(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ایمل خان مومند

[23.Apr.2024 - 08:07]

ستر مجاهد ايمل خان مومند بابا

ليک: امان الله نصرت

 

خپلې خاورې نه قربان وې ايمل خانه

مجاهد مرد ميدان وې ايمل خانه

د غليم په کور دې جوړې زلزلې کړې

ته له ننګه ډک افغان وې ايمل خانه

 

تا ننګرهار کې د غليم پوځ کې غوغا ګډه کړه

تا په ښاپښ کې په مغلو  واوېلا ګډه کړه  

 تا په خيبر تا په تيراه کې په پردو لښکرو  

لويه بابا د غم سلګۍ  وير او ژړا ګډه کړه

 

ايمل خان مومند د پښتنو هغه ولسي او ملي مشر و چې ټول پښتانه ېې د يوه ستر مجاهد ، دروند قامي لارښود او  په خپله پلرنۍ خاوره د مين پښتون او هيواد پال په توګه پېژني ، هر پښتون ورته د قدر، عزت، درناوي او احترام په سترګو ګوري او د هر افغان په زړه کې ځانګړی ځای لري۰

 

مومند بابا دامان خان زوی په خټه کوکوزی مومند و او د ننګرهار د مومنددرې په هزارناو کې چې پخوانی نوم ېې ( امان کوټ ) و  زېږېدلی خو د پيدايښت کره نېټه ېې زمونږ په لاسونو کې نشته۰      

   

 دې لومړی په چکنور او بيا په هزارناو ( امان کوټکې اوسېده  او د باړې په  يوه کلي کې ېې هم څه وخت تير کړی و خو د دېرو تاريخ پوهانو په اند د مومند بابا د پيدايښت اصلي ټاټوبی د ننګرهار د مومنددرې د هزارناو ( امان کوټ ) سيمه وه  چې اوس پکې د نوموړي په نوم يوه ليسه هم شته او اولاده ېې چې په پاچاخېلو يادېږي د همدې سيمې په هزارناو ( امان کوټ ) کلي کې هستوګن دي۰ 

 

د ځينو تاريخي روايتونو په اساس مومند بابا د خوشال خان  چې په 1613 م کال زېږېدلی و همعصر، همزولی  او د مغولو د حکمران عالمګير په وخت کې د افغانانو د لويو مشرانو او د جهاد او پاڅون له نومياليو قائيدينو او سالارانو څخه و ،  هغه وخت چې ايمل خان بابا  په پښتنه خاوره د مغولو د تاړاکونو خلاف قيام او خوځښت پيل کړ او د جهاد جنډه ېې ورپوله نو له هزارناو څخه به ېې د مغلو د يرغلګرو  پوځونو په کاروانونو حملې کولې او د پام وړ مرګ ژوبله به ېې وراړوله.

 

 مغلو  څو څو واره د ددغه ستر پښتون غازي د ځپلو او ماتې لپاره خپلې لښکرې راولېږلې او  د پښنتنو د جهاد او مقاومت د ختمولو هڅې ېې وکړې چې په همدې لړ کې ېې ېو وخت په هزارناو کې د ايمل خان بابا کور هم وسوزاوه او دغه ستر مشر او ملي مبارز ته ېې ستر مالي زيانونه او تاوانونه ورواړول خو ددغه ستر اتل او مېړني سالار ايمل خان  د تحريک او غورځنګ په پای ته رسولو او ختمولو کې ناکام پاتې شول او پښتنو مبارزينو د خپل ننګيالي او تورزن قايد د مشرتابه تر سيوري لاندې خپل جهاد او مقاومت جاري او ساري وساته او له خپل هوډ او مبارزې نه پر شا نه شول.

 

خوشال بابا دې پېښې ته په  خپل يوه شعر کې داسې اشاره کړې ده او ويلي ېې دي:

 

اور پورې په خونه د اېمل خان شو 

په سول د خونې خان خانان شو

که ونه مړ ، دايم نارې وهم

 په واروار پورې په درست افغان شو

 

ايمل خان مومند په١٠٧٩ هجري قمري کې د خپلې سيمې پښتنو د خپل قايد  په توګه وټاکه , د پاپين د کلي ميا جان محمد صاحب ورته چې يو روحاني شخص و د مشرۍ درنه پګړۍ پر سر  وتړله  او په نامه ېې سکه جاري شوه  او  هغه وخت چې خوشال خان خټک د هند د مغلي حکمرانانو د يرغلونو خلاف راپورته شو مومند بابا هم  د خپل هيواد او خلکو په ننګ توره راپورته کړه او د جهاد او مقاومت ميدان ېې ګرم او تود وساته او د مغلو د تيري او شبخون خلاف ېې له هغوی سره تر مرګه مبارزه او مقابله وکړه۰

 

مومند بابا په کړپه،  د ګنداو په ښاپښ، د تيراه په غرونو  ، د کابل پېښور په لويه لار, خيبر او ځينو نورو سيمو کې په پوره مېړانه له غليمانو سره وجنګيد او څو څو واره ېې يرغلګرو دښمنانو ته له شرمه ډکه ماتې ورکړه او هِغوی ېې پر ګونډو کړل او پر شاېې وتنبول۰

 

ايمل خان بابا په لغمان کې هم له اغزخان سره ډير په مېړانه جګړه وکړه خو په دې جنګ کې بريالی نه شو او ماته ېې وخوړله۰

ايمل خان، خوشال خان او درياخان د مغلو د تاړاک په وړاندې لکه د پولادو د غرونو ودريدل او د عالمګير د خونړيو لښکرو خلاف ېې په پوره شهامت او بهادرۍ پرله پسې جګړې وکړې او د هېواد دښمنانو ته ېې ډېر مالي او ځاني تاوانونه ورواړول او له خپلې خاورې ېې په کلکه او نره دفاع وکړه۰

 

خو د مومند بابا د ژوند  او مبارزې په اړه لکه څنګه چې ښايي په هغه کچه څېړنه او سپړنه نه ده شوې نو ځکه دده د زياتو کارنامو او قهرمانيو څخه مونږ ناخبره يو او ددغه لوی اتل او ملي قهرمان او غازي د ژوند بېلابېل اړخونه له مونږ نه د وختونو په تيارو کې پټ دي۰

 

څرنګه چې د وطن او ازادۍ دښمنانو د جنګ په تودو سنګرونو او خونړيو مورچلونو کې ونه شول کولای چې د پښتنو د جهاد او پاڅون جذبې او ولولې ووژنې، د هغوی د مقاومت او مبارزې حرکت  خاموش او د لمنځه يوسې او زمونږ په خاوره کې د سکون او ارامۍ سا واخلي نو زمونږ دغه ستر اتل او ملي قهرمان ته ېې د کوم بې ضميره او ايمان پلورونکي په لاس په خوړو کې زهر ورکړل او د پښتنو د ننګ او جنګ د ډګر دا لوی پهلوان او شهسوار ېې په شهادت ورساوه او زمونږ د لوی مشر، لارښود او سالار ژوند ته ېې د تل لپاره د پای ټکی کېښود۰

 

د مومند بابا د مړينې نېټه هم لکه د نوموړي د زوکړې د نېټې پوره روښانه او څرګنده نه ده خو د خوشال بابا د يوه شعر پر بنسټ نوموړی د خوشال بابا له وفات نه مخکې مړشوی او له دې فاني نړۍ څخه ېې سترګې پټې کړي دي۰

 

لوی خوشال بابا وايي:

 

اېمل خان، دريا خان دواړه په ښه رنگ له دنيا تېر شول

ددوی دواړو په فراق کې زما تل اه وماتم دی

۰

د وروستيو څيړنو په اساس ايمل خان مومند د لالپورې ولسوالۍ د چکنوريو په کلي کې خاورو ته سپارل شوی او د پښتنو ددغه لوی سالار او ملي مبارز قبر په ياده سيمه کې چې ده پکې د ژوند د کوچنيتوب يو څه وختونه تير کړي وو شتون لري چې د سيمې خلک ېې مزار ته د دعا لپاره ورځي او ډېوې پرې بلوي۰

 

 د ايمل خان بابا د يوه ورور بهادرخان ( باورخان )مومند مړی هم د چکنوريو په اديره کې خښ دی چې ددوی پلرنۍ اديره ده  او د چکنور د کوکوزو په سيمه کې ددوی د ژوند او اوسېدو يو څه نښې او اثار اوس هم شته۰

 

د پښتنو ددغه لوی بابا اروا دې ښاده وي او پر ګور ېې نور شه ۰

 

زه په پای کې په خپله لاندې څلورېزه چې لوی غازي او ملي اتل مومند بابا ته مې ويلې د خپلو خبرو لمن راټولوم او تاسو ټول ښاغلي په ستر او مهربان رب سپارم.

 

درياخان که توره پورته کړله نر و

ايمل خان هم لوی فاتح د هر سنګر و

 

ستر خوشال له خپلې خاورې زارېدلو 

د غليم مخ کې ولاړ لکه د غر و

 

د پښتنو ددغه لوی بابا اروا دې ښاده وي او پر ګور نور او د رب رحمتونه شه.

 

سرچينې:

1 - ايمل خان   د ارواښاد ميراجان سيال  ليکلی اثر 1343

2 - د اغلې صفيه حليم څېړنېزه ليکنه

3 - ايمل خان بابا تنقيدي او تحقيقي جايزه د ښاغلي مراد لايق ليکنه

4 - د انټرنټ خورې ورې پاڼې او زما ياداښتونه

-
بېرته شاته