(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باچا خان او عدم تشدد

له بې ځایه زور او ځواک کاروولو ډډه کول ، له تاوتریخوالیو ځان ژغورل ، د سولې او روغې د سیوري لاندې اوسیدل، په خپله رښته او برخه کې بسیاینه او پر نورو خلکو نه بلوسیدل. « دا د انساني خویونو د ښيګڼو هغه څو توکي دي چې په شلمه پيړۍ کې د هند په نیمی وچې کې د ګاندهي او د پښتنو د ستر لارښود خدای بښلی باچا خان « خان عبدالغفار خان » له خوادانګلیس د استعماري ځواک د رټلو په مبارزه کې وکارول شوې . دغه د تاو تریخوالیو، بلوسیدنو او وژلو څخه د ډډه کولو چال چلند یواځې په شلمه پیړۍ کې نه ؤرامینځته شوی او کارول شوی ، بلکې د ځمکی پرمخ د لومړي انسان حضرت ادم او هوا د ځوی « هابیل » له خوا د نه تاو تریخوالی او نه بلوسیدنې غوره خویونو پرسر د خپل سر ښندلو او خپل ژوند بښلو د پیښې کیسه به هم هر چا لوستلي یا د هر چا تر غوږونو رسیدلي وي . د رښتیاؤ پرويلو ټینګار او له تاو تریخوالیو نه ډډه کولو چال چلند لا د نوح علیه سلام په ټول ژوند کې هم پلی شوی دی . يعنې : د انساني ټولنې دویم بابا چې نوح علیه اسلام نومیږي هم څه کم زرکاله خپل ولس ته له زور زیاتۍ نه پرته او په سوله ایزه توګه یوه خبره کوله چې : خدای یو دی او نوح ئې استازی دی . « نوح علیه سلام په دی څه کم زرو کلونو کې که هر څومره د خپل ولس له خوا ووهل شو ، ورټل شو او وځورول شو ،. خو له خپله هوډه وانه وخت. تل به ئې په سوله ایزه توګه خپل پیغام اوراوه . له چا نه به ئې که هر څومره کنځلی اوریدلې هم مخ نه اړاوه ، او هیچا ته به ئې دتشددپه ژبه او کړ نه غبرګون نه ښوده . له حضرت نوح علیه سلام نه وروسته د تاریخ د اسنادو پر مخ حضرت بودا علیه اسلام دی چې د ځمکی پز مخ ئې د نه تاو تریخوالی غوره انساني پیغام لا خپلو پلویانو اولارويانو ته په ځلاند ټکیو کې وړاندې کړی دی . په همدی توګه په ابراهیمی ملت کې نه یواځې دا چې په خپله ابراهیم علیه سلام د نمرود په وړاندی خپله بلنه په سوله ایزه توګه اورولې چې له هغه وروسته موسی علیه اسلام هم د فرعون په دربار کې خپله بلنه په سوله ایزه توګه وړاندی کړه ده . له حضرت موسی علیه سلام نه وروسته بیا حضرت عیسی علیه سلام هم د ځمکې پر مخ د ژوند تر وروستۍ شیبې پوری دنه تاوتریخواي او نه زور زیاتي غوره شوي لیاری یون لرلی او له خپلو پلویانو څخه غوښتي دي چې : که چا په څپیړه د مخ پر یوه خوا ووهلی ، د مخ بله خوا هم ورته واړوه ، خو چې تر یخ غبرګون ونه ښیی . » د همدي غوره انساني خوی له مخی وه چې حضرت عیسی او د هغوی ملګریوتر صلیبه پوری هم کوم تریخ غبرګون ونه ښوده . مګر خپله ناره ئې چې خدای یو دی او عیسی ئې استازی دی . » په لوړ اواز له خولې ویستله . د حضرت نوح ، حضرت موسی ، حضرت عیسی او حضرت بودا د زمانې د زور او ځواک د خاوندانو هرې کړنې ته په پام ، که څوک هر څومره د لږې پوهې خاوندوي بیا هم دې باور ته رسیدلی شی چې : د ځواکمنو زور ورکانو په مخ ې يواځې دنه تارتریخوالي لیار ده چې سړی تر خپلې موخی پورۍ رسولی شی . د نمرود په مخ کې د حضرت ابراهیم علیه سلام ، د فرعون په مخ کې د حضرت موسی او درومي واکمنانو په مخه کې د حضرت عیسی علیه سلام ودریدني ، یواځې به سوله ایزه توګه او دنه تاوتریخوالي له لیارې د حق او رښتیا د ویلو په ملاتړ ټینګار ښودل ؤ اوبس . دغه لړۍ لا تر ننه پوری پای ته نه ده رسیدلې ، پرله پسې غزیدلې ، وده ئې کړې او دسیمې د ولسونو په مخ کې چې کله هم کوم رښتینې لیار ښوونکې راغلی ، د هغه له خوا دنیا ومنۍ ، دنه بلوسیدنو ، دنه تاوتریخواي او په رښتیا ؤ باندې د ټینګار پیغام د انساني ټولنې د ژوند د ښیګڼو په توګه اورول شوي دي . د مثال په توګه که چېری موږ د رښتینو انسانانو په ډله کې د حضرت محمد (ص ) ژوند او مبارزؤ ته د قران کریم د سپیڅلو آیاتونو په رڼا کې ځېر شوو ، وبه پوهیږو چې د هغوی په لیارښونو پوری ، څو چې د یو غښتلی د فاعی سنګر څښتن شو ، یواځې په دې وینا ټینګار شوې چې خدای یو دی او محمد ئې استازی دی . » نور نو تر مدینې پوری دوښمن په وړاندې د تریخ غبرګون دنه ښودلو پر دریځ باندی کلکه ودرید نه پایښت موندلی . خو چې کله په مدینه منوره کې د اسلام د دین پیغمبر لپاره غښنتلی د فاعي سنګر رامنځته شو ، د قتال او د جهاد امر هم راغی . په دې توګه د حضرت محمد صلی الله علیه سلام د ژوند په دوه ؤ برخو کې يعنې : له وچې نه ړومبې او له وچې نه په وروستو مهالونو کې تر مدینې د میشتیدنې پورې لاله حضرت بودا او حضرت عیسی علیه سلام نه هم ډیر زیات پرته تاروتریخوالي ټینګار ښودل شوی دی . یعنې : ټولو هغه مومینینو چې اسلام د دین د غوره کولو په تور نیول شوي ، تړل شوی ، ځورول شوي او وژل شوي ؤو ، یواځې یوه خبره کوله چې : خدای یو دی او محمد ئې استازی دی . » له دی پرته د هغوی له خوا بل کوم دفاعي غبرګون نه دی ښودل شوې . دا ځکه چې هغوی ته نه یواځې دنه تاوتریخوالي امر شوی ؤ ، چې د زور او ځوک له کارولو نه هم د ډډه کولو دنده ورپه غاړه اچول شوې وه . ددې خبرې یو دلیل دا هم کیدلې شي چې په هاغه مهال کې هغوی ددی جوګه نه ؤو ، څو د قریشو په مخه کې د تریخ غبرګون په ښودلو د ځان ژغورلو سره یو ځای د اسلام د دین او شریعت په پلي کولو کې هم بریالي شي . دا اود داسې نورو لاملونو له له مخې وه چې اسلام د دين ښونکیو ته دنه مقابلی او نه جهاد د امر راغلی ؤ . خو چې کله د شریعت د خپرولو سره یو ځای مومینین د ځان ساتلو ، د دفاع کولو او دنیا ومن غبرګون ښودلو جوګه شول ، بیا د جهاد او مقابلی امر هم راغلی ، څو چې اسلامي ټولنه د جهاد او مقابلی له لیارې لا پسې غښتلي او په نړۍ کې د نورو ملتونو سره سیاله شي . د شلمی پیړۍ تر نیمائي پورې چې د هند پر ټوله نیمه وچه کې د انګلیس استعماري ټولنه لا د یو ستر ځواک په څېر واکمنه وه ، او کولای شول د سیمی په هر څنډه کې هر مخالف خوځښت په ډیره اسانه توګه وځپي اوله منځه يوسي . دداسې نمرو دي او فرعوني ځواک په غیږه کې وه چې يواځې په هاغه ابراهیمې او موسوي هوډ سره کیدلې شو د نوی ژوند ، نوی پړاو ته د رسیدلو لپاره لکه څرنګه چې د لوی خدای د کنيه ؤو چارو په تکونیه اراده کې ځلیدلې ده ، دنه تارتریخوالي « عدم تشدد » لپاره غوره شوې وای . لکه چې په هماغه توګه هم د ګاندهی جی او د باچاخان له خوا ولس ته د ښیرازه ، ازاده او خپلواکه ژوند په لوری د تګ لپاره یواځې پرهمدی ټکي ټینګار وشو چې : موږ نه غواړو څوک ووژنو ، او دا هم نه غواړو چې څوک دې موږ ووژني . دا هیواد زمونږ هیواد دی ، بهرنی غاصبان دې ووځي .»دغه شعاري غوښتنه کټ مټ لکه هماغه شعار ګڼل کیږي ، کوم چې د حضرت محمد ( ص ) پلویانو به کافر و قریشو ته ويلی چې : خدای یو دی او محمد ئې استازی دی . موږ نه غواړو څوک ووژنو او ا هم نه غواړو چې موږ دې څوک ووژنې . مګر د قریشو له خوا دغه انسانان د تریخو غبرګونونو سره مخامخ او دتشدد له مخې په شدیده سزا چې وژل دی مجازات شول . وګوری د « هابیل» او د « قابیل» له زمانې نه راپه دیخوا د کړنو دوه خویونه لا تر اوسه پورې په واکمنه توګه په چلندکې پاتې دي . د « هابیل» او د «قابیل» کیسه په کتابونه کې داسې راغلی ده : کله چې په لومړی ځل د ادم او هوا له پښته دوه تنه غبرګون ماشومان وزیږیدل ، یو ئې هلک ؤ چې قابل او بل ئې جلۍ وه چې « اقلیما» ونومیده . په دوی پسې بیا دوه تنه نورغبرګوني ماشومان وزیږیدل یو ئې هلک هابیل او بل ئې جلۍ چې « لیودا » ونومیده کله چې دغه دواړې غبرګونې ډلې د ځوانۍ منګ کچې ته ورسیدل د ادم علیه سلام له خوا « اقلیما » د هابیل او لیودا د قابیل سره ګوژده شول . دا چې « اقلیما » ډیره ښکلی وه ، نو له دی امله « قابیل » له خپلې خور « اقلیما» سره د « هابیل » د واده خبره ونه منله . ادم علیه سلام دواړو وروڼو ته وویل چې لوی خدای ته قرباني وړاندې کړئ . د هر چا قرباني چې د لوی خدای له لورې ومنله شوه هماغه دې له « اقلیمی » سره واده وکړي . لوی خدای د « هابیل » قربانۍ ومنله ، خو « قابیل » بیا هم قانع نه شو ، د تاوتریخوالي لیاره ئې ونیوله او « هابیل» ئې سره له دی چې هیڅکله هم کوم تریخ غبرګون نه وښودلی ، وواژه ، او په دی توګه قابیل له خپلی خور « اقلیما » سره واده وکړ.» له دغی ورځې نه راپه دیخوا په انساني ټولنه کې دوه متضاده کړنیزه خویونه دود شول ،یو « تشدد » او ابل « عدم تشدد» د عدم تشددپلویان ، سوله ، روغه ، جوړه او انصاف غواړی . خو د تشدد پلویان تل د ، زور ، ځواک ، ناخوالو ، تریخ غبرګون او نا انډولو دریځونو په غوره کولو سره خپلې غوښنتې پلی کوی او څه چې د دود ، دستور، قانون اوانصاف له مخې نه شی تر لاسه کولي هغه د زور ،زوځواک له لیارې لاسته راوړي د سولې ، روغې ، انصاف او نیاومنۍ په پلوۍ د لوی خدای د استازیو له خوا هلې ځلې او لیار ښوونې شوي ، خو د تشدد ، بي انصافۍ ، ناروابلوسیدنو او ځورونو په پلوۍ يواځې هماغه شیطاني ځواکونو هلې ځلې کړی چې نومونه ئې لا د انسانې نړۍ د تاریخ په پاڼو کې تراوسه پوری په پرله پسې توګه لیکل کیږی . داسې هر کله پیښه شوی چې د تشددپلویان په زور او ناروا توګه د بلچا شتمنۍ غصب کړې ، خو د حق او عدالت پلویانو بیا د خپلو حقوقو لاسته راوړلو کې د عدم تشدد له لیاری پر غاصبانو بری موندلی دی . وګوري په کعبه کې شیطاني بتانو د زور او تشددله لیاري ځای نیولی ؤ ، خو کله چې مکه معظمه د عدم تشدد د غوره شوي کړنو له مخې فتحه شوه ، بیا نو بتان هم د کعبې شریفی له انګړ څخه بهروغورځول شول او مات شول . د کعبې د بتانو د ماتولو له پیښې نه لا ډیر پخوا د نیل په دوره کې د موسی علیه سلام او د فرعوني ځواک د پيښې پايلی وښودله: کله چې فرعون د تشدد د ښودلو په هوډ موسی علیه سلام پسی چې د نه تشدد او نه تاوتریخوالي د ښودلو په موخه له مصره د سینا په لورې په تیښته وتلی ؤ ، د نیل په رود کې د موسوي د سولې ، روغی او نه تاوتریخوالی غورځنګ د زمانی دتشدد او تریخوالی پر سترجګړه مارفوعوني ځواک بری وموند. په همدی توګه د ابراهیم علیه سلام او د نمرود د اور په کیسه کې هم دعدم تشدد بي وزلي انسان د تشد په ستر ځواک بریالی شوی دی . وګوري د نوح علیه سلام د ژوند په کیسه کې هم څنګه چې هغوی د سولې ، روغی او عدم تشدد په پلوۍ پر یوه خبره ټینګار کوو چې : خدای یو دی او نوح ئې استازی دی . پر هغو ډلو ټپلو چې د زور ، ځواک او تشدد پلویان ؤو او د نوح علیه سلام پر ویناؤ ئې باور نه کاوه ، د طوفان له څپو بريالی ووتل یعنې : په طوفان کې هغه کسان چې د تشد پلویان ؤو ، تباه شول خو د عدم تشدد پلویان وکولی شول د نوح علیه سلام سره یو ځای له طوفانه ځانونه وژغوري . په دی توګه په ډاګه ویلی شو چې : په شلمه پیړۍ کې د ګاندهي جي او د باچاخان غورځنګ یو سوله ایزه حق غوښتونکې ، خپلواکه او د عدم تشدد غورځنګ ؤ . دا او داسې نور غورځنګونه لکه چې مو ولوستل هر کله او په هر ځای کې د لوی خدای له لورې د منښت کچې ته رسیدلي او د بري د لوړ څلي خاوند شوی هم وی . په دې لياره کې ګاندهې جې د هند د نیمې وچې د ټولو ولسونو د ستر لارښود په څېر د چې لار تر اوسه پورې د یوسپیڅلي انسان په توګه لمانځل کیږی ، د لمانځلو حق هم وموند . دا ځکه چې د هغوی د عدم تشدد غورځنګ د بری تر څلي ورسید . انګریزان له هنده ووتل ، او هند د یو ستر هیواد په توګه د ځمکی پرمخ وځلید . نورنو پر هند باندی نه انګریزان واکمن دي او نه هم بیا د هند ولس د انګریزانو واکمنۍ ته غاړه ږدي . د باچا خان دعدم تشدد د غورځنګ په هلو ځلو کې چې لا تر اوسه پوري په په سیمه کې د بری تر څلی نه دی رسیدلی او له پښتون ولس څخه ملت نه دی جوړ شوی . څه د ناهیلۍ خبره نه شته . خکه چې یو خو په دی لیاره کې لا هم هلې ځلې روانی دی او بل دا چې د تاریخ په اوږدو کې هم هر کله د ولس جوړونې ، پالنې او روزنی غورځنګونه سل په سلو کې نه دي بریالي شوي . د مثال په توګه وګوري موسی علیه سلام چې هلی ځلې ئې لا د لوی خدای پرسمو وحیواو لیار ښوونو پرله پسې پلي کیدلې د فرعون له مرئی توب نه د آزادۍ او د نیل له رود څخه د پوری وتنې له بریالي ګامونو د وچتولو څخه پرته د بل کوم ستر ګام په پور ته کولو نه دی بریالی شوی او قران کریم د آیاتونو په شهادت په فلسطین کې د « اریحا» یاد «ارسیو » د ښار په نیولو کې هم د بنی اسرائیلو له ملاتړه بې برخی پاتی شوی ؤ . یعنې موسی علیه سلام په خپل ژوند کې د خپل ولس لپاره د یو آزاد او خپلواک هیواد د ګټلو او جوړولو په کار کې ماتې خوړلې ، خو د هغوی ځای نیوونکي ؤ چې پوره څلويښت کاله ورورسته د خپل قوم په مرسته د « اریحا» یا د « ارسیو» د ښار په لاندی کولو او نیولو په سیمه کې د آزاد او خپلواک هیواد څښتن کیدلو سره جوخت له بنی اسرائیلو نه د یو غښتلي ملت په جوړولو کې بریالي شول . دا چې هره هڅه کوم چې د ولس د جوړونې ، پالنې او روزنې په موخه رامنځته شوی وی ارومرو د بري تر څلی رسیدلی شي . خو چې همغه هلې ځلې لا پسې پایښت ومومي . دا ځکه چې د هلو ځلو د لړۍ پايښت چې ارورمرو تر موخې د منزل لنډونکی لا مل دی ، باورونه غښتلي کوی ، هوډونه د بري تر څلي رسوي ، د هیوادوالو د منښت کچې ته له پیله تر پایه زیاتوالي بښي ، د ولس په ژوند کې یو ښه سیاله ، بنسټیزه بدلوونکی اوختون رامنيځته کوی او په پايله کې د ولس د ژوند کاروان ته د سولې ، روغې ، نیکمرغۍ ، هوساينی او دنیا ومنۍ په واټونو کې د بریالي ګامونو په وچتولو کې بې کچه پایښت لرونکی هوډ وربښي . په دغو منل شویو اودود شویو لیارو کې د باچاخان د نه تاوتریخوالي غوره شوی هوډ د حق غوښتوونکیو د کاروان د هلو ځلو غورځنګ د پایښت زړي ، نن دی که سبا په سیمه کې بیا را زرغون شي او د یو ښکلي پسرلی په خوږه هوا کې به ګلان وسپړي ،بلبلې اوتوتیان به د یو موټي او خپلواک ولس د آزادۍ د نغمو او ترانو د خوږو آزا نګو د خپرا وۍ په موخه ډلې ډلې راشي او د سیمې د هسک په لمنو کې به هرې خواته په الوتلو د نړۍ والو غوږونو ته د ولس دنه تاوتریخوالي د پلویانو د بري د ترانو خوږی انګازی ورسوي . د هغی ورځی په هیله Bacha Khan Au aadami Tashadud By:Mubariz Zapi, Bonn-germany - بېرته شاته