(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دافغانستان دشل کلنې جګړې په ترڅ کې اېرانيانوڅه

دافغانستان دشل کلنې جګړې په ترڅ کې اېرانيانوڅه کول دافغانستان په شلکلنه جګړه کې دښکېل هيوادونواوخلکوپه اړوندډېرڅه ويل شوي دي،د وروستي تاوتريخوالي په اړوندهم چې له خبري سرچنوسره کومې مرکې اوخبرې اترې کېږي ترډېره ځايه پورې دغه خبرې اترې زړې ښکاره کېږي زموږ دخلکوپه وينا زړې ببولا لې څرګندېږي. داچې دافغانستان جګړه يو بل پړاوته ورګډه شوې ده له همدې امله غواړم چې نن دجګړې دهغه لوري په اړوند خبرې وکړم چې دافغانستان په څوکلنه جګړه کې يې پېچلى رول ادا کړى دى،داسې ونډه او رول چې دافغانستان په څو کلن خونړي جنګ کې چاخبرې نه دي پرې کړې او ولې.؟؟؟؟؟ په ټوليز ډول پاکستان اولوېديزوال دافغانستان په جګړه کې سره يولا س اويوه ټلواله پاتې شوي دي،دافغانستان د شخړې له پيل سره سم اېرانيان دجګړې په يو داسې لوري کې پاتې شويدي چې هم يې په افغانستان کې دخپل سياسي، مذهبي اوژبني اغېزدپياوړتيا له پاره کارکړى دى اوهم د لوېديز دګټو اوسياسي اغېز په وړاندې جنګېدلي دي داځکه چې اېرانيان په همدغه ټول وخت کې له لوېديزوالو ياپه ځانګرې توګه له امريکايانوسره دجګړې په دريځ کې وو په اېران کې دننه اوهم په نړيواله کچه د دوى ترمنځ يوډول شخړه اوجـــــــــګــــــــــــړه روانـــــــــــــــــــــــــــــــــــه وه . کله چې دلوېديزوالواوپاکستان پدل او اغېزپه جهادي لوري اوجهادوالوکې پياوړى شو اېرانيان له څو لا رو څخه دافغانستان په جګړه کې ورګډ شول دژبې،مذهبي کرکې او دسياسي اغېز يوه ريښــــه يې دتاجکستان،اوزبکستان اوځينې نورو هيوادونو په ګډون دروسيې په سياست کې وغځوله،له پخواني شوروي سره يې خپل سياست همغاړى اوهمکار کړ،سره له دې چې اېرانيانوپه دغه وخت کې نــــه ختيز اونــــــه لـــــوېديــز اواز ورکاوو،ولې بياهم د دوى د سياست يولورى له شورويانو سره يوځاى وو. دمذهبي او ژبنۍکرکې په بنسټ يوشمېرخلک د چنګېزي لښکروپه بڼه دننه په افغانستان کې په کار وا چـــول شول په ډېره توندۍ،نه سړيتوب اوتېري سره يې دخلکوپه وژلو اوځپلولاس پورې کړپه شويه ميشتو سيمو کې له ډېروخلکوڅخه وسلې واخيستل شــوې جهادي ډلـــــوچې د پاکستان اولـــوېديــزترسيــــوري لاندې پــه افغانستان کې وده کړې وه،هغوى په ډېرو سيموکې په شاوتمبول شــول اېرانيانـو هغه ټولې سيمې په خپل ګـــورت کې راوستلاىشــــــوې چـــې دوى ترخپل مذهبي او ژبني اغېزڅخه لاندې ساتلى شـــــوې خپله مذهبي اودژبنۍکرکې واکني اوپدل يې دافغانستان په ډېروسيموکې پيـــــــاوړى وســـــــــاتــــــه. له دغه څه سره سره چې اېرانيان،عربان،پاکستانيان اوپه دوى پورې اړوندې ډلې ټپلې په مذهبي شخړوکې سره لاس اوګرېوان وو،په ځانګړي ډول په پاکستان کې د دوى ترمنځ وخت ناوخت وژنې کېدلې عربي مشرانودخپلو مذهبي کتابونوله لا رې غوښتل چې داېرانيانو مذهبي رنګه پيکه اوبې خونده کړي اوداچې داېران اسلامي اوښتون بېپدله اوپوچ کړي،بياهم اېرانيان وتوانېدل چې داسلامي ورورولۍ يوه ريښه دهغه جهاد په لوري کې وځغلوي چې دلوېديزوالو اوعربانوله خوا ملا تړورسره کېده دايوبل کمين اومورچل وو چې اېرانيانودلوېديز او امريکاپه وړاندې نيولى وو،په دغه وخت کې هم اېرانيانو دنه ختيز اونه لوېديز نارې سورې همداسې روانې وساتلې،دافغانستان په جګړه کې له دريو لارو څخه ګډپاتې شــــــــول په افغانستان کې داېرنيانو رول او ونډه همداسې پياوړې اوغښتلې پاتې شوله. دتنظيمي ډلوله برياليتوب سره سم په افغانستان کې د اېرانيانو ژبنى اومذهبي رول لانورهم پياوړى شو داهغه وخت ووچې داېرانيانوڅواړخيزومذهبي اوسياسي هلوځلو زېګنده درلودلې وه دمذهب پر بنسټ شويه ګان اوشويه ميشتې سيمې داېرانيانو په ګورت اومنګول کې پاتې شولې دژبې له پلوه دجهادوالوپه منځ کې لږکۍډلې اوهغه يووالى په ځاى وساتل شو چې کلونه کلونه اېرانيانو،تاجکستانيانواوځينې نوروهيوادونو دخپلې ژبې پر بنسټ ورسره مرستې کړې وې اوپه افغانستان کې يې ژبپالنه کړې وه. دجهاد والوپه برياليتوب سره اېرانيانو يوه بله ګټه هم ترلاسه کړه هغه د تنظيمي ډلوپه منځ کې داخونيت شته والى وو،چې له اېراني شعارونو اوداېراني اخوندانوله بڼوسره يې سمــــــــون درلـــــوده اوبايدچې د دواړو لـــورو ترمنځ يووالى اونيږدېـــــــــــــــــوالى واى. دستونزې له امله لوېديز وال اړووچې دجهادوالو له انډيوالۍ څخه يې لاس پورته کړى واى،اويوداسې ځواک يې رامنځته کړى واى همدغه څــــــه ووچې دطالب عربيزم په افغانستان کې وده وکړه،ددغه خوځښت له کړو،وړو اوګړندي وړاندېتګ څخه څرګندېدله چې په يولوري يې ګړندى ګوزار کاوو.؟؟ښايي د لوېديزوالو له پاره په زړه پورې وه چې دافغانستان دجګړې په دغه پړاو کې په اخوانيت اوداېرانيانو په ګټـــويـــو داسې ګوزار وکړي چې ډېر خلک پرې پوهه نه شي،تر ډېره ځايه پورې د اېرانيانو په ګټـــــوکاري ګوزارونه وشول دڅوکسواېرانيانو وژل يې غټه نښه بلل کېدلى شي تردې پورې چې يو وخت دامارت او اېرانيت ترمنځ دجګړې کولوخبرې اترې خپرې اوتودې شوې. دپېښودمخ نيوي له پاره اېرانيان لاس بري شول دخپــــــــلو سياسي ګټـــــودخونديتوب له پاره يې درې ګونى سياست خپل کړ،په دريومور چلوکې يې خپلې پښې ټينګې کړلې مذهبي پدل او اغېز يې دخپلومذبيانوپه شته والي کې وساته،سياسي شته والى يې دسالنګ په شاوخواسيمو،توکمونواوټلواله کې پاتې، خوندي وساته له بل پلوه له جهادوالوسره داېرانيانوداخوانيت او اسلامي ورورګلوي کيسه همداسې غښتلې اوپياوړې پاتې شوه،ياپه بله وينادلوېديزدګټــــوپه وړاندې اېرانيان ديوخنډپه ډول په خپله مورچل اوکمين کې پاتې شول، له اېرانيانوسره جګړې دځينو تګلارو بدلون طالبانوته ډېرې سياسي ګټې، ځواک او واک ور کولى شوى هغوى دخپلوسياسي نيمګړتياوو اوهيله ګرۍ له مخې ونه شوکولى چې له اېرانيانوسره جګړه وکړي داسلامي ورور ولۍدشعارله مخې له اېرانيانوسره جګړه ناسم کاروبلل شو ګواکي داسې ښکاره شوه چې دغيري مسلموپه وړاندې داېرانيانواوطالبانوترمنځ پيوستون يووالى اوپخلاينه راتــــــــــــــــــلاى شـــــــــــــــــــــــــــــــــي. له دغه څه سره سم دامارت دمشرانواولوېديزوالوترمنځ شخړې را وپنځېدلې ښايي اېرانيانوښه بللې وي چې دلوېديز په وړاندې ستونزې پيداکړي يادستونزوپه پنځولومرسته وکړي. دامارت دمشرانو دځپلوله پاره لوېديزوالوسم اوپرځاى کار وګاڼه چې دسالنګ له ټلوالې اومشرانوسره لاس يوکړي اويوځل بيادافغانستان دجګړې دګټلوله پاره دجوارۍ يوداسې ميدان ته کېني چې ژبنۍکرکه،روس پالنه اواېران دوستي له پخوا څخه پکې پنځول شوې وه،دبون په غونډه کې يو روايت ورته جوړکړل شو ددېموکراسۍنارې سورې پيل شوې خوددغه جوارۍپه ميدان اومندارکې هم اېرانيانو وګټله خپل ژبنى او سياسي رول يې په سيمه کې پياوړى کړاېران پلوه ډلې ټپلې د کرزي ترمشرۍلاندې ديواېتلاف په بڼه کې دکابل په ګدۍ کېنولې شوې په افغانستان کې يواسلامي اېران عنوانه حکومت جوړکړل شـــــــو ددېموکراسۍهغه ډنډورې چې لوېديز والوپيل کړې وې ورو ورو په غلېدواوګونګېدلوشوې هــــــــرڅه اېرانډوله اسلامي شــــــــــــــــــول اوهم داېــــــــران پلوي!!! داهغه شپې ورځې دي چې په عراق،فلسطين،ځينې نورو هيوادونواوهم په خپله په اېران کې لوېديزوال او اېرانيان سره په جګړه دي په ځانګري ډول امريکااېرانيانودياغي غوايي په څېردنړۍپه کچه په جګړو اوشخړوکې را اېساره کړې ده ياپه خپله په جګړوکې راښکېل شوې ده خودلېوني غوايي په څېر يـــــــــــــــــــوه خوا بله خوامنــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــډې وهي. په افغانستان کې ټول تاوتريخوالى،مرګ ،ژوبلې اوډېرې ستونزې داېرانيانواولوېديزوالوترمنځ دجګړې يوه برخه کېدلى شي،په ټوليز ډول دپښتوژبې،پښتنوسيمواوپښتنوپروړاندې چې هرڅوک ستونزې پيداکوي په دغه ډول ستونزواوکړاونوکې به دګورګين خان اودهغوى دپلـــــوي لښکرولاس اوپښې وي که وېره اچوونکو،بدکاره اوغلوته نورهيوادونه وسلې ورکولى شي اېرانيان يې ولې نشي ورکولى.؟؟چې په عراق فلسطين اونوره نړۍکې دلوېديزيا امريکاپه وړاندې درېدلى شي په افغانستان کې ولې داکارنه شي کولى.؟؟ اوکه د دواړه لوروپښتنوسيموترمنځ دسوداګرۍلارې جوړې شي داېران زيانونه به څه وي.؟؟ مننه ـ خیبر de Afghanistan de shalkalani jagry pa trach ki Iraniano cha kawal By: Khadim Khan Kochi - بېرته شاته