(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غنی خان

د ارواښاد سمندر خان سمندر د فاتحې په وخت ولي خان بدرښو ته لاړ او دعا ئ ؤکړه او بيا چې له هغه ځايه رخصت شو نو سېدرسول رسا ؤوئېل: د باچاخان درې ځامن دي او هر يو په خپل ميدان کښې وتلی اتل دی: ولي خان په سياست کښې، غني خان په شعر و ادب کښې او علي خان په تعليم کښې - د ډسټرکټ جېل بريلۍ نه باچا خان د ١٩٣٥ء د ستمبر په نولسم تاريخ يو خط کښې غني خان ته ليکلي وو: زما اراده خو تا ته د خط ليکلو نۀ وه – دا نه چې ګنې زما تا سره محبت نشته دی، بلکې د دې د پاره چې ته د يو عجيبه اصولو سړی ئ – همېشه هغه کوي چې څۀ ستا زړۀ غواړي – خواه که په هغه کښې ستا نقصان هم وي – د هيچا د مشورې پابند او محتاج نۀ ئ – په دې وجه تا ته ليکل او نۀ ليکل يو برابر دي – ليکن د هغه پدري محبت نه مجبوره شوی تا ته دا خط ليکم –[1] د باچاخان نظر ډير تېز وۀ – هغوئ دې يو پېراګراف کښې د غني خان د مزاج او د پلار او ځوئ تر مينځه د ترسکونې مينې څرګندؤنه ډېره واضحه، صفا او بې ريا کړې ده – غني خان به هم د پلار نه ګيلې کولې، خو د ولي خان خبره چې باچاخان ٫٫يواځې زمونږ پلار نۀ وۀ بلکې د قوم پلار وۀ!،، - مطلب دا چې هغوئ خپلو بچو ته دومره توجۀ نۀ شوه ورکولی څومره چې قوم او د قوم حالت ته ئ ورکؤله– غني خان آزاد مارغۀ وۀ چې کومې خوا ته به ئ مخه وه روان به وۀ – دا غني خان اتمانزو کښې د جيندې په غاړه د کال نولس سوه څوارلسم (١٩١٤ء) د سمبر په مياشت کښې پېدا شو– دې يخ موسم کښې پېدا د دې ماشوم طبيعت د پارې غوندې بېقراره وۀ ٫٫هغه وخت څوک پوهېدۀ؟ چې دا ماشوم به يوه ورځ د پښتو د ادب هغه غني او مستعد دماغ شي چې د سپېځلي طبيعت له الهامه، د حقيقي انسانيت له نوره، د سرمست احساس له جامه، د رندۍ او شوخۍ له خومه، د لېونۍ مينې له سوز و سازه او د ژوند د ژؤرې فلسفې له تله به پښتني ادب ته داسې نوې ځلا او نوې رنګيني، نوی روح او نوی خوند ؤبښخي چې د پښتو زوړ ادب ورسره لږ آشنا وۀ -،،[2] غني خان د پنځو او ولي خان د دريو کالو وۀ چې مور ئ مړه شوه (١٧ جنورۍ ١٩١٧ء) – غني خان بيا نيا (د پلار مور) سره وۀ، خو هغه هم په ١٩٢٣ء کښې دنيا نه لاړه– غني خان ډېر ښکلی وۀ او ډېر نازؤلی – په غاړه به ئ د سرو زرو درنه اوږۍ وه او په ښي غوږ کښې د سرو زرو والۍ – په سر به ئ تيله داره د پونډونو ډکه ټوپۍ او په ټوپۍ کښې به يوه زرينه جوغه ټومبلې وه چې د جوغې نه چارچاپېره به دوه درې د نظرماتې تعويذونه وو[3] غني خان اول د کلي د جومات امام سره سبق وئېلو او بيا پېښؤر کښې نېشنل هائ سکول کښې داخل کړی شو – دا سکول کال ١٨٩٥ء کښې د دې سيمې هندوانو جوړ کړی وۀ – غني خان هغې سکول کښې يو کال تېر کړی وۀ چې کال ١٩٢١ء کښې د باچاخان مشرۍ لاندې انجمن اصلاح افاغنه اتمانزو کښې آزاد سکول جوړ کړو او غني خان او ولي خان ئ هغې کښې داخل کړۀ – غني خان ١٩٢٧ء کښې د آزاد سکول د يو زده کؤنکي په حيث د پنجاب پوهنتون نه د لسم سند واخستو – او بيا دهلي کښې جامعه ملي (ؤلسي پوهنځۍ) کښې داخل شو – دا پوهنځۍ کال نولس سوه شلم کښې ديني تعليم د پاره جوړه شوې وه – باچاخان غوښتل چې غني خان ديني عالم شي – خو د غني ستوری مست وۀ او دی ئ آرام ته تۀ پرېښو - هلته به ئ يو کال تېر کړی وۀ چې د امان الله خان خلاف انګرېزانوملايان اوچت کړۀ او باچاخان د هغۀ په مرسته دلته کار شرو کړو – هغوئ د افغان سرې مياشت په ملګرتيا يو طبي ټولی جوړ کړو چې مشري ئ د ډاکټر خان صاحب په غاړه وه– غني خان ئ هغې کښې شامل کړو-انګرېزانو هغه ټولی افغانستان ته پرې نۀ ښو هغې نه پس د ډاکټر خان صاحب په اصرار باچاخان د ١٩٢٩ د جولائ په ٢٣مه نېټه غني خان انګلستان ته ؤلېږلو – هغه وخت د هغۀ عمر څوارلس پنځلس کاله وۀ چې بمبۍ کښې سمندري جهاز ته ؤختو او په هم هغه ورځ ئ خپل وړومبنی شعر ؤليکلو: د تهمت نه به جهان کښې څوک خلاص نۀ شي چې آسمان وي کله کله وي ورېځې چې کم اصله وي په هيڅ هم نۀ خپلېږي چا غړلي دي د شنو شګو نه مزي د قالين برابری به کله ؤکه که هزار رنګه شي رنګ بوڼ او بروځې کۀ د وچو په ډېرۍ کښې ته يو لوند ئ ګومان مۀ کوه چې ته به ؤ تۀ سوځې د مردانو کار د پلک جواب په سوک دی هسې نه چې کړې ژړا لکه د ښځې چې وخت راشي ښه زړۀ تش کړه غني خانه څو د قهره په لړمون کښې پټ پټ سوځې![4] انګلېنډ کښې غني خان کال يو نيم يو انګرېز پادري سره تېر کړۀ – د لندن آزاد ماحول او د ښکلا بېباکه نندارتون کښې د غني خان روماني تصؤر ؤپارېدو، او هغې نه د دې شاعر د ښائسته ځوانۍ په اړوند څۀ قېصې جوړې شوې - دا ٫٫تاوئېلي ماوئېلي،، دې حد ته ؤرسېدۀ چې چا باچاخان ته خط ؤليکلو او باچاخان فيصله ؤکړه چې غني خان انګلستان نه امرېکې ته ؤلېږي- انګلستان کښې د افغان سفير شاه ولي خان په معرفت ئ هغه امريکې ته ؤلېږلو چې د ترو د جوړؤلو زدۀ کړه ؤکړي- هلته د جنوبي لوئيزيانا پوهنتون کښې داخل شو– کال١٩٣١ء کښې چې باچاخان او د کانګرېس ځينې نور موتبر مشران د سېول نافرمانۍ د خؤځښت په لړ کښې ؤنيولی شو، نو غني خان د پېسو د نيشتوالي له کبله تعليم نيمګړی پرېښو او وطن ته راستون شو – خو دومره موده کښې هغۀ د يورپ جامه او چال چلن خپل کړی وۀ – يوه ورځ غني خان لاړ چې جيل کښې پلار سره ملاقات ؤکړي – پلار چې ؤلېدو نو حېران پاتې شو او د خولې نه ئ ؤوتل: ٫٫ دا خو پيرنګی شو!،، باچاخان ډېر پرېشانه شو چې د هغۀ ځوئ خپل کلتور پرېښو – هغۀ جېل کښې خپلو ملګرو سره صلا ؤکړه او غني خان ئ آله آباد کښې د جواهر لال نهرو کور ته ؤلېږلو – هلته غني خان اتۀ مياشتې د موتي لال نهرو (د جواهر لال نهرو پلار) په کوټه کښې تېرې کړې – د نهرو کور ته به ئ آنند بهون (بختؤر کور) وئېل – جواهر لال، د هغۀ ښځې کمالا او لور اندرا پريادرشيني (١٩١٧-١٩٨٤) هغۀ سره ډېره مينه کوله او د کور يو غړی ئ ګڼلو – فرورئ ١٩٣٤ کښې کله چې جواهر لال نهرو نيولی شو نو هغۀ بنګال کښې د رابندراناتهـ ټېګور سکول شانتي نيکېټن کښې غني خان او اندرا داخل کړۀ – دلته غني خان د سټوډنټس يونين صدر او اندرا ورسره سوشل سېکرېټري منتخب شو – ژورنالېزم سره سره غني خان د رام کېنکر او نندلال بهوس نه د مجسمې جوړؤلو او مصؤرۍ زدۀ کړه هم کوله – نند لال بهوس د آرټ سکول مشر استاذ وۀ – په مغربي نړۍ کښې او شانتي نيکېټن کښې چې کوم وخت هغۀ تېر کړو، هغې په غني خان ډېر ژؤر اثر ؤکړو – غني خان د هغه ځايونوټولنيز ژوند، کلچر او سياست نه ډېر متآثره شو او چې واپس په کور شو نوپه دې وروستو پاتې وطن کښې ورته ځان سپک سپک ښکارېدو – هغۀ به وئېل چې ٫٫شانتي نيکېټن کښې ما خپل ځان ؤموندو او خپل تېر ځلانده کلچر او تهذيب نه خبر شوم چې هغې څومره هراړخيزه پوهان پېدا کړي وۀ چې د يورپ سکالران او مؤرخان ئ هم په ستائېلو مجبور دي-،، باچاخان چې کله شانتي نيکېټن ته لاړو او ؤئې کتل چې هلته هلکان او جينکۍ يو ځائی سبق وائي، د هغۀ ځائی ماحول ډېرآزاد دی او غني خان چې څۀ زدۀ کوي هغه د آزادي جنګ کښې څۀ په ښه نۀ راځي، نو غني خان ئ اکتوبر ١٩٣٤ء کښې د هغه ځايه واپس کړو او هغه تعليم ئ هم نيمګړی پاتې شو – دسمبر ١٩٣٤ کښې غني خان بمبۍ ته لاړو او د يو دوست په کور ئ روشن (١٩� ٧-١٩٨٧) ؤليده او ډېره ئ خوښه شوه – هغه پارسي وه او د حيدرآباد دکن د نواب رستم جنګ فريدونجي کشرۍ لور وه – څۀ شپږ کاله پس د دوئ وادۀ په ٢٤ نومبر ١٩٣٩ء ؤشو – د دوئ دوه لوڼه (شاندانه او زرين) او يو ځوئ فريدون(١٩٥١-١٩٨٧) وشو– د فريدون وادۀ د اتمانزو د پير محمد خان لور (نګين) سره ؤشو او دوه ځامن بهرام خان (٥ اکتوبر ١٩٧٥ - ) او مشال خان (٢٦ اکتوبر ١٩٧٩-) او يوه لور (شاهنۍ (١٨ مۍ ١٩٨١ -) ورله خدائی ورکړۀ – غني خان بمبۍ نه سيتا پور کښې ګولا ته لاړو او کال ١٩٣٦ کښې ګوکرناتهـ شوګر ملز کښې نوکر شو – اول د مزدورانو مشر وۀ او بيا چيف کيمسټ – ١٩٤� کښې راغلو او د مردان تخت بهائ کښې فرانټير شوګر ملزکښې د ټېکنيکل منيجر په حيث نوکر شو – خو د حکومت د فشار لاندې د کال نولس سوه درې څلوېښتم فرورۍ کښې هغۀ استعفىْ ورکړه او کور ته راغلو – د کال ١٩٤٥ء د آګست مياشت کښې وائسراۍ لارډ وېول د نوو انتخاباتو فيصله ؤکړه – سره د دې چې باجاخان غوښتل چې غني خان سياست نه لرې ؤساتي خوکانګرېس د صوبه سرحد يواځني سيټ د پاره هغۀ له ټکټ ورکړو – او هم د هغې کال د دسمبر په څلورم او پنځم تاريخ چې ووټونه واچولی شو نو غني خان ؤګټله – د هغۀ مخالف اميدوار محمد اکبر قريشي وۀ چې خاکسار تحريک سره ئ تعلق لرلو او د مسلم ليګ، خاکسار او هندو مهاسبها مشترکه اميدوار وۀ – د دې انتخاباتو باره کښې د يوې مرکې په دوران کښې غني خان دې ليکوال ته د يو سوال په جواب کښې داسې ؤئېلي وو: ٫٫ ما کال ١٩٤٥ کښې د صوبه سرحد نه د مرکزي اسمبلۍ د يواځيني سيټ د پاره انتخاباتو کښې برخه واخسته – مسلم ليګ، هندو مهاسبها او خاکسار په شريکه د هزارې نه د خاکسار تحريک يو ليډر اکبر خان قريشي ؤدرؤلی وۀ – قريشي د ٫٫اسير فرنګ،، په نوم يو کتاب هم ليکلی دی – ما هغۀ ته ماتې ورکړه – هغه معياري انتخاب ګڼلی شو يعنې صرف تعليميافته او د جائداد مالکانو ته د ووټ ورکؤلو حق وۀ – دا ما د پاره غنيمت وۀ چې داسې خلق په شمار لږ وۀ او په آسانه پوهؤلی شو – ما پېښؤر او هزاره کښې ښاري ووټرانو ته اردو او هندکو کښې تقرير نۀ شو کؤلی – ما به پښتو کښې تقرير کولو يا انګرېزۍ کښې– بله دا چې خپلې ډلې راسره هم مرسته نۀ کوله – زما خپل پلار دې انتخاباتو کښې دلچسپي نۀ اخسته – ما د پوليس د يو ډي اېس پي نه په پنځلس سوه روپۍ يو مورېس مائنر موټر (Morris Minor) واخستو او مرمت مې کړو – هغې موټر مونږ له ډېر لاس راکړو – زۀ او شاد محمد مېږی به هغې موټر کښې د صوبې ګوټ په ګوټ ګرځيدو – ما هر ځائی پښتو کښې تقرير کولو، صرف اېبټ آباد کښې د کالج زده کؤنکو ته مې په انګرېزۍ کښې تقرير کړی وۀ -،، [5] هغې اسمبلۍ کښې غني خان نه علاوه د صوبه سرحد لخوا يو سرکاري نمائنده هم وۀ چې شربت خان نومېدو – د هغۀ باره کښې غني خان وئېل چې چاړه او ګونګی وۀ – د غني خان عمر صرف دوه دېرش کاله وۀ او د هندوستان د مرکزي آئين سازې اسمبلۍ ټولو نه کم عمره ممبر وۀ – خو حال دا وۀ چې کله به هغۀ تقرير کولو نو هال به ډک وۀ – د هغۀ د مخصوص خداد داد قابليت په وجه چې د هغۀ تقرير کښې کومه رواني او کوم خوند وۀ، د هغې په بنياد هغه د اسمبلۍ دريو بهترينو مقررينو کښې شمېرلی شو - د يو سوال په جواب کښې ئ راته وئېلي وۀ: ٫٫هو! د اسمبلۍ هغو دريو بهترينو مقررينوکښې يو زۀ ووم، بل د مسلم ليګ صديقي او دريم جواهر لال نهرو - غني خان د نورو ډېرو کمېټيو د غړيتوب نه علاوه د اسمبلۍ د يولس کسيزې مشاورتۍ کمېټۍ غړی هم وۀ غني خان کال ١٩٤٧ء کښې د اپريل په ٢٦-٢٧ زلمی پښتون نومي يو تنظيم جوړ کړو- دا جنګيالی تنظيم وۀ او مقصد ئ دا وۀ چې د مسلم ليګ د فتنې د وېرې ته خدائ خدمتګار تحريک ؤساتلی شي – د دې تنظيم يوه مظاهره کښې تقريباً يو لکهـ وسلوالو زلميانو ګډون کړی وۀ - د دې مقابله کښې څۀ موده پس مسلم ليګ د غازي پښتون په نوم يو تنظيم جوړ کړو- د پاکستان د جوړېدو نه پس د کال ١٩٤٨ د آګست په ٢٢مه نېټه د ډاکټر خان صاحب وزارت ختم کړی شو او د هغۀ په ځائی عبدالقيوم خان د چيف منسټر په حيث راوستی شو چې هغۀ ٢٢ آګست ١٩٤٧ نه ٢٣ اپرېل ١٩٥٣ پورې حکومت ؤکړو- دې دوران کښې مدعي سست ګواه چست والا خبره وه چې پاکستان کښې کۀ نور چا څۀ وئېل کۀ نه خو قيوم خان د خدائ خدمتګار تحريک ختمؤلو پسې راخستې وه – دې لړ کښې ٤� اېف سي آر لاندې غني خان هم د ورانکارۍ په تور په ٥ جولاۍ ١٩٤٨ يوه بجه ؤنيولی شواو د جائداد ئ صوبائي حکومت ته حواله شو – هغه څۀ شپږ کاله (١٩٤٨-٩٥٤ ) جېل کښې تېر کړۀ، تر هغې چې قيوم خان دې صوبې نه لاړو او د هغۀ په ځائی د صوبې پوليس جرنېل سردار رشيد وزير اعلىْ شو چې هغه د غني خان دوست او مداح وۀ – مينه او کرکه، طنز او مزاح، سپور حقيقت او ګلګون تصور، او دې هر د پاسه ازاد فکر او بېساختګي د غني خان د شاعرۍ عمده توکي دي – آيا خمار د پاره د غني خان خيام سره، طنز کښې سوېفټ (Swift) سره، ادبي ډکټېټرشپ کښې جانسن (Johnson) سره، زوردار او رومانوي انداز بيان د پاره بائرن(Byron) سره، رومانويت کښې شيلی(Shelley) او کيټس (Keats)سره، د سوپرمين د فلسفې په هکله کارليل (Karlyle)سره يا د ښائست بېباکه بيان په هکله ستر خوشحال خان خټک سره مونږ مؤازنه کؤلی شو؟ نا! هرګز نا! – ځکه چې دې هر يو ادب کښې خپل يو مقام جوړ کړی دی او د غني خان خپل مقام دی – سره د دې چې غني خان د شعر پاخۀ اصول نظر کښې نۀ دي نيولي او د يو ډکټېټر په شان خپله لهجه او خپل انداز ئ ټينګ ساتلي دي، بيا هم هغه د پښتو ادب د سر يو څو شاعرانو کښې شمېرلی شي -[6] ادبي ميدان کښې د غني وړومبنی شعر د ١٩٢٨ د دسمبر د مياشتې پښتون مجله کښې چاپ شو – دا مجله باچاخان په مۍ ١٩٢٨ کښې شرو کړې وه – پښتون مجله کښې چې اول راولپنډۍ نه، بيا امرتسر نه او آخر کښې پېښؤر نه چاپېدله د غني خان نظم او نثر دواړه چاپ کېدل – ٫٫ګډې وډې،، عنوان لاندې د ليوني فلسفي په نوم د هغۀ شعر او نثر دواړه چاپ کېدۀ او ډېر مقبول شوي وو – دې مزاحيه او طنزيه کالم کښې غني خان ټولنېزې، سياسي او اخلاقي مسئلې چېړلې– انګرېزۍ کښې د غني خان کتاب دي پټهانز کال ١٩٤٧ کښې د پاکستان جوړېدو نه مخکښې چاپ شو – کتاب وړوکی دی خو په ډېر ښکلي انداز کښې د پښتنو کړۀ وړۀ څرګندوي – غني خان ٫٫د پنجرې چغار،، هريپور جېل کښې په ٢٧ اکتوبر ١٩٥٣ مکمل کړو او بيا د ماسټر عبدالکريم علمي او ادبي سرېزي سره د يونيورسټي بک اېجنسي لخوا ١٩٥٦ کښې چاپ شو – دې مجموعه کښې د غني خان هغه شعرونه دي چې د ١٥ اکتوبر ١٩٥� نه تر ٢٧ اکتوبر ١٩٥٣ پورې د قيد په دوران کښې ليکلی شوي وو – هم دا د پنجرې چغار وۀ چې د پښتونخوا په لر او بر، په سمه او غر، د پښتنو غوږونو کښې کړنګېدلو – خو غني خان څۀ ورک نۀ وۀ – هغه مخکښې نه د خدائ خدمتګار د خوځښت مجلې پښتون د ليوني فلسفي په نوم څرګند کړی وۀ – د هغې مجلې په سر پاڼه د غني خان د وصيت عنوان لاندې دا شعرونه چاپ کېدل او هر چا لوستل: چې خازې شنې مې په قبر وي ولاړې کۀ غلام مړ يم راځئ توکئي پرې لاړې يا به دا بې ننګه ملک باغ عدن کړم با به کړم د پښتنو کوڅې ويجاړې د غني خان دا وصيت د آزادۍ د جنګيالؤ زلمو وصيت جوړ شو - کابل کښې د ٫٫پلوشې،، په نوم د شعرونو مجموعه کال ١٩٦� -٦١ کښې چاپ شوه او بيا ١٩٧٨ کښې د ٫٫پانوس،، په نوم بله مجموعه چاپ شوه -١٩٨٥ کښې ٫٫د غني کليات،، کښې د هغۀ زياته برخه شاعري چاپ شوه او١٩٩٥ کښې د ٫٫لټون،، په نوم چې هغې کښې هم د غني خان زيات شعرونه دي – ځنې شعرونه غني خان پخپله د چاپ جوګه نۀ ګڼل او دې مجموعو کښې نۀ دي چاپ – ١٩٩٤ کښې د خان صاحب په نوم اردو کښې يو کتاب چاپ شو – غني خان د کال ١٩٩٦ د مارچ د مياشتې په ١٥م تاريخ چې (د جمعې ورځ وه د ماسخوتن په يولس نيمو بجو د ليډي ريډنګ هسپتال پېښؤر بولټن بلاک کښې د دې دنيا نه سترګې پټې کړې او د هغوئ د وصيت مطابق اتمانزو کښې د مور د قبر تر څنګه خاؤرو ته ؤسپارلی شو -[7] غني خان مرګ نه سترګه نۀ سوځېده – او ځائی په ځائی ئ داسې څرګندؤنه کړې ده، خو دلته د دې مضمون په خاتمه کښې زۀ د هغۀ يو شعر راؤړل مناسب ګڼم چغې وئي اجل ملا، تۀ اؤرې کۀ نۀ اؤرې تشه خاؤره نۀ دی غني، څنګه به شي خاؤرې -------------------------------------------------------------------------------- [1] نيک محمد؛ باچاخان: د غړېدلو سترګو په نظر کښې؛ سرائ تالاش، دير؛ ١٩٩� ؛ م: ١٥٢ [2] عبدالرؤف بېنوا؛ اوسني ليکوال؛ دريم ټوک؛ کابل؛ ١٣٤٦هش (١٩٦٧ميلادي)؛م: ٩٦٩ [3] اوسني ليکوال؛ م: ٩٦٩ [4] اوسني ليکوال؛ م: ٩٧١ [5] دا مرکه ما غني خان سره د هغوئ په کور د ١٩٩٢ء د جولاۍ په يووېشتمه نېټه کړې وه او د پېښؤر ورځپاڼې فرانټير پوسټ په ٢٧ جولاۍ نېټه چاپ کړې وه – چې بيا د هغې ورځپاڼې د لاهور اېډېشن هم چاپ کړه - [6] فرانټير پوسټ (غني خان: ليونی فلسفي؛ ډاکټر شېرزمان طائزی)؛ ٢٩ جنوري ١٩٩٢ [7] فرانټير پوسټ؛ ١٦، ١٧ مارچ ١٩٩٦ء دپښتنو قامی سنګر GHANI KHAN , A GALLANT EXPRESSIONIST OF AESTHETICISM By: Dr. Sherzaman Taizi - بېرته شاته