(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تاسې پوهېږۍ چې په خواجه بهاالدين كې په پښتنو څه

په تخار کي دبندي پښتنو حال خپله وګوری تاسې پوهېږۍ چې په خواجه بهاالدين كې په پښتنو څه تيريږي ؟

بینوا: په خواجه بهاالدين كې دوه اتيا كورنۍ پښتانه چې د سيمې د ظالمو وزبكانو له لاسه يې كورونه او ځمكې غصب شوي په يوه زاړه زندان كې په ډېر بد حالت كې ژوند كوي ،دغه پښتانه چې نږدې پنځوس كلونه وړاندې په دغه سيمه كې ميشت شوي وو د محمد ظاهرشاه د يو فرمان په اساس يې په سيمه كې نږدې دوه زره پنځه سوه جريبه ځنګل ځمكه اباده كړې او كركيلې ته يې اماده كړې . د روسانو د راتګ سره سم دغو پښتنو ټوپك ته لاس كړ او د روسانو په وړاندې يې جهاد پيل كې خوكله چې د شوريانو او د سيمې د وزبكانو د ګډ ظلم له امله پزې ته راغلل نو خپل كورونه او ځمكې يې پرېښودلې او د پاكستان په لوري يې مخه كړه چې ددوى د تلو سره سم د سيمې وزبكو كوماندانانو په ځانګړي ډول قاضي كبير چې د رباني يو لوى كوماندان و ددغه پښتنو ځمكو او كورونوته يْې د شمال د نورو ولايتونو څخه وزبكان راوستل او په كې ځاى پر ځاى يې كړل اوس دغه وزبكانو د تېرو دولسو ورځو راپه دېخو په خواجه بهاالدين كې په مظاهرو لاس پورې كړى او وايي چې د وخت حكومت ددوى (وزبكو) ځمكې په جبر سره دغو پښتنو ته وركړې وې او دوى دغه پښتانه چې ددوى د پلرونو قاتلان دي !! په خواجه بهاالدين ولسوالۍ كې نه پرېږدي . عجيبه ده چې په تېرو شلو كلونو كې دغه پښتنو په مهاجرت كې شپې سبا كولې چې په همدغه وخت كې يې دغه غاصب وزبكان له نورو ولايتونو راغلي او ددوى كورونه او ځمكې نيولي او اوس دعوه كوي چې دوى يې پلرونه وژلي !! دغه پښتانه اوس د وزبكانو د ظلمونو له لاسه په ډېر بد حالت كې ژوند كوي دوى نه شي كولى چې خپل ناروغان ډاكټر ته بوځي ، بازار ته لاړ شي او د ځان او كورنۍ لپاره د اړتيا وړ شيان واخلي ځكه چې دوي د سيمې د زرګونو بې رحمه وزبكو لخوا كلابند دي او ددغه پښتنو خپل خپلوان هم نه پرېږدي چې دوى ته خواړه راورسوي هغه څوك چې په پټه ددغه پښتنو سره د مرستې هڅه وكړي د سيمې د وزبكو لخوا وهل كيږي چې ښه بېلګه يې دوزبكانو له خواجه بهاالدين د كندهاريودكلي د اتلسو كسو سپين ږيرو وهل ټكول كېدل دي. دغه له ۷۰۰ څخه زيات كلابند پښتانه چې دا وخت د ينګي كلا ، درقد او خواجه بهالدين د ګوتو په شمېر پښتنوپه مرسته ژوند كوي د ټولو پښتنوپه ځانګړي ډول د شمال د پښتنو مادي او معنوي مرستو او ملاتړ ته سخته اړتيا لري كه خداى مه كړه ددغو پښتنو پښې وښوېدلې نو ډېرې بدې پايلې به ولري دوستم او شمالي ټلوالي به د پښتنو په وړاندې خپله لومړۍ جګړه ګټلي وي يعنې د شمالي ولايتونو په يوه سيمه كې به په دې توانېدلي وي چې پښتانه ترې وباسي خودغه پښتانه تردې دمه ډېر په مېړانه د خپلو حقونو غوښتنه كوي او يو قدم هم له خپله حقه نه دي په شا شوي ،هغوى د جنرال دوستم د پليتو قوم پرستو اوزبكو ټول ظلمونه زغمي خو خپله نا پښتونولي نه شي زغملى هغوى چې د تېرو دولسو ورځو راپه ديخوايې د زرګونو وزبكانو ظلمونو ته سينه سپر كړې خو تر اوسه يې د وزبكانو دا غوښتنه چې دوى دې د دغې ولسوالۍ څخه ووځي نه ده منلې ، تر اوسه په دې تمه شپې سبا كوي چې يوه ورځ به ددوى د نورو سيمو پښتانه ددوى ملاتړ ته راودانګي د دغه ظالمو وزبكانو خولې به ورماتي كړي او دوى په دد غوظا لمو وزبكو په پښو كې سر كېښودلو ته پرې نه ږدې زه په خپله ددغو پښتنو د حالت ليدو په خاطر سيمې ته ورغلي وم ما چې حالات له نږدې وڅارل دې نتيجې ته ورسېدم چې له دوستم او نورو وزبكو كوماندانانو او ټوپكسالارانو پرته د تخار د والي كوماندان عبدالطيف ابراهيمي او د خواجه بهالدين ولسوال او د تخار نور لوړپوړي دولتي چارواكي هم په دغو شخړو كې لاسوهنه كوي ځكه په لومړيو ورځو كې چې ولايت د دغه ستونزې د حل لپاره كوم پلاوي سيمې ته ليږلي وو هغوى هم پښتانه تهديدول چې له خپله حقه لاس په سرشي .
دا مي قباله په چا ئې منې
هغه اسناد چي دغه پښتانه خپل ملکیت په ثابتوي
په زړه کلا کي په زور ایسار شوي وطن ته راستانه پښتانه چي خپلو مېنو ته د راستنیدو جرم ئې کړی
دخپل بابا پرمېنه داوسیدو مجرمان دخپل برخلیک په تمه
دښاغلي کرزي دحکومت سوغاتونه و راستانه شوي مظلومانو ته
چاوویل چي پرمهاجرینو مځکي توضیع کیږي دلته خو ددوی څخه مځکي غصب کیږي ؟؟
ولسمشره ! تا چي په پاکستان کي له مهاجرو افغانانو رائې غوښتې ددغه ورځي لپاره ؟؟؟؟
Pa Takhar Ke De Bandey Pakhtano Khaal Khpala Wogoray. Tassey Pohegai Tsche pa Khwaja Baha Udin Key Sa Pa Pakhtano Teregi?? Izatullah Pamir Special Thanks to Benawa.Com - بېرته شاته