکړه سرغنديانوپه کابل کښي دميرمنې دمجلې چلوونکې اغلو جميلې عزيز اواوس په پارلمان کي دننگرهاردخلو نماينده اغلي صفيې صديقي په وياړ يوپه بل پسې درنې غونډي جوړي شوې ،د هيواد د ستر اديب ، نامتو پوه خدای بخښلي علامه اکادميسن پوهاند عبدالشکور رشاددوفات دلومړي تلين په مناسبت ستره گونډه دمالموپه ښارکي جوړه شوه ،دافغانستان دمشهور تاريخ پوه ښاغلي کانديداکادميسين سيتاني دشپېتم پسرلي دپيل په مناسبت درنه غونډه او دادۍ اوس يې دښاغلي سرتير صاحب دشپېتم پسرلي درارسېدوپه درشل کي ددې علمي او ادبی غونډي گډون وال يو. زه د دې کلتوري ټولنو ټولو اړوندانو اوملاتړو ته په دې هڅوکي د زړه له کومي د دلازياتو برياو دعا کوم . اغلو او ښاغلو ! دافغانانو علمي اوفرهنگي مرکز دخپلو امکاناتو په چوکاټ کښې دافغانستان دملي کلتور ژوندي ساتلو او ځوان نسل دخپل هيواد دملي او تاريخي تحولاتواو تغيراتو سره په تړاوکي دروزلوپه موخه يو شمير علمي او فرهنگي نوري غونډي او محفلونه هم جوړکړي دي ، دلته يوه ملي ،مذهبي او تاريخي ورځ بيله يادونې او نمانځني نه ده تيره شوې .،او پدي کارکښي موږ دوې موخي لرو: يوداچي خپلي تاريخي ،ملي اومذهبي ورځی اووياړنې ژوندی وساتو، اودبله پلوه غواړو ځوان نسل مود افغاني کلتور،دوداو دستور نه بېگانه نشي . هر قوم حق اومسؤليت لري په بهرکي دخپلي ټولني مثبت او معقول عنعنات ،رواجونه اوکلتوري توکي ژوندی وساتي ،تر څودځوانسل اړېکي له پلارني ټاټوبي اوخپل فرهنگ سره پرې نشي . ددې درنې غونډي دجوړېدو موخه مو هم همدا ده چې يو خومو دمحترم سرتير صاحب څه ناڅه حق اداکړۍ وي او دهغه دادبي او فرهنگي چوپړ قدرداني شوی وي اوله بلې خوا موپه ژوندنې ددخپلو پياوړشخصيتونو او پوهانودرناوی په يوه عنعنه بدل کړی وي .يو ولس بايد دخپلو علمي اوفرهنگي شخصيتونودرناوی دهغه په ژوند کښي وکړي ،تر څوهغه دا احساس کړي چي دهغه دزيار اوزحمت نه دهغۀ ولس په څومره اندازه قدردانۍ کوي . درنو فرهنگيانو او فرهنگ پالو! هغه څوک چي نن دمالمو په ښارکې دهغه دادبي اوفرهنگی چوپړ اودژوند دشپېتم پسرلي درارسېدوله امله دا درنه غونډه جوړ ه شوې له نن څخه نږدې شپېته کاله پخواپه ښکلي ننگرهاردگلوهارکي دې نړۍ ته سترگي پرانستي دي. ښاغلي عبدالوهاب ((سرتير)) دحاجي عبدلغني زوي ،په خټه موسی زئ کوچي او په ۱۳۲۸ ل کال کښي دننگرهار دسره رود(سرخ رود) دموسی زيوکلا کې زېږېدلۍ دی .زده کړي ئي دسيد جما ل الدين افغان دښوونې اوروزنې په موسسه کې پاي ته رسولي دي . سرتير صاحب تر ۱۳۵۸ ل کال پوري دحبيبې اواستقلال په ليسو کي دپښتوژبی او ادبياتو ښوونکۍ و،چيري چي سرتير صاحب وکولا ي شول بې شميره ځوانان دپاکی ،صمېميت اوملي يووالي په روحيه وروزي . وروسته يې دافغانستان په راډيو ټلويزيون کي په کار پيل وکړ چي هلته دبېلابېلو خپرونوليکونکۍ ،ويونکی اوچلوونکی وو. له ۱۳۴۳ ل کال راهيسې يې دهيواد په مطبوعاتوکې شعرونه خپرېږي .يو زيات شمير شعرونه ئي دافغا نستان دپښتو ژبو سندرغاړو لخوا دموسيقی په څپوکي کمپوز اوپه سندرو کې ويل شوی دي . عبدالوهاب سرتير له ۱۹۹۳ م کال راهسې په جرمني کي دخپلې کورنۍ سره يوځاي دپردېسۍ ژوند تيروي . درنو دوستانو! غواړم په خوښي سره يادونه وکړم کله چي په ۲۰۰۰م کال کښي دسويډن دمالمو په ښا رکښي دافغانستان دادب اوسياست دځلانده اونه هېرېدونکی ستوري ارواښاد گل پاچا الفت دادبي ،فرهنگی ،سياسي اوملي چوپړ ددرناوي په يادنړيوال سمينارجوړېده ،دهغه سمينار دجوړېدو مسوليت هم زماپر غاړه و، مادنه شناخت په دنيا کښي ښاغلي سرتير صاحب ته په دغه نړيوال سمينار کي دگډون لپاره بلنه ورکړه،سرتير صاحب دهغه احترام اودرناوي له مخې چي الفت صاحب ته ئې درلوده دابلنه په ورينه ټنډه ومنل اوتشريف ئي راوړ . پدې غونډه کې دافغانستان وتلو شاعرانو،ليکوالو، سياستوالو،پوهانواواديبانولکه ارواښاد بڅرکۍ ،ډاکتر اکرم عثمان ،کانديد اکادميسين محمد اعظم سيستاني ،عبدالباري جهاني اويوزيات شمر نورو پوهانو اوپه اروپاکي دفرهنگی ټولنومشرانو گډون درلود . پدې علمي اوفرهنگی غونډه اوځانگړې مشاعره کښي ما وليدل چي دغونډي دگډون کوونکو په منځ کي سرتير صاحب څومره دروند اودقدر وړ ځاي لري . دعبدالوهاب سرتير سره په مخامخ خبروکي له افغانستان اوافغانانوسره دهغه کوچيانۍ اوسپېڅلې مينه له ورايه ښکاري . تر اوسه دښاغلي عبدالوهاب سرتير دشعرونوڅومجموعې چاپ شوي دي لکه : ۱ . څيري گرېوان ۲ .دکوثر جام ۳.دڅپوژبه ۴.سوی ډاگ ۵. چينه ۶. سمندر ۷.هميانۍ ۸. غرونه ۹.بڼ اودوې نوري ټولگې ئي دښاغلي سرتير صاحب په وينا دچاپ انتظار باسي . پدې هيله چي ډير ژردهغوي دچاپ زمينه هم برابره شي،ترڅودشعر اوادب دمينه والو تنده پري ماته شي،اوزموږ شعري پانگه نوره هم پري درنه شي . زه دشعر دلوستلواوگران هيواد دشاعرانودعلاقمند په توگه دمسلک له مخې ځانته داحق نه ورکوم چي دښاغلي سرتير صاحب پر شعري بهير بحث وکړم داکار دغونډي نوروبرخه والوته پرېږدم. زه يوازي دومره ويلاي شم چي دښاغلي سرتير صاحب په شعری انځورونواوشهکاريوکي انسانيت ،بشري عاطفه ،ملي احساسات، گران افغانستان ،دزبرځواکوددنړيوالو اوسيمه ايزوسياليوپه اورکي کړېدلي افغان ولس دپخواني او اوسني برم، شهامت ،صداقت پاکی اودوستی درسونه له ورايه ليدل کېږي .هغه پردئ هر څوک چي وي په خپله پاکه اومقدسه خاوره کي نشي منلاي اوپه کاڼوئي ولي تر څودده له ټاټوبي ورک اومخ ئي تورشي . ښاغلي سرتير صاحب په خپلو شعري هستونوکي دټولواجتماعی ناخوالواوناندريوسره دمبارزې ډگر اود زبرځواکوسره دډغروميدان تود ساتلی اوله هغوي سره دقلم په مټ جگړه پرمخ بيايي ؛خوددې تر څنگ ئي طبيعت ، ښکلا،مينه اومحبت انځورکړی .سرتير صاحب دټولنيزو ناخوالواودده پر مېنه دتيري کوونکوسره دجگړي په ميدان کي هم دښکلا اوميني خبري له خولې نه غورځوي . سرتير خپله وايي ((مادشعر په هر ډگرکي نيلۍ ځغلولۍ دی )) خودسرتير نيلۍ دومره ځغلي چي تر هيڅ سيال شاته ندی پاته شوی اونه هم دزمان وستونځوته تسليم شوی دي ،سرتيردشعرپه ژبه زموږدهيواد غليمان رسوااورټلي دي . په يوه خبره سرتيرصاحب خپله سرتيري دشعر په نازکخيالورموزونو اوکينايوکښي داسي انځورکړې،چي هر لوستونکۍ هغه دپښتوشعر يوسرتير اوياغي شاعربولي . سرتير صاحب سربېره پردې چې پر تلاښه اوحماسی شاعر دی .هغه په زيات شمير سمپوزيمو،سمينارو،ملي او بين المللي غونډو او کنفرانسو کښي چي دافغانانوپه گډون جوړ شوی هم برخه اخيستي ده . چي دسويډن دمالموپه ښارکي ددروان کال دسپتمبرله ۱۷ نه تر ۲۱مي پوري په ((European Social Forum)) کي رسمی گډون ئي بهترينه بېلگه ده . اغلو اوښاغلو! دسرتيرصاحب شهرت او محبوبيت دهغه دبې ساري او بې پرې ادبي تلاښ اوزيار پايله ده. اوس دنړۍ په هر گوټ کښي افغانان دهغه له نامه اودشعرپه ژبه وطني دريځ سره پوره اشنايي لري . دروان ۲۰۰۸ م کال دسپتمبر له ۱۷ نه تر ۲۱ مې پوري دمالمو په ښارکي دسويډن ددولتي اوفرهنگی اداروپه نوښت دايوروپين سوشل فورم ((European Social Forum)) په نوم يونړيوال علمي اوآدبي سمپوزيوم کي دگډون لپاره دبهرميشتوافغانانوله جملې نه دافغانستان مشهورتاريخ پوه کانديد اکادميسين محمد اعظم سيستاني دهيواد وتلې فرهنگی څېرې اوپياوړي شاعري اغلي نجبې سارابياباني، پياوړي شاعر اوفرهنگی شخصيت عبدالوهاب سرتيرصاحب دبې بي سي راډيوتکړه وياندي ،ځواني ژورنالستي اغلي نجيبې ليمې ته رسمی بلنه ورکړه شوېده زمور ټولو لپاره دوياړ او افتخار ځاي دی ،ځکه ددې سپوزيم په تاريخ کي دلومړی ځل لپاره افغان ليکوالواوشاعرانوته دگډون بلنه ورکړه شوه . درنو دوستانو! څرنگه چي زموږ په ننۍ درنه ادبي غونډه کې زموږدهيوادپيژندل سوې پوهان ،ليکوال ،څيړونکی، اديبان او شاعران برخه لري نه غواړم زموږ دهيواد ددې پيژندل سوی او منلي شاعر دشخصيت ،کارنامو،ادبي هڅو او نوښتونو په هکله وږغيږم . دغونډي دکوربه په دود درنو پوهانو او روڼ اندوته وار ورکوم ،ترڅوهغه څه چي يې ددې ادبي شخصيت په اړوند دقلم په ژبه دکاغذپر مخ انځورکړې دغونډي ددرنو برخه والوسره شريک کړۍ . په آخرکښي اجازه راکړۍ داحترام او درناوې په څرگندولوسره په سويډن کښي دافغانانو دعلمي او فرهنگي مرکز او دوستی فرهنگي ټولني دمشرتابه جرگو په استازيتوب يو ځل بيا تاسو ددې تاريخې غونډي برخه والو ته کوروداني په وړاندي کولوسره څرگنده کړم چي ستاسو دالويه لورېنه به زموږ هيڅ وخت هيره نشي چي تاسو دخپلو مصروفيتونوسره سره دروژې په مياشت کښي لطف وکړ اوپدې درنه ادبې غونده کي مودگډون لپاره زموږ بلنې ته لبيک ووايه ، په حقيقت کښي دا تاسو واست چي پخپل تشريف راوړلواوگډون سره مو دداسي درنې او ادبي غونډي جوړېدل شوني کړل ،بياموهم کورودان ،برياوي هوساينه ،بسياينه اوخوښۍ مومل . خوښ اوسی - بېرته شاته